preloder
کور / نور ليکوالان / د جوګېندرناتهـ مېنډل استعفٰي – ژباړن: طلال بېدار اصلزے

د جوګېندرناتهـ مېنډل استعفٰي – ژباړن: طلال بېدار اصلزے

 

 

‘جوګېندرناته. مېنډل’ )بنګالۍ کښې যোগেন্দ্রনাথ মণ্ডল ( د ‘دلت’ هندوانو د ‘نماهاسودرا’ ډلې نه ؤ. هغه د متحده هند د بنګال پۀ ‘بارېسل’ سیمه کښې پۀ نهه ویشتمه جنورۍ 1904 کښې زېږېدلے ؤ. ‘نماهاسودرا’ لکه د نورو ‘اچهوت’ هندوانو ټولنه کښې د خپل مقام او سماجي ائیني حقونو د پاره مبارزه کوله. جوګېندر هم د دغه مبارزې غړے ؤ.

د 1937 ټولټاکنو کښې جوګېندر د ازاد کاندید )امیدوار( پۀ توګه ټولټاکنو کښې برخه واخسته او ‘سرل کمار دته’ چې د کانګرس لۀ خوا ولاړ ؤ، ته ئې ماتې ورکړه. دې ورځو کښې د جوګېندر تړون د ‘نېتاجي’ سبهاش چندر بوس سره ؤ، خو پۀ 1940 کښې د هغۀ د هند پرېښودو نه پس جوګېندر مسلم لیګ ته زیات نزدې شو. دغه وخت ئې د ‘بهیم راو امبېډکر’ سره د ‘دلت’ هندوانو د مقام او حقونو د پاره پۀ شریکه د یو سیاسي سنګر پرانستو خبرې هم کېدلې.

د پاکستان جوړېدو نه پس د پاکستان وړومبي ګورنر جنرل جناح صاحب هغۀ ته د ‘اسلامي پاکستان’ د ائین جوړولو د پاره د ائیني کمېټۍ مشري ورکړه او دې سره د ‘محنت’ او ‘قانون’ وزارت هم هغۀ ته وسپارلے شو. یاده دې وي چې مذهبي امور هم د قانون د وزارت سره وو او ځکه هغه خلقو خصوصاً ‘مفتیانو’ چې د جناح صاحب پۀ حقله به ئې عموماً د رسول د خداے صلي الله علېه وسلم پۀ خوب کښې د لیدو دعوې کولې؛ ډېر سوخت او ټکېدلي شوي وو.

نۀ خو د پینځویشتمې جولایۍ 2018 پۀ ‘نوي پاکستان’ کښې او نۀ پۀ شپاړسم دسمبر 1971 ‘پاتې شوي’ نوي پاکستان کښې؛ بلکې د جناح صاحب پۀ بقلم خود جوړ شوي مملکتِ خداداد کښې د غېر مسلمو سره د امتیازي سلوک پۀ وجه جوګېندر د اکتوبر پۀ اتمه نېټه کال 1950 د هغه وخت وزیر اعظم لیاقت علي خان ته خپله لیکلې استعفٰي ورکړې وه او هندوستان ته پوخ تلے ؤ. هندوستان کښې هغۀ د خپل سیاسي کېرئیر د جاري ساتلو هڅې کړې وې خو بیا د هغۀ ‘اچهوت پن’ کښې د ‘سابقه پاکستاني’ کېدو اضافه هم شوې وه او ځکه ئې څۀ کامیابي ترلاسه نۀ کړې شوه. پۀ پاکستان جوړولو کښې خپل ادا کړي کردار باندې د بېن الاقوام نه غوښتې معافي هم د هغۀ پۀ کار رانۀ غله.

هغه د مشرقي بنګال )هندوستان( پۀ ‘بانګون’ کښې پۀ پینځم اکتوبر 1968 مړ شو. هغه د خپل زېږون نه 15 اګست 1947 پورې د متحده هندوستان، د 15 اګست 1947 نه 8 اکتوبر 1950 پورې د پاکستان او د 8 اکتوبر 1950 نه 5 اکتوبر 1968 پورې د هند ‘شهري’ ؤ. مذهب یو جوګېندر پۀ یوه جغرافیه کښې د درې شهریتونو (Citizenships) خاوند کړو. پاکستان کښې د ریاست متعارف کړي مذهبي ذهنیت او دې سره د متوازي تکثیریت کنفیوز بیانیه کښې دا خط پۀ ډېرو فکري اړخونو رڼا اچوي. دې خط کښې د ‘بنګله دېش’ د جوړېدو پېشنګوئي هم ده او یو ځل بیا د پاکستان د ‘نوي’ کېدو اندېښنې سره نن دلته د مقدسو ادارو د لاسه د نورو قامیتونو د کلتوري اقتصادي محاصرې پرافیسي هم ده. مونږ ئې خپلو لوستونکو د پاره پښتو ژباړه وړاندې کوو.

