preloder
کور / مستقل ليکوالان / مشتاق احمد درانے

مشتاق احمد درانے

پښتون پرلت او پاکستانۍ میډیا – مشتاق درانے

  د دهرنې )پرلت( نامه اورېدو سره پۀ ذهن کښې عجيبه شان عکسونه او انځورونه مخې ته راځي. لکه چې ښۀ ډېر خلق راغونډ شوي دي او اولسي لارې او سړکونه ئې بند کړي دي، خلق او د هغوي څۀ پۀ نوم مشران پۀ )اے سي او بلټ پروف( کنټېنرو ولاړ دي، د کنټېنر نه پۀ اوچت اواز د سازونو او سندرو اوازونه راوځي او پۀ پنډال کښې نر او ښځې پۀ دغه سازونو او سندرو د مستۍ نه ګډېږي.کنټېنر نه د پارلېمان پۀ شان مقدس ځاے باندې لعنتونه وئېلے کېږي کوم چې اصل کښې پۀ پارلېمان نۀ بلکې د …

بشپړ متن

د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د دېرشم تلين پۀ وياړ باچا خان مرکز پېښور کښې د “باچا خان اوونۍ” پۀ نوم دستوره وشوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره سره ماشومانو، طالبعلمانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. دستوره کښې يو شمېر برخې لکه د حمدالله ارباب، حامد خېشګي او زلمي انځورګر سیال شهزاد انځوريز نندارتون، د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځي’ او د پښتو کتابونو ترویج د پاره زیار باسونکي تنظیم ‘ډسټ اٰن بک’ د کتابونو سټالونه, د وړۍ نه پۀ لاس جوړو …

بشپړ متن

د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ د يوې قلعې پۀ شان وي د کوم دننه چې انسان ځان محفوظ او طاقتور ګڼي”، د دې قلعې دننه انسان خپل ژوند تېروي، د نورو خلقو د قابو کولو هڅې کوي خو د قلعې د پاره د دېوالونو ضرورت وي او دا دېوالونه د انسان د دروغ وئېلو جواز او دليل وي. 1947ز کښې د هندوستان د تقسيم نه وروستو د پاکستان واکمنانو هم څۀ داسې قلعې (دروغ) او هم دغه رنګه دېوالونه (دليلونه) د ځان نه راچاپېره کړي دي، د جهاد او اسلام …

بشپړ متن

پاکستان کښې پښتانهٔ او نور قامونه – مشتاق احمد درانے

ټوله نړۍ کښې د پوهه او مهذب ریاستونو د پاره د خپل اولس سرشمېرنه تل یو مهم کار ګڼلے او منلے کېږي. د ابادۍ شمېر کره او ښکاره ساتل او د دې دېو قابو کښې راوستل د هر ملک پۀ ترجیحاتو کښې شامل وي. ابادي د ضرورتونو وېشلو،پوره کولو او د انساني وسائل معلومولو د پاره ډېر اهمیت لري. پاکستان کښې د سرشمېرنې روایت لکه دلته د کېدونکو ووټونو او رېفرنډمونو همېشه مشکوک پاتې دي. اوس خو دلته د اور سره لوبو کولو )د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ یوه ټوقه ګڼلو( نه پس سرشمېرنه هم پوځ ته وسپارلې شوه. کله …

بشپړ متن