preloder
کور / مستقل ليکوالان / سجاد ژوندون

سجاد ژوندون

‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې: شه داخل پۀ دين کښې دومره څومره چې پکار دے تۀ دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتي کۀ پۀ دغه تاريخ ليکونو نظر وکړو نو زمونږه ډېر ليکوالانو دومره تاريخ ليکلے دے چې پورې ترې وتلي دي. د هغې غټه وجه شايد هم دغه ده چې يا خو دغه ليکوالان د خپلې انا ښکار شوي دي او يا لکه چې د روايت مطابق حکمران طبقې له ئې تاريخ ليکلے وي. زمونږ را روان نسلونو د ”مطالعه …

بشپړ متن

خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل بلاک سي پۀ درې شپېتمه کمره کښې د غرمې درې بجې اودۀ وم، پامير جان راته زنګ ووهۀ چې هلکه! زما يو ملګرے د ارسټوټل پۀ کمره کښې ناست دے، زما انتظار کوي؛ ورشه کمرې ته ئې راوله. ما د قهر نه موبائل اخوا کېښودو، ځان سره مې وئيل چې د ارسټوټل ملګرے دے خو ارسټوټل به وي کنه! دا ځکه چې زمونږه خوا ته کمره کښې د مروتو يو بیخي کليوال هلک اوسېدو، د هغۀ به پۀ نۀ خبره زما د رومېټانو سره جنګ …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار میرا خان بابو – سجاد ژوندون

    خدائي خدمتګار ميراخان بابو چې د ضلع مردان د سدهوم علاقې د ایسپزو د قبيلې د ‘ميرو ایسپزي’ پۀ اولاد کښې پۀ بهائي خان کلي کښې پۀ کال 1895ز کښې زېږېدلے ؤ. پۀ علاقه کښې د تعليمي ادارو د نیشتوالي لۀ کبله د رسمي تعليم نه محروم پاتې شوے ؤ. کله چې پۀ 1928ز کښې پۀ اتمانزو کښې د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنياد کېښودے شو نو د دغه انجمن پۀ وړومبي اجلاس کښې د سدهوم علاقې خوشحال خان ایسپزے او ميرا خان بابو د نمائندګانو پۀ حېث شامل شول. وروستو چې کله ‘خدائي خدمتګار تحريک’ پۀ وجود کښې …

بشپړ متن

د حشر مېدان (افسانه) – سجاد ژوندون

نن درېمه ورځ ده چې ټول لوي واړۀ او زنانه د ټوپکو او شپېلو پۀ زور د کلي منځ مېدان ته راوستلے کېږي. د چا سترګې پۀ توره پټۍ تړلې شوي او ټول پۀ يو پړي د لاسو نه د شا طرفه تړلے شوي داسې ښکاري لکه څاروي چا روان کړي وي او کۀ لږه غوندې هم پښه پۀ مزه کوي نو د شا نه پۀ لته ووهلے شي او پۀ يو غضب ناک اواز کښې ورته ووئيل شي ‘جلدي کرو بېڼ چود! سيدها جاو’ او د لتې سره يا خو د ‘وۍ ادې’ غږ راخېژي يا خالي ‘وۍ’ ـــ …

بشپړ متن

راځئ چې د هارون بلور بدل واخلو – حامد میر – ژباړه: سجاد ژوندون

    د دولسمې جولایۍ د اردو ورځپاڼې ‘جنګ’ پۀ مننه چرته مې سوچ هم نۀ ؤ کړے چې د پلار نه پس به ئې پۀ زوي هم کالم ليکمه. څو ورځې مخکښې د پېښور پۀ سړکونو او کوڅو کښې د صوبائي اسمبلۍ د پاره کاندید د هارون بلور بېنرو او پوسټرو ته چې مې کتل نو بشير بلور به مې يادېدو. بشير بلور پينځۀ واره د صوبائي اسمبلۍ غړے ګرځېدلے دے خو پۀ کومه زمانه چې هم راغلے دے، هره ورځ به پۀ پېښور کښې بمي چاودنې کېدې ۔ د بمي چاودنې کوونکو خلاف بشير بلور او ميا افتحار …

