میاشتنۍ زخیره

اداريه: مۍ ۲۰۲۰

کورونا زمونږ ژوند بدلوي!!! کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي. وباګانې هسې هم پۀ انساني ټولنه، د هغوي ژوند او ژوندتېري باندې ژور اغېزونه پرېباسي؛ خو کورونا پۀ دې لږه موده کښې وښودله چې زمونږ ژوند پۀ بله اړولو ته ئې پۀ راستۍ مټې رانغښتې دي. دا به زمونږ ژوند، ژوند ته زمونږ سوچ او اپروچ او زمونږ ټولنيزو رويو کښې پاخۀ بدلونونه راولي. دا به زمونږ خپل ځان سره، يو بل سره، چاپېريال سره، حکومت سره او بهر دنيا سره د تعلق، رشتې او تعامل …

بشپړ متن

باچا خانه! مونږ تا ته ملامت يو (کشور ناهيد) – ژباړن: ډاکټر محمد زبېر حسرت

ورځپاڼه “جنګ”، کراچۍ، جنوري 21، 2016 باچا خانه! تۀ يو داسې ځوان وې چې د انګرېزانو بېړۍ او هتکړۍ درباندې نۀ وې پوره ستا لۀ ګوتو وينه بهېده خو تا هډو د رحم اپيل نۀ کولو تا خو د انګرېزانو او د پاکستاني مارشل لاءګانو غلامي هم قبوله نۀ کړه تا پۀ “جلال اباد” کښې د ښخېدو وصيت وکړو مونږ ستا فکر، حريت پسندي او ډېرې قربانۍ نۀ دي هېرې کړې مونږ ستا پۀ نامه پوهنتون جوړ کړو چې زلمي او جونه پۀ کښې تعليم حاصل کړي زما د وړو وړو کلو او چمونو ټول هلکان او پېغلې به ستا …

بشپړ متن

?Albert Einstein, Why Socialism (سوشلزم ولې؟) – ژباړه او لنډيز: سعدالله مېوند

Monthly Review, Vol. I, No. I, Published May 03, 1949 ايا دا مناسبه خبره ده چې لۀ معاشي او ټولنيزو موضوعاتو نه بې خبره شخص د سوشلزم پۀ حواله د خپل فکر او نظر څرګندونه وکړي؟ زما پۀ اند هو! هغوي کولے شي پۀ دې حقله خپل خيالات بيان کړي. د دې خبرې ډېر وجوهات شته؛ لۀ هر څۀ وړاندې د سائنسي علم پۀ بنياد دغه خبره څېړو. پۀ ښکاره خو داسې اټکلېږي چې د فلکياتي او معاشي علمونو تر منځ کوم بنيادي توپېر وجود نۀ لري. د دواړو شعبو عالمان دا کوشش کوي چې د مخصوصو پديدو لپاره د …

بشپړ متن

“پښتون قامي جرګه” يو حقيقت دے – سردار حسېن بابک

ښاغلي جميل مرغز د کميونسټ مېنفسټو د ټيوشن کولو نه نېغ د ‘نيو-نېشنلزم’ دانشورۍ ته ټوپ وهلے دے او د “عالمګيريت” د اېنټي-اے اېن پي سامراجي نفسياتو سره ئې پۀ “قومي سياست” کښې پناه اخستې ده. ورځپاڼه اېکسپرس کښې د هغۀ دغه ليکنه کښې پۀ حېث د صحافي د هغۀ اپروچ غېر صحافتي دے او پۀ حېث د يو ذمه وار سياسي ګوند د مشر ئې لهجه غېر سياسي، نا بالغه او انتشار زېږوونکې ده. د ښاغلي بابک د ځواب نه وړاندې د “پختون قومی جرگه ایک معمه؟” لوستلو کښې مې وليدل چې ښاغلي جميل مرغز پۀ تبخي تور کړي …

بشپړ متن

“د تورغر چاربېته” – قمر صحرائي

چاربېته د پښتو د اولسي ادب د ټپې پۀ شان زوردار او مقبول صنف دے چې پۀ اولسي سطح ډېر اهميت او افاديت لري. د يونيسکو د رپورټ مطابق د نړۍ د شپږو ژبو پۀ ادبي اصنافو کښې د پښتو چاربېته د ټولو نه وسيع او پراخ صنف دے چې څۀ دولس قسمونه او پۀ هر قسم کښې د څلورو نه زيات کورونه )زمينې( لري چې دغه وسعت او فراخت ئې د خپل اٰهنګ او د هيئت او ماهيت پۀ وجه برقرار ساتلے دے. نولسمه او شلمه عېسوي صديانې د پښتو د چاربېتې زرينې صديانې وې چې پۀ لر او …

