preloder
کور / مستقل ليکوالان / سميع الدين ارمان

سميع الدين ارمان

د عیسٰي مسیح علېه السلام د عدم تشدد ارتقاء – سمیع الدین ارمان

وړاندې د دې نه چې د یو نظریاتي بحث د تاریخي یون پۀ بېلابېلو پړاوونو خبره وکړو، باید دلته تر ټولو اول د تېرې میاشتې د نړۍ د یو ډېر لوے ظلم، بربریت او دهشتګردۍ د هغه پېښې غندنه وکړو چې د بي بي سي د رپورټ مطابق ورپکښې دوه سوه او درې پنځوس انسانانو خپل ژوند وبائیلود. دا ناوړه واقعات د سري لنکا پۀ خاوره هغه مهال ترسره شول چې د عدم تشدد او د غېر مزاحم رویې د پېغمبر حضرت یسوع مسیح علېه السلام پلویانو د خپلې عقیدې سره سم د خپل پېغمبر د دوېم زېږون د اولني …

بشپړ متن

ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان

د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور کښې جمود نشته؛ یو مسلسل او مستقل متحرک یون ورپکښې د تناقص پۀ نسبت د رد وقبول نه راتېریږي او د تخلیق بهیر پۀ متنوع مظهرونو کښې جاري ساتي. کوم تصور ته چې هغه حقیقت وائي، د دې عالي او مکمل صورت د “تصور مطلق” پۀ اصطلاح باندې معرفوي. دا …

بشپړ متن

پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان

سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ عملي توګه د دې لټون کښې د سفرونو سره سره د هجرت پۀ ازمېښت هم اوړېدلې ده او د ریاستي او دولتي طبقې د جبر ښکار شوې هم ده خو د باچاخان پۀ قول، مایوسه شوې کله هم نۀ ده؛ ځکه چې بابا وائي مایوسي پۀ هغه چا راځي چې …

بشپړ متن

ګبریل کارسیا مارکیز )ګېبو( او د هغۀ د فکشن ځانګړنې – سمیع الدین ارمان

  ګبریل ګارسیا مارکیز(Gabriel García Márquez) د لاطیني امریکا د کولمبیا ایالت د مېګډلنا (Magdalena) سره خوا کښې د “اراکاتاکا”(Aracataca) پۀ قصبه کښې پۀ کال نولس سوه اوویشتم (1927) کښې د مارچ پۀ شپږمه نېټه زېږېدلے ؤ او د کال دوه زره څوارلسم (2014) د اپرېل پۀ اوولسمه پۀ مېکسیکو(Mexico) ښار کښې د نمونیا د مرض نه پۀ اووۀ اتیا کاله عمر کښې وفات شوے ؤ. د پلار نوم ئې ‘ګېبریل ایلېجیو’ او د مور نامه ئې ‘لوئزا سنتیاګا مارکیز’ وه. پۀ لاطیني امریکا کښې دې نړیوال شهرت یافته لیکوال ته عوام د مینې نه “ګېبو”(Gabo) وائي. د ګېبو د …

بشپړ متن

د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان

.1 روشن خیالي: دا لفظا، معنا او تصورا د ټول انساني تهذیب یوه مثبت رویه او سرګرمي ده. پۀ اسانو ټکو کښې د روح عصر ادراک او د وخت رفتار سره یوشان تګ کول روشن خیالي ده. دا د جمود او اجاره دارۍ خلاف د حرکتِ عمل نامه ده او د راروان لازمي بدلون لپاره پۀ انفرادي او اجتماعي ساحه کښې د قبولیت ځاے ورکولو نه بعد پۀ خپله ټولنه کښې د دې د رنګ کولو هڅه ده. هره ټولنه کښې د وخت تېرېدو سره سره څۀ تصورات، عملیات او رسمیات د فرسوده عقیدت او توهم شکلونه خپلوي. دې سره …

