preloder

ورځنۍ زخیره

د کشمیر لانجه ‘پښتون’، 19 نه تر 25 جون 1990، مخونه 9-5 – خان عبدالولي خان

  د اتوار پۀ ورځ د تېر ستمبر پۀ نهه ویشتمه نېټه د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ ته د پاکستان د ‘ازاد’ وزیر خارجه مخدوم شاه محمود قرېشي وېنا پۀ ډېرو حوالود روانو حالاتو سلسله کښې د سنجیده رویې د مظاهرې مطالبه کوونکو د پاره د تشویش وړ وه. نړیوالې رسنۍ دغه وېنا د یو سفارت کار وېنا نۀ ګڼي او د داخلي او خارجي کږلېچونو منځ کښې د ګېر استازي هېواد پاکستان پۀ استازیتوب ئې د څۀ ډول سوچ او اپروچ نه کنګال وېنا بللې ده. د پاکستان اردو اخبارونو چې بیا پۀ دغه لړ کښې کومې ‘سرخۍ’ لګولې …

بشپړ متن

دوه نکتې، دوه لیکنې – مبارک حېدر – ژباړن: سمسور منګل

  وزیر اعظم وائي، ‘د ډېم جوړولو د پاره هر کس زر زر ډالر راولېږئ.’ پۀ دې زما ناقصه غوندې رایې څۀ پۀ دې ډول ده ـــ وزیراعظم پۀ طمع دے چې د اربونو ډالرو باران به وشي او کۀ چرې داسې وشي نو د دې نه ښه بله کومه کېدې شي. زما خواهش دے چې هغه دې پۀ خپلو نېکو مقاصدو کښې بریالے وي خو څو کاله وړاندې نواز شریف هم وئېلي وو ”قرض اتارو ملک سنوارو!“ )پور غوڅ کړئ، هېواد جوړ کړئ( د نوازشریف د دې مقصد د پاره پۀ اربونو ډالر راولېږلے شو خو چا ته دا …

بشپړ متن

د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان

.1 روشن خیالي: دا لفظا، معنا او تصورا د ټول انساني تهذیب یوه مثبت رویه او سرګرمي ده. پۀ اسانو ټکو کښې د روح عصر ادراک او د وخت رفتار سره یوشان تګ کول روشن خیالي ده. دا د جمود او اجاره دارۍ خلاف د حرکتِ عمل نامه ده او د راروان لازمي بدلون لپاره پۀ انفرادي او اجتماعي ساحه کښې د قبولیت ځاے ورکولو نه بعد پۀ خپله ټولنه کښې د دې د رنګ کولو هڅه ده. هره ټولنه کښې د وخت تېرېدو سره سره څۀ تصورات، عملیات او رسمیات د فرسوده عقیدت او توهم شکلونه خپلوي. دې سره …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

مني بجټ د عمران خان نوي وفاقي حکومت پۀ خلاص مټ قومي اسمبلۍ کښې د بجټ د پاسه نوے بجټ پېش کړو. دا رقم بجټ ته مالیاتي ژبه کښې ‘مني بجټ’ یا ‘ورکوټے بجټ’ وئیلے کېږي. پخوا چې به کله یو حکومت بې وخته څۀ مالیاتي حکمنامه جاري کړه یا به ئې څۀ نوي محصولونه لګول نو خلقو به دې ته د ‘مني بجټ’ نوم ورکړو. خو حکومت به دا پۀ ځان یو الزام وګرځولو او د دې تردید به ئې وکړو. موجوده حکومت د مني بجټ تور نۀ صرف پۀ ځان پورې کړو بلکې پۀ دې فخر هم کوي. …

بشپړ متن

ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! – نهار خان تنګیوال

  ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! یه هلکه! جو هغه چې مونږ واړۀ وو او پۀ جومات کښې به پۀ یو خوووږ غږ نعت شروع ؤ، “ګلونه راوړه د ګلزاره هاشمي ګل ګل ګل د مدینې نبي سرداره! هاشمي ګل ګل ګل” او بیا به ئې خانه جو نعت پۀ نیمه کښې پرېښود او وې به ئې، “دا وخت جو علي سېد ماشوم پینځۀ روپۍ امداد وکړو، خدایه! جو علي سېد خپل مور پلار ته صالحه نېک عمله قران خوانه لوےکړې او جو دا پینځۀ روپۍ ئې هغه ځاے کښې پۀ کار راولې جو کوم ځاے چې ئې اړخ لګي.” …

