کلنۍ زخیره

کیتي بیتي – م. ر. شفق

  د شاکر اورکزي د ځلک مخکتنه کوهاټ پرېس کلب، اتوار، اتم اپرېل، 2018ز – یویشتم رجب 1439ل کتاب کۀ د شعر وي او کۀ د نثر، د مخکتنې دستوره چې کولې شي نو ادب مئينانو ته يو شمېر ښېګړې ورسي، د کتاب دوستۍ جذبه وده وکړي، د کتاب ليکونکي ډاډګېرنه وشي، شريکوال د يو بل مخکتنه هم وکړي، د ژبې او ادب پۀ مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وکړې شي او د شعر او ادب پۀ حواله د ‘خپلې خاورې’ خوشبو هم محسوس کړي. ستا شاعري ‘شاکره’ درد لري، درمان هم لري ستا شاعري د خپلې خاورې ترجمانه هم …

بشپړ متن

کاسمېټک سیاست – مسرور موسٰي خېل

  پر افغان وطن پۀ خاصه توګه پۀ لر بر پښتونخوا وطن پۀ عمومي توګه لۀ دا اویا لسیزو د مذهب پۀ نامه یوه ړنده جګړه تپلې شوې وه. کۀ څۀ هم پۀ درسته نړۍ کښې د مذهبي جګړې را وروسته نړۍ د ترقۍ خوب پوره کړی دی، پۀ بېشترو هېوادونو کښې چې د مذهب د چوکاټ تعین شوی دی نو لۀ هغه وروسته هغو هېوادونو د ترقۍ یا ارامۍ ورځ لیدلې ده. ګواکۀ دا وئیلی شو چې د نړۍ ډېر هېوادونه چې د مذهب لۀ جګړې راوتلي دي نو دا د مذهب جګړه د هغو هېوادونو د پای جګړه …

بشپړ متن

د پښتونخوا معدنیات د تور ښامار پۀ خولۀ کښې – جاوېدثاقب

  د ډیورنډ کرښې سره پرته سيمه )پخوانۍ فاټا( چې د دوه زره اوولس د سر شمېرنې مطابق پۀ کښې “پنځوس لکهه شپاړسوه شپږ اويا (5,001,676) انسانان ژوند کوي[1]، د پېرنګي پۀ تېرۀ خنجر د خپل وجود نه د شوکېدو پس تر نن ورځ پورې یوې مستقلې بد بختۍ سره مخ ده. څلور پنځوس (54) کاله د انګرېز او دا دوه اویا (72) کلونه وشول چې د پاکستان لۀ خوا مسلسل د تالان او تاړاک سره مخ ده. د دې سيمې د اولس قابو کولو د پاره پېرنګي سامراج پۀ 1901ز کښې د اېف سي اٰر پۀ نوم يو ظالمانه …

بشپړ متن

ساړۀ، د وزیرستان کډوال،د شهید بشیر بلور سینه او نېشنل اېکشن پلان – حیات روغانے

  توره څله، کنګل شوې مخ څیروونکې سیلۍ، د شین اسمان لاندې د کډوالۍ ژوند – د عوامي نېشنل پارټۍ شمالي وزیرستان صدر فضل ناصر داوړ چې راته د وزیرستان د کډوالو خبره وکړه نو زۀ او شاهي خان شېراني دلته باچا خان مرکز کښې یخنۍ وړچولو. فضل ناصر د شهید فضل حمید داوړ زوے دے. د پلار د شهادت نه پس ئې د خپل پلار لاسونه خاورې کېدو له ور نۀ کړل او د خپل پلار سور نشان ئې اوچت کړو. د باچا خان بېرغ ئې د باچا خان پۀ وزیرستان کښې هسک او رپاند وساتلو. فضل ناصر داوړ …

بشپړ متن

پاکستان ګروتهـ رېټ 2020 د اېشین ډولپمنټ بېنک لۀ خواراتلونکي کال د پاره پېشن ګوئي – لطیف اورکزے

  پاکستان، بې د څۀ مبالغې، دا وخت د خپل تاریخ پۀ یو داسې پړاو ولاړ دے، څنګه چې ئې ټول ژوند تېر شو – خو چې کله نه جوړ شوے، یا دا خطره کښې وي او یا اسلام، ځکه خو هر وخت د جنګ حالت کښې وي. کله چې داسې خطرې وي او د جنګ حالت وي نو هلته به د اولس، د سماج او د خاورې پرمختګ د پاره څۀ ګام پورته کړے شي او ملک به څۀ پۀ خپلو پښو ودرېږي. دې تېرو لنډو ورځو کښې د پاکستان ټي وي یوه چغه وهي چې سټاک اېکسچېنج پۀ …