بشپړ متن

د پوهاند مجروح ياد ‘جبر’، ‘اختيار’ او ‘ديالکتيک’ – نجيب منلی

د فلسفي بحثونو یوه ستره ستونزه دا ده چې د مفاهیمو تعریف پۀ کښې خورا دروند فرهنګي بار لري. د پوښتنې مطرح کول او بیا پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه لۀ لومړي سره لۀ واقعیتونو سره د هرې ټولنې د تاریخي– فکري پس منظر پۀ رڼا کښې کېږي. ارسطو د نیکوماک پۀ اخلاقو کښې د عمل محرک ‘اراده’ بولي. اراده پۀ خپله دوه اجزاء لري: لومړی باید کړنه د شخص د خپلې عندي پرېکړې پۀ اساس وي او بل باید شخص د کړنې پۀ کولو او نۀ کولو کښې خپلواک وي . کۀ پرته لۀ ارادې پۀ خپل سر، …

بشپړ متن

پۀ هند کښې دفخرِ افغان خان عبدالغفار خان د يو سل دېرشمې زېږون ورځ نمانځغونډه – منير احمد نوري، نوی ډيلی

د هند پۀـ پلازمېنه نوي ډيلي کښې دا وړومبی تاريخي وياړ دی چې د افغانستان د سفارت لۀ خوا د فخرِ افغان باچا خان يو سل دېرشمه زېږون ورځ ونمانځلې شوه. دې دستوره کښې وېناوالو د عدم تشدد پۀ مفکوره د باچا خان او ګاندهي جي د همفکرۍ تر څنګ دا خبره پۀ بيا بيا ياده کړې ده چې افغانانو د عدم تشدد د مفکورې خپلولو سره د جنګ پر ضد خپل دريځ دنيا ته عملاً ښودلی دی. رښتيا دا دي چې افغانان د زرتشت او ګوتم نه تر باچا خان او د باچا خان د مفکورې د لاروي ګوند …

بشپړ متن

پښتو سندرې يوه بله ساه ورکړه (ماه جبين قزلباش) – پښتون

ثريا خانم، چې پښتو سندرې د ماه جبينې پۀ نامه پېژندګلو او درناوے وربخښلے ؤ، پۀ شپږ ويشتمه فرورۍ لۀ مونږه سترګې واړولې. مه جبينې د پښتو د موسيقۍ اٰرټ ته د اولسي سندرو او غزل شکل کښې لويه ورکړه کړې ده. دغه ورکړه د پښتون وطن د جمالياتو شتمنۍ کښې لويه اضافه ده. دې سره ئې پۀ اٰرټ کښې د ښځو رول لا نور بشپړ کړے دے. کله چې به د پښتو سندرې دې بې بدله ښاپېرۍ سپوږمۍ ته مخ کړو او غاړه به ئې راکښله چې: سپينې سپوږمۍ! وايه اشنا به چرته وينه؟ ګونګې شوې ولې؟ ګونګې شوې …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار منصور لا – نويد خټک

د ازادۍ پۀ تحريک کښې چې د لکهونو پۀ شمېر کومو کسانو بې مثاله قربانۍ ورکړې دي، نن صورت حال دا دے چې د دغه خدائي خدمتګارانو اکثريت لۀ دې جهانه سترګې پټې کړې دي. اوس هاغه خلق هم کم شوي دي چې د دې قامي اتلانو نه ئې د دوي قصې اورېدلې وې. بايد چې مونږ پښتانۀ د خپلې سيمې د دغه قامي اتلانو پۀ حقله معلومات را غونډ کړو او د تاريخ پاڼو ته ئې وسپارو. نن زۀ ستاسو پۀ خدمت کښې د خپل کلي )شيدو( خدائي خدمتګار منصور لا د ژوند او سياسي هلو ځلو پۀ حقله …

بشپړ متن

د باچا خان اخري خبرې – اسرار د طورو

د طورو خدائي خدمتګار مولانا محمد عنايت الله پۀ يوه ډائرۍ کښې ليکي چې پۀ دولسمه جولايۍ 1987 د پاکستان اخبار روزنامه “جنګ” کښې يو خبر دے چې باچا خان پۀ دهلي کښې پۀ يو هسپتال کښې د فالج د حملې پۀ وجه داخل دے. د بهارت يو سابقه وزير ئې تپوس له تلے ؤ. دا وزير سکهـ ؤ. د دۀ نوم وشوا ناتهـ پرتاب سنګهـ ؤ. باچا خان ورته ووئيل چې “کوم ځاے د کرسۍ مرض عام شي، هلته جمهوريت نۀ پاتې کېږي.” هغوي ووئيل، “د کرسۍ او دولت وباء پۀ ملک کښې پۀ خورېدو ده.” “يو سړے هم …

بشپړ متن