preloder

اداريه

اداريه – مارچ 2018

‘لیاقت باغ’ او ‘پښتون پرلت’: پښتانۀ احتجاجونه پۀ لسمه فرورۍ د حکومت پۀ نمائندګۍ د وزیراعظم د مشیر لۀ خوا د ‘پښتون پرلت’ جرګې سره یوه معاهده لاسلیک کړې شوه چې تر مخه ئې د ‘پښتون پرلت’ غوښتنې پوره کولو د پاره د یوې میاشتې مهلت غوښتے شوے ؤ. مختلف رایې او رویې لرونکو چې څنګه دې پرلت ته مختلفو زاویو نه کتل، دغسې ئې د پرلت پۀ نتیجه کښې شوې معاهده باندې هم مختلف دریځونه لرل )د دغه معاهدې نقل د دې ‘پښتون’ پۀ مخ 00 خپور دے(. سیاسي شعور لرونکي بهرحال، د کاغذ پۀ دغه ټوټه کښې د …

بشپړ متن

اداريه (فروري 2018)

وینې وینې کابل د افغانستان پۀ حقله د پاکستان هغه جهادي پالیسي چې یو وخت کښې به پرې ریاست ویاړ کولو، اوس پۀ هر ډګر غندلې کېږي او د اسلام اباد ایوان نه د جي اېچ کیو پورې پرې د ستومانۍ اظهارونه کېږي ـــ خو دې لړ کښې د تېرې روژې نه نیولې د ترهګرۍ یوه خونکاره خونړۍ لړۍ روانه شوې ده چې د ودرېدلو نامه نۀ اخلي. پۀ زړۀ کښې امن د پاره ځاے لرونکي خلق دې پام کښې ولري چې پۀ دې اور کښې زمونږ نه هغه اوازونه هم سوزي چې د امن راوستلو د پاره ئې ګامونه …

بشپړ متن

د فاټا پهٔ اړه د ANP ټول ګونديز کنفرانس – پښتون

عوامي نېشنل پارټۍ تل د پښتون قام د وحدت خبره کړې ده. پۀ دې لړ کښې پۀ سیاسي عمل او پارلېمان د ګوند باور د دې سیمې د پارلېماني تاریخ یوه ځلنده پاڼه ده. هر څو کۀ د پاکستان ائین پۀ قبائیلي سیمو کښې کله هم د سیاسي عمل او خصوصاً د عوامي نېشنل پارټۍ مداخلت زغملے نۀ دے، حال دا چې د هندوستان د وېش نه وړاندې هم جناح صاحب د پاره لنډي کوتل پورې د دورې بندوبست کېدلو او تحریک انصاف ته د ډرون د مخالفت ډرامې د پاره د وزیرستان سټېج سینګارېدلو، خو د پښتون سیاست مدارانو …

بشپړ متن

اداريه – نومبر 2017

د NA-4 ضمني انتخابات د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند او د کالعدم جهادي تنظیمونو پۀ ملاتړ د ولاړو امیدوارانو نه بغېر نورو ټولو ګوندونو پۀ NA-4 کښې شوو انتخاباتو باندې نۀ صرف خپل تحفظات څرګند کړي بلکې د دې پۀ نتیجو ئې هم خپل اعتراضونه مخې ته راوړي دي. د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک او د اېن اے څلورمې حلقې نه د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار خوشدل خان ایډوکېټ پۀ یو شریک پرېس کانفرنس کښې د الېکشن کمېشن نتیجې رد کړې دي او پۀ زغرده ئې پۀ الېکشن کمېشن د جانبدارۍ الزام لګولے دے. حقیقت …

بشپړ متن

اداريه – اکتوبر 2017

د باچاخان او ولي خان وېنا د شهید ډاکټر نجیب د وینې نه واورئ!!! د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د اولس )خصوصاً د قبائیلي سیمو او پښتونخوا خلقو( او د امنیتي ځواکونو د بې شمېره قربانیو باوجود د نړیوالې ورورولۍ لۀ خوا راتلونکو خبرونو، تبصرو او تجزیو د ریاست پۀ توګه پاکستان تشویش سره مخ کړے دے. د امریکائي صدر د افغانستان او پاکستان د پاره د پالیسۍ د لهجې نه واخله د چین پۀ شیامن ښار کښې د BRICS د مشرانو غونډې پورې لۀ هرې خوا یو غږ او یوه نعره ده. دا هر څۀ ناڅاپه مخې ته …

بشپړ متن

اداريه- ستمبر 2017

د ډونلډ ټرمپ د افغان پاليسۍ ممکنه اثرات د افغان پالیسۍ پۀ تناظر کښې د جمي کارټر نه ډونلډ ټرمپ پورې پاکستان همېشه د امریکې نزدې همکار پاتې شوے دے. د پاکستان پۀ خارجه پالیسۍ کښې هم امریکائي فېکټر باندې همېشه تنقیدونه شوي دي او کله هم د پاکستان خارجه پالیسۍ ته معتدله یا ازاده خارجه پالیسۍ وئیلې شوې نۀ ده. د هم دې پالیسۍ پۀ وجه پاکستان خپل ګاونډ کښې د هندوستان، ایران او افغانستان سره د تعلقاتو سمون کښې څۀ ډول پېش قدمي نۀ ده کړې چې د پاکستان پۀ مجموعي سیاسي، امنیتي او اقتصادي صورتحال ئې بد …

بشپړ متن

اداريه – اګست 2017

پهٔ نامه د خداے چې رحمان او رحیم دے د ترهګرۍ په ضد نوي عملیات د تېرې روژې میاشت کښې د ډېورنډ کرښې دواړه اړخونو ته وینه تم نۀ شوه. تر دې چې د واړۀ اختر نه دوه ورځې وړاندې پۀ پاړا چنار کښې شوي خونړي برید اختر هم عاشوره کړو. د دې نه وړاندې د پاکستان پۀ مختلفو ځایونو کښې د بمي چاودنو یوه سلسله شروع شوې وه چې پۀ ملک کښې د امن خوښو او امن د پاره د قربانیو کوونکو د پاره به یقیناً چې دغه چاودنې د تشویش باعث وې. اوس چې د خېبر فور پۀ …

بشپړ متن