loader image
نوي ليکونه

د پخواني اولس مشر حميد کرزي پېغام

د افغانستان خاوره چې څنګه د استقلال نه وړاندې د عالمي طاقتونو لۀ خوا د خپلې بقاء جنګ سره مخ وه؛ د استقلال حاصلولو نه پس هم دا سل کلونه افغانانو د استقلال قیمت د خپلو سرونو او خپلو وینو پۀ بیعه ورکړے دے. زما پۀ خیال دنیا همېشه افغانستان ته د یو عام ملک پۀ سترګه کتلي دي خو افغانستان ته چې “د اېشیاء زړۀ” وئیلے شي نو دا هسې نۀ ده – افغانستان د دنیا د نیمې ابادۍ پۀ منځ کښې پروت دے – افغانستان د جنوبي اېشیاء، منځنۍ اېشیاء، روس او یورپ تر منځ یو مهم کاریډور …

بشپړ متن

د اکتوبر 1917 انقلاب او د افغانستان ازادي – ډاکټر صادق ژړک

      د نړۍ د تاريخ تر ټولو مهمه پېښه چې پۀ 1917ز کښې د انقلاب پۀ شکل کښې څرګنده شوه چې د فرورۍ پۀ مياشت کښې پېل شو او د اکتوبر پۀ مياشت کښې بري ته ورسېده. د اکتوبر لس شپې چې ټوله نړۍ ئې وخوځوله او د سرمايه دارۍ عبوري حکومت ئې ړنګ کړو او د بلشويک ګوند د مشرانو ويلاديمير لېنن او ليواين ټراټسکي پۀ قيادت کښې اقتدار تر لاس کړو او پۀ روس کښې هغه وخت چې نفوس ئې يونيم ميليون وو، پۀ تاريخ کښې پۀ لومړي ځل سوشلسټ کارګري رياست منځ ته راغى. دا …

بشپړ متن

باچا خان، زما ژوند او جدوجهد، جنوري 2018، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر – باچا خان

    افغانستان ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې د ‘زما ژوند او جدوجهد’ د خورو ورو پاڼو نه دا کرښې مو پۀ دې هوډ راواخستې چې ووینو فخرِ افغان د افغان، افغانیت او افغانستان سره تړون څومره شدت سره لرلو. د ‘هجرت’ پۀ حواله فخرِ افغان د ‘شور’ سره نۀ ؤ تلے، خپل دریځ سره ولاړ ؤ او چې د هجرت پۀ حواله د هغۀ څۀ تجزیه وه، نتیجې چې کله هم هغسې راغلې نو مونږ وینو چې لکه د ‘عادل شاه پیر’ هغه د خپلې کډې غم پۀ سر نۀ ګرځوي – د ‘هجرت’ نه د ورانې شوې ماشوړې …

بشپړ متن

د غازي امان الله خان د اصلاحاتوپۀ وړاندې د مخالفتونو د لاملونو څېړنه – نوماند څېړنیارولي باز اٰرین

        لنډیز: غازي امان الله خان د پلار لۀ مړینې سره سم پۀ کابل کښې واک ته ورسېد. د واک پۀ لومړیو شپو کښې ئې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او د خپلې خپلواکۍ خبر ئې پۀ برېطانوي هند کښې انګلیسانو ته ور ولېږۀ. انګلیستان ناچاره شول او د افغانستان خپلواکي ئې ومنله. لۀ دې وروسته امان الله خان سمدستي پۀ اصلاحاتو لاس پورې کړ. د وزیرانو کابینه ئې جوړه کړه او ځینې وزارتونه ئې تأسیس کړل. ملي شوريٰ ئې جوړه کړه. د امان الله خان اصلاحات پۀ فرهنګي ډګر کښې ډېر پۀ پراخه پېمانه تر سره …

بشپړ متن

د افغانستان علومو اکاډمي تاریخچه – پۀ مننه د ښاغلي ډاکټر ظاهر شکېب )رئیس علوم اکادمي، افغانستان(

        د افغانستان د علومو اکېډمۍ دا تاریخچه مونږ د هاغه علمي، تعلیمي، فرهنګي او څېړنیزې ارتقاء تر پامه راوستلو د پاره د ‘پښتون’ دې ځانګړې ګڼه کښې ځایوو چې د جنګونو، ګړنګونو، ناتارونو او شاتارونو پۀ بهیر کښې تر دې ورځ شوې ده. نن علوم اکېډمي یوه ګڼه، ګُوره، بار داره او ښېرازه اونه ده او پۀ ډېرې چټکتیا او بېدارۍ سره د علم، تعلیم، فرهنګ او څېړنې پۀ بېلابېلو څانګو کښې لاس ته راوړنې کوي. یقیناً چې د افغانستان د علومو اکېډیمۍ ته پۀ سر د ریاست لاس پروت دے او داسې اکېډیمۍ کله هم …

