کلنۍ زخیره

د افغانستان خپلواکي او د دغه خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان – ډاکټر لطیف یاد

      افغان اولس د 1398 لېږدیز/میلادي کال د زمري د میاشتې (28) نیټه چې د 2019زېږدیز کال د اګست د میاشتې د(19) نیټې سره سمون خوري او د انګرېزي ښکېلاکګرو او زبېښاکګرو نه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې سره برابره ده، پۀ ډېره پرتمینه او شانداره توګه لمانځي. د افغانستان پتمنو خلقو او اولسونو د خپل ویاړلي تاریخ پۀ اوږدو کښې لۀ سکندره راواخله بیا تر چنګېز او انګرېزه پورې پۀ ډېرې مېړانې او سرښندنې سره د افغانستا ن د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د ویاړه ډکې مبارزې کړې دي. پۀ دغو هېواد پالونکو مبارزو کښې …

بشپړ متن

د افغاني سیاست سایکولوژي او ایکولوژي – څېړنوال عبدالغفور لېوال

    پۀ افغانستان کښې د سیاست افتونه او زیانپېژندنه مقدمه: دا لیکنه به هڅه وکړي د افغاني سیاست پۀ اړه څو پوښتنو ته ځواب ورکړي: مونږ پۀ کومه سیاسي زمانه او کوم سیاسي چاپېریال کښې یو؟ نړیوال او سیمه يیز شرائط څنګه دي؟ د سیاسي افکارو انارشي پر مونږ څۀ اغېز کړی؟ سیاست او اقتصاد چرته سره بېل او کوم ځای کښې سره یو ځای دي؟ انسان چرته دی؟ ایا سیاست پېژنو؟ حل لارې څۀ دي؟ د ربړې )پرابلم( طرح دا ده چې زمونږ سیاستونه پر افکارو نۀ دي ولاړ. .1 زمونږ سیاسي زمانه: تر سړې جګړې وروسته، د …

بشپړ متن

ارواښاد ‘کاتب’ او مشروطیت – عبدالغفور لېوال

    د ‘مشروطیت نهضت’ یواځې د دې لپاره مهم نۀ ؤ چې هېواد ئې سیاسي خپلواکۍ ته ورساوۀ او د یوۀ ځوان حکومت بنسټ ئې رامنځ ته کړ، بلکې د دغه نهضت روښانتیائي او نوښتپلوه هڅو د افغاني ټولنې پۀ متن کښې داسې یو خوځښت رامنځ ته کړ چې تر نن پورې د ټولنې د پرمختګ لپاره کله پۀ ښکاره او کله هم تر ایرو لاندې د پټ خوږلن پۀ څېر ژوندی پائي. مشروطیت د افغاني رنسانس د پېلامې لومړنۍ وږمه وه چې پۀ افغاني ټولنه کښې ئې د حق، قانون، پرمختګ، اقتصاد، ازادۍ، وېنا، لیکلو، ملت، تعلیم، دپلوماسي …

بشپړ متن

رابندراناتهـ ټېګورکابلي والا (کابلے) – ژباړن:ډاکټر لطیف یاد

        پۀ کال اتلس سوه دوه نوي (1892) کښې د رابندراناتهـ ټېګور د لیکلې شوې دې افسانې یو سل اووۀ ویشت کلونه وشول. پۀ ظاهره دغه عامه او عام فهمه افسانه پۀ خپل درون کښې د یوې پېړۍ د نفرتونو، کرکو او سپکاوي ډېر دردناک او کربناک تاریخ انځور لري. د پېرنګي ټول مستعمره هند کښې افغانان د ‘شک’ سترګې ته مخامخ کړے شوي وو. د تاریخ ‘لیکلو’ نه د فکشن او د تهېټر پورې؛ پۀ منظمه او سائنسي توګه د ‘سوډنېمزم’ تر مخه د پښتنو افغانانو دوه تصویرونه مخې ته کېښودلے شول – یو هاغه شاړ …

بشپړ متن

د غازي اعليٰحضرت امان الله خان د واکمنۍ ژورنالستیکي او مطبوعاتي لاس ته راوړنې – پوهاند جانس زړن

      دا لیکنه د برېښنائي پاڼې ‘اولس غږ’ نه اخستې شوې چې دوه کاله وړاندې خپره شوې وه. لوستونکي دې د ‘علوم اکاډمي تاریخچه’ او ‘د ښکلو هنرونو ارتقاء’ لیکنو سره دا نتي شوې ولولي.[ د هېواد د ازادۍ او استقلال د بېرته تر لاسه کولو د اتۀ نويمې کالېزې پۀ مناسبت غواړم چې د افغانستان د استقلال او ازادۍ د ملي قائد غازي امان الله خان د واکمنۍ د مطبوعاتي او ژورناليستيکي لاس ته راوړنو پۀ اړه يو څۀ وليکم. اعليٰحضرت غازي امان الله خان پۀ خپله يو ستر فرهنګپال، هنر دوست او ادب پروره باچا ؤ. …

