preloder

پښتون

د ANP تهنک ټېنک نه پس د ملي مشر پرېس کنفرانس – پښتون

د پخواني وزیراعظم نواز شریف پۀ حقله د سپریم کورټ د وروستۍ فېصلې راتلو نه پس پېدا شوي صورت حال باندې د ANP د تهنک ټېنک یوه ناسته پۀ ولي باغ کښې وشوه. دې اجلاس نه پس ملي مشر د رسنیو/میډیا وړاندې پرېس کنفرانس کښې د ګوند تګلاره او پۀ روانو چارو موقف اعلان کړو. مونږ لوستونکو د پاره د ملي مشر رسنیو ته دغه وېنا دلته وړاندې کوو: ‘سپریم کورټ د ملک تر ټولو لوے عدالت دے او د دې د فېصلو د احترام پۀ نتیجه کښې مونږ د تحفظات باوجود د سپریم کورټ فېصله قبلوو. زۀ د تېر …

بشپړ متن

سنګیتا بروح پشورټي – ژباړه: پښتون

فېصل خان پۀ هندوستان کښې یو سماجي کارکن دے چې د باچاخان پۀ ویاړ ئې هند کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ بیا بنیاد ایښے دے. هغه د خپلو ملګرو سره ډېر ټولنیز فعالیتونه کوي او د خپل معروض ضرورت سره سم د هغۀ دغه هلې ځلې پۀ ټول هند کښې پۀ درنه سترګه کتلې کېږي. هند کښې جمهوري نظام دومره مضبوط دے چې کۀ څوک د سیاست نه بیخي یو اړخ ته سماجي کار د پاره تنظیم سازي وکړي نو هم د نړۍ پۀ دغه اتمه عجوبه داسې فرق نۀ پرېباسي. د ټولنیز خدمت چارې د سیاست نه جدا ګڼلو …

بشپړ متن

BKTEF میډيا ټيم د باچاخان فېلوز پنځلسم مياشتنے سټډي سرکل

  د باچاخان فېلوز پنځلسم سټډي سرکل پۀ څلورم نومبر د خالي پۀ ورځ، سحر یوولس بجې نه تر درې بجو تر سره شو. سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د سعید ابراهیم کتاب ‘سیکس اور سماج’ ټاکلے شوے ‌ؤ. ‎سټډي سرکل کښې د سوات، ملاکنډ، شانګلې، دیر، مردان، چارسدې، صوابۍ، ټانک، وزیریستان، خېبر، مومند، قلعه سیف الله او پېښور فېلوز ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړو. ثناء اعجاز سماج کښې د جنس او صنف پۀ عمومي صورتحال رڼا واچوله. هغې ووې چې جنس حیاتیاتي عمل دے او صنف سماج او ټولنه تشکیلوي. هغې زیاته کړه چې د صنفي عمل پۀ ذریعه د …

بشپړ متن

ډاکټر رتهـ فاو، د قربانۍ یو مثال – پښتون

“رېژ رنځ” )جذام/(Leprosy یو وبائي رنځ دے چې د یو بېکټیریا “میکوبېکټېریم لیپراي” (Mycobacterium Leprae) پۀ ذریعه پېدا کېږي. د درېو نه پینځۀ کاله پورې موده کښې د دې رنځ نخښې ښکاره شي. دې رنځ سره د انسان څرمن او د پښو لاسو پټې د وخت تېرېدو سره رېژېږي او اعصاب کار پرېښودۀ پېل کړي. د تاریخ پۀ اوږدو کښې د دې رنځ نخښې ترلاسه کېږي. د یونان، مصر، چین او هند سره سره د نړۍ پۀ زړو تهذیبونو کښې دا رنځ د د الٰهي قهر پۀ توګه وړاندې کېدلو ـــ پنډتانو، پادریانو، پروهتانو او مُلیانو به د دې نه …

بشپړ متن

رتي بائي نه عائشه ګلالۍ پورې – پښتون

 د نړۍ د مختلفو تهذیبونو مطالعه د ښځې د ذات پۀ حقله د داسې مفروضو او مغالطو نه ډکه پرته ده چې نن پۀ دې تهذیبي لحاظ د ترقۍ او روښان فکرۍ لاپه کوونکې ټولنې کښې ئې هم مونږ پۀ هاغه قدیم شکلونو کښې وینو. “مشرق” پۀ ډېرو حوالو د څۀ روایاتو د پاسدارۍ دعوېدار دے او ځکه ځینې واقعات چې “مغرب” کښې ورته څۀ خاص پاملرنه نۀ کېږي، مشرق کښې پرې څوک هم سترګې نۀ پټوي. هم دغه تسلسل کښې پۀ مملکتِ خداداد کښې هم ښځې ذات ته مختلفو فکري زاویو نه کتلے کېږي، او د دغه هرې فکري …

