preloder

ورځنۍ زخیره

‘پښتون’ پرون، نن او سبا – سید یاسر علي شاه

کله چې د یونین جېک جنډه پۀ بالاحصار پورته ولاړه وه او د پېرنګي د اسپو ټکار د پښتنو پۀ کوڅو کښې اورېدے شو نو پښتونخوا سور تنور ؤ. پۀ دغه تنور کښې احساسات هم سوزېدل او د پښتون د سر حیات هم سوزېدۀ. هر کله چې د جېل خانې او جېل خانې فرق ختم شو او سپېېځلي روایات ممات شو او غندلي روایات زیات شو نو دغه وخت ؤ چې پښتون قام کښې هادي پېدا شو. دغه هادي د ازادۍ حجت هم پېژندو او د قلم کتاب حرمت هم – دغه هادي د قام ژبې ته ګفتار وبخښلو، ګفتار …

بشپړ متن

توحید خان داودزے

پۀ انساني معاشره او سياسي تاريخ کښې داسې موړ او وخت هم راغلے دے چې اقليت پۀ اکثريت باندې زور ور شوے دے او د جبر او زور پۀ ذريعه ئې خپل استعماري حکومت قائم کړے دے. دا استعماري نظام حکمراني او با اقتداره خاص طبقه د خپل استعماري اقتدار قائم ساتلو د پاره او د خپلو عزائمو پوره کولو لپاره نۀ يواځې پۀ ټولو وسائلو ګټو وټو قبضه دار شي بلکې د خپلو مفاداتو د تحفظ او د اقتدار اخلاقي بنياد قائم ساتلو د پاره ثقافت او تهذيب هم د خپل انجنئيرنګ پۀ ذريعه ضعيف کړي او پۀ معاشره …

بشپړ متن

د ‘ژوندون’ څخه د 1944-45 څو پاڼې او د ساقي صاحب د زړۀ ‘بړاس’ – فضل الرحیم ساقي

:1944 26 اکتوبر: نن سرډهېرو ته لاړم – د میروس د جلوس مېلمانۀ د شېخو تپې تقسیم کړل. دېرش کسان پکښې ما کلي ته راوستل. 27 اکتوبر: نن هغه جلوس دے چې د میروس سره باچا خان سره د ملګرو د پېرنګیانو فوجونو وهلے ؤ، روان شو. جلوس نه پس مردان کښې جلسه وشوه. ما پکښې نظم ووې. 28 اکتوبر: نن مرکز عالیه سردریاب ته لاړم. د صوبې کارکنان جمع وو. د شپې اجلاس وشو. ما پکښې مختصر شان تقریر وکړو. 29 اکتوبر: نن زۀ او سالار اعظم د پېښور د کانګرس دفتر ته لاړو. اېم اېل اے ممبران جمع …

بشپړ متن

د عیسٰي مسیح علېه السلام د عدم تشدد ارتقاء – سمیع الدین ارمان

وړاندې د دې نه چې د یو نظریاتي بحث د تاریخي یون پۀ بېلابېلو پړاوونو خبره وکړو، باید دلته تر ټولو اول د تېرې میاشتې د نړۍ د یو ډېر لوے ظلم، بربریت او دهشتګردۍ د هغه پېښې غندنه وکړو چې د بي بي سي د رپورټ مطابق ورپکښې دوه سوه او درې پنځوس انسانانو خپل ژوند وبائیلود. دا ناوړه واقعات د سري لنکا پۀ خاوره هغه مهال ترسره شول چې د عدم تشدد او د غېر مزاحم رویې د پېغمبر حضرت یسوع مسیح علېه السلام پلویانو د خپلې عقیدې سره سم د خپل پېغمبر د دوېم زېږون د اولني …

بشپړ متن

خېبر پښتونخوا سره د ‘فاټا’ د ادغام فائدې – رحمت شاه قرېشي ګومل

د هر وخت جابر او ظالم د خپلو مفادو د پاره پښتون قام پۀ څو ځايونو تقسيم کړے دے او خپل مفاد ئې پۀ دې منځ کښې حاصل کړي دي او د هر وخت حکمرانانو او خپلو کسانو ته ئې دا خبره کړې ده چې کۀ چرې پښتون قام پۀ خپلو کښې يو ځاے شي نو دوي کله هم څوک غلام ساتلے نۀ شي، بلکې کۀ دوي یو ځاے شي نو ډېر باچاهتونه به تر قلمرو لاندې کړي. ځکه نو د هر وخت حکمران او بادشاه دا کوشش کړے او لا ئې دا کوشش دے چې پښتون بې اتفاقه کړي …

