کلنۍ زخیره

ښځه: د ورکې عاطفې پته – څېړنوال عبدالغفور لېوال

هستي یو ښکلی ګل دی او ښځه ئې عطر پۀ افغانستان کښې چې د )انسان( حقونه تضمین نۀ شي، د )ښځو( حقونه به و نۀ پېژندل شي. ستونزه دا ده چې مونږ خدای مۀ کړه، ښځې لۀ انسانیته ویستلې دي او تر انسانیته بهر ئې د حقونو لپاره د شعارونو چغې وهو. د مصري ډاکتر )سینوهه( د ژوند بهیر یوې ښځې بدل کړ. څلور زره کاله پخوا سینوهه یو لوی کتاب ولیکلو. پۀ کتاب کښې ئې ډېرې خبرې وکړې؛ هڅه ئې وکړه چې ځان لۀ ښځې څخه پټ کړي. کوشش ئې کړی چې ښځه هېره کړي، لۀ خپل کتابه ئې …

بشپړ متن

الف جانه خټکه:د ازادۍ د غورځنګ مبارزه لیکواله – فېروز خان صادق

د پښتو انقلابي شاعره او د ازادۍ د غورځنګ ستره مبارزه او د فخرِ افغان باچا خان د کاروان خدائي خدمتګار تحريک فعاله نومياله قام پرسته ليکواله محترمه الف جانه خټکه پۀ بنيادي توګه د صوبه خېبر پښتونخوا د سوېلې ضلعې کرک پۀ يو کلي احمدي بانډه کښې د خداے بخښلي غني شاه صاحب کره زېږېدلې وه. د مرحومې د زېږون نېټې مختلفې ليکلې شوې دي چې پۀ هغو کښې ستر محقق محترم همېش خليل پۀ خپل مشهور تاليف “د قلم خاوندان” پۀ مخ نمبر 143 د دې د زېږون نېټه اتۀ ویشتمه فروري 1929ز ليکلې ده او هم د …

بشپړ متن

الف جان خټکه:یو تاریخ ساز شخصیت – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

پۀ څوارلسم ستمبر کال 2019 پۀ سوشل میډیا باندې د ډاکټر سهېل خان لۀ خوا یو خبر خپور کړے شو چې پکښې ئې لیکلي وو چې د پښتو نامتو لیکواله خدائي خدمتګاره الف جان خټکه پۀ حق ورسېده. د دې خبر پۀ کتو ډېر خفه شوم. یو خوا کۀ مې ورته د بخښنې دعاګانې وغوښتې نو ورسره پینځویشت کاله پخواني واقعات را پۀ زړۀ شول او غواړم چې د “پښتون” لوستونکو سره ئې هم شریک کړم. کله چې زۀ اکسفورډ یونیورسټۍ ته پي اېچ ډي کولو ته لاړم او پۀ خدائي خدمتګارو او د پښتونخوا د هغه وخت پۀ سیاست …

بشپړ متن

الف جان خټکه – ډاکټر سهېل خان

الف جان خټکه پۀ لسم ستمبر کال نولس سوه اتۀ ويشتم د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې د غني شاه خټک کره زېږدلې وه. ابتدائي زدکړه ئې پۀ غېر رسمي توګه ترسره کړې وه او ورسره ئې د اتم، لسم او دولسم امتحانونه پرائیوېټ پاس کړل او بيا ئې پښتو اٰنرز پاس کړو. د تدریسي کېرئير ابتداء ئې د جے وي نه کړې وه او وروستو د سي ټي، اېس اي ټي او پرنسپل عهدې ته ورسېده. کال 1990 کښې د ټيري هائي سکولد پرنسپلې پۀ څوکۍ رېټائر شوه. د الف جانې نوم اول ځل د “پښتون” رسالې کال …

بشپړ متن

الف جانه خټکه، فیمنزم او خدائي خدمتګار تحریک – خادم حسېن

پېژندګلو: دې مقاله کښې زۀ يو څو سوالونو ته جوابونه وئيل غواړم. وړومبے دا چې نن دور د پدر-سرۍ يا نر-واکۍ سره تړلې د فيمنزم تهيوري او عناصر کوم کوم اړخونه يا شکلونه لري؟ دوېم دا چې د الف جانې خټکې د شاعرۍ او تخليق د 1940ز لسيزه کښې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ کومې کومې ځېلې او جرړې پۀ ګوته کړې وې او پۀ هغو ئې رسا ګزارکړے ؤ.؟ درېم دا چې د الف جانې خټکې دغه تخليقي شعور د کوم ځاے راټوکېدلے او لۀ کوم تحريک نه زېږېدلے ؤ؟ هغه تحريک پۀ کومو بنيادونو ولاړ ؤ او د پښتون …

