کلنۍ زخیره

د غولانځې ناسور B r e a s t C a n c e r – حسیب جان همراز

    چې دنيا اباده وي او پکښې ژوندي انسانان، ځناور او بوټي ژوند کوي نو د ناروغۍ وجود به خامخا موجود وي. د دنيا پۀ سر پۀ قسما قسم ځناورو، انسانانو او بوټو کښې پۀ زرګونو ناروغۍ داسې دي چې هر وخت د دوي پۀ چاپېرچل کښې پۀ ګردش کښې وي. د ستر عالمي نوموړو ډاکټرانو مطابق هغه ناروغي لا هم خطرناکه شي د کومې چې پۀ وخت علاج ونۀ شي يا پټه وساتلې شي. پۀ مغربي هېوادونو کښې د ناروغۍ پټ ساتل ناممکنه ده خو چې کوم مشرقي هېوادونه دي لکه هندوستان، پاکستان، افغانستان، ايران وغېره نو پۀ …

بشپړ متن

د ‘مقدس جهاد’ نه د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ پورې – حیات روغانے

    یو وخت ؤ چې پاکستان کښې پۀ ریاستي نګرانۍ کښې د مقدس جهاد پۀ نوم د ‘اهل کتاب’ امریکې د پاره د سُور کافر روس پۀ ضد ‘مجاهدین’ جوتېدل. د پاکستان او امریکې دواړو تر منځه جهادي عقد ؤ او عربیان د دوي منځ کښې د نکاح وروڼه وو. ډالرونه وو، ریالونه وو او د شهادتونو قیصې وې ـــ د حساب’ کتاب نۀ ؤ. پۀ اوولسم اګست نولس سوه اتۀ اتیایم (1988) بهاولپور سره شا و خوا یوه الوتکه وچوده او غېر شرعي ‘امیر المؤمنین’ جنرل ضیاء پکښې والوتۀ. د یوولس کلونو ډکټېټرشپ چې پۀ افغان خاوره ئې …

بشپړ متن

شهید فضل حمید داوړ – شاهین وزیر

    فضل حميد داوړ د عبدالحليم خان کره پۀ 1954 ز کښې پۀ تحصيل مير علي شمالي وزيرستان ‘خدي’ کلي کښې زېږدلے ؤ. د لسم جماعت پورې سبق ئې د خپل کلي پۀ ښونځي کښې وئيلے ؤ. د يوولسم او دولسم د پاره ئې پۀ ميران شاه کښې داخله واخسته. د دولسم نه پس پۀ کاکول کښې پۀ کال 1972ز کښې کمېشن افسر وټاکلے شو خو ولې د هغۀ نظريه د بابا د عدم تشدد نظريه پۀ زړ ۀ او ذهن راخوره وه نو لۀ دې وجې ئې د دې عسکري کار نه ځان راونغاړو. لۀ دغې پس ئې …

بشپړ متن

خاکه تفتیش خان – سید فریدالله شاه حساس

    خپل نوم خو ئې ګل محمد بېتاب دے خو زۀ ورته ‘تفتیش خان بېتاب’ وایم ځکه چې پولیس کښې ئې درې څلور کاله نوکري کړې ده او د تفتیش دا جراثیم ورته هم د هغه ځایه لګېدلي دي. دا منلې شوې خبره ده چې یو بنده پۀ کومه محکمه کښې وخت تېر کړي نو هغسې نفسیات ئې جوړ شي. د ځناورو ډاکټر ته انسانان هم غوا مېښې ښکاري. کۀ څوک بد هضمه بنده د ځناورو ډاکټر نه پوښتنه وکړي چې ډاکټر صاحب! هاضمه مې ټیک نۀ ده، څۀ وخورم؟ نو هغه به ورته خامخا وائي چې ‘چار عرق’ …

بشپړ متن

د اماراتو پښتو ادبي ټولنه متحده عرب امارات – اعجاز خټک

  د اتۀ دېرشمې کليزې د دستورې روداد باچاخان مرکز پېښور دې وي او د پښتوادبي پروګرام دې وي. د کال 2018 د اکتوبر اتۀ ويشتمه نېټه وه چې مونږ باچا خان مرکز پېښور کښې د ټولنې د اتۀ دېرشمې کليزې د نمانځغونډې کولو تابيا کړې وه. د ټولنې باني غړي راغلي وو. زۀ د لاچۍ او الياس ټلوال د پېښور دلزاک روډ نه، صابر احمد صابر د کراچۍ نه پۀ خصوصي توګه او مشتاق احمد مشتاق د ويسا اټک نه، بشير احمد بشير او عادل عالمګير د سوات نه سره د ملګرو راغلي وو. زمونږ د ټولنې د وړومبي …

