preloder
کور / مستقل ليکوالان / رحمت ديوان

رحمت ديوان

د سلو لفظونو قیصه “روهنګيا” – رحمت  دیوان

"د روهينګيا مسلمانانو سره لوے زياتے روان دے، زړۀ مې وينې وينې دے." هغه پۀ يوه ساه لګيا ؤ. "مسلمانان ډېر پۀ بې رحمۍ وژلے کېږي." ما هم اسوېلے وکړو. "نو امتِ اسلام ولې د دوي لپاره غږ نۀ اوچتوي؟" ما ورته کړه: "د اسلام قلعه شته، اسلامي اېټم بم شته، جهاد شته، د ځان قربانولو جذبه شته، د اسلام لښکرې شته، داعش، طالبان، مجاهدین، القاعده شته د اسلامي نړۍ سالار هم شته او ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو د مشرۍ دعويٰ کوونکي هم شته. خو بيا هم د روهنګيا مسلمانانو وينې بهېږي! پوهېږېولې؟ ځکه چې هلته ډالر نشته." شريک …

بشپړ متن

د سلو لفظونو قیصه – رحمت دیوان

د سلو لفظونو قیصه – رحمت دیوان پۀ کلي وېره خوره وه څڼورو زلمو ټوپکې پۀ اوږه د ظلم بازار تود کړے ؤ اوازه وه چې د شپې مشران هم راځي د کلي خلق د وېرې لۀ لاسه لۀ خپلو کورونو نۀ راوتل د چا چې د ډوډۍ لمبر ؤ هغوي هر څۀ لۀ ماښامه ور رسولي وو پۀ يوۀ کور کښې يو ماشوم ترهېدلے د مور غېږ کښې پروت ؤ مور ئې ورته وئيل، “بچيه! وېرېږه مۀ! خداے پاک شته، لۀ دې ظلمه به مو خلاص کړي.” نيمه شپه، کلے خونړيو غړمباو واخست درانۀ درانۀ بمونه راوغورځېدل سحر ټول …

بشپړ متن