ښاغلي وزيراعظم صاحبه!

زۀ ډېر پۀ ستومانه ډډ زړۀ او ستړې ساه د خپلې ناکامۍ اعتراف کوم ـــ ما د سياست د لارې د پرېوتو هندوانو د سيالۍ او د هغوي د ښۀ ژوند د پاره مبارزه کوله خو زۀ ناکام شوم او د ناکامۍ دا احساس ما دې ته هڅوي چې ستاسو د کابينې د وزارت نه پسې هم تېر شم او استعفٰي درکړم. خو دلته زۀ دا ضروري ګڼم چې پۀ هغه ټولو وجوهاتو رڼا واچوم چې د برصغير پاک و هند پۀ دې اهمې سياسي دورانيې کښې ما دې فېصلې ته مجبوروي. هغه دا دي:

  1. وړاندې لۀ دې چې زۀ د خپلې استعفٰي لنډمهاله وجوهات پۀ ګوته کړم، غواړم چې پۀ هغه واقعياتو هم رڼا واچوم کوم چې زما د ليګ سره د ملګرتيا پۀ موده کښې واقع شوي دي.

پۀ فروري 1943 کښې د ځینو اهمو مسلم ليګي مشرانو پۀ دعوت زۀ دې ته راضي شوم چې د دوي ملګرتيا وکړم او د بنګال پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې دوي سره پۀ شريکه کار وکړم. پۀ مارچ 1943 کښې فضل حق د منځه تلو نه پس کله چې پۀ اپرېل 1943 کښې خواجه ناظم الدين کابينه جوړه کړه نو زۀ هم د خپلو یویشت ‘اچهوت’ ممبرانو سره پۀ دې غرض د هغۀ ملګرے شوم چې الف( زمونږ درې اچهوتو ممبرانو ته به وزارتونه راکوي، ب( کلیز بجټ کښې به د اچهوتو د تعليم د پاره پینځۀ لکهه روپۍ فنډ ټاکي، ج( پۀ سرکاري نوکرو کښې به پۀ غېرامتيازي توګه د دوي برخه کوي.

  1. د دې شرائطو تر څنګ ځینې وجوهات دا هم وو چې بنګال کښې د مسلمانانو او د اچهوتو اقتصادي حالت ډېر ورته والے لرۀ؛ زياتره مسلمانان زمينداران وو يا مزدوران، او اچهوت هم داسې وو. د مسلمانانو هم يوه ډله ماهيګير وو او د اچهوتو هم، او پۀ تېره تېره چې دا دواړه ډلې پۀ تعليمي لحاظ هم خوار وو. نو زۀ پۀ دې اميد وم چې د ليګ سره پۀ ملګرتيا کښې به مونږ د خپلو مشترکه مفاداتو د پاره پۀ شريکه زيار باسو کوم چې به د بنګال د زياتره ابادۍ مفادات وي او هم داسې به زمونږ د امن او د برابرۍ ضمانت هم وي. بهر حال خواجه ناظم الدين زمونږ درې اچهوت ممبران وزيران او درې پارلېماني سېکتران واخستل.

د سهروردي وزارت

  1. کله چې پۀ مارچ 1946 کښې انتخابات وشول او سهروردي پارلېماني مشر شو نو پۀ اپرېل 1946 کښې ئې کابينه جوړه کړه. چونکې دا ځل يواځې زۀ اچهوت ممبر وم چې پۀ اتحادي ټکټ منتخب شوے وم، نو پۀ کابنيه کښې ئې وزير واخستلے شوم. پۀ شپاړسم اګست د هم دې کال پۀ کلکته کښې د مسلم ليګ لۀ خوا Direct Action Day اعلان کړې شوه چې پۀ نتيجه کښې ئې يوه لويه خونرېزي رامنځ ته شوه چې پۀ دې وجه هندوانو ما نه د ليګ وزارت ته د استعفٰي ورکولو مطالبه وکړه او ورسره ورسره زما ژوند هم پۀ خطره کښې شو. هره ورځ به ما ته دړکې راکولې کېدې خو زۀ د ليګ سره د ملګرتيا او د مرستو نه پۀ شا نۀ شوم. تر دې چې زمونږ خپلې مجلې “جګاران” نه مو خپلو اچهوتو ته دا اپيل هم وکړو چې د مسلم ليګ او د کانګرس پۀ شخړه کښې دې دوي نۀ پرېوځي، تر دې چې زما د مرګ پۀ صورت هم نۀ. بهر حال زۀ )د نېکمرغۍ نه( د هندوانو د غصې و غضب نه پۀ امان پاتې شوم.

