preloder
کور / 2019 / جولای / 12 (پاڼه 2)

ورځنۍ زخیره

مولانا عنایت الله د طورو

د پېرنګيانو پۀ دور حکومت کښې پۀ پښتونخوا (صوبه سرحد) کښې د انتخاباتو سلسله شروع کېدونکې وه. باچاخان د صلاح او مشورې د پاره مردان ته تشريف راوړے ؤ. پۀ دغو شپو ورځو کښې بکټ ګنج بازار ته مخامخ دومېل ګنج کټېړه ډېره اباده وه. د کپړو د تجارت لوي لوي دکانونه او د صرافانو دکانونه پۀ کښې وو. باچاخان ته د ازادۍ سپاهيان جمع وو. د دې کټېړي يو دولت مند سکهـ چې امريک سنګهـ نوم ئې ؤ. د مشورې مجلس ته راغلو. ناظرينو ته به معلومه وي چې پۀ مشترک هندوستان کښې يو لوے سياسي جماعت ال انډيا …

بشپړ متن

یو خط د پېښور نه پۀ نامه د یسوع مسیحؑ – حیات روغانے

څلورم اسمان درې ویشتم اپرېل، 2019 یسوع! نیازبینه د خداے! وئیلي دي روایتونو د اسماني کتابونو – وئیلي ئې دي چې ايښے ؤ سريلنکا کښې قدم وړومبے ادم – ادم، د اسماني کتابونو د روایتونو ادم – نیکۀ زما او نیکۀ د مور ستا مریم او پلار د بني ادمو. روایتونو د اسماني کتابونو؛ زبادلې ده لمن سپینه د مور ستا مریم او تراشلے ئې جواز حکم عدولۍ مبیّنه له پۀ شوکولو مېوه د ‘شجرِ ممنوعة’ نه پۀ لاس د ادم. یسوع! پۀ اسمان څلورم کښې، پۀ منځ د زمکې او عرش کښې، نزدې خداے ته نیازبینه د خداے! رښتونې …

بشپړ متن

افسانه Phantom Pain – همدرد یوسفزے

زۀ نۀ پوهېږم چې دا زۀ پۀ کوم غم واړېدم. ما ته ايله ايله ياد شي چې زۀ د شپږم کلاس طالب علم وم چې يو وار د خپل ترۀ ګل اغا سره د ښار هسپتال ته تلے ومه. دغه وخت ګل اغا ترۀ پۀ دغه روغتون کښې ډسپنسر ؤ. د سرجري وارډ ؤ. دغه غټ هال کښې بلها ډېر کټونه پراته وو. څۀ مريضان خاموشه وو خو د ځينې مريضانو د دردد شدته چغې وهلې. ما ته مې کاکا وې، “دغه مخامخ چې ولاړ دے، دغه ډاکټر صاحب اوس اوس د برطانيې نه راغلے دے؛ لا کم عمره دے …

بشپړ متن

حبیب الله کاکړ

زۀ نۀ پوهېږم چې پېل د مذهب او د مینې تر منځ لۀ رشتې څخه وکړم کۀ نه، تعصب او کرکه چې لۀ مذهب سره پۀ کوم ارتباط کښې پۀ لټرېچر کښې ځلېږي؟ پۀ 1950 خواوشا کښې چې ټولنیز اروا پوهانو د ټولنو د ستونزو پۀ اړه مذهب لوستلو نو د مذهب او نسلي تعصب تر منځ د ربط پۀ پلټنه کښې وو او کشاله هم دا ورته پېښه وه چې مذهب پۀ متن کښې مینه، انساني مساوات، انساني اقدار، برداشت او د صبر تلقین کوي – خو ټولنیز سائنسي تجرباتي تحقیقونه (Social Empirical Studies) د مذهب او تعصب تر …

بشپړ متن

فرمائشي خاكه – ګل محمد بېتاب

د تېرو خواوشاه نولس كالو راهسې راته هغه د چا خبره دا يو زړۀ وائي چې يوه فرمائشي غوندې خاكه وليكه؛ خو دا بل زړۀ راته وائي چې خاكه فرمائشي نۀ وي او كۀ داسې شي نو هغه به خاكه نۀ وي، ځكه پوهان وائي چې د كوم بنده سره د چا عقيدت وي نو پۀ هغۀ خاكه نۀ شي ليكلې كېدې. دغه شان د كوم بنده نه چې د چا نفرت وي، پۀ هغۀ هم خاكه نۀ شي ليكلې. پۀ دې لحاظ خو خبره سمه ده ولې چې نۀ زما د دغه سړي سره عقيدت دے او نۀ نفرت …