بشپړ متن

بنیادګري او ترهګري:یوه څېړنه – ډ. خادم حسېن

“بنیادګري او ترهګري” د ډاکټر خادم حسېن څېړنیزه لیکنه ده چې پکښې د انساني ټولنې دننه د بنیادګرۍ او ترهګرۍ اړخونه د نفسیاتي، سماجي او سیاسي سائنسونو رڼا کښې څېړلے شوي دي. دا مقاله اګاهو د کتابګوټي پۀ بڼه هاغه وخت خپره شوې وه چې افغانستان کښې د امن “مبینه” پروسه تر اوسني پړاوه رسېدلې نۀ وه، پاکستان نۀ خو لا د “ښۀ طالبانو” پۀ سر نۀ “ګرے لسټ” کښې شامل شوے ؤ او نۀ د کشمیر پۀ اړه د تېر پینځم اګست “نتیجې” سره مخ شوے ؤ. نن حالات زیات بد تره ځکه دي چې د “امن” مدعا مشکوکه …

بشپړ متن

د یوې جینۍ خط (“پښتون” – وړومبۍ فروري 1946) – پښتون

ۀ اوس د صوبې پۀ دوره کوهاټ ته تلے وم. چې څۀ وخت احمدي بانډې ته لاړم نو دا يو خط ما له سالار صاحب اسلم خان راکړو. الف جان د احمدي بانډې يوه لوستې جينۍ ده، دا د هغې خط دے. د دې خط د لوستو نه معلومېږي چې د دې پښتنې جينۍ پۀ زړۀ کښې د پښتنو زنانو د ترقۍ او بهبود د پاره يوه رښتونې جذبه ده. زۀ ډېر خوشحالېږم چې پښتنې جينکۍ د خپلو خوېندو د ذليل ژوند احساس وکړي او د دې احساس جذبه قام ته ښکاره کړي. کۀ پۀ زنانو کښې بېداري پېدا شوه …

بشپړ متن

پښتنو زنانو ته! “پښتون” – پینځلسم اګست 1945 – عبدالغفار

ما د”پښتون” پۀ پخوانو پرچو کښې هم خپلو پښتنو خوېندو ته ليکلي وو او دا ځل ئې بيا هم ليکل ضرور ګڼم چې د يو قوم د ترقۍ د پاره کوشش يواځې د نارينو فرض نۀ دے بلکې دا فرض پۀ زنانو او نارينو يو شان عائد کېږي. مګر د بد قسمتۍ نه زمونږ پښتنې زنانه پۀ دې مېدان کښې هېڅ حصه نۀ اخلي. دا صحيح ده چې د دې ذمه واري زياته پۀ نارينو ده؛ ولې چې نارينه خپلو زنانو ته د قومي خدمت موقع نۀ ورکوي – مګر څۀ نا څۀ زنانه هم ملامته دي چې کۀ نور …

بشپړ متن

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد داسې غورځنګونه، هر يو لکه پۀ 1905ز کښې پۀ امريکا کښې د Trade Unionists/IWW هړتالونه، پۀ 1906ز کښې پۀ افريقا کښې Transvaal Asiatic Law پۀ ضد او د افريقې او اېشياء د خلقو د حقونو د پاره زيار؛ د روس، امريکا او جرمني ځینې نورې مبارزې (II, 2009, pp. 12-13)، يا بيا د ټولو نه پۀ منظم او موثر ډول پۀ هندوستان کښې د باچا خان او ګاندهي جي د پېرنګيانو پۀ خلاف او د ازادۍ د پاره جدوجهد رامنځ ته شوي کومو چې اکېډيميا …

بشپړ متن

ښځې او تعلیم – عزیز د ګلوزو

  “پښتون” – اوولسم مارچ 1946 د خپل قومي اخبار “پښتون” د اول فروري پۀ پرچه کښې مې د يوې لائقې او بېدار مغزې پښتنې خور الف جان صاحبې هغه خط کوم چې هغې زمونږ خوږ مشر او رښتيني غمخور فخرافغان صاحب ته ليکلے ؤ، پۀ نظر راغے. رښتيا وايم چې د دغې خط پۀ لوستلو سره مې زړۀ ډېرخوشحاله شو. هغې چې پۀ خپل خط کښي د کومو خيالاتو او جذباتو اظهار کړے دے، زۀ د هغې قدر کوم. د هغې يو يو لفظ د يو هوښيار او غېرتي انسان د پاره د عبرت پوره سبق دے او هغې …

بشپړ متن