preloder

ورځنۍ زخیره

د اجمل خټک بابا دوه خطونه – رحمت شاه قرېشي

  رحمت شاه قرېشي د ټانک د سیمې یو تکړه او متحرک ملګرے دے. هغه یو کلک باچاخانے او پوخ نېشنلے دے. د خپل ګوند، خپلې نظریې، خپل بېرغ او خپلو مشرانو سره بې کچه سُوچه مینه لري. هغه د باچاخان مرکز او ‘پښتون’ مجلې سره د خپل وس نه زیات کومک او اخلاص کوي. ‘پښتون’ د هغۀ د مینې پور وړے دے او د هغۀ هرې مرستې ته پۀ دروند نظر ګوري. د ارواښاد اجمل خټک دغه دوه خطونه هغۀ د تېرې میاشتې د پاره رالېږلي وو چې پۀ وخت مونږ ته نۀ وو رارسېدلي. دا خطونه پۀ یو …

بشپړ متن

سټوډنټس یونینز: مارشل لاء، عدالت او جمهوریت – سلېمان ایسپزے

  اٰوټ ډېټډ نصاب، د فيسونو زياتوالے، د هاسټلو غېر معياري او ناکافي سهوليات، د پِک اېنډ ډراپ سروس ختمېدل، د ضروري ورکشاپونو عدم موجودګي، د استاذانو خپلو کلاسونو ته نۀ راتګ او لو کمټنټ ليول، د سېل او لوبو فيسونو اخستو باوجود نیشتوالے، هم نصابي سرګرمۍ او د کالجونو پوهنتونونو څخه د جریدو او مجلو بندېدل او داسې نورې ګڼ شمېر هغه مسئلي دي چې د محصلينو نه ئې رو ګودر خطا کړے دے. دا محصلين فرياد چا ته وکړي؟ څوک د دوي اواز واوري او ولې ئې واوري؟ او کۀ ئې څوک اواز واوري هم نو څۀ فائده …

بشپړ متن