preloder
کور / 2019 / جولای / 12 (پاڼه 10)

ورځنۍ زخیره

اتلسم ائیني ترمیم او باجوه ډاکټرین – سليمان ايسپزے

@SulaimanUsafzay اتلسم ترميم د پاکستان ائيني تاريخ کښې پۀ خاموش انقلاب ياديږي. هر څو کۀ دا ترميم د صوبو د خوشحالۍ او ترقۍ سبب دے او د دې ترمیم یقیني کولو د پاره د پاکستان جوړېدو سره سمه شروع شوې اوږده تاریخي مبارزه او د سیاسي قوتونو قربانۍ پرتې دي، خو ولې پاکستان کښې اسټېبلشمنټ او وفاقي بیورو کراسۍ د پاره دا ائیني ترمیم د سترګو ازغے ګرځېدلے دے. پۀ دې ترميم کښې پۀ ائين کښې يو سل دوه بدلونونه شوي دي چې پکښې خېبر پښتونخوا ته شناخت سره سره ټولو صوبو ته يو شان پنځلس وزارتونه منتقل شوي دي. …

بشپړ متن

د باچاخان مبارزه 1970 نه تر مرګه پورې – شمس بونېرے

د باچاخان شخصيت يو پرانستے کتاب دے او د دې کتاب بېل بېل بابونه او بېل بېل وختونه دي؛ ولې د دۀ کردار، عمل، مينه او هدف همېشه برابر پاتې شوي. د دۀ د شخصيت اندازه د دۀ د جېلونو، پښتنو کښې د سياسي شعور او ازادۍ مبارزه او د خپل قام د سفير پۀ توګه د دۀ د سفارت مقام او د هندوستان د نۀ اوسېدونکي پۀ حېث پۀ کال 1987ز کښې “بهارت رتن اېوارډ” او د تېر کال شروع د اټلي د پوپ نه د امن د استازي پۀ حېث ذکر او سلام د دې ښکاره مثالونه دي. …

بشپړ متن

پښتو ته د فخرِ افغان ځانګړې پاملرنه – ډاکټر محمد صادق ژړک

د خاورې پۀ تقسيم خو نۀ تقسيم شوې نۀ جدا شوې د ژبې غلامۍ کۀ ورک کړې، بويه کۀ پېدا شوې رحمت شاه سائل د پښتو او پښتنو پۀ ټټر د سکندر مقدوني د ګزارونو ټپونه لا رغېدلي نۀ وو چې عرب فاتحينو زمونږ ژبه او کلتور د مذهب پۀ نوم له مونږ څخه پۀ زور او جبر وتروړل او پۀ ځانګړي ډول زمونږ خروشتي ليکدود ئې د پښتنو پۀ خولۀ کفري ليکدود وګڼل او پۀ دې ډول ئې زمونږ يو شمېر اثار چې پۀ خروشتي ليکددو مونږ درلودل، لۀ منځه يوړل. زمونږ ډېر اثار ئې وسوزول او يا ئې …

بشپړ متن

پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان

سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ عملي توګه د دې لټون کښې د سفرونو سره سره د هجرت پۀ ازمېښت هم اوړېدلې ده او د ریاستي او دولتي طبقې د جبر ښکار شوې هم ده خو د باچاخان پۀ قول، مایوسه شوې کله هم نۀ ده؛ ځکه چې بابا وائي مایوسي پۀ هغه چا راځي چې …

بشپړ متن

کتاب تبصره زندگی، تلاش و مبارزی ی من – نجیب الله پاڅون

پۀ روسیه کښې مېشت افغان لیکوال ښاغلي فاروق فردا د شلمې پېړۍ د وتلي ستر خدائي خدمتګار او لارښود، د خدائي خدمتګار تحریک پیاوړي مشر خان عبدالغفار خان باچاخان ژوند لیک «زما ژوند او جدو جهد» لۀ پښتو څخه دري ژبې ته «زندګی، تلاش و مبارزه ی من» تر نامه لاندې ژباړلی چې دغه کتاب پۀ کابل کښې د سرحدونو او قبایلو وزارت د پینځۀ سوه ټوکو پۀ شمېر پۀ شپږ سوه دوه ویشت مخونو کښې پۀ ښکلي صحافت او قطع سره خپور کړی. ښاغلی فردا وائي د افغانستان او سیمې شرائطو ته پۀ کتو سره ئې پۀ اوس وخت …

