preloder
کور / 2019 / جولای / 12 (پاڼه 5)

ورځنۍ زخیره

د سنځاوۍ د لېويز سرتېرو د وژنې پېښې د رياست د امنيتي او استخباراتي ادارو کردار تر پوښتنې لاندې راوستی دی! – اصغر خان اڅکزے

@AsgharAchakzaii (د مارچ پۀ شلمه د بلوچستان پۀ سنځاوۍ کښې د ترهګرۍ پۀ يوه پېښه کښې د لېويزو شپږ سر تېري ووژل شول. د پېښې پۀ درېمه ورځ د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر او پۀ بلوچستان اسمبلۍ کښې د ګوند پارلېماني ليډر اصغر خان اڅکزی د شهيدانو لۀ کورنيو سره د غمرازۍ د پاره سنځاوۍ ته تللی وو او هلته ئې يو پرېس کانفرنس ته وېنا کړې وه. لۀ اردو څخه مو هغه مهمه وېنا پښتو ته ژباړلې او دلته مو پۀ “پښتون” کښې چاپ ته سپارلې ده.) وړمه ورځ چې دلته پۀ سنځاوۍ کښې زمونږ د لېويزو شپږ …

بشپړ متن

کابينه 2019 – پښتون

إد عوامي نېشنل پارټۍ د انټرا پارټي انتخاباتو لړۍ د ګوند د ائین پۀ رڼا کښې د صوبائي الېکشن کمېشنونو پۀ ټاکلي ترتیب د تپو او تحصیلونو نه تر ضلعو راورسېدله. د دې کرښو د لیکلو پورې چې څومره ضلعو کښې دا ټاکنې تر سره شوې دي، پۀ دې ترتیب سره ئې نومونه لیکل کېږي: عوامي نېشنل پارټي ضلعي انتخابات، 2019 ضلعي تنظیمونه صدر سینئیر نائب صدر جنرل سېکرټري د اطلاعاتو سېکرټري خېبر پښتونخوا: سوات ضلع محمد ایوب اشاړے خواجه محمد خان شاهي دوران خان عبد الصبور خان کوز دیر ضلع حاجي بهادر خان سجاد احمد ملک محمد زېب خان …

بشپړ متن

ANPMarkaz عوامي نېشنل پارټي – میاشتنۍ ډائري

د هند او پاکستان تر منځه پۀ تېره میاشت کښې د راغلي تاو تریخوالي لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مشر سېکتر میا افتخار حسېن وئیلي وو، دا سیمه نور جنګ زغملے نۀ شي؛ مونږ د وړومبۍ ورځ نه د امن پۀ اړخ ولاړ یو او د دې خاورې د یو زوي پۀ حېث زمونږ مشر اسفندیار ولي خان پۀ راستۍ سره د هند او پاکستان تر منځه د امن پۀ حواله د ثالثۍ وړاندیز کړے دے او هم دا د پارټۍ پالیسي ده. میا افتخار حسېن د پاکستان لۀ خوا د هندي پائلټ د خوشي کولو فېصله د ډاډ …

بشپړ متن

اتلسم ائیني ترمیم او د ملک د دېوالیه کېدو بګتۍ – نهار خان تنګیوال

د ‘اتلسم ائیني ترمیم’ کرېډټ کۀ هر ګوند/ ګوندونه د اخستو دعويٰ کوي، پۀ دې خبره کول ضروري نۀ ګڼو؛ البته دا خبره پۀ ډېره ډاګه او غرور سره کوو چې د عوامي نېشنل پارټۍ نه پرته پۀ فکري، نظریاتي او عملي طور کله هم دا د کوم ګوند مطالبه نۀ ده پاتې شوې. د پراخه جمهوري سیناریو تخلیق کولو د پاره پۀ جزوي توګه دې ته د ‘وفاقیت’ نمائنده ګوندونو منشورونو کښې هم ځاے ورکړے دے خو د اختیار لاس ته راتلو سره ئې دغه خبرې لکه د اوسني حکومت د ‘تبدیلۍ’ د دعوې پۀ بډه وهلې دي. اتلسم …

