preloder
کور / 2019 / مې

میاشتنۍ زخیره

ګګن جیت سنګهـ او چرن جیت سنګهـ – پښتون

  د لَا اِلٰه پۀ نوم جوړ شوي پاکستان کښې وړومبۍ کابینه پۀ مذهبي حواله څومره متنوع وه ــــ د مشرقي بنګال ګورنر ‘Sir فریډرک بورن’، د پنجاب ګورنر ‘Sir فرانسز مودي’، د شمال مغربي سرحدي صوبې ګورنر ‘Sir جارج کننګهم’ او یواځینے ځائي ګورنر ‘Sir غلام حسېن هدایت الله’ د سندهـ صوبې ؤ. بلوچستان نېغ پۀ نېغه د ګورنر جنرل جناح صاحب د اختیار لاندې وه. د فوځونو مشرانو کښې د رائل پاکستان اٰرمي مشر ‘Sir فرانک مېسري’، د رائل پاک ائیر فورس مشر ‘Sir پېري کېن’، د رائل پاکستان نېوي مشر ‘Sir اېډمرل جیفورډ’ سره سره د ګورنر …

بشپړ متن

هویتي بحثونه او ‘افغان’ کلمه – زرلښته ساپۍ

  واژه ی افغان و تأملی بر رویداد های هویتی افغانستان https://8am.af/x8am/1396/12/02/afghan-word-and-reflection-on-afghan-identity د ‘افغان’ کلمه او د افغانستان پېژندنې د واقعیتونو پر سر تأمل د قومونو ترمنځ پۀ ناندريو بدل شوی. افغان څوک دی؟ افغانستانی څوک دی؟ ایا د ‘افغان’ کلمه د افغانستان پۀ ټولو قومونو پورې اړه لري او يا کۀ يواځې پښتنو ته وئيل کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د عامو خلقو ذهنونه ئې مغشوش کړي دي خو څۀ رښتيا دي او تاريخ د ‘افغان’ پر نوم د پښتنو د مالکيت پۀ اړه څۀ وائي؟ تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم عملي او تاريخي قانع کوونکی دليل …

بشپړ متن

‘جشن پښتونخوا’ پۀ ضلع ټانک کښې – ډاکټر اکرام الله شېراني

پښتون قام خپل تاريخ او تاريخي ورځ هر وخت پۀ هر ځاے داسې لمانځي چې دنيا ورته حېرانه پاتې شي او دوي خپل تاريخ ژوندے ساتي او راتلونکو نسلونو ته ئې پۀ ګوته کوي. د پښتنو نورو اتلانو پۀ شان باچا خان بابا او د هغۀ د ازادۍ تحريک خدائي خدمتګار ملګرو داسې تاريخ جوړکړے او شکر دے پۀ دې ازادۍ او د پښتون پۀ ترقۍ او ابادۍ باندې کار کوي او پۀ هر مېدان يو روښانه تاريخ جوړوي. د باچا خان ملګرو او پۀ خپل وطن مئينو د کارنامو تاريخ داسې روښانه دے چې پۀ ټوله نړۍ کښې پښتون …

بشپړ متن

د جاسوس قیصې: ‘را’، اٰئي اېس اٰئي’ او د امن فرېب – “پښتون”

SPY CHRONICLES: RAW, ISI & THE ILLUSION OF PEACE HarperCollins Publishers, India, 2018 هند او پاکستان تل یو بل سره د تُورې پۀ ژبه خبرې کړې دي خو اوس حالات ډېر بدل دي. اوس یوې مودې نه ډېر پۀ هنر سره د دنیا د ټولو نه ‘تود بارډر’ واهګې نه د دښمنۍ لمبې مغربي ډېورنډ کرښې ته اړولې شوې دي. د هند او پاکستان تر منځه د تجارتي او اقتصادي هلوځلو نه د ثقافتي او کلتوري شریک محفلونو، مشترکه فلمسازۍ او ‘اچهے پړوسی والے’ راشه درشه روان دي. د واهګې پۀ پوله بسونه ځي راځي، اخوا اجمیر شریف له د …

بشپړ متن

رېفرنډم – خان عبدالولي خان

  ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري، وړومبے ټوک، مخونه 488 یویشتم جون د ‘پښتونستان’ د ورځ پۀ توګه نمانځلے شي. پۀ دې ورځ ‘د بنو قرارداد’ وړاندې کړے شوے ؤ چې تر مخه ئې د هند د وېش صورت کښې د یوې درېمې لارې ‘پښتونستان’ غوښتنه هم شوې وه. د هند د وېش د پاره د برطانوي استعمار د منصوبې موخه رهبرِ تحریک یوه ډېره جامع او اعليٰ جمله کښې پۀ دې لفظونو رانغښتې ده، ‘پېرنګي د اسلام یوه نظریاتي تېزندي د شوروي اتحاد د اشتراکتي نظام پۀ غاړه کښې اچول غوښتل…..’ او مخکښې لیکي چې خپلې دغه بېن المللي منصوبې …