بشپړ متن

De facto as De jure – افراسياب خټک

د سپریم کورټ  لهٔ خوا پهٔ پانامه کېس د راغلې فېصلې شالید کښې دا لیکنه مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې The Nation پهٔ مننه، چې  د یادې ورځپاڼې پهٔ مخ 7، د  اګست پهٔ  دولسمه نېټه خپره شوې، خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو. د نواز شریف خلاف د سپریم کورټ فېصله کښې د وزیر اعظم د نااهلۍ سبب کومه مالي بې قاعدګي/کرپشن نهٔ، بلکې یو معمولي رقم نهٔ اخستل ګرځولے شوے دے. دا لیکنه پهٔ پانامه یو پراخه او جامع نظر دے. د ګڼو خلقو لۀ خوا شوې پېشنګویۍ او اندېښنۍ د De jure ]ائیني نظام[ او De facto ]د مشترکه …

بشپړ متن

لوےاستاد عبدالله بختاني خدمتګار سره د پښتون مرکه – پښتون

دغه مرکه د یو پوښتنلیک پۀ صورت کښې شوې ده چې لوے استاد ئې ځوابونه پۀ لیکلي صورت مونږ ته رالېږلي دي. د مرکې د لوست پۀ وخت دې دغه نکته پام کښې ولرلې شي. پښتون د ښاغلي اکادیمیسن ظاهر شکېب مننه هم کوي چې د دې مرکې لړ کښې ئې مونږ د پاره کړاو ته غاړه کېښوده د خپل ژوند ابتدائي حالات کۀ راسره شریک کړئ؟ “ګرانه وروره! د “پښتون” مجلې ښاغلي خبریاله! تر هر څۀ د مخه یوه قیصه رایاده شوه ـــ یو ماشوم د ښونځي پۀ ازموینو کښې پاتې شوے ؤ. مور ئې ترې پوښتنه وکړه: “بچیه! …

بشپړ متن

د یو نظم توکنه “تشدد” بخت زاده دانش – پښتون

د یو نظم توکنه "تشدد" بخت زاده دانش – پښتون د نظم ارزښت نه یو حالت کښې هم انکار نۀ شي کېدے. نظم کۀ د قامي مفکورې د تبلیغ وسیله وګرځولې شي او کۀ د ریاستي بیانیې د تطبیق وسله ـــ ارزښت ئې نۀ پرېوځي. د مفکورې او بیانیې تر منځه فکري او معنوي فرق روڼ ساتل او د دعوې او رد تر منځه معتدل تنقیدي بحث د هر ادبي دور د تنقیدي شعور لرونکو ذمه واري وي. دا میاشت مونږ "د یو نظم توکنه" پۀ نامه پېل کړې لړۍ کښې د نیازبین ملګري بخت زاده دانش چې د نظم لیکلو …

بشپړ متن

عقيده مجاهده ده

  (تېر پسې) جناح ووې چې زۀ به تر هغې د کونسل د پاره نومونه نۀ ورکوم تر څو چې ما ته دا تسله نۀ وي راکړې شوې چې د کونسل ټول مسلمانان غړي به د مسلم لیګ نه وي. کله چې کانفرنس پۀ څوارلسمه جولایۍ شروع شو نو وائسراے د دې د ناکامه کېدو اعلان وکړو. مولانا ازاد د کانفرنس پۀ ناکامه کېدو خپلو تاثراتو کښې ووې چې کۀ جناح مخالفت نۀ وے کړے نو د کونسل څوارلس غړو کښې به اووۀ کسان مسلمانان وو، اګرچې هندوستان کښې د مسلمانانو د ابادۍ تناسب پنځویشت فیصده دے. دا د کانګرس …

بشپړ متن

د نظم توکنه ”سائيڪله وفاداره” – پښتون

شاعر:  سید رسول رسا سائيڪله وفاداره سرمايه دارانه تهذيب چې د تېروتنې لۀ کبله ورته مغربي تهذيب وئېلے کېږي، ژوند ته د تګ راتګ پۀ حواله کوم دوه اسانتياوي ورکړي نو هغو کښې اورګاډے او جولاګاډے بې کچه د ارزښت وړ دي. د اور ګاډي (ټرېن) رومانيت پۀ دې سېوا پاتې شو چې يو خوا دا اجتماعي او بله د اوږدې فاصلې د پاره سورلي وه نو ځکه اورګاډي باقاعده شعروادب کښې لوے ځاے وموندو. پۀ اور ګاډي باندې کۀ اسرارالحق مجاز اردو کښې يو شاهکاره نظم "رات او رېل" ليکلے دے چې د اورګاډي د سفر سره تړلے رومانيت …

بشپړ متن