loader image
کور / 2019 (پاڼه 3)

کلنۍ زخیره

اعليٰحضرت امان الله خان – ملک عنایت الله کاسي

    د ازاد افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو يوه پېړۍ تېره شوه. پۀ تېرو څو لسيزو کښې هر هېواد د خپل ګټو لپاره پۀ بېلا بېلو لارو د خپلو شومو اهدافو لپاره افغانستان ټکي تکي کړو او د افغانستان خپلواکي ئې زيانمنه کړه – خو دا ټول هېوادونه د خپلو شومو ارمانونو سره لۀ ماتې سره مخامخ شول. مونږ د اعليٰحضرت امان الله خان ورځ لمانځو نو د افغانانو لپاره د نېکمرغۍ د دريځ وخت دی خو بايد د افغانستان هر سړی، هغه چې پۀ کومه لار هم دی، بايد دا کلیزه د حضرت امان الله خان د فکر …

بشپړ متن

د افغانستان د استقلال خبره د یو هوډ، یوې ارادې، یوې هیلې او د یو نۀ ماتېدونکي عزم داستان دے – حيات روغانے

  افغانستان د میروس ‘هوتک’ نیکۀ نه، د احمد شاه ‘دراني’ بابا نه او د ‘امیر’ دوست محمد خان بارکزي نه د غازي امان الله خان پورې – افغانستان د غازي امان الله خان نه د سردار داود خان د ‘رپبلک افغانستان’ او بیا هلته نه د شهید ډاکټر نجیب الله پورې – د ډاکټر نجیب الله د وینو پۀ بهیر راتېر د خونړو جنګپالانو ‘د افغانستان اسلامي امارت’ او د اوسمهاله ‘افغانستان اسلامي جمهوریت’ پورې – د افغانستان دا ټول تاریخي پړاوونه د افغانانو دي؛ چې څومره ویاړ دے، ټول د افغانانو دے او چرته چې پېغور دے، هغه …

بشپړ متن

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د تجليل پۀ مناسبت – پۀ پاکستان کښې د افغانستان د فرهنګي استازي حضرت ولي هوتک پېغام

    ښاغلو لوستونکو! تر هر کلام د مخه زما سلام، نېکي هېلي او پېرزويني ومنئ. د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې درناوی او زمونږ د ملت د دې ستر بري او وياړ د بيا بيا يادونې ارزښت يواځې پۀ دې کښې پټ نۀ دی چې سل کاله پخوا زمونږ د هېواد سياسي خپلواکي منل شوې ده، بلکې پۀ دې هم نغښتی دی چې د هېواد د خپلواکۍ تر لاسه کول د وخت د يوۀ داسې نړيوال استعماري ځواک څخه چې د جهان زياتره هېوادونه ئې تر يوغ لاندې ساتل، يو داسې حرکت او خوځښت پېل شو چې نۀ يواځې …

بشپړ متن

د استقلال سل کلن شالید کښې د پښتنو افغانانو د رویو/ نفسیاتو جاج – همدرد یوسفزے

      پۀ داسې حال کښې چې د لوی افغان وطن سل کلن د ازادۍ خپلواکۍ جشن لمنانځلے کېږي، د دغه سل کلني حالاتو واقعاتو او پۀ تېره تېره د دغه سلو کالو نفسياتي جاج اخستل، څېړل او کتل او دغه جاج څېړنه او کتنه خپل اولس ته حواله کول ډېر اړين بولم. افغان وطن چې پۀ څلورو ټوټو وېشل شوے دے )فاټا مرجر لا خپل مکمل شوے نۀ دے(، د جغرافيائي موقعیت چې بدلون ئې شوے نۀ وي، دغه د بفر زون نه نېولې تر دې دمه يو شمېر سياسي سماجي ستونزو کښې ښکېل پاتې شوې خاوره ده. …

بشپړ متن

د افغانستان استقلال د ساتنې پۀ سل کلنه مبارزه کښې،د افغان کډوال وجود د یوې سیاسي ستونزې پۀ حېث – حبیب الله کاکړ

        پۀ 1879ز کښې چې د امیر یعقوب خان او لویس کیواناري (Sir Louis Cavagnari) ترمنځ د ‘ګندمک’ کوم تړونلیک لاسلیک کړی شو او بیا امیر عبدالرحمان هغه لۀ پېرنګو سره ومنلو، تقریباً تر یو کم څلوېښت کلونو پوري افغانستان د یو ریاست پۀ حېث د برطانوي هند یو پروټیکټورېټ )زیرحمایت (Protectorate ریاست پاتې شو. د بهرنیو چارو، د بهرنیو ریاستونو سره د سیاسي اړیکو د ازادۍ د بیا اخستلو جذبې د غازي امان الله خان لۀ کښېناستلو پس ځوانې شوې چې درېم پېرنګي-افغان جنګ ته ئې زوکړه ورکړه. وئیل کېږي چې لۀ پېرنګیانو سره د افغانانو …

