preloder
کور / 2019 / جولای / 12 (پاڼه 16)

ورځنۍ زخیره

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک وېنا – ANP میډیا سِل

    ښاغلي سپیکر صاحب! زمونږ د صوبې خپل امدن، بېروني امداد او مرکز نه چې کومه برخه ترلاسه کېږي، دا درې واړه چې یو ځاے شي نو زمونږ بجټ ترې جوړېږي. ښاغلي سپیکر صاحب! کله چې دې نه تېر صوبائي حکومت دعويٰ کوله او دا موجوده حکومت دعويٰ کوي چې حکومت بهترین دے، پۀ ګورننس مونږ فوکس کړے دے، ادارو کښې مو سیاسي اثر او سفارشي کلچر مو ختم کړے، مېرټ او شفافیت مو راوستي، اقرباء پروري مو ختمه کړې ده – دغه لاپې خو ډېرې خوږې دي خو زۀ به پۀ دې خبرې کول غواړم. زۀ به د …

بشپړ متن

جدید ضرورتونه، سیاستونه او ستراتیژکي انډیوالۍ – اورنګزېب خان

    جدید نړۍ د عملې پۀ انتخاب کښې د ډېر دقت او تدبر نه کار اخلي او د عملې د بهرتۍ لپاره د اهلیت د معیار او نتیجه ګیرۍ څخه چرې هم نۀ بې غوره کېږي او تل د عملې د کار تعقیب او پېروي تر هغې نۀ ځنډوي چې تر کومه پورې مطلوب اهداف لاس ته راغلي نۀ وي. دا اهداف کۀ د انتظامي سم سمکي یا قانوني اسانیتاو د لټون سره تعلق ساتي او کۀ د انتظامي او قانوني چوکاټ تهیه کولو سره، خو جدید سیاست علاج پۀ نظم و ضبط کښې نۀ لټوي بلکې ورته ستراتیژکي …

بشپړ متن

ANP میډیا سِل

  د کوند پارلېماني هلې ځلې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي او صوبائي کونسلونو غونډې الف( د مرکزي کونسل غونډه: د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل اخري او الوداعي غونډه د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ وړومبي اکتوبر د پارټۍ مرکزي سېکرټرېټ باچاخان مرکز پېښور کښې منعقد کړې شوه چې پکښې د کونسل غړو او پارټۍ مرکزي قيادت ګډون کړے ؤ. دغه الوادعي غونډه کښې نۀ صرف د انټرا پارټي الېکشن پۀ حواله خبرې وکړې شوې بلکې د ملک پۀ روانو سياسي حالاتو هم د کونسل غړو خبرې وکړې او د ملکي حالاتو پۀ …

بشپړ متن

‘احتساب کمېشن’ او د یو اویا نومونو ټوقه – عامر عالم

  لفظ احتساب داسې خوږ دے لکه شات، خو د هغه چا د پاره څوک چې خپله خاوره مخ پۀ ترقۍ ليدل غواړي او دا ګڼي چې پۀ ما کوم خلق مسلط دي؛ د دغه خلقو د بې ايمانۍ، ټګۍ، بد انتظامۍ او خرابې منصوبه بندۍ لۀ وجې زما خاوره هره ورځ پۀ شا راځي. پکار خو دا وو چې مونږ مخ پۀ ترقۍ تلي وے خو بيا هم مونږ ورځ پۀ ښکته يو. زما خپل خیال دا دې چې پۀ خصوصي توګه زمونږ د نن دور د ځوانانو او څۀ حد پورې زمونږ د مشرانو هم دا خيال دې …

بشپړ متن

زما ياداشتونه خدائي خدمتګار ارباب سېف الرحمان – ارباب الطاف قادر

    کله چې د بر تهکال پېښور ارباب سېف الرحمان اېډوکېټ د دېرش کالو پۀ عمر کښي د ايوب د دور 1962 کښې د پارلېمان ممبر شو هغه وخت کښې به پارلېمان ته د مقامي حکومتونو ممبرانو ووټ ورکولو. د ارباب سېف الرحمان د انتخاب حلقه موجوده پېښور ضلع، اېف آر پېښور، د چارسدې ضلعې د دواوې علاقې چې د شبقدر او بټګرام تهاڼې پکښې شاملې وې. دغه نظام ته به ئې B.D System (بنيادي جمهوريت) وئيلو. دغه وخت کښې پاکستان کښې Senate نه و. ارباب سېف الرحمان سره دوه نور ملګري نواب خېربخش مري او عطاءالله مينګل هم …

بشپړ متن

افسانه ارمان – فرحت عباس

    وزير ګل يوه شېبه د کور د لویې دروازې خوا ته اريان دريان ولاړ ؤ، يو لاس ئې د کور پۀ چيت دېوال ايښے ؤ او پۀ بل لاس ئې سر نيولے ؤ. د سوچونو پۀ يو لوے بهير کښې تر لرې لاهو ښکارېدو خو د لالوګۍ يوې چغې د دغه هر څ نۀ پۀ زور راوشوکوۀ. زر ئې پۀ نيم کښو تمبو کښې بهر وکتل خو لارې کوڅې او لوے سړک هغسې شاړ او خوشے پروت ؤ. يو سوړ اسوېلے ئې وکړو، ور ئې پورې کړو او کمرې پله روان شو. د لالوګۍ زبېرګي لا نور سېوا …

بشپړ متن

اداريه – نومبر 2018

ضمني انتخابات او حکمران رژیم پۀ ضمني انتخابات کښې د عوامي نېشنل پارټۍ او د اپوزیشن جماعتونو د اتحاد د امیدوارانو د کامیابېدو شرح چې د تېرو عامو انتخاباتو سره متقابل کړو نو پۀ تېرو انتخاباتو کښې د ادارو لۀ خوا د ټګۍ ټورۍ کولو او پۀ انتخابي نتیجو د اثر اندار کېدو الزامونه رښتیا ثابت شول. د پاکستان تحریک انصاف د جعلي مېنډېټ پرده هم دې نتیجو سره وشلېده. د دې مفروضې حقیقت نه هم انکار نۀ شي کېدے چې ګنې پنځوس ورځني حکومت کښې د پي ټي اٰئي ټولې لاپې دروغ وختې او اولس د پي ټي اٰئي …

بشپړ متن