preloder
کور / مستقل ليکوالان / ډاکټر خادم حسېن

ډاکټر خادم حسېن

د جولائي سلېکټر، سلېکشن او سلېکټډ – ډاکټر خادم حسېن

‎پۀ 2014 کښې چې کله د امریکې حکومت اعلان وکړو چې افغانستان نه به غټې او درنې امریکائي دستې وځي او صرف د تربیت، څارنې او هوائي دستې به پاتې کولې شي؛ دې منصوبې اعلانېدلو سره سم پاکستان کښې د نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ د منتخب حکومت پۀ ضد ‌‌‌‌‌‌ډي چوک اسلام اباد کښې یو پرلت هم اعلان شو او پۀ شمالي وزیرستان کښې موجود د ترهګر نېټ ورک پۀ ضد پوځي عملیات هم پېل شول. د پوځي عملیاتو نه مخکښې چې حکومت طالبانو سره د مذاکراتو فېصله وکړه او طالبانو نه ئې د هغوي د نمائنده کمېټۍ …

بشپړ متن

د قامي خپلواکۍ د مبارزې فکري اړخونه – ډاکټر خادم حسېن

د تاریخ مطالعه دا ښائي چې د اولسونو د ژوندي او سوکاله پاتې کېدو د پاره د دوو فکرونو ضرورت وي. قامي شعور او تهذیبي شعور، اجتماعي حافظه برقرار ساتل؛ د اجتماعي وسیلو لټول، ساتل او روزل، د خاورې او زمکې جمالیات خوندي کول او پۀ مخکښې بوتلل او ټولنیز ژوند کښې د منصفانه تقسیم پۀ بنیاد وګړو د پاره اسانتیاوې پېدا کول د قامي شعور رختونه وي – دا ټول عمل د قامي خپلواکۍ محتاجه وي. ‘روحِ عصر’ پېژندل او د هغې سره څنګ تر څنګ تلل، د انساني ارتقا بېلابېل پړاوونه پېژندل او د تخلیقي او ایجادي صلاحیتونو …

بشپړ متن

څو سوالونه او د هغو ځوابونه – خادم حسېن

د وړې اوچې د وېش نه پس د پاکستان دننه د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاسي مفکورې او تګلارې پۀ اړه ابهام او تذبذب پېدا کول او یو اویا کلنې سیاسي مبارزې نه اولس بد ګمانه کول او د قامي سوال پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ ډسکرېډټ کول د ‘نېکانو’ اولنۍ ترجیح وي. دې لړ کښې وخت پۀ وخت مختلف سوالونه راپورته کولے کېږي او بیا د هغه ‘خان بهادرانو’، ‘خوانینو’، ‘پولټیکل اېجنټانو’ او ‘تاجِ برطانیه د وفادارانو’ زوزادونه دغه نوي سوالونه د ریاستي نمک خوارۍ زړې جذبې سره پۀ نوې نوې بڼه مخې ته ږدي. د قام پرستو …

بشپړ متن

د کلتور او تعلیم مرکزیت – ډاکټر خادم حسېن

  Twitter: @khadimhussain4   د کلتور او تعلیم د مرکزیت خبرې د پاکستان د وفاق د اکایانو د فطري شناخت او د هغوي د پرمختګ او هوسا ژوند د لارو نیولو هغه غېر فطري، غېر انساني او غېر ائیني لار ده چې د وړومبۍ ورځ نه پاکستان کښې د زر او زور خاوندانو نیولې ده. د یوې اوږدې سیاسي او پارلېماني مبارزې نه پس د اتلسم ائیني ترمیم تر لارې پاکستان کښې مېشته قامونو د خپل کلتور او تعلیم حق ګټلے دے او دې لړ کښې صوبو پالیسۍ هم جوړې کړې او تر یوۀ حده عملي کړې دي. د بدلون …

بشپړ متن

اتلسم ائیني ترمیم ولې د سترګو ازغے دے؟ – ډاکټر خادم حسېن

  Twitter: @khadimhussain4   دوه کاله مخکښې چې د پاکستان د امنيت ادارې يو مشر اتلسم ترميم باندې پۀ ښکاره نيوکې وکړې نو دا خبره جوته شوه چې پاکستان کښې د خلقو د حکمرانۍ او امنيتي ادارو تر منځه د رياستي پاليسیو پۀ حواله لوے تفاوت دے. دغه تفاوت د پاکستاني رياست پۀ بنيادي بيانيه، مفکوره او ليد لور کښي بيا بيا څرګندېږي. دغسې د نوي راتپلے شوي حکومت راتلو سره د تعليم د يو شان کولو د پاره د مرکز پۀ سطح د نصاب يوه کمېټي جوړه شوه ـــ دا خبره ځان له د بحث جوګه ده چې د …

بشپړ متن

د طورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن

  khadimhussain565@gmail.com   د ښاغلي ډاکتر خادم حسېن دا مقاله اګاهو یوه دستوره کښې اورولې شوې وه. هغه وخت خېبر پښتونخوا کښې د ‘فاټا’ ادغام نۀ ؤ شوے ـــ هغه وخت ‘جنرل’ راحیل شریف ؤ ــــ هغه وخت لا ‘جمهوري’ حکومت ؤ او منتخب شوې اسمبلۍ وې. د اړونده موضوع پۀ لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور نه یو دوه نکتې رانقل کول اړین ګڼم. اورکزئ ضلعې نه پرته ټولې نوې ضلعې پۀ ډيورنډ کرښه افغانستان سره ملاوېږي. دا ملاپ علاقائي تجارت د پاره د مقامي خلقو معیشت او اقتصاد کښې مهم کردار ترسره کولے شي؛ ځکه ګوند …

بشپړ متن

د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین

د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې DAWN پۀ مننه د دې لیکنې ژباړه خپلو لوستونکو د پاره دلته وړاندې کوو. د فاټا اصلاحاتو نفاذ د پاره د قومي کمېټۍ لۀ خوا د ملکي مالیاتي کمېشن پۀ قابلِ تقسیم پېسو کښې، راتلونکو لسو کلونو د پاره، د فاټا برخه متعین کولو او بېلولو پۀ اړه د خزانې وزارت ته ورکړے شوي هدایات د خواشینۍ وړ خبره ده. د دې اصلاحاتو نفاذ د پاره یادې کمېټۍ نور څلور متعلقه اړخونه لکه سیاسي، قانوني، اقتصادي او امنیتي ادارې هم پۀ ګوته کړې دي. هر څو کۀ د فاټا د …

بشپړ متن

[پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن

[پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن د باچاخان ښوونیز بنسټ (باچا خان ایجوکېشن فا‌ؤنډېشن) دیارلسم سټډي سرکل  پۀ نهم ستمبر2017ز، د خالي پۀ ورځ د باچاخان ایجوکېشن فا‌ؤنډېشن هېډ اٰفس پېښور کښې تر سره شو. سټډي سرکل کښې د پېښور، چارسدې، مردان، ملاکنډ، دیر، ټانک، صوابۍ او فاټا فیلوز ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. پۀ دیارلسم سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه صاحب کتاب ‘پښتنې ښځې او د قام خدمت’ ټاکلے شوے ‌ؤ. ‎د دیر او د مردان فیلوز مراد خان او عقیله خدائي خدمتګار تحریک کښې د ښځو …

بشپړ متن