loader image
کور / 2019 (پاڼه 4)

کلنۍ زخیره

غازي امان الله خان د افغانستان د ازادۍ سرخېل – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

      د افغانستان د ازادۍ او د استقلال د جنګ سل کاله پوره شو. دا ازادي د پېرنګي نه غازي امان الله خان ګټلې وه. د امان الله خان دور حکومت لس کاله ؤ. دا لس کاله د افغانستان پۀ تاريخ کښې لکه د يو ځلند ستوري پۀ شان پړقېږي. پۀ دې لاندې څو پاڼو کښې به د امان الله خان د دور حکومت لوي اصلاحي کارونه، د خپل وطن د پر مختګ د پاره چې کومې هلې ځلې ئې کړې دي، د هغې ذکر او پۀ ځاے د ستائینې او د صفت او ثناء د يوې خاصې …

بشپړ متن

علامه محمود طرزي پېژندنه – عبدالروف رفيقي ـ abdulraufrafiqui@yahoo

    زوکړه: لومړی ربيع الاول 1282هـ.ق – غزني – د سردار غلام محمد خان طرزي زوی، پۀ خټه محمدزی. مړينه: دېرشم شعبان1352هـ.ق – ښخ د حضرت ايوب انصاري هديره، استمبول )ترکيه( د ملا محمد اکرم هوتک شاګرد، د پلارسره هند ته ولاړی، بيا شام ته ولاړ، بېرته وطن ته راغلی. شپاړسم ميزان 1290هـ.ش/1911ز: بېرته ‘سراج الاخبار’ راويستل. نامتو سياستمدار، روڼ اندی، پۀ عربي، فارسي، اردو او ترکي پوهېدلو. يو دېرش اثار منظوم او منثور لري. 1922ز – 1924ز پۀ پاريس کښې د افغانستان لوی سفير. 1925ز – 1926ز دافغانستان د باندنيو چارو وزير. ‘سراج الاخبار’ )د ‘سراج الاخبار’ د …

بشپړ متن

علامه محمود طرزی او ‘سراج الاخبار’ – ډاکټر رفیقي

    ‘سراج الاخبار’ د اسيا پۀ رک زړۀ کابل کښې پۀ يو داسې حال کښې را وځلېد چې نړۍ د شلمې پېړۍ و پېل ته هرکلی وايۀ. افغانستان پۀ جغرافيائي لحاظ پر يو داسې موقعيت شتون درلودی چې و يوې خوا ته ئې د روسيې د سياست درب پروت ؤ، و بلې خوا ته د هند پۀ مستعمره کښې انګرېزان د خپلې واکمنۍ د مستۍ پۀ خمار کښې د غرور تر ټاکه رسېدلي وو. د دې تر څنګ د مسلمانانو و ستری واک عثماني خلافت د دې جوګه نۀ ؤ چې لۀ پرديو دسيسو خپل ځان وژغوري؛ دا لا …

بشپړ متن

د افغانستان د پولو ټاکنه – ډاکټر محمد حسن کاکړ

    ‘پښتو، پښتون، افغانستان’، جرمني، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، 2011، مخونه 223-171   د امیر عبدالرحمان د واکمنۍ )بله( مهمه ځانګړتیا د افغانستان د پولو ټاکلو بشپړېدل دي. پۀ دې اړه باید ووئیل شي چې د افغانستان د پولو بېلې برخې پۀ بېلو وختونو کښې د برطانوي هند حکومتي مأمورانو، د ‘تزاري’ روس، ایران او افغانستان لۀ مأمورانو سره پۀ ګډه ټاکلې دي. پۀ دې ډول دغه ټاکنې بېن المللي ماهئیت لري او پۀ دغه کار کښې پۀ اوله درجه د برطانوي امپراتورۍ ګټې پۀ نظر کښې نیول شوې دي او افغانستان تاوان کړی دی. د ډیورنډ …

بشپړ متن

د افغانستان پۀ تاریخ کښې نیمګړی څپرکی – د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني

        د افغانستان د اسلامي، اسیائي او افریقائي محدودو هېوادونو لۀ جملې څخه هغه هېواد دی چې پر 1298ز کال ئې خپلواکي تر لاسه کړه. هغه مهال هندوستان چې نننی پاکستان ئې هم برخه ؤ، لا هم تر ښکېلاک لاندې ؤ، چین هم د نړیوالو زبرځواکونو د سیالۍ ډګر ؤ او کورنۍ جګړه پۀ کښې روانه وه، خونړي انقلاب او کورنیو جګړو د روسیې وضعیت هم خراب کړی ؤ. پۀ اسلامي نړۍ کښې یواځې درې هېوادونو )ترکیې، عربستان او فارس( نسبي ازادي لرله خو لا ئې هم د افغانستان پۀ څېر باثباته نظام نۀ درلود. ترکیه د …

