preloder
کور / مستقل ليکوالان / حسيب جان همراز

حسيب جان همراز

پيډوفيليا (Pedophilia) – حسیب جان همراز

انسانيت پۀ چغو چغو لګيا دے ژاړي او دا خبره پۀ بیا بیا کوي چې د سوشل ځناور نه نۀ پۀ دولت انسان جوړېدے شي، نۀ پۀ شهرت، نۀ پۀ نوکرۍ، نۀ پۀ ځان ډېر مذهبي ښودلو، نۀ ځان پۀ ډېر مهذب ښودلو او نۀ پۀ پخڼو پخڼو خبرو ـــ بلکې انسانيت پۀ هاغه چا کښې دے چې د ژبې، لاسو پښو او رویو نه ئې دبل انسان ژوند، عزت او املاک محفوظ وي زمونږ ټولنه کښې چې پۀ کوم لور نظر اچوې نو انسانان به درته د انسانانو لۀ لاسه پۀ عذاب کښې ښکاري. د انسانيت قتل عام شروع …

بشپړ متن

پوکڼۍ – حسيب جان همراز

د ژمي موسم و. د سحر پۀ وخت کښې ايله نمر د لړې سينه وشلوله او وړومبۍ څيره ئې د کونډې کور ته راوديکله چې نېغه د کور انګڼ کښې جوړ د خټو پۀ نغري پرېوته چې ورسره خوا کښې د توت پاڼې خورې ورې پرتې وې کومې چې تېره شپه تېزې سیلۍ راغورځولې وې. کونډه لګيا ده پۀ يو لاس کښې ئې د سپين تار ګونټ نيولے او پۀ بل لاس ئې پوکڼۍ خولې ته نیولې پاړڅوي. کونډه د پوکڼۍ پاړڅولو سره سره پۀ ټول کور کښې هم خپل نظر له منډې ورکوي. اتۀ کلن کچکول ناست دے پۀ …

بشپړ متن

بليو وېل چېلنج – حسيب جان همراز

لوبې د انساني ژوند پۀ ښۀ او صحت مند جوړولو کښې يو مهم کردار لري، هغه کۀ جسماني لوبې او ورزشونه وي کۀ د ټېکنالوجۍ پۀ دې دور کښې د کمپيوټر يا موبائېل تر لارې کېدونکې لوبې وي. يو د جسم د ښۀ جوړولو د پاره مهمې وي او بل د ذهن. نن سبا د هر نر او ښځې، ځوان، پېغلې، ماشوم، ماشومې پۀ لاسونو کښې سمارټ فون وي کوم چې د دنيا يو ضرورت هم دے او تر ډېره حده پورې سيالي هم. د دې سمارټ فون استعمال په ګڼ شمېر طريقو سره کېدے شي. کۀ څوک ئې پۀ …

بشپړ متن