loader image
کور / 2019 / دسمبر

میاشتنۍ زخیره

د کېرو حکومت – مرزا تاج محمد خاموش، ‘شتۍ او شغلې’، هشنغر پښتو ادبي ټولنه، چارسده، 1975، مخونه 90-86

    دا نظم د 1946 شاوخوا لیکلے شوے دے. د اوسنو سماجي، سیاسي، امنیتي، پارلېماني، عدالتي، حکومتي اقتصادي او اېکسټنشني حالاتو سره د دې نظم هېڅ تعلق نشته. لکه چې جوړ کړي څوک د خاورو د ایرو حکومت لکه چې جوړ کړي د پېریانو د پېرو حکومت یا چې څوک جوړ کړي شرمېدلے د سپېرو حکومت یا چې تیار کړي د مړدک د منېرو حکومت یا چې څوک جوړ کړي د کاغذ د پرېرو حکومت یا چې څوک جوړ کړي د ازار او د ښېرو حکومت یا چې څوک جوړ کړي د ټېپرو ګنډېرو حکومت یا چې تک تور …

بشپړ متن

“کلتور” د ژبې يو ټکے نۀ دے بلکې دا د قامي تاريخ ساخت او جوړښت ارتقائي داستان او حصه لري. – شمس بونېرے

  انسانان د زمکې پۀ جدا جدا حصو کښې تقسيم وو. دغې خلقو د وخت او معروض لۀ کبله مشترکه ژوند او د ځان د پاللو او ساتلو د پاره اجتماعي مبارزه کوله. خو وخت، سکوت او جمود نۀ لري. د حالاتو د تناظر پۀ شکل د خاندان نه قبيلې جوړې شوې. يوې قبيلې د بلې قبيلې سره جنګونه شروع کړل. د فلاح، مشورې او انتظامي صورت پۀ شکل کښې د هرې قبيلې مشر د دوي سردار شو. د وختوتو پۀ تسلسل کښې قامونه منځ ته راغلل او دا تسلسل د سوشلسټي نظام پورې د جنګونو او مفاداتو پۀ خاطر …

بشپړ متن

زمونږ بونېر ےلیکوال – رحمت شاه سائل

  طاهر بونېري ته مې”زمونږ بونېرے” ځکه ووې چې اوس راته پوره يقين وشو چې دے زمونږ د قلم قبيلې يو داسې ملګرے دے چې مونږ ئې پۀ ځان پوهه هم نۀ کړو او زمونږ نه دومره مخکښې لاړو چې لا سر ئې د کومې دے؟ سر خو ئې اوس راړولے خود نۀ شو، بلکې وېره دا ده چې اوس به پسې رسو څنګه؟ د نورو ملګرو نه علاوه د ډاکټر خالق زيار خيال هر څۀ چې دے، خو زما خپل خيال دا دے چې اوس به مونږ د دۀ پۀ سندرو او چاربېتو پسې د “سر” بچي اړولو کوشش …

بشپړ متن

د اکرام الله ګران لا شخصیت – قېصر اپریدے

  د فنکارانو پۀ خاصیتونو د غور کولو پۀ وخت زمونږ ذهن سم لۀ واره د فن او شخصیت پۀ دوو بېلو بېلو لیکو تقسیم شي – بیا نو مونږ هڅه کوو چې د فنکار شخصیت بېل او د هغۀ فن پۀ بېل ډول د بحث لاندې راولو یا بیا زیات نه زیات دا کوشش کوو چې د فنکار شخصیت د هغۀ د فن او د هغۀ فن د هغۀ د شخصیت لۀ لارې ثابت کړو. د تنقید د دې روایت پۀ تقلید کښې چې زۀ د ګران اکرام الله ګران فن او شخصیت ته نظر ور اړوم نو زما …

بشپړ متن

‘هم داسې به بلېږي د بابا د فکر شمع’ (قامي فکر) – ‘پښتون’

  د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا د صدر اېمل ولي خان پۀ ښونه او غوښتنه د “قامي فکر” پۀ عنوان د تربیتي ناستو لړۍ پېل شوې ده. د “قامي فکر” پۀ اړه به د عوامي نېشنل پارټۍ ضلعي تنظیمونه، مختلفې څانګې لکه پي اېس اېف، اېن وائي او، ملګري وکیلان، ملګري لیکوالان، ملګري ډاکټران د تپو، یونین کونسلونو، تحصیلونو او ضلعو پۀ کچ پۀ مختلفو موضوعاتو تربیتي ناستې کوي. دې ناستو د پاره به وېنا وال د ‘باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر’ باچا خان مرکز لۀ خوا استول کېږي. ‘پښتون’ به هڅه کوي چې د دغه ناستو خلاصه هره …

