loader image
کور / 2019 / جولای / 11 (پاڼه 8)

ورځنۍ زخیره

د پاکستان دستور سازې اسمبلۍ ته د باچاخان وېنا 25 مارچ 1954ز – خان عبدالغفارخان

  جناب صدر! زۀ ډېرې خبرې کوونکے سياسي مقرر نۀ يم خو اوس اوس يو معزز غړي د پښتونستان پۀ حواله څۀ داسې خبرې وکړې چې هغې زۀ پۀ څۀ وئیلو مجبور کړم. جنابِ! ما ته محسوسېږي چې معزز غړے یا خو د دې معاملې متعلق څۀ علم نۀ لري او يا بيا عمداً پۀ دې حقله يو غلط تاثر تخليقول غواړي. تاسو ته به ياد وي چې پۀ دې ايوان کښې يو ځل جناب لياقت علي خان پۀ دې باره کښې زما نه پوښتلي وو چې ما ډېر پۀ وضاحت سره ځواب ورکړے ؤ. د لياقت علي خان صاحب …

بشپړ متن

تیت پرک (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  د اتمان خېلو متعلق چې کومې ټوقې نزدې قبيلو جوړې کړې دي، هغه صحيح دي او کۀ نۀ، خو زمونږ د دې اشنا متعلق چې ما ته هډو دا معلومه نۀ وه چې دے د کومې قبيلې سره تعلق لري؛ ولې چې دے پۀ اشنغر تنګي ګل اباد کښې اوسېدو، د مشهورو شاعرانو فضل غني غني، اختر منېر منېر او شاکرالله جلبل سره به اکثر يو ځاے ؤ نو ما وې هم د دوي څوک خپل خپلوان به وي ـــ خو څو کلونه وروستو يوه ورځ ما د يو ملګري سره دا خبره کوله چې زمونږ دا اشنا چې …

بشپړ متن

د تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون د مېوند د ورځ تاریخي پس منظر 27) جولائي 1880ز( – اسفندیار درانے

  د ميوند نوم د پښتنو پۀ تاريخ کښې د هغه روښانه باب حېثيت لري کوم ته چې پېرنګي د خپل تاريخ پۀ پاڼو کښې ډېر پۀ ګرانه ځاے ورکړے دے او د هغې وجه دا ده چې دغې باب کښې د پښتنو مړانه پۀ درنښت او ښۀ شان سره ستائیلې شوې ده. دا د جولائي د مياشتې اوويشتمه ورځ وه او د اتلسمې پېړۍ اتيايم کال و چې د پښتنو جرنېل ايوب خان د خپل پوځ سره د هلمند پۀ سيند راپورې وتو او د مېوند کلي سره پۀ خوا کښې د پېرنګي د پوځ مخامخ مورچه شو او …

بشپړ متن

احمد شاه دراني سیاسي درایت او ملي وجاهت – اکادیمیسن سیستاني – ژباړن: رحمت اریا

د اتلسمې زېږدېزې پېړۍ څلورمه او پینځمه لسيزه د نادر شاه افشار د سلطنت لۀ پړاو سره سمون خوري. دغه پړاو د زمکوالۍ لۀ وحشي زبېښاک، د پرګنو لۀ نېغ لوټ او تالان، د مالیاتي سیستم لۀ ځور او زور زیاتي، د زور واکۍ لۀ بوږنوړي تاو تریخوالي او وحشتناکو وژنو، د کوپړۍ منارونو لۀ جوړولو او نورو هر اړخيزو ورانيو سره بدرګه ؤ. د 1740ز کال لۀ پېله نيولې د نادر تر مرګه 1747)ز کال پورې( د افغانستان د کابل د سیند د غاړو پۀ اوږدو کښې پرتو پښتنو، تاجیکو، هزارو، چارایماقو، اوزبکو او تورکمنو قبائلو او ټبرونو، پۀ …

بشپړ متن

د شلمې پېړۍ رښتونے ملي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزئ (1973-1907) – اکبر هوتي ایډوکېټ

هند ته د پېرنګي د راتګ نه پس چې کله پېرنګي د افغان وطن پۀ قبضه کولو او تقسيمولو پسې راواخسته نو د افغان مېړني اولس د دې استعماريت ډېر پۀ مړانه مقابله کړې وه. د افغانستان او پېرنګي پرله پسې جنګونو او د افغانانو تر منځه د دغه شخړو نه دا جوت ده چې پښتانۀ افغانان د خاورې دفاع کښې ناکامه نۀ وو خو بېرته بيا پېرنګيانو پۀ خپله چالاکۍ د افغان ځينې خاوره پۀ خپله ولقه کښې راوسته او هغه ئې پۀ مختلفو انتظامي يونټونو کښې تقسيم کړه چې پۀ اسانۍ سره پۀ پښتنو خپل مټ مضبوط کړي. …

بشپړ متن

انتخابات پۀ جمهوریت د اولس باور او د دې نتیجې د ریاست رویه ښائي – اداريه

د دې میاشت پۀ پینځویشتمه نېټه عام انتخابات کېدونکي دي. جمهوري نظام کښې انتخابات بنیادي مرحله وي. یو فلاحي ریاست کښې جمهوریت د بالغې رایې پۀ ملاتړ ووټ اخستو د پاره هر سیاسي ګوند ته د هغۀ منشور مخې ته راوړلو، د کاندیدانو )امیدوارانو( ټاکلو او هغه څوک چې کوم سیاسي ګوند سره تړون نۀ لري، ته پۀ ځانګړې توګه ازاد حېثیت کښې د ودرېدلو حق ورکوي. هم داسې د خپلو سیاسي منشورونو پۀ څۀ نکتو د اتفاق پۀ صورت کښې بېلابېل سیاسي ګوندونه هم خپلو کښې سره پۀ یوه حلقه، پۀ ډېرو حلقو یا ټول پۀ ټوله د اتحاد …

بشپړ متن