فېصل فاران

سرمايه دارانه تهذيب او “اېډيپس کمپلکس” (اېډيپس رېکس) – فېـصل فاران

اسطوره اوس پښتو ادب کښې نننوتلې ده. نوې شاعرۍ کښې د دې تر ټولو ستر او بشپړ نخښانکښ عبدالرحيم مجذوب دے چې اسطوره ئې د خپلې شاعرۍ يوه نۀ شکېدونکې برخه ګرځولې ده. د نثر پۀ لړ کښې د اسطورو د ژباړې روايت لا پر مخ روان دے – د ‘اېډيپس رېکس’ ژباړه يو بل ډاډمن ګام دے. شعېب خان خټک د داد وړ دے چې دغه غميزه ئې پۀ پښتو اړولې او يوولس نندارو کښې رانغښتلې چاپ کړې ده. پۀ دغه چاپ کتاب زئينږ د فاران ليکلې سريزه لوستونکو ته وړاندې کوو. بنيادي توګه باندې ډرامه د لوستلو نۀ، …

بشپړ متن

پښتو قامي شاعري، ادب اوخدائي خدمتګار تحريک – فېصل فاران

باچا خان خپل ملګري فضل الرحيم ساقي صاحب ته يو خط دېرشمه مۍ نولس سوه اووۀ اويايم (1977) کښې دا خبره تکراروي چې، “ما خپلو تعليم يافته ملګرو ته دا خبره څو ځله وکړه چې تاسو چې د پښتو کوم خدمت کوئ چې دې سره سره د دې متعلق ليکل هم کوئ؛ پۀ دې شان به زمونږ د دې تحريک تاريخ هم جوړ شي او د پښتو ژبې خدمت به هم وشي. لکه څنګه چې ساقي صاحب پۀ دې لار کښې کوشش کړے دے، کۀ دغه شان زمونږه نورو ملګرو اديبانو هم کوشش کړے وے يا وکړي نو دې سره …

بشپړ متن

حمزه شنوارے، مسلم لیګ او افغانستان – فېصل فاران

      د حمزه شنواري د مسلم لیګ او تحریک پاکستان سره تړاو او تړون یوه معلومه خبره ده. هغه کۀ د خپل پیر و مرشد باچاجان پۀ حکم مسلم لیګ کښې ګډون کړے ؤ خو دې نه وړاندې هم د هغۀ د خاندان د انګرېزانو سره اړیکې وې. خاطر غزنوي ته خپل ژوندلیک کښې هغه یو خوا کۀ د خپل پلار او د صاحبزاده قیوم تر منځه د زړۀ بداوي خبره لیکي چې د هغې لۀ کبله د هغۀ ورور د صاحبزاده د مرګ بناء تړلې وه او افغانستان ته ئې بیا هغه وخت جلاوطني کړې وه چې …

بشپړ متن

دوه نظمونه – دوه توکنې (‘کابل’ او ‘ډیورنډ لائن’) – فېصل فاران

      (1) ‘کابل’ – رحمت شاه سائل د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم ‘کابل’ چې د هغۀ اتمه شعري ټولګه ‘د چنارونو نه لمبې ووتې’ کښې شامل دے، یواځې پۀ دې وجه مهم نۀ دے چې دا د رحمت شاه سائل غوندې د قامپاله شاعر نظم دے، بلکې د دې نظم اصل ارزښت د کابل هغه روماني تصور دے چې د اتیایمې لسیزې نه وړاندې متصور ؤ. کابل پخوا راهسې د پښتنو د پاره د خوب و خیال ښار راروان دے چې اندازه ئې د فوکلور د سندرو نه کېږي – لکه: پۀ غونډه زنه دې خالونه مزېدار …

بشپړ متن

د پښتونستان مقدمه – فېصل فاران

پښتانۀ پۀ نسلي توګه ‘اساک’ )ساکا، اساکین، اسکوزي، ساکزي( دي – ‘اٰریا’ نامه د دوي تهذیبي نامه وه چې کله دوي بلخ باختر بدخشان کښې تهذیبونه جوړ کړل. ‘پکت’، ‘پکتین’، ‘نجدي’ د دوي سیمئیزه نامه ده چې وروستو بیا د ‘پښتون’ پۀ صورت دودنده نامي هم ګرځېدلې ده او تر اوسه هم دغه لفظ د پښتو هوډ پۀ معنٰي کارول شي. انګلیسي کښې هم Big ‘غټ’، هندۍ کښې ‘بهګوان’ خداے ته وائي – ‘افغان’ د دوي قامي ملتي نامه ده؛ د دې مطلب دے ‘غېر بت پرست’ – دغه نامې او معنې باندې مولانا عبدالقادر، پروفېسر عبدالمجید افغاني، سر علامه …

