preloder
کور / نور ليکوالان

نور ليکوالان

د ورځپاڼې ‘دنیا’ څخه پۀ مننه ارزانه پېسه او ګران ژوند – ‌ډاکټر لال خان – ژباړن: سعدالله مېوند

دې حقیقت نه به څوک هم مخ وانۀ ړوي چې پۀ نړۍ کښې د مادي او غېر مادي پرمختګ د پاره د جنګونو منځ نه وړل تر هر څۀ وړومبے ګام وي. د جنګي اقتصاد او جنګیالي رویو مخنیوي د پاره د سولې، امن او عدم تشدد بیانیه مخ پۀ وړاندې بوتلل او دې د پاره کار کول تر هر څۀ وړومبۍ ذمه واري وي. پۀ ملک کښې د مېشته قامیتونو د مسئلو ادراک، د هغوي پۀ وسیلو د هغوي حق تسلیمول او فېصله سازۍ کښې د هغوي شرکت یقیني کول د ریاست بنیادي ذمه واري وي – دا خبره …

بشپړ متن

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ټاکنې – طارق پښتونیار

جون 2019ز پښتون سټوډنټس فیډرېشن د عوامي نیشنل ګوند یو ذیلي تنظیم دے؛ دا ځان له یو خپل ائین، منشور او تګلاره لري. پۀ دغه تناظر کښې پېښور پوهنتون خپل ائیني وخت سر ته رسولے ؤ چې د هغې پۀ نتیجه کښې د پېښور پوهنتون تنظیم تحلیل کړے شو او د نوې کابینې د رغوڼې د پاره پۀ یو کم دېرشم مارچ 2019 ارګنائزنګ کمېټي وټاکلې شوه. د ارګنائزنګ کمیېۍ چئیرمېن د پښتو څانګې د PHD سکالر طـارق پښتون يار وټاکلے شو او سترسکتر میا صدیق – دې نه علاوه درې ممبران فهیم وزیر، علي يوسفزے او د اسلامک سنټر …

بشپړ متن

سلېمان بن غورم بن وړسبون بن بېټن – منور خان مروت

طائب او سلېمان د غورم زامن او د وړسبون نمسي وو. د طائب او سلېمان قبیلې ته خلق ‘طائب خېل’ وائي. پۀ خپلو منځ کښې د بې اتفاقۍ د انتها لۀ وجې د طائب او سلېمان اولاد سره ګډ وډ پروت دے. د طائب او سلېمان اولاد پۀ بېټنو کښې فقیره کورنۍ ده. د تعداد نه ډېر کم دي نو ځکه مغلوب راغلي دي. د سلېمان درې زامن مانئ، اسلام دین او ګل دین وو. د مانئ او ګل دین هېڅ پته نشته، البته د اسلام دین پۀ حقله ځینې بوډاګان وائي چې تۀ ته یو ښۀ سړي د مچي …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار شېخ رحیم الله – اعجاز خټک

خدائي ختدمګار شېخ رحيم الله کلے: کوزه لاچۍ )لاچي پايان( ضلع: کوهاټ د زېږون کال: 1910ز د مړينې نېټه: اتلسم کتوبر، 1982ز تعليم: ابتدائي سکول زدکړه ئې کړې وه. پۀ اردو، پښتو او فارسۍ کښې ئې ليک لوست کولے شو. تحرير ئې ډېر خوش خط ؤ. پېشه: حکمت – پۀ لاچۍ بازار کښې ئې د پنساري دکان ؤ. سياسي وابستګي: خدائي خدمتګار تحريک لاچۍ کښې سياسي ملګري: ارواښاد مير ولي نيکۀ، باد شاه ګل )اول) چې نامتو شاعر هم ؤ، ارواښاد عبدالرحمان، شېخ عثمان د بانډه فتح خان. د هندوستاند وېش نه وړاندي درې ځل پۀ 1930ز، 1935 او 1942 …

بشپړ متن

باچا خان او د قېد و بند دردونه – ژباړن: اتل افغان

احمد سلیم، ‘انگریز راج اور پشتون سیاست’، ۱۹۹۷، د څلورم څپرکي څخه ژباړه د قصه خوانۍ بازار 1930-40ز نه وروستو او “هندوستان پرېږدئ تحريک” 1942ز نه مخکښې لسيزې جائزه مونږ د سر جاج کننګهم او سکندر مرزا د بيانونو پۀ رڼا کښې اخستې ده. پۀ دې باره کښې پۀ خپله د باچاخان څۀ نظر ؤ او هغوي پۀ دې دوران کښې د صوبې سياسي ژوند ته پۀ څۀ نظر کتل، پۀ دې باب کښې به مونږ پۀ دې رڼا غورځوو. د 1930ز د قتل عام نه څو ګېنټې مخکښې باچا خان او د هغۀ څو ملګري ګرفتار شوي وو. د …