بشپړ متن

اداريه – اپريل 2019

کال 2019 او خدائي خدمتګار اپروچ دا خبره د 1929 نه 2019 ته رارسېدلې ده – دا قصه د لس اتیا کلونو ده – دا داستان د سپین سترګي پېرنګي نه د چلمارانو او چړمارانو مخې ته د ودرېدلو داستان دے – دا المیه د پېرنګي د جېلونو، بندونو، بندېزونو، دفعه اېک سو چوالیس، قصه خوانۍ، سپین تنګي، ټکر او میروس ډهېرۍ نه راتېره شوې؛ د خدائي خدمتګارو د منتخب حکومت ماتولو ترڅ کښې د وړومبۍ ‘پارلېمان دښمنۍ’ او پۀ بابړه کښې د شپږ سوه څلور پُر امنه جلوس کوونکو د وړومبي ‘ریاستي قتلِ عام’ پورې ده – د عوامي …

بشپړ متن

نوروز / نوروځ نوروز/نوروځ د پښتو ژبې ترکیب دی، یعني د کال نوې روځ. – صادق ژړک

روځ او ورځ د پښتنو پۀ بېلابېلو سیمو کښې مروج توری دی. زړه بڼه ئې ‘روځ’ ده خو ځینې پښتانۀ ورځ ورته وائي. بیا زۀ د پښتو او پاړسو تر منځ مشترک ټکی دی. هم دغه ‘نوې روځ’ بیا پۀ ‘نوې ورز’ اوښتې چې بیا پۀ مرور د زمان ‘نوروز’ شوی دی. د لمریز کال لومړۍ روځ هم دغه نوروز / نوروځ دی. دغه ورځ د عیسوي کال د یویشتم مارچ سره سمون خوري. پۀ پښتو پښتو تشریحي قاموس کښې دغه توری داسې خوندي شوی دی: ‘نوروز (NawrÓz) نر.م (1 د لمریز کال لومړۍ ورځ، د حمل لومړۍ روځ (2 …

بشپړ متن

سمائیلنګ بدها – بېګم نسیم ولي خان

‘پښتو’ (غني خان نمبر)، پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون، جنوري – اپرېل 1997، مخونه 125-123 د غني خان سره به د چا د فلسفي پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د ادب پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د فن پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د شعر او شاعرۍ پۀ واسطه تړون وي او د چا به ورسره د ليکوالۍ پۀ واسطه تړون وي، د چا به د تنقيد نګارۍ پۀ واسطه، هغه ډېر زوره ور ؤ، پۀ هغې واسطه به د چا ورسره تړون وي او هغه به ئې پۀ زړۀ پورې وي. …

بشپړ متن

‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې: شه داخل پۀ دين کښې دومره څومره چې پکار دے تۀ دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتي کۀ پۀ دغه تاريخ ليکونو نظر وکړو نو زمونږه ډېر ليکوالانو دومره تاريخ ليکلے دے چې پورې ترې وتلي دي. د هغې غټه وجه شايد هم دغه ده چې يا خو دغه ليکوالان د خپلې انا ښکار شوي دي او يا لکه چې د روايت مطابق حکمران طبقې له ئې تاريخ ليکلے وي. زمونږ را روان نسلونو د ”مطالعه …

بشپړ متن

خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل بلاک سي پۀ درې شپېتمه کمره کښې د غرمې درې بجې اودۀ وم، پامير جان راته زنګ ووهۀ چې هلکه! زما يو ملګرے د ارسټوټل پۀ کمره کښې ناست دے، زما انتظار کوي؛ ورشه کمرې ته ئې راوله. ما د قهر نه موبائل اخوا کېښودو، ځان سره مې وئيل چې د ارسټوټل ملګرے دے خو ارسټوټل به وي کنه! دا ځکه چې زمونږه خوا ته کمره کښې د مروتو يو بیخي کليوال هلک اوسېدو، د هغۀ به پۀ نۀ خبره زما د رومېټانو سره جنګ …

بشپړ متن

ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان

د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور کښې جمود نشته؛ یو مسلسل او مستقل متحرک یون ورپکښې د تناقص پۀ نسبت د رد وقبول نه راتېریږي او د تخلیق بهیر پۀ متنوع مظهرونو کښې جاري ساتي. کوم تصور ته چې هغه حقیقت وائي، د دې عالي او مکمل صورت د “تصور مطلق” پۀ اصطلاح باندې معرفوي. دا …

بشپړ متن