بشپړ متن

د اصغر لالا د نظم توکنه بالاحصار – فېصل فاران

د اسلامي جمهوریه پاکستان د رئیس العساکر جنرل قمر جاوېد باجوه لۀ خوا پېښور کښې د پوهنتونونو د زدکړیالو سره د لیدنو روانه لړۍ کښې د مۍ د میاشتې پۀ سر کښې یوه ناسته پۀ قلعه بالا حصار کښې هم شوې ده – وئیل کېږي چې دې ناسته کښې د قبائلي سیمو څخه د یو سکهـ زدکړیال د وړاندیز نه پس باجوه صاحب حکم کړے دے چې د پېښور قلعه بالاحصار کښې دې د سکهـ راجه رنجیت سنګهـ انځور ځوړند کړے شي! ځوړند کړے شوے. د کرتارپور راهدارۍ د پرانستې دستوره کښې نوجوت سنګهـ سدهو سره د پنجابۍ غېږې نه …

بشپړ متن

اجمل خټک کمیونسټ نۀ ؤ – فېصل فاران

د ملګري فېصل فاران دا لیکنه پروسکال باچا خان مرکز کښې د ارواښاد اجمل خټک بابا د تلین دستوره کښې هغۀ پۀ خپله اورولې وه. د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره دا لیکنه د یوې اړینې یادګیرنې سره وړاندې کوو. ارواښاد ډاکټر خالق زیار پۀ باچا خان مرکز کښې د اجمل خټک بابا د تلین پۀ ویاړ تابیا شوې دستوره کښې وئیلي وو، ‘(اجمل) خټک صاحب ډېر څۀ مونږ ته ښودلي دي، ډېرې خوارۍ ئې راسره کړې دي، زمونږ استاذ دے او د هغوي جدائي زمونږ د پاره یو لوے زیان دے. یوه بله خبره چې زۀ ئې محسوسوم، هغه دا …

بشپړ متن

نظم توکنه – فېصل فاران

ښاغلے نور البشر نوید زمونږ د وختونو یو ډېر یاد صحافي، شاعر او ډرامه نګار دے. د خپلو مخکښو سلېمان لائق او رحمت شاه سائل غوندې د نور البشر نوید شاعري هم د غېرت د چغې ازانګه ده چې صحافت او ډرامائیت پرې اضافه ده. د دغه صحافتي مزاج او ډرامائي عنصر کمال دے چې د نور البشر نوید نظمونو کښې یو خوا د کراچۍ د ماښام د ورځپاڼو سنسني خېزي وي نو بل خوا پکښې د هغۀ د ډرامو تلوسه او وسوسه هم شامله وي. د هغۀ نظمونو کښې د هغۀ د ډرامې کردار ‘سلطان شاه’ توپنچه پۀ لاس …

بشپړ متن

حمزه شینواري، باچاخان او قومیت – فېصل فاران

‘نقشِ حیات’ د حمزه شینواري خپل لیکلے ژوندلیک دے چې یو ناویاته اثر دے. پۀ دې کتاب کښې نابغه لیکوال ځاے پۀ ځاے د قوم، ژبې او ریاست پۀ حقله د بصیرت نه ډکې خبرې کړې دي ـــ لکه د قوم پۀ بابله دا اقتباس وګورئ، ‘د پاکستان ځینې دانشوران تر اوسه دا چغې وهي چې مونږ مسلمانان یو او یو قومیت یو، خو اوس دا خبره صفا شوې ده چې پۀ دغه نعرو هغوي د پښتنو ځبېښاک جاري ساتل غواړي، ځکه پۀ دې لړ کښې ما یوه مقاله د ‘اسلام او قامیت’ پۀ سرلیک کړې وه چې پۀ څو …

بشپړ متن

د پیر محمد کاروان غزل کښې د فطرت ټاکنه – فېصل فاران

    د کاظم خان شېدا نه پس پښتو غزلپالو کښې پير محمد کاروان هغه دوېم شاعر دے چې فطرت ئې پۀ مهمو معنو کښې د خپلې شاعرۍ نۀ بېلېدونکے توکے وګرځولو. يو خوا کۀ فطرت دلته زمکينه برخې (Land Scape) پۀ توګه را دننه کېږي، بل خوا د نظاري (Scenery) بڼه هم لري. خو پۀ حقيقت کښې ئې دغه مخ ليد د شاليد نه بدل دے او فطرت دلته حقيقت ته د رسېدنې لاره ده. لکه څنګه چې پۀ جاپاني شاعرۍ کښې هم ده. خصوصاً هائيکو د زين مت نه راټوکېدلے شعري تاثر دے چې فطرت پکښې مراقبه د …

بشپړ متن