بشپړ متن

د مولانا صوفي محمد د نوې مرکې پهٔ متن یو تاثر – سجاد ژوندون

پۀ سوات کښې د ترهګرۍ جاکړ پۀ نیمه شپه قدرتي نۀ ؤ راغلے، پښتنو ته به یاد شي چې د اېم اېم اے دور کښې به ‘تور پټکي’ راووتل او شریعت به ئې غوښتو. څۀ وخت پس به ورسره د اېم اېم اے ‘منتخب’ نمائندګانو د ‘صوبه سرحد’ او ‘وفاق’ پۀ نمائندګۍ ‘مذاکرات’ وکړل او دغه به ‘کامیاب’ شول ـــ دغه کټوۍ جوش ووهۀ. ياده دې وي چې هر کله پۀ سوات کښې د ترهګرۍ لمبې راپورته شوې، کورونه نړېدل، سرونه پرېکېدل، عزتونه نېلامېدل او اولسونه پۀ يوه پښه لۀ ملاکنډ ډوېژن، سوات او خوا شا علاقو نه بې کوره …

بشپړ متن

باچاخان پۀ تيارو کښې د رڼا څیره- ګوپال ګاندهي، ژباړه: سجاد ژوندن

)ګوپال ګاندهي د مهاتما ګاندهي نمسے دے. باچاخان سره د هغۀ مینه او عقیدت د دې لیکنې د متن نه څرګند دے. هر څو ځینې ځایونو کښې پۀ واقعاتو تبصره هغۀ ته د رسېدلو خبرونو پۀ تاثر کښې ده، مونږ د فخرِ افغان د تلین پۀ ویاړ دې ګڼه کښې د هغۀ دغه تاثرات پۀ نړیوال کچ د باچاخان د عظمت د اعتراف پۀ توګه نقل کوو. سرچینه: جاوید احمد صدیقی، باچاخان غدار یا محب وطن، ۱۹۸۸ د پښتنو د لارښود او تاريخ ساز کردار عبدالغفار خان، خواجه احمد عباس او سليم علي کښې د اسلامي اقدارو سره سره دغه …

بشپړ متن

تعلیمي نصاب او د جماعت اسلامي قام دښمنه رویه – سجاد ژوندون

نن کۀ ذکر زما نشته پۀ کتاب کښې خو سبا له به شامل يم پۀ نصاب کښې د يو قام د بقاء د پاره د قومي او تهذيبي شعور خصمانه او وده او د اجتماعي قامي حافظې پۀ ځاے ساتنه ضروري وي. دا هم ځکه قبضه ګر او استعماريان چې يو قام پۀ خپل قامي شتون شکمن او شرمنده کول غواړي نو قامي او تهذيبي شعور ورله مسخ کوي او د اجتماعي قامي حافظې ختمولو هڅه ئې کوي. چا ته به نۀ وي معلومه چې د قامي تهذيبي شعور خصمانه او وده کښې د قامي حافظې څومره لويه برخه وي؟ …

بشپړ متن

 د خدائي خدمت ګار بختيار کاکا سره مرکه – مرکیال: سجاد ژوندون

مشره! اول راسره خپله پېژندګلو شريکه کړئ؟ مشر  : زما نوم بختيار دے، زۀ پۀ کال 1933ز کښې د مردان د سدهوم علاقې ګړياله کښې د حکم خان کره زېږدلے يم. د نيکۀ نوم مې فتح خان ؤ او د اتمان خېل قبيلې سره تعلق لرم. زما پلار يو زمينداره سړے ؤ چې د خپلې علاقې پۀ وړومبو خدائي خدمتګارانو کښې د هغۀ نامه راځي. هر کله چې پلار مې وفات شو نو ما د خپل کلي د امير خان کاکا سره کار کوۀ. امير خان هم خدائي خدمتګار ؤ. زۀ هم د هغۀ پۀ وجه خدائي خدمتګارو کښې شامل …

بشپړ متن