بشپړ متن

افغانستان کښې انقلابي شبکې اوغازي امان الله خان – ډاکټر فضل الرحیم مروت

      د شلمې پېړۍ پۀ اولني لسو کلونو کښې افغانستان نۀ صرف سیاسي بېلتون (Isolation) نه راووت بلکې د هېواد دننه نوي سوچ فکر چې د خارجي سیاسي، دستوري او اقتصادي مفکورو او شبکو د اثر لاندې خپل انداز کښې زړه ‘سټېټس کو’ (Status-quo) ماته کړه – افغانستان نه ګېر چاپېره هېوادونو کښې لبرالزم (Liberalism) او لۀ ټولو نه اهم د مشروطه خواهانو یا دستور خواهانو نضهتونه وو. د کابل ښار یو تکوني چوکاټ سیاست د شخصیاتو سیاسي کورنیو او ادارو کښې چورلېدو راچورلېدو. درې سیاسي کورنۍ – مصاحبان یا یحيٰ خېل، طرزي کورنۍ او چرخي کورنۍ درې …

بشپړ متن

‘پان افغانزم’ –’غازي امان الله خان’ او ‘باچا خان’ – فضل الرحیم مروت

      شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک د انقلابونو پېړۍ وائي خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ د جنګونو پېړۍ هم وه او د انقلابونو پېړۍ هم. د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتنونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه )تحريکونه( د نولسمې پېړۍ سياست او د امپريلستي قوتونو کشمکش د لویې لوبې د خېټې نه راوځي. پۀ لنډو ټکو کښې، د افغانستان او کوزې پښتونخوا سياسي جوړښت او ترکيب پۀ شلمه پېړۍ کښې داسې ؤ: افغانستان د انګرېز سره پۀ جنګونو اوتپلې شوو معاهدو کښې درې څېزونه بائيللي وو. …

بشپړ متن

دوه نظمونه – دوه توکنې (‘کابل’ او ‘ډیورنډ لائن’) – فېصل فاران

      (1) ‘کابل’ – رحمت شاه سائل د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم ‘کابل’ چې د هغۀ اتمه شعري ټولګه ‘د چنارونو نه لمبې ووتې’ کښې شامل دے، یواځې پۀ دې وجه مهم نۀ دے چې دا د رحمت شاه سائل غوندې د قامپاله شاعر نظم دے، بلکې د دې نظم اصل ارزښت د کابل هغه روماني تصور دے چې د اتیایمې لسیزې نه وړاندې متصور ؤ. کابل پخوا راهسې د پښتنو د پاره د خوب و خیال ښار راروان دے چې اندازه ئې د فوکلور د سندرو نه کېږي – لکه: پۀ غونډه زنه دې خالونه مزېدار …

بشپړ متن

د پاڼ او پړانګ پۀ منځ کښې (دوېم افغان انګلیس جنګ او لۀ هغې وروسته) – دروېش درانی

  ‘د پښتني ژوند کړۀ وړۀ’، زم زم پرېس، کراچۍ، 2014ز، مخونه 424-408     (1) د امير دوست محمد خان لۀ مړينې 1863)ز( وروسته د هغۀ زوی شېر علي خان امير شو. لۀ امير کېدو سره سم ئې پۀ هېواد کښې د خپلسرۍ هغه زړه ناروغي بيا راژوندۍ شوه. خپلو وروڼو د دې د پاره سر ورته واخست چې تخت ترې ونيسي او د دوو کالو د پاره ئې ترې ونیوۀ هم – يو کال افضل خان 1866)ز( او يو کال اعظم خان1867)ز( ورباندې ناست ؤ. کله چې دی پۀ دوېم ځل د کابل د تخت پۀ نيولو کښې …

بشپړ متن

د کابل د لیدلو حسرت – ډاکټر لیاقت تابان

    پښتانۀ پۀ ژوند کښې د دوو ښارونو د لیدلو حسرت لري – یو کابل، بل حرم – د نورو پۀ څیر زما د ذهن پۀ پړدو هم د کوشنیوالي راهسې دا نغمه هر وخت زمزمه کېدله: کابل ته ځمه – کابل ښۀ ځای دی بیا نۀ راځمه د کابل د لیدلو لومړی تمرین مې د ثور انقلاب پۀ ورځ د ټیلي وژن لۀ لارې تر سره کړی چې هغه حال پۀ ‘ځورېدلي سره یو شول’ د ناول څخه یو ځل بیا تاسو ته وړاندې کوم چې د کابل څهره تاسو د سر پۀ سترګو ووینئ. سحر د څاښت …

بشپړ متن