بشپړ متن

د عدم تشدد پۀ لار – اسرار د طورو

    مولانا محمد عنايت الله صاحب د بابا پۀ کتاب پۀ خپل قلم ليکلي دي چې: “پۀ شلم مارچ 1994ز پۀ بېګم نسيم قاتلانه حمله وشوه، ډرائيور ئې شهيد شو او بېګم نسيم د موټر پۀ شيشو زخمي شوه. پۀ بېګم حمله څۀ د حېرت نۀ ده؛ پۀ باچا خان رحمة الله علېه قاتلانه حملې څو واره شوې وې، پۀ عبدالولي خان قاتلانه حملې شوې دي. د عدم تشدد د پېروکار نه د بدل خطره دښمن ته نۀ وي، ځکه دښمن داسې جرأت کوي.” دا تحرير د کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ د سرورق پۀ شا ثبت دے. دا …

بشپړ متن

‘افغانستان او باچا خان’ ‘افغانستان ته د باچا خان تګ’ – محمد اقبال وزیري

  ‘د باچا خان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه’ د دانش خپرندوې ټولنې تخنیکي څانګه، 1388ل/ 2010ز، مخونه 124-108 باچا خان ته د لومړۍ نړیوالې جګړې د پېل کېدو نه وروسته دا فکر پېدا شو چې بايد کابل ته لاړ شي او د انګليسانو پر ضد مبارزه کښې د امير حبيب الله خان د حکومت مرسته تر لاسه کړي. هغۀ فکر کوۀ چې افغانستان يو ازاد او زورور حکومت دے، کۀ چرې وغواړي نو د پېرنګيانو خلاف زمونږ ډېره مرسته کولې شي خو د ځينو لاملونو لۀ کبله افغانستان ته د دۀ تګ ونۀ شو. بل ځل هغه مهال …

بشپړ متن

اعليٰحضرت امان الله خان – ملک عنایت الله کاسي

    د ازاد افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو يوه پېړۍ تېره شوه. پۀ تېرو څو لسيزو کښې هر هېواد د خپل ګټو لپاره پۀ بېلا بېلو لارو د خپلو شومو اهدافو لپاره افغانستان ټکي تکي کړو او د افغانستان خپلواکي ئې زيانمنه کړه – خو دا ټول هېوادونه د خپلو شومو ارمانونو سره لۀ ماتې سره مخامخ شول. مونږ د اعليٰحضرت امان الله خان ورځ لمانځو نو د افغانانو لپاره د نېکمرغۍ د دريځ وخت دی خو بايد د افغانستان هر سړی، هغه چې پۀ کومه لار هم دی، بايد دا کلیزه د حضرت امان الله خان د فکر …

بشپړ متن

د افغانستان د استقلال خبره د یو هوډ، یوې ارادې، یوې هیلې او د یو نۀ ماتېدونکي عزم داستان دے – حيات روغانے

  افغانستان د میروس ‘هوتک’ نیکۀ نه، د احمد شاه ‘دراني’ بابا نه او د ‘امیر’ دوست محمد خان بارکزي نه د غازي امان الله خان پورې – افغانستان د غازي امان الله خان نه د سردار داود خان د ‘رپبلک افغانستان’ او بیا هلته نه د شهید ډاکټر نجیب الله پورې – د ډاکټر نجیب الله د وینو پۀ بهیر راتېر د خونړو جنګپالانو ‘د افغانستان اسلامي امارت’ او د اوسمهاله ‘افغانستان اسلامي جمهوریت’ پورې – د افغانستان دا ټول تاریخي پړاوونه د افغانانو دي؛ چې څومره ویاړ دے، ټول د افغانانو دے او چرته چې پېغور دے، هغه …

بشپړ متن

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د تجليل پۀ مناسبت – پۀ پاکستان کښې د افغانستان د فرهنګي استازي حضرت ولي هوتک پېغام

    ښاغلو لوستونکو! تر هر کلام د مخه زما سلام، نېکي هېلي او پېرزويني ومنئ. د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې درناوی او زمونږ د ملت د دې ستر بري او وياړ د بيا بيا يادونې ارزښت يواځې پۀ دې کښې پټ نۀ دی چې سل کاله پخوا زمونږ د هېواد سياسي خپلواکي منل شوې ده، بلکې پۀ دې هم نغښتی دی چې د هېواد د خپلواکۍ تر لاسه کول د وخت د يوۀ داسې نړيوال استعماري ځواک څخه چې د جهان زياتره هېوادونه ئې تر يوغ لاندې ساتل، يو داسې حرکت او خوځښت پېل شو چې نۀ يواځې …

بشپړ متن