preloder
کور / مستقل ليکوالان / نهار خان تنګيوال

نهار خان تنګيوال

د صاف شفاف انصاف پوسټ مارټم – نهار تنګیوال

خېبر بېنک، بلین ټري سونامي، احتساب، دوست ممالک کا پېکج، BRT نېشنل اېکشن پلان، ایران دور، کابینه ادل بدل د صاف شفاف انصاف پوسټ مارټم خېبر بېنک: ‘بېنک اٰف خېبر’ دې صوبې له د اے اېن پي د حکومت یوه ورکړه ده. کله چې مسلم لیګ سره “صوبه سرحد” کښې اتحاد ؤ او “بېنک اٰف پنجاب” جوړېدو نو د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا مطالبه وشوه چې دې صوبې له هم یو بېنک پکار دے او ‘بېنک اٰف خېبر’ د هغې مطالبې نتیجه کښې جوړ شوے ؤ. د عوامي نېشنل پارټۍ تېر حکومت کښې د صوبائي واک لاس ته راوړلو …

بشپړ متن

اتلسم ائیني ترمیم او د ملک د دېوالیه کېدو بګتۍ – نهار خان تنګیوال

د ‘اتلسم ائیني ترمیم’ کرېډټ کۀ هر ګوند/ ګوندونه د اخستو دعويٰ کوي، پۀ دې خبره کول ضروري نۀ ګڼو؛ البته دا خبره پۀ ډېره ډاګه او غرور سره کوو چې د عوامي نېشنل پارټۍ نه پرته پۀ فکري، نظریاتي او عملي طور کله هم دا د کوم ګوند مطالبه نۀ ده پاتې شوې. د پراخه جمهوري سیناریو تخلیق کولو د پاره پۀ جزوي توګه دې ته د ‘وفاقیت’ نمائنده ګوندونو منشورونو کښې هم ځاے ورکړے دے خو د اختیار لاس ته راتلو سره ئې دغه خبرې لکه د اوسني حکومت د ‘تبدیلۍ’ د دعوې پۀ بډه وهلې دي. اتلسم …

بشپړ متن

ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! – نهار خان تنګیوال

  ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! یه هلکه! جو هغه چې مونږ واړۀ وو او پۀ جومات کښې به پۀ یو خوووږ غږ نعت شروع ؤ، “ګلونه راوړه د ګلزاره هاشمي ګل ګل ګل د مدینې نبي سرداره! هاشمي ګل ګل ګل” او بیا به ئې خانه جو نعت پۀ نیمه کښې پرېښود او وې به ئې، “دا وخت جو علي سېد ماشوم پینځۀ روپۍ امداد وکړو، خدایه! جو علي سېد خپل مور پلار ته صالحه نېک عمله قران خوانه لوےکړې او جو دا پینځۀ روپۍ ئې هغه ځاے کښې پۀ کار راولې جو کوم ځاے چې ئې اړخ لګي.” …

بشپړ متن

اینٹ سے اینٹ بج رہا ہے نیا پاکستان – نهار خان تنګیوال

    یو ځل بیا نوے پاکستان جوړ شو او دا ځل څۀ بل شان جوړ شو. یو ځل چې جوړ شو نو ‘قائداعظم’ ئې ؤ، پۀ دوېمه پېره کښې ئې ‘قائد عوام’ پۀ نصیب ؤ او دا ځل چې بیخي تازه تازه نوے جوړ شو نو ‘وزیراعظم’ ئې پۀ غاړه شو. هغه د سلیم صافي خبره چې څۀ پۀ زړه، ورسته او ریقړه لاره ئې ‘نیا پاکستان’ جوړ کړو ـــ یو خوا عمران خان دا وئیل چې ما دوویشت کاله سیاسي مبارزه وکړه خو ځان د پاره ئې دوویشت کسان ‘خپل’ د اسمبلۍ د پاره تیار نۀ کړے شول. …

بشپړ متن

ودرېګت 😊 د عمران خان نوې یوولس سیاسي شتۍ – نهار خان تنګیوال

  مینارِ پاکستان، لاهور ـــ پاک سر زمین شاد باد!!! لاهور، چرته چې د مرکزي اسمبلۍ دیارلس او د صوبائي اسمبلۍ د پنځویشت حلقو ابادي ژوند کوي ـــ یو کروړ یوولس لکهه شپږویشت زره دوه سوه پینځۀ اتیا ـــ پۀ دغه لاهور کښې د تبدیلي سرکار جلسه او دې کښې نوي یوولس نکات، نه ريښتیا، نوي نکات نۀ، یوولس نوې شتۍ ــــ د زنده دلانو ښار، مینارِ پاکستان او د تحریک انصاف جلسه کښې چې د پېښور نه کومې قافلې لاهور ته تلې وي، هلته ئې د عمران خان خبرې اورېدلې وي، کندې کپرې او خځلې خځلې پېښور به ئې …

بشپړ متن

وطن جماعتي انصاف؟ یوه بړستن کښې اوړے ژمے – نهارخان تنګیوال

 د صوبې وزیراعليٰ سره هم بهانې ختمې شوې، قومي وطن پارټۍ سره د اتحاد ختمولو ناڅاپي اعلان چې کله د یو بل وزیر لۀ خوا وشو نو وزیراعليٰ ته د خپلو سیاسي معاهدو زور معلوم شو ـــ قومي وطن پارټي پۀ وړومبي ځل هم ډېر پۀ عزت اسمبلۍ نه ویستې شوې وه ـــ عمران خان به چغې وهلې چې غلۀ مې ویستل ـــ نۀ خو عمران او نۀ د هغۀ چاپېره چا پۀ دغه بیانونو بخښنه وغوښته، نۀ څۀ مقدمه وچلېده ـــ نۀ څۀ راغلل لاړل ــــ بس قومي وطن پارټي د پښو پۀ سر ناسته وه او چې اعلان …

بشپړ متن