بشپړ متن

پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه – ډاکټر سهېل خان

د باچا خان د زندان احوال1- )وړومبۍ برخه: د 1919 نه تر 1947 پورې( مۍ 1919 کښې باچا خان پۀ وړومبي ځل پېرنګي استعمار د ظالمانه ‘رولټ اېکټ’ خلاف د احتجاج کولو پۀ تور شپږ میاشتو د پاره زنداني کړے ؤ. د ازادۍ د رڼا د دغه مینار د یو اوږد زنداني تاریخ شروع د مۍ د میاشت نه شوې وه. اوس کال 2019 دے. د باچا خان د وړومبي زندان سل کلونه وشول. غلامان ذهنونه خپلې سوکړه سوکړه ‘ازادۍ’ نمانځلو کښې هم د خپل ذات د پېغور سره مخ وي خو ازاد، سرکش او لېوني روحونه دا غرور لري …

بشپړ متن

شکیل احمد خان امریکا کښې ووژلے شو – اتل افغان، سوات

  د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جائنټ سېکرټري خان نواب نمسے او د اېم پي اے وقار احمد خان ورارۀ شکیل احمد خان د نامعلومه کسانو لۀ خوا د امریکې لوے ښار نیویارک کښې وژلے شوے دے. یاده دې وي چې دې نه مخکښې هم د ترهګرو لۀ خوا دا کورنۍ د سوات پۀ ناورین کښې پۀ نخښه وه. د شکیل احمد خان پلار اقبال احمد خان 14) فروري 1946 – 25 اګست (2008 او دوه وروڼه جمیل احمد خان 1972)-25 اګست (2008 او عباس احمد خان 25-1985) اګست (2008 شهیدان شوي دي. د دوي حجره چې ‘د خانانو …

بشپړ متن

تنظيمونه 2019 – ‘پښتون’

  د عوامي نېشنل پارټۍ د انټرا پارټي انتخاباتو لړۍ د ګوند د ائین پۀ رڼا کښې د صوبائي الېکشن کمېشنونو پۀ ټاکلي ترتیب د تپو او تحصیلونو نه تر ضلعو راورسېدله. د دې کرښو د لیکلو پورې چې څومره ضلعو کښې دا ټاکنې تر سره شوې دي، پۀ دې ترتیب سره ئې نومونه لیکل کېږي: عوامي نېشنل پارټي ضلعي انتخابات، 2019 ضلعي تنظیمونه صدر سینئیر نائب صدر جنرل سېکرټري د اطلاعاتو سېکرټري خېبر پښتونخوا: چترال ضلع عیدالحسېن غلام احمد ډاکټر سردار احمد خان – کوز کوهستان ضلع سرزمین خان دوراج خان دلاور خان حکمت خان بټګرام ضلع محمد ایاز …

بشپړ متن

اداريه – مۍ 2019

‘یاغستان نمبر’: نومبر 1946 نه اپرېل 2018 پورې د ‘پښتون’ د نومبر 1946 ځانګړې ګڼه د ‘یاغستان نمبر’ پۀ نامه د ‘قبائیلي سیمو’ پۀ حواله وه. دغې ګڼه کښې د اداریې پۀ ځاے ‘وزیر مسید وروڼو ته د باچا خان تقریر’ ؤ. او ورپسې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ وه چې جواهر لال نهرو ئې ‘مسلمان ځواب’ کړے ؤ. د هندوستان د وېش نه یو اویا کاله پس د اسلامي جمهوریه پاکستان ایوانونو د ‘فاټا مرجر’ صورت کښې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ بې د تاریخي حوالې ورکولو داسې ومنله، څنګه چې ئې څلوېښت کاله زوړ ‘مسلمان جهاد’ ته ‘فساد’ ووئیلو )هر څو کۀ …

بشپړ متن

پښتون مجله – اېمل ولي خان ډائرېکټر، باچا خان ټرسټ

دا ډېره د خوشحالۍ او فخر خبره ده چې ‘پښتون’ پۀ خدائي خدمتګارو خصوصي نمبر وباسي. خدائي خدمتګار تحریک زمونږ د قامي تاریخ هغه ځلنده پاڼه ده چې دې دانه وانه او ځان نه ورک قام ته ئې خپل شناخت هم وښودلو، د اولس د خدمت لاره ئې هم ورته زوته کړه او د عدم تشدد بیانیه ئې هم ورکړه – د پېرنګي سامراج خلاف د ازادۍ مبارزه چې پۀ کوم spirit سره خدائي خدمتګارو شروع کړې وه او بیا پرې هر ازمائش او کړاو ته د عدم تشدد د نۀ ماتېدونکې عقیده سره روان وو، د هغې مثال شاید …

بشپړ متن