بشپړ متن

افغانستان کښې د سیاسي، ادبي او مترقي تصور ارتقاء – شمس بونېرے

      د افغانستان او پښتون تاریخ د پینځۀ زرو کلونو نه راروان سینه پۀ سینه د موندلو اثارو او اوزارو او پۀ ګټو د راکښلو نخښو پۀ سلسله راروان او محفوظ دے. د هندوکشن د غرونو پۀ منځ کښې د ‘خراسان’ پۀ نوم پۀ قدیم کښې یاد شوے چې د نادر شاه د مرګ نه پس احمد شاه بابا قبضه کړے او د قبیلو مشرانو ورته د مشرۍ پګړۍ پۀ سر کړه او د افغانستان پۀ نوم پۀ وجود کښې راغے. تاریخ کښې د 1747ز د خپلواکۍ ورځ بختوره او ګټوره ورځ ده. دا هېواد او دا خاوره …

بشپړ متن

1929-1928 استقلال، افغانستان او ‘پښتون’ (مۍ 1928، مخونه 41-37) – ‘پښتون’

        مولانا عبدالمجید افغاني، مشن کالج، پېښور د افغانستان ملکه او د یورپ لباس د شاه افغانستان سياحت او د يورپ سفر يو داسې سفر دے چې د دنيا پۀ شاهانه سياحتونو کښې به د دې نظير پېدا نۀ شي، نۀ د کوم بادشاه دومره عزت کله شوے دے. پرونۍ خبره ده چې افغانستان د دنيا پۀ وحشي قومونو کښې حسابېدو. نۀ د هېڅ عزت حقدار ؤ، نۀ پۀ کښې موجوده تهذيب ؤ، نۀ تعليم، نۀ ترې نه د چا څۀ امېد کېدے شو چې دا وحشي قوم به هم کله د دنيا پۀ مهذب قومونو کښې …

بشپړ متن

اقبال او افغان – نور الامین یوسفزے

    اقبال، چې یقیناً د څۀ تعارف محتاج نۀ دے، پۀ د پان اسلامزم د داعي سيد جمال الدين افغاني نه متاثره کېږي او تر پيرۍ پورې هم دغه سړے د اسلامي نړۍ تر ټولو لوے مجتهد ګڼي او کۀ خپله ډېره ښائسته مثنوۍ )بدله( ‘مسافر’ کښې د کال 1933ز د افغانستان د تاريخي سفر پۀ رڼا کښې د افغانستان بادشاه نادرشاه مخاطب کوي، کۀ د ‘اقوام سرحد’ پۀ نامه فرياد کوي، کۀ غزنوي او غوري ستائي او احمد شاه ابدالي يادوي نو هم د افغان ملت د غېرت، مړانې، حريت پسندۍ، جرګه پالنې او صداقت غوندې سترې خوبۍ …

بشپړ متن

د افغانستان کرونالوژي/پېښلیک (د 1919 نه تر 2019 پورې) – نائیله شمال صافۍ

        افغانستان د استقلال نه پس: 1919 د امير حبيب الله خان د وژلو نه پس د هغۀ زوي امان الله خان واک تر لاسه کړو؛ درېم اېنګلو-افغان جنګ (3rd Anglo-Afghan War) وشو او پۀ پاې کښې ئې افغانستان خپلواکي وګټله؛ د افغان او شوروي اتحاد تر منځ د پولې معاهده وشوه. 1920 د هندوستان مهاجرين راغلل او پۀ کابل کښې د مهاجرو انجمن پۀ وجود کښې راغلو؛ افغانستان کښې د ‘حکومت مؤقته هند’ اعلان د راجه پرتاب صدارت، د برکت الله وزارت عظميٰ او مولانا عبېدالله سندهي د منتظم وزیر پۀ توګه وشو. د بخارا )ازبک( …

بشپړ متن

د افغانستان د خپلواکۍ ستوري ‘غازي امان الله خان’ ته د ملا عبدالسلام اڅکزي ‘منظوم عقیدت’ – نور احمد فطرت اڅکزی

        وائي چې پۀ ایران شیراز کښې یو باچا ؤ او د دۀ نو سعد زنګي ؤ او دی د جناب شېخ سعدي معاصر ؤ. د شېخ پلار عبدالله شیرازي د دۀ نوکر ؤ. تاریخ لیکونکي لیکي چې سعدي زنګي دومره ښۀ حکمران ؤ چې هر څۀ ئې پر عدل او انصاف برابرول نو پۀ هم دغه وجه شېخ مصلح الدین د دۀ څخه ډېر متاثر شوی ؤ او د ځان سره ئې د ‘سعدي’ تخلص پېل کړی ؤ. جناب شېخ مصلح الدین سعدي نۀ یواځې دا چې د دۀ څخه د سعدي تخلص اخستی ؤ، بلکې …

بشپړ متن