بشپړ متن

د اماني دورې مطبوعات او پۀ ټولنه ئې اغېزې – څېړندوی محمد داود ناظم

        لنډيز د خپلواکۍ پۀ ګټلو سره د غازي امان الله خان پۀ زمانه کښې د رسنيو د خپلواکۍ او د بيان د ازادۍ لپاره هم لاره هواره شوه. پۀ 1303هـ.ل 1924)ز( کال د مطبوعاتو د لومړني قانون پۀ پلي کولو سره مطبوعاتو ته د ازادۍ حق ورکړی شو او پۀ پایله کښې ئې ډېرې دولتي او خپلواکې رسنۍ پۀ مرکز او ولايتونو کښې پۀ کار پېل شوې چې د قدر وړ سياسي، علمي، عقيدوي، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي مطالب ئې پۀ لوړ کېفيت او منځپانګې خپرول چې لۀ امله ئې مطبوعاتو پۀ ټولنه کښې لوړ اعتبار …

بشپړ متن

د افغانستان او ایران د سرحدي سیالیو مخینه – داود جنبش

    څۀ باندې یوه پېړۍ وړاندې، پر پوله د افغانستان او ایران د پوځي ټکر بیړني خبر لۀ لندنه تر پترز برګه، لۀ قاهرې تر انقرې او لۀ کلکتې تر مدینې د سیاستوالو او څارونکو غوږونه څک کړي وو. دغه مهال ایران د روس او برطانیا پۀ دوه اړخیز تړون، د هغوي د نفوذ پۀ سیمو وېشل شوی ؤ، شمال ئې د روسانو او جنوب ئې د انګرېزانو تر عملي کنټرول لاندې ؤ. عثماني ترکیې ئې هم د ځینو سیمو لور ته لاسونه غځولي وو. د ایران خپل کورني حالات د مشروطه غورځنګ پۀ ټوکېدو څپ څپانده شوي او …

بشپړ متن

د امان الله خان د واکمنۍ او جلاوطنۍ پۀ اړه نوې څېړنې او موندنې – دکتور داود اعظمي

      امان الله خان تر لومړۍ نړیوالې جګړې (1918-1914) وروسته پۀ 1919ز کال کښې پۀ اووۀ کلنۍ کښې د افغانستان باچا شو. نوموړی پۀ 1919ز کال کښې د درېم افغان-انګليس جنګ پۀ لړ کښې لۀ انګرېزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ پۀ تر لاسه کولو د غازي پۀ نامه مشهور شو. خو شاه امان الله تر لس کلنې واکمنۍ وروسته، د 1929ز کال پۀ پېل کښې لۀ مجبورۍ افغانستان پرېښود او ایټالیا ته لاړ. پۀ لاندې څو کرښو کښې د شاه امان الله خان د ژوند او واکمنۍ د بېلو اړخونو، د دۀ پر ضد د پاڅون …

بشپړ متن

د افغانستان پۀ استقلال کښې د پښتنو قبائیلو ونډه – څېړنپوه عبدالرحیم بختاني خدمتګار

        کله چې پۀ 1919ز کال کښې د غازي امان الله خان لۀ خوا د افغانستان د استقلال اعلان وشو، پۀ دې وخت کښې د هند برطانوي حکومت د افغانستان پر ضد جګړه پېل کړه چې د غه جګړه پۀ تاریخ کښې د افغان او انګلیس د درېم جنګ پۀ نوم یادېږي. د افغان او انګلیس پۀ درېم جنګ کښې د افغانستان د شپېتۀ زره منظم پوځ تر څنګ پۀ زرګونه د پښتنو د مختلفو سیمو قومي وسله وال پوځونه د انګرېزانو پر ضد د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ وو او د استقلال پۀ جګړه کښې …

بشپړ متن

د افغانستان د تاریخ مهم خصوصیات – بهاء الدین مجروح

    ميشله، لوى تاريخ دان چې شاعر هم ؤ، وئیل به ئې ‘فرانس يو شخص دى’ – حق د هغۀ پۀ طرف ؤ، مګر ايا دا مشهوره فقره څۀ ابتکار هم لري؟ ايا دا ثابته نۀ ده چې هر هېواد، هر ملت خپل مخصوص شخصيت لري؟ داسې يو شخصيت چې زيات يا کم برجسته وي، ډېر يا لږ ابتکار پکښې وي، زيات يا کم متوازن وي، ډېر يا لږ موافق وي – مګر پۀ هر صورت داسې يو شخصيت وي چې همېشه وجود لري. پۀ دې شان هر وخت چې مونږ لۀ يو نوي هېواد سره اشنا کېږو، زمونږ …

بشپړ متن