preloder
کور / 2018 / مارچ

میاشتنۍ زخیره

دوه رنګي – دیدار وزیر

پۀ سلو کښې پینځۀ نوي د پښتو ژبې شاعران دغه دعويٰ کوي چې مونږ د پښتو ژبې خدمت کوو. چې د قامپرستۍ خبره ورسره کوې نو دوی درته د ریاست منحوسه فارموله او د جماعت اسلامي بیانیه وړاندې کړي چې قامپرستي کفر دے. دوی پۀ غلط فهمۍ کښې وخت تېروي. دوی وائي چې ما غزل، نظم، ناول، افسانه لیکلي. ما پۀ مشاعره کښې نظم غزل ووئیلو، بس ما د مورنۍ ژبې حق ادا کړو. داسې نۀ ده، بیخي هم داسې نۀ ده. دوه رنګي به نۀ کوو! د ژبې خدمت ته به عملي مبارزه کوو! د ژبې سره سره به …

بشپړ متن

پښتون پرلت : یوه جائزه – عبدالرؤف ایسپزے

د دې مضمون لیکلو پورې د نقيب مسید قاتل راو انوار پۀ ګرفتارۍ کښې د ریاست یو نمبر ادارې ناکامه راغلې دي کوم چې عام وګړو او قانون عملي کوونکو ادارو لپاره د شرم وړ خبره ده، د دې باوجود چې ملزم پۀ ټيلي فون د نامعلومه ځايونو نه ميډيا سره خبرې هم کوي ولې بیا ئې هم درک نۀ لګي. نن د کال دوه زره اتلسم د فرورۍ مياشتې پۀ پنځلسمه نېټه د پښتنو پر امنه پرلت څۀ حده پورې رنګ راوړو او مطالبو کښې ئې یوه د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه ومنله. اٰرمي چیف قبائیلي …

بشپړ متن

د عاصمه جهانګیر یو تقریر – نور الوهاب خټک

د نوي کال دوېمې مياشت د پاکستان د بې وسه “بې زبانه” او غريبانو خلقو نه د هغوي ترجمانه زړۀ وره او نۀ خرڅېدونکې لويه وکيله او د وکيلانو مشره عاصمه جهانګير د فاني دنيا نه د قائمې دنيا پۀ لور يوړه. نوموړې عاصمه جهانګير د ژبې، مذهب، وطن او قوميت نه پۀ ډډه د هغه خلقو لپاره ژوند کوۀ د چا چې هېڅوک نۀ وو. څوک چې بې وسه وو، څوک چي د ظلم ښکار وو، د حق او رښتياو ملګرې وه، د ظلم او ظالم پۀ ضد وه. رښتيا وئيل او د رښتونۍ ډله کول د هغې پۀ …

بشپړ متن

مزارِ میرامشا – غلام قادر خان

  دا لیکنه د انګرېزۍ ورځپاڼې ‘ډان’ د څوارلسمې فرورۍ پۀ ګڼه کښې چاپ شوې وه. خپلې سیمې ته د ښاغلي لیکوال د تګ دا تاثر مونږ خپلو لوستونکو ته د ‘ډان’ پۀ مننه وړاندې کوو. د میرامشا او نورو قبائیلي سیمو د اولس مسئلو د پاره د لیکوال وړاندیزونه د هغۀ خپله رایه ده. مونږ قبائیلي سیمې د افغان جنګ د پاره د مورچې پۀ توګه د استعمال پالسي د دې ټولو ستونزو او کړاوونو زیرمه ګڼو او باور لرو چې دې پالسۍ کښې عملي بدلون د دې ستونزو د ختمېدو یواځینے امکان دے. زۀ د ترهګرۍ څپېړو وهلي …

بشپړ متن

پښتون پرلت – محسن داوړ

ژباړه: پښتون د وېرې ولقه کښې د ګېر پښتون وطن بې زړۀ شوي پښتانۀ چې څو لسیزې د ریاست د زور او چل خاوندانو د ‘خپلو’ جنګونو ناتارونو کښې ښکېل کړي وو، اخر د وېرې ولقې نه ووتل او راپاڅېدل. پۀ شپږیشتمه جنورۍ د ډېره اسماعیل خان نه روان شوے ‘پښتون’ لاریون چې پۀ وړومبۍ فرورۍ اسلام اباد ته ورسېدو او هلته ئې لس ورځې د پرېس کلب مخې ته پرلت وهلے ؤ، د هاغه ټولو پرهرونو چې نزدې ماضۍ کښې ورته د ملک د دفاع پۀ نوم د قربانۍ پۀ بهانه ورکړے شوي وو، پۀ ضد د پښتنو د …

