کلنۍ زخیره

د بام خېلو سجاد خان ماما – لیکوال: سېد نبي خان، بامخېل

د صوابۍ د بام خېلو سجاد خان ماما، اندازاً کال 1877 کښې د ګنبد خان کره زېږېدلے ؤ. د عمر سړے پۀ دې ؤ چې باچا خان به ورته هم ‘ماما’ وئیلو. باچا خان چې پۀ وړومبي ځل بامخېلو ته راغلو نو د جمعې ورځ وه. ماما ته ئې ووې چې د جمعې نمونځ نه پس به اولس سره دلته خبرې کوو – ماما ورته ووې چې بامخېلو کښې د جمعې نمونځ نۀ کېږي – هم دغه جمعې نه د بامخېلو پۀ مداخېل جومات کښې د جمعې نمونځ شروع شو. د تحریک سره د وابستګۍ پۀ سبب قېدونو سره مخ …

بشپړ متن

د ډېره اسماعيل خان خدائي خدمتګاران – رحمت شاه قرېشي

  اخونزاده شکر دين کاکا: د خدائي خدمتګار اخونزاده شکر دين کاکا د پلار نوم جمال دين ؤ. پۀ قام شېراني ؤ. د پېدائش تاريخ ئې نولس سوه پينځۀ دېرش دے. د دوي زوے حاضر دين شاه وائي چې زما پلار ټول عمر پۀ دې تحريک کښې تېر کړو. دوي وائي چې بې نظير بهټو د حکومت خلاف د اے اېن پي کار کوونکي او مشران کشران ګرفتار کړي وو او ملي مشر اسفنديار ولي خان ئې ډي اٰئي خان جېل کښې قېد کړے ؤ. شکر دين کاکا دغه جېل کښې قېد ټولو خدائي خدمتګارو ملګرو ته د لسو زرو …

بشپړ متن

د پلېنکوچ سفر – نعیم مخلص

زۀ او زما ورور چې کله ماشومان وو، یعني پۀ شپږم اوووم کښې به مو سبق وئیلو؛ نو داجي دې خداے وبخښي، د قمر کاکا ټانګه ئې راله ټهېکه کړې وه. سحر به ئې سکول ته بوتلو او ماسپښین به ئې کور ته راوستلو. د قمر کاکا ټانګه هم نو خداے دې وبخښه؛ خو چې دوه کلومیتره لاره به وه نو د قمر کاکا نېستمنې اسپې او ټانګې به پۀ درې نیمې ګېنټې کښې وهله. او لا کله کله خو چېې به بې بې دوي چرته مړي ژوندي له یا چرته عذر ومبارک له تلل د خپلوانو کره، نو داجي …

بشپړ متن

د خدائي خدمتګارۍ مقصد ‘خدائي خدمتګاري: تجزیه او تبصره – ناظم سرفراز خان

  پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، مارچ 2019، مخونه 28-20 د اول نه اول خو دا سوال پېدا کېږي چې د خدائي خدمتګارۍ شروع کولو څۀ ضرورت ؤ؟ يا دا خاکه د چا د فکر او تصور پېداوار دے؟ د دې سوال پۀ وضاحت سره د جواب ورکولو نه اول د پښتون قوم يوه ډېره مختصره نقشه راښکل ضروري ګڼم چې د پښتنو اٰئنده نسلونو ته د تحريک پۀ پس منظر پوهېدلو کښې څۀ مشکلات نۀ وي. دا خبره د نړۍ ټولو پوهانو منلې ده چې د نړۍ د تاريخ پۀ پاڼو کښې د پښتنو پۀ شان بهادر او …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار تحریک او د نن دور غوښتنې – نورالامین یوسفزے

خدائي خدمتګار تحریک او نهضت یو داسې تحریک او نهضت دے چې پۀ ګړده نړۍ کښې خپل ثاني او ساري نۀ لري. اکثر داسې شوي دي چې کله د یو قام یو قامي اتل د خپل قام د پاڅون لپاره راپاڅېدلے دے نو یا ئې سیاسي مبارزه کړې ده یا ئې د تورې جنګ کړے دے او یا ئې د قلم پۀ ذریعه د یو مفکر پۀ حېث د قام د اصلاح هڅې کړې دي؛ ولي د نړۍ پۀ معلوم تاریخ کښې داسې یو مثال هم پۀ لاس نۀ راځي چې د یوې بې سواده، غلامې او قبائلي سیمي پۀ …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار تنظیم – نور احمد فطرت

