loader image
کور / 2019 / سپتمبر

میاشتنۍ زخیره

دنیا دې د افغانستان وینو سره یو بل خیانت ته پرې نۀ ښودې شي

د افغانستان پۀ وجود چې کوم پرهرونه وروستو جوړېدل، باچا خان او ولي خان هغه پرهرونه پۀ خپلو روحونو انګېرلي )محسوس کړي( وو. د افغانستان د زړۀ څړیکې باچا خان او ولي خان خپلو زړونو کښې زغملې وې او پۀ افغانستان کښې توې شوې وینه هغوي د خپلو ژبو نه وئیلې وه. هغوي چغې وهلې، “دا د کفر او اسلام جنګ نۀ دے” – د هغوي کوکارې چا نۀ اورېدې چې “دا د روس او امریکې جنګ دے” – د هغوي نعرو ته غوږونه کاڼۀ شوي وو چې “لۀ افغانستانه د بارودو سرډ مۀ جوړوئ!”. د افغانانو وینو د امو …

بشپړ متن

پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې

د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ ترڅ کښې پۀ تېرو څو مياشتو کښې يو ډېر د اندېښنې وړ پړاو دا منځ ته راغلو چې د امريکا متحده ايالات او طالبان لۀ يو او بل سره د مذاکراتو پروسې ته لاړل او د ډاکټر اشرف غني پۀ مشرۍ کښې قائم د افغانانو منتخب او نمائنده دولت لۀ نظره واچول شو. دې وضعې د افغانانو د نويمې لسيزې لۀ ترخو تجربو سره يو بشپړ ورته والی څرګند کړ او پر حالاتو ژور نظر لرونکو وګړو ته ئې د افغانستان د اخري انقلابي اولسمشر …

بشپړ متن