بشپړ متن

شهید بابا – نیازبین یوسفزے

پۀ درې ويشتم اپرېل 1930ز قيصه خوانۍ کښې د خونړۍ پېښې نه پس د ازادۍ ولوله د پښتنو زړونو کښې نوره هم پۀ غورځنګ شوه او د ازادۍ د رڼا مشالونه د پښتنو زړونو کښې بل شول. انګرېز چې د قيصه خوانۍ د قتل عام نه پس پۀ دې طمع ؤ چې پښتانۀ به ووېروي، دغه پارېدلو جذبو نور هم اوتر کړو او د تشدد لاره ئې خپله کړه. د پېرنګې استعمار د ظلم او تشدد يوه واقعه د تاريخ پاڼو کښې د ټکر د جنګ پۀ نوم خوندي ده. دغه واقعه د سرکاري نصاب او د ازادۍ د جنګ …

بشپړ متن

د صاف شفاف انصاف پوسټ مارټم – نهار تنګیوال

خېبر بېنک، بلین ټري سونامي، احتساب، دوست ممالک کا پېکج، BRT نېشنل اېکشن پلان، ایران دور، کابینه ادل بدل د صاف شفاف انصاف پوسټ مارټم خېبر بېنک: ‘بېنک اٰف خېبر’ دې صوبې له د اے اېن پي د حکومت یوه ورکړه ده. کله چې مسلم لیګ سره “صوبه سرحد” کښې اتحاد ؤ او “بېنک اٰف پنجاب” جوړېدو نو د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا مطالبه وشوه چې دې صوبې له هم یو بېنک پکار دے او ‘بېنک اٰف خېبر’ د هغې مطالبې نتیجه کښې جوړ شوے ؤ. د عوامي نېشنل پارټۍ تېر حکومت کښې د صوبائي واک لاس ته راوړلو …

بشپړ متن

غني غني، نامې نامې رنګین رنګین، نغمې نغمې – ډاکټر نګاه حسېن نګاه

ايازالله ترکزے د فرورۍ د مياشتې پۀ دوېمه نېټه کال 1976 کښې د امان الله صاحب پۀ کور کښې سترګې غړولې دي. ابتدائي تعليم ئې د خپلې علاقې مېره کچوړۍ نه حاصل کړے دے. لسم جماعت ئې د چمکنو هائي سکول نه پاس کړے دے. موجوده وخت سره د پښتو اکېډمۍ پېښور يونيورسټۍ نه پۀ پښتو ادب کښې د اېم فل ډګري تر لاسه کولو کښې بوخت دے. د دوي د اېم فل مقالې عنوان ‘پښتو ادب کښې خاکه نګاري’ دے. اوسه پورې دوي پښتو ژبې او ادب ته ډېر څۀ پۀ کتابي شکل کښې ورکړي دي چې ذکر ئې …

بشپړ متن

د حضرت باچاخان پۀ تصور کښې “د يو مثالي پښتون تصور” – نور الامين ايسپزے

کۀ مونږ د نړۍ پۀ فکري، عمراني او فلسفيانه تاريخ يو ځغلنده نظر واچوو نو وبه وينو چې د تاريخ پۀ هر دور کښې د وخت او زمانې سترو مفکرينو او فلسفيانو پۀ کائناتي تکون غور او فکر کړے دے. د کائنات، خالق او انسان پۀ حقله ئې سپېځلو ذهنونو کښې سوالونه را پېدا شوي دي او بيا ئې د خپل فکر او وجدان پۀ زور د دغه سوالونو د جوابونو ورکولو هڅه کړې ده او هم د دغه غور او فکر پۀ نتيجه کښې ئې چې کله د خپل فکر نچوړ پۀ منظم انداز کښې وړاندې کړے دے نو …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

قبائلي سیمو کښې ائیني اصلاحات پۀ اتۀ ویشتمه مۍ 2018 د وفاق د انتظام لاندې قبائیلي سیمې (FATA) د یو ائیني ترمیم تر مخه د خېبر پښتونخوا باقاعده برخه جوړې شوې او دې علاقو نه د فرنټئیر کرائمز ریګولېشن توره بلا پاڅېدلې ده – ولې دغو سیمو کښې د ملک عام قوانین لا تر اوسه پۀ پوره توګه نۀ دي عمل کښې راوستے شوي. د دې غټه وجه د ملک د واکمنو نا اهلي، نا پوهي او د منصوبه سازۍ نیشتوالے دے. د زوړ نظام نه چې کومو خلقو ناجائزې فائدې اوچتولې، د هغه خلقو کردار هم د ائیني اصلاحاتو …

بشپړ متن