بشپړ متن

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن بلوچستان پوهنتون کنونشن قراردادونه – عالمګیر مندوخېل

  د نن پۀ ګزارش کښې یو څو داسې غېر ګزارشي خبرې درسره هم شریکوم کومې چې د نن ورځې د کار برخه نۀ دي خو د نن د پروګرام برخه ضرور دي. ممکن لۀ دې خبرو پرته دا ګزارش هم څۀ نیمګړتیا وښائي نو نۀ غواړم چې تر خپله وسه تاسو ته نیمګړی ګزارش در و رسوم. يوه اونۍ مخکښې مو خپل منځي ناسته وکړه او پۀ ناسته کښې مو دا پرېکړه وکړه چې د نوو زدکړیالانو د پاره به د هرکلي او ښۀ راغلي د پروګرام تابیا کوو. پۀ بلوچستان پوهنتون کښې پۀ تېرو څو کلونو سياسي غونډې …

بشپړ متن

کرتارپور راهداري او د تورخم او چمن پاټکونه – لیاقت سیماب

  پۀ دولسم نومبر کال 2019ز د پاکستان وزيراعظم (!) عمران خان د کرتار پور راهدارۍ باقاعده پرانسته وکړه. پۀ دغه لار به د هند سکهان کرتارپور کښې د سکهـ مذهب د باني ګرو نانک د قبر زيارت کولو ته راتللے شي. کرتارپور د پاکستان او بهارت د پولې نه 4.7 کلوميټر فاصله باندې د پاکستاني پنجاب د نارو وال ضلعې شکر ګړهـ کښې اباد يو ښارګوټے دے. دا ځاے د سکهـ مذهب باني ګرو نانک پۀ 1504ز کښې اباد کړے دے، ولې د کرتار پور پۀ نوم يو بله عبادت خانه د سکهانو پينځم ګرو ‘ارجان دېوجي’ د هندي …

بشپړ متن

پښتو، پښتون، پښتونخوااو خالق زیار – نور الوهاب هېروشوال

  د پښتونخوا پۀ خاوره مېشته پښتانۀ به پۀ شپږ ویشتم دسمبر د پښتو ژبې د لوے شاعر، ادیب، ژباړن او د انسان دوست ارواښاد ډاکټر خالق زیار درېم تلین نمانځي. پۀ پښتو، پښتون او پښتونخوا مئین ډاکټر خالق زیار پۀ لر او بر بښتنو کښې یو شان پېژندګلو لرله او زما پۀ خیال وجه ئې هم دغه وه چې څومره لوے سړے ؤ نو دومره ئې ځان د دغه خلقو نه کم تر حسابوۀ. پښتو، پښتون او پښتونخوا له ئې د زړۀ د تله مینه ورکړې وه، ځکه د لر او بر خلقو دۀ له پۀ خپلو زړونو کښې …

بشپړ متن

د خان شهیدعبدالصمد خان اڅکزي بابا خطاب – نور احمد فطرت اڅکزی

  “پښتنو ته د خان شهيد عبدالصمد خان خطاب” يو مفصل ‘عقد’ دی. پۀ ادب کښې چې شعر یا نظم پۀ نثر بدل کړل شي، دې ته ‘حل’ وائي. هم داسې، چې نثر بیا پۀ شعر واړول شي، دې ته پۀ ادبي ژبه کښې ‘عقد’ وائي )،وګورئ “ادبي فنون” کتاب(” دغسې نظم ما باچا خان بابا )’پښتون’، فروري (2010 او شهيد خان حاجي جېلاني خان )’پښتون’ نومبر (2019 ته هم ليکلی دی. لکه څنګه چې وړاندیني دوه نظمونه هم وو، ما هڅه کړې ده چې د خان شهید د څلور څلوېښتم تلین پۀ ویاړ دا نظم “پښتون” مجلې ته دې …

بشپړ متن

توربېلا خان کۀ کرشټن – نعیم مخلص

  توربېلا خان دې خداے وبخښي خو بخښي به ئې نۀ، تک تور انسان دے. يعني نوک پورې تور. د هغۀ پۀ بدن کۀ څۀ لږ ډېر سپين ښکاري نو هغه د هغۀ نوکان دي. دغه هم سپین لږ او زیړ بخن زیات ښکاري. اوس به تاسو وايئ چې ولې غاښونه خو هم سپين وي!!! هو! بالکل سپين وي، خو زۀ د خلقو خبره نۀ، د توربېلا خان خبره کوم. د هغۀ پۀ غاښونو به بيا چرته ځان له ګپ ولګوو، هغې کښې هم کار شته. نو خبره مې کوله د توربېلا خان. هۍ هۍ! د توربېلا خان تور رنګ …

بشپړ متن