بشپړ متن

د کلتور او تعلیم مرکزیت – ډاکټر خادم حسېن

  Twitter: @khadimhussain4   د کلتور او تعلیم د مرکزیت خبرې د پاکستان د وفاق د اکایانو د فطري شناخت او د هغوي د پرمختګ او هوسا ژوند د لارو نیولو هغه غېر فطري، غېر انساني او غېر ائیني لار ده چې د وړومبۍ ورځ نه پاکستان کښې د زر او زور خاوندانو نیولې ده. د یوې اوږدې سیاسي او پارلېماني مبارزې نه پس د اتلسم ائیني ترمیم تر لارې پاکستان کښې مېشته قامونو د خپل کلتور او تعلیم حق ګټلے دے او دې لړ کښې صوبو پالیسۍ هم جوړې کړې او تر یوۀ حده عملي کړې دي. د بدلون …

بشپړ متن

تاثرات سوالي نخښې؟ – بخت روان عمرخېل

    هغه ورځ د خداے بخښلي اقبال جان پۀ جنازه کښې یو زلمے را ترغاړه وتو، پۀ غوږ کښې ئې راته غلي غوندې ووې، ‘ایوب صدف’ ـــ ما هم ځان ته بې اختیاره راجوخت کړو. زما ورسره چرته لیدۀ کاتۀ نۀ وو شوي. اوس مې هم سم ونۀ لیدو، ځکه چې زۀ لا د اقبال جان د غم پۀ خمار کښې وم. خو دومره پته راته ولګېده چې زما د کورنۍ سره ئې تعلق دے ـــ د اقبال جان د ټبر سړے دے ـــ ادب خېل دے؛ ولې چې د دغې ادب خېل قبیلې پۀ سلګونو وروڼو عزیزانو چې …

بشپړ متن

دوه مقالې – ډاکټر سید ظفرالله شاه بخشالے

  د پښتو اولسي ادبياتو تنقيدي مطالعه پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبياتوتجزياتي او تنقيدي مطالعه لنډه پيژنګلو: څېړندوی عبدالاحد منګل د تاج محمد زوے د تازه ګل نمسے پۀ 1364 لمريز کال د پکتيا ولايت پۀ ميرزکه کښې زېږېدلے دے. د پښتو ادب پۀ مېدان کښې يو شمير څېړنې لري چې نومونه ئې دا دي ـــ د څېړنپوه علي محمدمنګل فولکلوري هڅې )منوګراف، ناچاپ(، د ډاکټر کبير ستوري علمي او سياسي شخصيت )د نوماندۍ علمي پروژه، ناچاپ(، پۀ پښتو ادب کښې د ټپئيزې پېدايښت او پرمختيائي بهير )علمي پروژه، ناچاپ(، د هلمند ولايت اتنوګرافي څېړنه )چاپ(، د …

بشپړ متن

عزيز الله ماما زما لارښود زما محسن – پروفېسر شهزاد پښین

  کله چې هم ما د عزيز ماما پۀ اړه د څۀ نه څۀ ليکلو هڅه کړې ده، ناکامه شوی يم. قلم مې هېڅ همکاري نۀ را سره کوي. پۀ استاد باندي کله څۀ ليکل کېدلی شي؛ هغه هم پر داسې استاد چې شفيق وي، علم دوست وي، مينه ناک وي، زړۀسوی لري، د قربانۍ څخه ئې ځان نۀ وي سپمولی او د علم دوستۍ يوه دنګه ميناره وي. د هم دغه مينارې پۀ سايه کښې زۀ د شهزاد څخه پروفېسر شهزاد شوم او د هم دا استاد پۀ صحبت کښې ما قلم تر لاسه کړی. د يوۀ داسي هر …

بشپړ متن

د سلو ورځو پوسټ مارټم – عامر عالم

  د پاکستان د انتخابي تاريخ د متنازعه ترین الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ وجود کښې راتلونکي د پاکستان تحريک انصاف وفاقي حکومت پۀ ملک کښې د سلو (100) ورځو دننه دننه د بدلون راوستو اعلان کړے ؤ او دغه اعلان د پاکستان تحريک انصاف مشر او پۀ موجوده وخت کښې د ملک وزير اعظم عمران خان د خپلې پارټۍ د سل ورځني پلان سره تړلے ؤ. حکومت دا دعويٰ لري چې هغوي خپل سل ورځنے پلان عملي کړے دے او حکومت تر دې دمه کاميابۍ سره خپل سفر جاري ساتلے دے. خپل دې مضمون کښې به مونږ نۀ صرف …

بشپړ متن