بشپړ متن

د پښتنو او کردود نسلیت او شناخت جنګ – ډ. سهېل خان

  ښاغلي ډاکټر سهېل خان دا لیکنه تېرې میاشت د پاره کړې وه، خو پۀ وخت تر مونږ د نۀ را رسېدو لۀ امله تېره ګڼه کښې خپره شوې نۀ وه. دې لیکنه کښې د پښتنو او کردانو د نسلیت او شناخت د جنګ تر سرلیک لاندې خبره شوې ده. خېبر پښتونخوا کښې تېره میاشت تحریک انصاف )د فوج او طالبانو مخلوط حکومت( یو قانون پاس کړے دے چې تر مخه ئې د دې سیمې معدنیات او قدرتي وسائل پۀ حکومتي تحویل کښې د اخستو بِل پاس کړے دے. عوامي نېشنل پارټي باور لري چې پۀ یوه سیمه کښې اوبۀ …

بشپړ متن

د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلین علمي څېړنیز سیمنار (ادبي راپور) – ډاکټر ظفر الله بخشالي

  د نومبر پۀ وړومبنۍ اوونۍ کښې راته د علومو اکېډمي کابل د رياست مقام لۀ خوا ووئيلے شو چې مونږ د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلين پۀ مناسبت د يو څېړنيز سيمينار تابيا لرو، تاسو او درې نورو استاذانو ته هم دعوت ورکوو. ستاسو راتګ به څنګه شي؟ ماورته ووئيل چې انشاالله درځو به. پۀ دې استاذانو کښې پروفېسر ډاکټر پروېز مهجور خوېشکي، پروفېسر ډاکټر بادشاه روم )علي خېل درياب(، پروفېسر ډاکټر اصل مرجان )محب وزير( او زۀ وم. وروستو ډاکټر محب وزير د خپلو مصروفياتو لۀ وجې لاړ نۀ شو. پۀ څلورم نومبر رسمي مکتوب راولېږلے …

بشپړ متن

د باچا خان اعلانِ حق (ژباړن:ہفت روزہ ’چٹان‘، لاہور، (قسط اول) ۱۷ ستمبر ۱۹۵۴، (قسط دوم) ۲۴ ستمبر ۱۹۵۶) – انور علي انور، کراچۍ

  باچا خان د خپل اتۀ نوي (98) کلن ژوند هره درېمه شپه زندان کښې تېره کړې ده، ژوند ئې د پښتنو لارو کوڅو او وړومبے د پېرنګي، بیا د پېرنګي د بچي د عدالتونو پۀ چکرونو کښې تېر کړے دے. د هغۀ “ژوند او جدوجهد” پۀ دې ټپه سر ته رسي چې: د زړۀ پۀ باغ مې ګلۍ وشوه بویه چې بیا سپرلے راځي سپړي ګلونه د دې بیان درې شپېتۀ (63) کاله وشول. باچا خان پۀ اعتمادونو ورکولو ستړے شو خو د شنې کلیمې خاوندانو خپل شکونه خپلو زړونو پسې کلک نیولي وو. مونږ چې څومره هم د …

بشپړ متن

افسانه- درېدلی وخت – اېمل پسرلی

  يو ځاى مې لوستي وو چې د اونې عمر د هغې تنې ته پۀ کتلو معلومېږي. ستا د هديرې چنارونه چې ګورم، لکه چې ډېر کلونه اوښتي دي. اصلاً مې پام شوى نۀ دى، دا وخت درېدلى دى کۀ زۀ پۀ تېر وخت کښې بند پاتې شوى يم؟ پۀ ياد دې دي د خونې د دېوالي ساعت بېټرۍ چې ختمه شوه، تا وئيل مۀ ئې بدلوه. تا وئيل، زۀ او تۀ چې يو ځاى يو، شېبې بايد ودرېږي. ګومان کوم د هغه ساعت غوندې زما لپاره هم لۀ تا وروسته وخت درېدلى دى. هېڅ مې نۀ دې پۀ ياد …

بشپړ متن

چړې (لنډه قیصه) – وږمه سبا عامر

زما اوس هم یخني کېږي؛ بدن مې رېږدي، زړۀ راته وبرېښېږي، د هغوي سترګې رپېدلې، خبرې ئې سره نۀ کولې. د هر یوۀ لاسونه ترشا کلک تړل شوي وو. ټول کلی راټول شوی ؤ. تېر ماښام ئې د کلي د جوماتونو پۀ لاسپیکرونو کښې پۀ وار وار اعلانونه کېدل چې سبا ته به ټول کلیوال خپل کارونه پرېږدي او د ماسپښین تر لمانځۀ وروسته به د کرکټ مېدانۍ ته سره ټولېږي. کۀ څوک رانۀ غلل نو ځان له به خپله سزا ټاکي. ټول کلی راټول شوی ؤ. د کلي مولوي پۀ لاسپیکر کښې پۀ رېږدېدلي غږ خبرې وکړې. د اسلام، خدای، رسول او احادیثو خبرې ئې …

بشپړ متن