بشپړ متن

ورځپاڼه ‘جنګ’، حرف تمنا، د خالي ورځ، 28 جنوري 2006ز – ليکوال: ارواښاد ارشاد احمد حقاني – ژباړن: نور احمد فطرت، چمن

د ای اېن پي د لارښود ارواښاد خان عبدالولي خان د وفات څخه چې د هند د نيمې اوچې او پۀ ځانګړي ډول د پاکستان د سياسي تاريخ ډېرې دروازې وتړل شوې او د دۀ پلار د برصغير د ازادۍ پۀ ملي هڅو کښې د کانګرس او خدائي خدمتګار د دريځونو څخه څو لسیزې سرګرم پاتې شول. د دواړو د پلار زامنو د سياسي کردار د جوتولو څخه دا وئيل کېدی شي چې دا د نيمې پېړۍ قيصه ده، د دوو څلورو کلونو خبره نۀ ده. خان عبدالولي خان او عبدالغفار خان چې پۀ سياست کښې کوم کردار ادا کړی …

بشپړ متن

تاثرات ژوندے ولي – م ر شفق

“باچاخان ” پۀ بنيادي توګه د خدائي خدمتګار او پۀ انسانيت مئين ؤ. عدم تشدد، مينه او امن د هغۀ مذهبي عقيده وه. د دې د پاره به ئې د حضور پاک صلي الله عليه وسلم د مکې ژوند حواله ورکوله. پۀ صبر استقامت ئې د قوم د اصلاح او قامولۍ تحريک شروع کړے ؤ. سياست ئې د قوم او ملک خدمت ګڼلو. او د قوم خدمت له ئې د عبادت درجه ورکړې وه. او پۀ دې اصولو ئې خدائي خدمتګارو له تعليم او تربيت ورکړے ؤ. پۀ دې وجه د هندوستان د ازادۍ پۀ جدوجهد کښې د باچاخان او …

بشپړ متن

د باچاخان اخباري بیانونه – م ر شفق

جنوري کال 1983ء کښې باچاخان د ليډي ريډنګ هسپتال پېښور( بولټن بلاک) کښې داخل ؤ. د راولپنډۍ ورځپاڼه “جنګ” کښې به د باچاخان د خولې څۀ نا څۀ بيان شائع کېدلو. يو څو بيانونه ترې ما پښتو کښې رانقل کړي وو. د “پښتون” لوستونکو ته ئې د ياد تازه کولو پۀ خاطر وړاندې کوم. بل مقصد ئې دا هم دے چې د باچاخان غوندې پاک سپېځلي شخصيت باره کښې اوس هم ” بې بنياده هشمشې” خپرولي شي. غواړم چې د دغو تېروتنو مخ نيوے وکړے شي. د باچاخان هره وېنا او هر بيان صفا، ساده او رښتيا وي. او هېڅ …

بشپړ متن

د خوبانو خطونه – کاکاجي صنوبر حسېن مومند

زما د دې حقیر کوشش د پاره ډېر څیزونه باعث شوي دي، مګر د ټولو نه زیات باعث د یو صاحب مضمون ؤ چې ما نه ئې افسوس دے چې نوم هېر دے خو غالباً د مردان پۀ “قند” رساله کښې چاپ شوے ؤ. دومره مې یاد دي چې څوک بخاري صاحب وۀ. د مضمون مضمون دا ؤ چې ‘زمونږ پښتانۀ ادیبان صاحبان او شاعران د پخوانو شاعرانو کلام پوره نۀ لولي.’ خبره ئې د اردو خبره چې سو فیصد صحیح ده، ځکه چې دا کمے اول ما ته خپل ځان کښې ښکاره شو. سره د دې چې زما اراده …

بشپړ متن

د مثبت خبرونو شاهي حکمنامه – حیات روغانے

د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند مېجر جنرل اٰصف غفور لۀ خوا چې د میډیا کارندانو ته د ملک د ترقۍ مزل اسانولو د پاره تر شپږ میاشتو صرف ‘مثبت خبرونه’ ښودلو او خورولو ښونه شوې ده، د هغې ورځ نه دا بحث شروع شوے دے چې کوم خبرونه به ‘مثبت خبرونه’ وي او کوم به نۀ وي؟ دا فېصله به څوک کوي چې دا کومه خبره یا واقعه ده، اٰیا دا خبر هم دے؟ او کۀ خبر دے نو څوک به دا تعین کوي چې دا خبر مثبت هم دے؟ د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند دغه …

بشپړ متن