بشپړ متن

د پښتنو د یو والي نه د ‘ترقي پسندو’ او فرقه پرستو بنسټګرو بېزاري – علي زر خان علي

د ښاغلي اکبر سیال لیکنه ‘پۀ پښتو ادبیاتو کښې د تهذیب او تمدن نه د بېزارۍ بېلګې او شهادتونه’ مونږ د یو لنډي نوټ سره خپره کړې وه. هغه نوټ کښې مونږ پۀ لوستونکو سپارښتنه کړې وه چې ‘دغه پورته لیکنه یو ځل بیا د کلتوري تړون، cultural relativism او شعري پس منظر د شعور سره ولولي. د ښاغلي اکبر سیال دغه لیکنه د تهذیب او تمدن پۀ اړه د ارتقاء تمنا زېږوي او یو خوندور بحث ته لار پرانیزي’ – اوس چې دا لیکنه راغله )هسې راغلې خو هم فرورۍ کښې وه خو لۀ بده مرغه لۀ چاپه ځنډېدلې …

بشپړ متن

سائل د درد مند زړونو اواز – عبدالحمید زاهد

د سائل صاحب پۀ حقله زما او د صاحب شاه صابر قصه هو به هو يو شان ده. اول به د صاحب شاه صابر دا واقعه بيان کړم چې وائي: ‘ياد مې نۀ شي چې دغه کوم کال ؤ او د څۀ ورځ وه خو يو ماښام پۀ کلي کښې شور شو چې ښکته چم کښې مشاعره ده. د راڼیزۍ ادبي ټولنې لۀ خوا زمونږ د کلي ښاغلي ګل محمد صابر را جوړه کړې وه. مشاعره روانه وه، مشران پۀ کټونو کښې ناست وو او کشرانو پۀ زمکه درۍ خوره کړې وه. ما د خپلو همځولو پۀ څنګ کښې پۀ …

بشپړ متن

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ډائري ]د پېښور پوهنتون تنظیم سازي[ – سلېمان ایسپزے

@SulaimanUsafzay د پي اېس اېف پېښور پوهنتون د تنظيم ارګنائزنګ عمل پۀ يو مياشت کښې سر ته ورسېدو. دې دوران کښې پۀ پېښور پوهنتون کښې پۀ مختلفو ځايونو کښې د ممبر سازۍ کېمپونه ولګېدل چې پکښې د يو زر نه زياته ممبر سازي وشوه. د ممبر سازۍ عمل پوره کېدو نه وروسته د تنظيمي عهدو د پاره درخواستونه وغوښتلے شول او د کابینې جوړښت د پاره نېټه اعلان شوه. د مۍ مياشتې پۀ دوېمه نېټه د پښتون سټوډنټس فيډرېشن پېښور پوهنتون مجلس عاملې انتخابي غونډه د ارګنائزنګ کمېټۍ د چئيرمين طارق پښتونيار پۀ صدارت کښې راوبللې شوه چې پکښې صوبائي …

بشپړ متن

پۀ پښتونخوا وطن د دهشتګردۍ ناورین – نظام الدین کاکړ

کله چې پۀ پینځویشتمه جولایۍ 2018ز پۀ ملک کښې الېکشن کېدلو نو د دې الېکشن د مخه هم او وروستو هم د ملک ټولو سیاسي پارټیانو مشرانو او نورو لیکوالانو دا خبره پۀ ګوته کړه چې دا قومي الېکشن به صرف د یوې پارټۍ پي ټي اٰئي د پاره کېږي او دې ګوند ته به اکثریت ورجوړوي. چې کله ملکي ریاستي ادارې انټیلجنس ادارې ټولو پۀ دې الېکشن صرف یوې پارټۍ ته اکثریت ورکړو، عمران احمد نیازي او د دۀ ګوند تر الېکشن مخکښې هم او وروستو هم یوه نعره وکړه چې نوی پاکستان به جوړوو، ملک کښې به امن …

بشپړ متن

باچا خان مرکز کښې د دوو مېرمنو شاعرانو د کتابونو ځانګړې مخکتنه – فېروز خان صادق

د شاعرانو اديبانو د نورو ډېرو ستونزو سره يوه مهمه مسئله د ادبي دستورو تر سره کولو د پاره د مناسب ځاے د نشتوالي هم ده – خو د ډېرې خوشحالۍ خبره ده چې د باچا خان مرکز ودانۍ کښې دوه غټ هالونه د ټولو ادبي، ثقافتي او نورو ټولنیزو هلو ځلو د پاره پۀ ويړيا توګه موجوده دي او د عوامي نېشنل پارټۍ د ادبي او کلتوري څانګې لۀ خوا سرِ عام اعلان دے چې باچا خان مرکز صرف د اے اېن پي سره تعلق لرونکو شاعرانو ادیبانو د پاره نۀ دے، بلکې د هر ګوند سره تعلق لرونکو …

بشپړ متن