preloder
کور / مستقل ليکوالان / افراسياب خټک

افراسياب خټک

د پښتنو د بې قرارۍاٰتش فشان – افراسیاب خټک

ژباړه: پښتون The Volcano of Pashtun Unrest   د The Nation پهٔ مننه د فرورۍ پۀ سر کښې پۀ اسلام اباد کښې د پښتنو زلمو لس ورځني پرلت پسې پۀ سوات او باجوړ کښې زورور احتجاجونه وشول. د سوات اولس پۀ سیکیورټي چېک پوسټونو د خلقو اوږدو قطارونو کښې د ودرولو، زورلو او سپکاوي خلاف لاریون کولو. دغه خلق پۀ یو چېک پوسټ د یو ناروغه وړوکي ماشوم پۀ مرګ بلوه شوي وو. هم دا مسئله پۀ اسلام اباد “پښتون پرلت” کښې هم مخې ته راوړې شوې وه. د باجوړ اولس د کراچۍ نه د وژلے شوي زلمي احمد خان …

بشپړ متن

سياست ماتېدنه – افراسياب خټک

پاکستان کښې پۀ تېرو دوه لسیزو کښې د برېښنائي رسنیو (Electronic Media) پۀ دومره توندۍ سره خورېدو او هم دغومره پۀ مؤثر ډول د ټولنیزو رسنیو (Social Media) پرېوانه کېدو سره د اولس خپل منځ کښې اړیکې جوړول اسان شوي دي او (دې ملک کښې او نوره نړۍ کښې هم) پۀ انفرادي، ټولنیز او سیاسي کچ پۀ غټه پېمانه د اولسي اړیکو لوے غورځنګونه زمونږ د سترګو وړاندې دي ـــ بد قسمتي دا ده چې نن پۀ ملک کښې سیاسي تحریکونه پۀ یو وخت کښې د ریاست موټي کښې د ګېر رېډیو، ټي وي او پرنټ میډیا دور نه زیات …

بشپړ متن

De facto as De jure – افراسياب خټک

د سپریم کورټ  لهٔ خوا پهٔ پانامه کېس د راغلې فېصلې شالید کښې دا لیکنه مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې The Nation پهٔ مننه، چې  د یادې ورځپاڼې پهٔ مخ 7، د  اګست پهٔ  دولسمه نېټه خپره شوې، خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو. د نواز شریف خلاف د سپریم کورټ فېصله کښې د وزیر اعظم د نااهلۍ سبب کومه مالي بې قاعدګي/کرپشن نهٔ، بلکې یو معمولي رقم نهٔ اخستل ګرځولے شوے دے. دا لیکنه پهٔ پانامه یو پراخه او جامع نظر دے. د ګڼو خلقو لۀ خوا شوې پېشنګویۍ او اندېښنۍ د De jure ]ائیني نظام[ او De facto ]د مشترکه …

بشپړ متن

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور د صفايۍ" پۀ خبره دوه ګامه نور وړاندې تلے دے او پۀ ډاګه ئې وئیلي دي چې حافظ سعيد او حقاني نېټ ورک زمونږ "اثاثې" نۀ بلکې د غاړې غُر او د سر بوج دے چې ځان دې بوج نه خلاصولو د پاره به وخت لګي. د دې نه مخکښې پۀ امريکه کښې (ايشيا سوسائټي نيويارک) ته پۀ خپله وېنا کښې هغۀ خپلو امريکائي کوربنو ته دا خبره ور برغه کړې وه چې نن تاسو د کومو ترهګرو پۀ مرسته زمونږ سترګو کښې ګوتې ټومبئ، …

بشپړ متن