د پښتو ادب لمړۍ دوره لۀ دوېمې هجرۍ پېړۍ څخه پېل کېږي او د يوولسمې هجرۍ پېړۍ تر اوائلو پورې دوام کوي. د پښتو د لومړۍ دورې پۀ اثارو کښې يواځې د سلېمان ماکو د ‘تذکرة اولياء’ د بشپړ کتاب ځينې برخې مونږ ته رسېدلې دي. د پښتو ادبياتو د تاريخ دوېمه دوره چې منځنۍ )متوسطه( دوره هم ورته وئيلې شو، د لسمې هجري پېړۍ تر لومړيو دوو درېو لسيزو رسېږي. د پښتو د ادبي تاريخ دوېمه دوره لۀ لومړۍ دورې څخه پۀ هر لحاظ کامل توپېرونه لري. پۀ دې دوره کښې پښتو ادبيات د افغانستان، پښتونخوا او هند پۀ …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار او ‘ګمنام سپاهي’ – م ر شفق

د ارواښاد ايوب صابر د مشهور نظم “ګمنام سپاهي” نه يو څو مصرعې راخلم: هر مؤرخ دے غافل هر محقق دے اودۀ هر مصور ملامت هر صحافي قصور وار هر يو اديب ګناه ګار زۀ يو سپاهي يم يو تورزن د دنيا پۀ هر مېدان کښې جنګېدلے يم ولې څوک داسې مؤرخ هم شته دے چې ئې پۀ ما هم څۀ تحقيق کړے دے؟ د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک هر يو خدائي خدمتګار د قومي اتل درجه لري خو د زرګونو او لکهونو پۀ شمېر خدائي خدمتګاران داسې تېر شوي دي چې خاص د الله د رضا د پاره …

بشپړ متن

جرنېل – امیر محمد خان

مولانا عنایت الله د طورو د برټش (پېرنګي) حکومت پۀ دور کښې راقم الحروف د ازادۍ پۀ تحريک کښې شامل ؤ. د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ سلسله کښې امير محمد (موچي) د هوتي مردان د خدائي خدمتګارو جرنېل منتخب شوے ؤ. جرنېل صاحب به څپلۍ جوړولې او وخت تېرے به ئې پرې کولو. د جرنېل صاحب پۀ کور کښې دوه نفره وو – والد صاحب ئې ؤ او دے پۀ خپله ؤ – خو د عبدالقیوم خان پۀ وزارت کښې ټولو ناکړدو لۀ پۀ خندا مخامخ مقابلې له ورتلو. غالباً پۀ 1951-52ز کښې جرنېل صاحب پۀ دفعه 40 سرحدي قانون …

بشپړ متن

اوسمهاله خدائي خدمتګاري – خان زمان کاکړ

د خدائي خدمتګار تحريک لۀ بنسټ ايښوولو څخه 90 کاله پس د زمکې پر سر پۀ يوه بېخي بدله نړۍ کښې مونږ د پښتون قام د برخليک د بدلولو پۀ لړ کښې د هغې مفکورې يوې نوې تشريح ته اړتيامن يو د کومې مفکورې پۀ مرسته چې د هند لۀ نيمې وچې د پېرنګي استعمار د ټغر ټولولو پۀ لار د احمد شاهي افغانستان د بشپړې زمکنۍ خپلواکۍ د اخستلو او د افغانانو د ملي او جمهوري خپلواکۍ د يقيني ګرځولو مرام ته پۀ ژمنتيا نۀ يواځې اولسونه د ټولنې پر کچه د فکري بېدارۍ او پاڅون پړاو ته جګ …

بشپړ متن

د ‘پښتون’ مقصد او لار – اسرار د طورو

د “پښتون” اجراء پۀ څۀ مقصد شوې وه او د دغه مقصد د حاصلولو د پاره به کومه لار او کومه پاليسي اختيارولې شي؟ پۀ مۍ 1928ز کښې چې د “پښتون” رساله راغله، د دې اول جلد اول نمبر لکشمي پرېس ارټ سسټم راولپنډۍ کښې طبع شو. د دې چلوونکے عبدالغفارخان ؤ. پۀ سر پاڼه ئې د افغان )فضل احمد )دکن(( پينځۀ اشعار چاپ وو. دغه اشعارو کښې د علم و فن د زدکړې، د ځان د پېژندلو، پۀ دنيا کښې د عزت ګټلو، د مشقت کولو، د قربانۍ، د خطرو د مقابلې ترغيب ؤ. ظاهره ده چې د رسالې …

بشپړ متن