بشپړ متن

فوکلور، افغان فوکلور او معاصر عملي سائنس – سمیع الدین ارمان

    د متلونو پۀ لار د ښاغلي فرهاد وسیم ایسپزي کتاب دے چې درېم چاپ ېې ستاسو پۀ لاسونو کښې دے. متل د فولکلور یو اهم جز دے او فولکلور د برېټانیکا انسائیکلوپیډیا مطابق د یوې سیمې د وګړو د دود دستور، اساطیرو، قیصو، متلونو، سندرو، ثقافتي سرګرمیو، اتڼونو، روایتونو او د دې د ساخت و پرداخت سره تړلې یوه داسې عمومي ذخیره ده چې د پخوانو وختونو نه تر دې دمه پۀ نالیکلې بڼه رارسېدلې ده. فولکلور ترکیب د ‘فولک’ او ‘لور’ نه جوړ شوے دے، ‘فولک’ پۀ معنٰي د اولس/ خلقو/ عوام دے او ‘لور’ پۀ معنٰي …

بشپړ متن

د نوې شاعرۍ حقیقت – سمیع الدین ارمان

    نوې شاعرۍ خپل فلسفیانه اساس هغه وخت بیاموندو چې کله نه د لسانیاتي سائنس عملداري پۀ واضحه توګه را]رګنده شوه. د ژبې ساخت، پۀ هغې کښې موجود نظم و ضبط، د نورو ژبو سره تعامل کښې د رد و قبول د پېمانو وضعیت، د ټکو او معنو خپل منځ کښې د نسبت تنوع او تحدید سره سره د راجح او مرجوح اصولو او د ژبې خپل هغه دروني نامیاتي سفر چې د حرکیاتو زاویې ئې اوس تر ډېره حده معلومې دي؛ منظوم او منثور اظهاري تشکیل ته نوي جهانونه پرانستل. ژبه چې پۀ خپل عمومي استعمال کښې د …

بشپړ متن

نیو نېشنلزم مغالطې او مباحثې – سمیع الدین ارمان

  د ټولنې د جوړښت لپاره اجتماعي انساني ژوند د بلها ارتقائي مراحلو نه راتېر شوے دے او دا یون لا دغسې روان دے او روان به وي. سمېري، اکادي، باختري، هخامنشي، یوناني او رومن سلطنوتونو/ امپراطوریو د ماتېدو نه پس د اجتماعي ژوند حرکیاتو یو نوے سمت واخستو او د دې یویستوے لامل د علم خورون ؤ. قدیم ترین ټولنو کښې علم د یوې مخصوصې اشرافیه حق ؤ او اولس د دې نه محروم وو. پۀ دغه عصر کښې کۀ به د اولس یو وګړي د علم حصول یا ترویج کوۀ، هغه به مجرم ګڼلے کېدو او د هغۀ …

بشپړ متن

د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان

    اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې شوې. د دې نه دومره قدرې خبره خو ډېره پۀ اسانه راڅرګندېږي چې مذهب د انسان د کوم داسې ضرورت د پوره کولو وسیله ده چې د هغې نه بغېر ژوند او مرګ دواړه نیمګړي او لایعني دي. بل د نړیوال تهذیبي تنوع د رسا …

بشپړ متن

حسن معجزه ده – سمیع الدین ارمان

انسان کائنات او د دې دواړو ترمنځه د نسبت تعین هغه مثلث دے چې د علومو واړه جهانونه ئې زېږولي دي. زۀ څوک یم؟ زما ابتدا او انتها څۀ ده؟ څۀ حقیقت لرم؟ کائنات څۀ ابتدا انتها مقصد او مرام لري؟ زما او د کائنات ترمنځه د رشتې تعین څۀ دے؟ دا هغه سوالونه دي چې د جواب د هڅو نه ئې مذهب، فلسفه، سائنس او ادب ټول پۀ ټوله راټوکېدلي دي. د یویشتمې پېړۍ پۀ دې پړاو چې نن ترې نه د سټیفن هاکنګ غوندې معروف و مقبول سائنسدان هم رخصت شو، د ماقبل سقراط فلسفه، اووۀ نابغه (سېون …

بشپړ متن