بشپړ متن

د میروس ورځ – حیات روغانے

  27 اکتوبر 1942ز عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، پېښور، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2018، مخونه 538-534 د میروس واقعه کښې د باچاخان لۀ خوا د سکندر مرزا ذکر دا څو کرښې نوټ لیکل واجب کړل. بهټو خو ورته یو وخت کښې خط لیکلے ؤ چې د پاکستان د پاره ستا )سکندر مرزا( خدمات جناح صاحب نه هم زیات دي!!! نن میروس ډهېرۍ هم شته، د باچاخان لښکر هم شته او د خدائي خدمتګارانو مفکوره هم شته ـــــ کۀ نشته د سکندر مرزا څلے هم قدرې نشته؛ هیله چې وخت سره به اولسي شعور امریت هم ووژني ــــــ ‘وخت به …

بشپړ متن

د جوګېندرناتهـ مېنډل استعفٰي – ژباړن: طلال بېدار اصلزے

    ‘جوګېندرناته. مېنډل’ )بنګالۍ کښې যোগেন্দ্রনাথ মণ্ডল ( د ‘دلت’ هندوانو د ‘نماهاسودرا’ ډلې نه ؤ. هغه د متحده هند د بنګال پۀ ‘بارېسل’ سیمه کښې پۀ نهه ویشتمه جنورۍ 1904 کښې زېږېدلے ؤ. ‘نماهاسودرا’ لکه د نورو ‘اچهوت’ هندوانو ټولنه کښې د خپل مقام او سماجي ائیني حقونو د پاره مبارزه کوله. جوګېندر هم د دغه مبارزې غړے ؤ. د 1937 ټولټاکنو کښې جوګېندر د ازاد کاندید )امیدوار( پۀ توګه ټولټاکنو کښې برخه واخسته او ‘سرل کمار دته’ چې د کانګرس لۀ خوا ولاړ ؤ، ته ئې ماتې ورکړه. دې ورځو کښې د جوګېندر تړون د ‘نېتاجي’ سبهاش …

بشپړ متن

دا لېونے لېونے ګرځه!!! – ډاکټر همدرد ایسپزے

    زۀ پۀ خپله د یو ډاکټر پۀ حېث پینځۀ کاله د سائیکاټري پۀ وارډ کښې پاتې شوے یم، ما ته د قاضي صاحب د درد دغه انځور خپل د ټرېنګ د دوران ټولې واقعې او پېښې مخامخ د سنېما د سکرین غوندې ودرولې. بلها ‌ډېر مریضان مې د تداوي لاندې ښۀ شوي هم دي. مونږ سره ګډ ژړلي هم دي او خندلي هم. زما د دغه مریضانو سره او دغه مضمون سره د لېونتوب تر حده مینه وه او اوس هم ده؛ دا بېله خبره ده چې ما دغه پرېکټس کول ولې پرېښودل. د نړۍ ‌‌‌‌‌ډېر لوے سائیکاټرسټ …

بشپړ متن

افسانه مرګ – ګوهر رحمان نوید

  شاعر صاحب چې ډېرې ورځې پس د خان د لوئې حجرې پۀ وړوکي ګېټ را دننه شو نو د خان پۀ وجود کښې ايله ساه راغله او د لرې نه ئې پرې غږ وکړو، ‘پۀ خېر شاعر صاحب! څنګه ئې يار او چرته ورک شوے ئې؟ قسم دے سمه د اختر مياشت درنه جوړه شوې ده، هډو پته دې نۀ لګي.’ او شاعر صاحب لا ناست نۀ ؤ چې خان نوکر له اواز ورکړو، ‘هلکو! ورشئ شاعر صاحب له ښۀ مزيداره دودهـ پتي جوړه کړئ او څۀ خواږۀ هم ورسره راوړئ .’ او بيا ئې شاعر ته مخ راواړولو، …

بشپړ متن

د مینې اباسین – فریدالله شاه حساس

زۀ اباسین تقریباً د تېرو دېرشو کالو راهسې پېژنم. اباسین دېرش کاله وړاندې هم هر چا پېژندو او د سیالو سره سیال ؤ، البته زۀ دېرش کاله وړاندې د چا پۀ شمار کښې نۀ وم. خو ما به بیا هم د ځان یادولو د پاره پۀ هر پردي خېرات کښې هېڅ بې هېڅه مشري کوله. تاسو داسې وګڼئ چې لکه د چرګ به مې بانګونه ډېر وئیل خو پۀ نمونځ چا نۀ وم لیدلے. زما دا بې واره او بې اختیاره بانګونه چې یو ځل اباسین واورېدل نو ډېر راز دارانه انداز کښې ئې راته نصیحت وکړو؛ وئیل ئې چې …

بشپړ متن