بشپړ متن

د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان

    اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې شوې. د دې نه دومره قدرې خبره خو ډېره پۀ اسانه راڅرګندېږي چې مذهب د انسان د کوم داسې ضرورت د پوره کولو وسیله ده چې د هغې نه بغېر ژوند او مرګ دواړه نیمګړي او لایعني دي. بل د نړیوال تهذیبي تنوع د رسا …

بشپړ متن

د ډاکټر خان صاحب د وزارت د ختمولو پۀ باب د خفیه خطونو ترجمه – شمس بونېرے

    ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب ‘اسلام، نسليات او قام پرستۍ’ پۀ نوم ډېر ژور تحقيقات کړي او ښکاره کړي دي. دا مضمون د هغې د يو باب ژباړنه ده چې د وائسراے د خپل داخلي سېکرټري ماونټ بېټن پۀ واسطه کړي او د هغۀ د چاپ شوي کتاب ذکر او مصدقه صفحې لري. خط نمبر 3265 د اتم اګست 1947 کښې ليکي. ‘زۀ هدايات کوم چې د صوبې ګورنر لاک هارټ ته ووايه چې د ګورنر پۀ حېث پۀ يوولسم اګست غرمه خپل وزارت ختم کړي او کۀ ممکنه نۀ وي نو پۀ دولسم اګست سحر …

بشپړ متن

افسانه قسط – سید یاسر علي شاه یاسر

    نن د پېښور بازار کښې بيا منډې شوې، خلق اوتر شول. ‘هله د کمېټۍ والا راغلل’، دغه اواز چې د بازار بل سر ته رسېدو نو شاه پور بيا پۀ ګس مټ د ډنډې داسې ګوزار خوړلے ؤ چې تله ترې هم دغه شان پرېوته، لکه د مچۍ وچورلېدو او داسې ورته محسوس شوه چې ګڼو مچو پۀ مټ وخوړم. ‘وۍ ظالمه! ؤ دې سوزولم’، دې ټکي سره بيا د دۀ لاس ګاډے اپوټه پروت ؤ. ټماټر د سړک هغه بل سرته ورسېدل او تله د انصاف پۀ تکل د سړک منځ کښې پرته وه. ‘تا ته مونږ …

بشپړ متن

پښتون سټوډنټس فیډرېشن تاریخي پس منظر – عابد ایسپزے

عابد ایسپزے سترسېکتر، پښتون سټوډنټس فیډرېشن، پېښور پوهنتون پۀ کال 1960ز کښې پۀ بېن الاقوامي توګه داسې وخت ؤ چې اېشياء، افريقا او لاطيني امريکه کښې چې کوم د قومي ازادۍ تحريکونه وو، ډېر ګړندي روان وو . د الجيريا جنګ وشو او د فرانس نه ئې ازادي واخسته. دغسې نور ډېر ملکونه وو ـــ وېتنام د خپلې ازادۍ د پاره پۀ لاطيني امريکه کښې مبارزه کوله نو دې حالاتو پۀ ټوله دنيا کښې پۀ ځوانانو کښې يو حرکت پېدا کړو او د ساړۀ جنګ مغربي پاليسیو پر ضد ودرېدل. پاکستان کښې داسې حالات وو چې لس کاله د ايوب …

بشپړ متن

پاکستان، پښتونستان او فاټا ادغام – خان عبدالولي خان

د خان عبدالولي خان کتاب ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري’ څلورم ټوک کښې مخ 108 نه تر مخ 113 دا ټوټه اخستلې شوې ده. د هندوستان د وېش پۀ حقله د باچاخان اصولي موقف، د وېش نه پس د مسلم لیګي ‘رجیم’ رژیم لۀ خوا د رېفرنډم پۀ شا سیاسي غرض او د خدائي خدمتګارانو لۀ خوا د رېفرنډم د بائیکاټ پۀ حواله دا اقتباس ډېر فکر انګېزه دے. د دې لیکنې پایله کښې د ولي خان بابا دا پوښتنه چې ‘پاکستان کښې اخر هغه کوم یو څیز )قانون( دے چې قیوم خان منلے دے او عبدالغفار نۀ دے منلے؟’ خان …

بشپړ متن