preloder
کور / مستقل ليکوالان / لياقت سيماب

لياقت سيماب

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

د نوازشريف پۀ حق کښې د سپريم کورټ د فېصلې اثرات او د عومي نېشنل پارټې موقف سپريم کورټ ميا محمد نوازشريف د خپل ګوند د صدارت کولو نه هم منع کړو. د دې نه مخکښې هم دغه عدالت د پارلېمان غړي توب او د نورو حکومتي څوکیو د پاره نا اهل ګرځولے ؤ. دې صورت حال د ملک پۀ سياسي، ائيني، پارلېماني منظرنامه باندې ژورې اغېزې واچولې. دې لړ کښې عوامي نېشنل پارټۍ هم د خپلو صاحب الرایه مشرانو (Think Tank) غونډه راوبلله او ولي باغ چارسده کښې ئې د ابلاغ ذريعو ته خپل دريځ ښکاره کړو. رسنيو ته …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لياقت سيماب

پېښور کښې د فخر افغان او رهبر تحريک د تلين پۀ مناسبت اولسي جرګه او د اسنفديار ولي خان خطاب پۀ 28 جنورۍ پېښور کښې د فخر افغان عبدالغفار خان د دېرشم او خان عبدالولي خان د دوولسم تلين پۀ مناسبت يوه درنه اولسي جلسه وشوه. ددې اولسي جلسې مقصد د باچا خان او خان عبدالولي خان تحريک او مبارزې ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوم ؤ. ورسره ورسره دا لوظ پخول ؤ چې عوامي نېشنل پارټي به خپله سياسي مبارزه ددې مشرانو د نظرياتو او کړن لارې پۀ اساس روانه ساتي.د جلسې يو مقصد دا هم ؤ چې نوے …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

د قومي او صوبائي اسمبلو د انتخاب د پاره د اميدوارانو اعلان اګر چې عام انتخابانو ته لا کافي موده پاتې ده خو عوامي نېشنل پارټۍ دې لړ کښې د اميدوارانو د اعلان سلسله شروع کړې ده. د عوامي نېشنل پارټۍ د رواياتو پۀ خلاف دا ځل د يوې خصوصي تګلارې پۀ بنياد دا طريقه خپله کړې شوې ده. نورې سياسي پارټۍ لا دې لړ کښې غلې دي البته جمعيت العلماء اسلام د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ قدم د قدم کېښودو اشاره کړې ده خو دا ګوند پۀ يو سياسي او انتخابي اتحاد کښې د شاملېدو پۀ هڅه کښې دے …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لياقت سيماب

د متحده مجلس عمل سردوباره جوړول تېرو عامو انتخابونو او بيا ورپسې د ملک پۀ مختلفو برخو کښې چې کوم ضمني انتخابات شوي دي، د هغې نتيجو مذهبي سياسي ګوندونه او د دوي خوا خوږو کښې يوه مايوسي خوره کړې ده. مذهبي سياسي ګوندونو د جنرل پروېز مشرف د واکمنۍ پۀ دوران کښې متحده مجلس عمل جوړ کړے ؤ. دې مجلس عمل خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې ښې انتخابي نتيجې ښودلې وې. دا مذهبي ګوندونه پۀ دې خوش فهمۍ کښې دي چې کۀ يو ځل بيا ټول مذهبي ګوندونه د يوې جنډې او يو انتخابي نشان لاندې انتخابي مېدان ته …

بشپړ متن

پهٔ خبر زما  نظر – لیاقت سیماب

پهٔ خبر زما  نظر – لیاقت سیماب د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه او د اسفديار ولي خان خبرې. خبري کانفرانس: پۀ 19 ستمبر پېښور کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه وشوه. دې نه يوه ورځ مخکښې ولي باغ چارسده کښې د ګوند د مرکزي کارنده کمېټۍ غونډه شوې وه. د کونسل د غونډې نه پس د عوامي نېشل پارټۍ صدر اسفنديار خان د ټاکلې تګلارې (Policy) د خاص خاص نکتو وضاحت پۀ يو خبري کنفرانس کښې وکړو. ښاغلي اسفنديار ولي خان مسلم ليګ (ن) ته مشوره ورکړه چې ګوند دې د تصادم د لارې خپلولو نه …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب قائد اعظم يونيورسټۍ کښې اړے ګړے، يوه الميه د اکتوبر پۀ درې ویشتمه نېټه اسلام اباد پولس پۀ قائد اعظم پوهنتون چپاو وکړو او پۀ درځنونو محصلين ئې ونيول چې د پوهنتون د انتظاميې خلاف ئې مظاهره کوله يا پۀ هاسټلو کښې پۀ قلاره پراتۀ وو. د مۍ مياشت کښې د دوه تنظيمونو يعني د بلوچو او سندهيانو محصلينو مابېن کښې د پوهنتون پۀ احاطه کښې يوه نښته شوې وه چې پۀ نتيجه کښې ئې ګڼ شمېر محصلين ژوبل شوي وو. د پوهنتون انتظاميې دې پېښه کښې ککړ طالب علمان د سزا پۀ توګه د …

بشپړ متن