بشپړ متن

د پښتنو د بې قرارۍاٰتش فشان – افراسیاب خټک

ژباړه: پښتون The Volcano of Pashtun Unrest   د The Nation پهٔ مننه د فرورۍ پۀ سر کښې پۀ اسلام اباد کښې د پښتنو زلمو لس ورځني پرلت پسې پۀ سوات او باجوړ کښې زورور احتجاجونه وشول. د سوات اولس پۀ سیکیورټي چېک پوسټونو د خلقو اوږدو قطارونو کښې د ودرولو، زورلو او سپکاوي خلاف لاریون کولو. دغه خلق پۀ یو چېک پوسټ د یو ناروغه وړوکي ماشوم پۀ مرګ بلوه شوي وو. هم دا مسئله پۀ اسلام اباد “پښتون پرلت” کښې هم مخې ته راوړې شوې وه. د باجوړ اولس د کراچۍ نه د وژلے شوي زلمي احمد خان …

بشپړ متن

د ANP تهنک ټېنک نه پس د ملي مشر پرېس کنفرانس – پښتون

د پخواني وزیراعظم نواز شریف پۀ حقله د سپریم کورټ د وروستۍ فېصلې راتلو نه پس پېدا شوي صورت حال باندې د ANP د تهنک ټېنک یوه ناسته پۀ ولي باغ کښې وشوه. دې اجلاس نه پس ملي مشر د رسنیو/میډیا وړاندې پرېس کنفرانس کښې د ګوند تګلاره او پۀ روانو چارو موقف اعلان کړو. مونږ لوستونکو د پاره د ملي مشر رسنیو ته دغه وېنا دلته وړاندې کوو: ‘سپریم کورټ د ملک تر ټولو لوے عدالت دے او د دې د فېصلو د احترام پۀ نتیجه کښې مونږ د تحفظات باوجود د سپریم کورټ فېصله قبلوو. زۀ د تېر …

بشپړ متن

اداريه – مارچ 2018

‘لیاقت باغ’ او ‘پښتون پرلت’: پښتانۀ احتجاجونه پۀ لسمه فرورۍ د حکومت پۀ نمائندګۍ د وزیراعظم د مشیر لۀ خوا د ‘پښتون پرلت’ جرګې سره یوه معاهده لاسلیک کړې شوه چې تر مخه ئې د ‘پښتون پرلت’ غوښتنې پوره کولو د پاره د یوې میاشتې مهلت غوښتے شوے ؤ. مختلف رایې او رویې لرونکو چې څنګه دې پرلت ته مختلفو زاویو نه کتل، دغسې ئې د پرلت پۀ نتیجه کښې شوې معاهده باندې هم مختلف دریځونه لرل )د دغه معاهدې نقل د دې ‘پښتون’ پۀ مخ 00 خپور دے(. سیاسي شعور لرونکي بهرحال، د کاغذ پۀ دغه ټوټه کښې د …

بشپړ متن

د مولانا صوفي محمد د نوې مرکې پهٔ متن یو تاثر – سجاد ژوندون

پۀ سوات کښې د ترهګرۍ جاکړ پۀ نیمه شپه قدرتي نۀ ؤ راغلے، پښتنو ته به یاد شي چې د اېم اېم اے دور کښې به ‘تور پټکي’ راووتل او شریعت به ئې غوښتو. څۀ وخت پس به ورسره د اېم اېم اے ‘منتخب’ نمائندګانو د ‘صوبه سرحد’ او ‘وفاق’ پۀ نمائندګۍ ‘مذاکرات’ وکړل او دغه به ‘کامیاب’ شول ـــ دغه کټوۍ جوش ووهۀ. ياده دې وي چې هر کله پۀ سوات کښې د ترهګرۍ لمبې راپورته شوې، کورونه نړېدل، سرونه پرېکېدل، عزتونه نېلامېدل او اولسونه پۀ يوه پښه لۀ ملاکنډ ډوېژن، سوات او خوا شا علاقو نه بې کوره …

بشپړ متن

پيډوفيليا (Pedophilia) – حسیب جان همراز

انسانيت پۀ چغو چغو لګيا دے ژاړي او دا خبره پۀ بیا بیا کوي چې د سوشل ځناور نه نۀ پۀ دولت انسان جوړېدے شي، نۀ پۀ شهرت، نۀ پۀ نوکرۍ، نۀ پۀ ځان ډېر مذهبي ښودلو، نۀ ځان پۀ ډېر مهذب ښودلو او نۀ پۀ پخڼو پخڼو خبرو ـــ بلکې انسانيت پۀ هاغه چا کښې دے چې د ژبې، لاسو پښو او رویو نه ئې دبل انسان ژوند، عزت او املاک محفوظ وي زمونږ ټولنه کښې چې پۀ کوم لور نظر اچوې نو انسانان به درته د انسانانو لۀ لاسه پۀ عذاب کښې ښکاري. د انسانيت قتل عام شروع …

بشپړ متن