پۀ اکتوبر 1946 کښې د ‘نوخالي’ پۀ اړي ګړي کښې پۀ سوونو هندوان او اچهوت يا خو ووژلے شو او يا پۀ زور مسلمان کړلے شو، د ښځو عصمتونه پۀ کښې هم لوټ کړے شول او د دوي ډېر جاني او مالي تاوان وشو. د دې هر څۀ کېدو پسې لنډ ما د ‘تېپيراه’ او ‘فیني’ دورې وکړې او ځپل شوو کورنيو سره مې ليدل کتل وکړل. د دوي بد حالاتو زۀ نۀ صرف دننه مات کړم بلکې د سختې ملامتيا سره ئې هم مخ کړم؛ خو ولې پۀ داسې حال کښې هم ما د ليګ ملګرتيا پرېنښوده او ورسر کلک ودرېدم. دې اړي ګړي پسې لنډ يوې غېر اتحادي ډلې د سهروردي پۀ ضد تحريک شروع کړو خو ولې زما پۀ هڅو څلور انګرېز هندي ممبرانو او څلور اچهوت ممبرانو چې لا پۀ ګانګرس کښې وو، خبره جوړه کړه چې پۀ کښې وزارت لۀ منځه تلل وو.

  1. پۀ اکتوبر 1946 کښې د سهروردي لۀ خوا ما ته يو غېر متوقع اٰفر د هندوستان د عبوري حکومت د ممبرۍ وشو چې د منلو د پاره راته یوه ګېنټه وخت راکړے شوے ؤ. ما پۀ دې شرط ورسره دا وړاندیز ومنلو چې کۀ چرته زمونږ مشر ډاکټر امبېډکر ته دا خوښه نۀ وه نو زۀ به سمدستي استعفٰي ورکوم؛ خو ولې هغۀ پۀ دې د رضامندۍ اظهار وکړو چې د لندن نه ئې پۀ ټيليګرام دا خبر را لېږلے ؤ. وړاندې لۀ دې چې پۀ حېثيت د يو قانون ساز زۀ ډيلي ته تلے وم، ما سهروردي او د بنګال وزيراعليٰ دې ته وهڅول چې زما پۀ ځاے پۀ کابينه کښې د اتحاديانو اچهوتو ممبرانو نه دوه ممبران پۀ خپله کابينه کښې واخلي.
  2. زۀ د 1946 د نومبر پۀ اوله د هندوستان پۀ عبوري حکومت کښې شامل شوم او هر کله چې د يوې مياشتې پس کلکتې ته راغلم نو د سهروردي لۀ خوا خبر کړے شوم چې د مشرقي بنګال پۀ ځینو سيمو کښې د خلقو تر منځ اړے ګړے راغلے دے او پۀ خصوصي توګه پۀ ګوپال ګنج کښې چرته چې ‘نماهاسودراس’ پۀ اکثريت سره مېشته دي. سهروردي ما نه دا غوښتنه هم وکړه چې زۀ هلته لاړ شم او د نماهاسودراس او د مسلمانانو تر منځ خبرې اترې وکړم او د دې اړي ګړي مخنېوے وکړم. دراصل هلته نماهاسودراس د غچ اخستو اراده لرله خو زما د خلقو سره د ناستو د وجې هغوي د غچ د اخستو اراده بېرته واخسته او داسې د يوې لویې خونريزۍ پۀ مخنيوي کښې کامياب شوم.
  3. د څو مياشتو پس پۀ درېم جون 1947 باندې د برطانوي راج لۀ خوا د هندوستان د تقسيم خاکه وړاندې کړې شوه نو ټول وطن او پۀ خصوصي توګه د هندوستان غېر مسلمانان سخته اندېښنه کښې پرېوتل. زۀ به د حق پرستۍ د تقاضې تر مخه دلته دا سپيناوے هم وکړم چې ما د مسلم ليګ لۀ خوا د پاکستان مطالبه يوه سودابازي ګڼله، کۀ څۀ هم دې سره سره ما ته داسې هم ښکارېدله چې د دوي مطالبه به د لوړې درجې د ‘شاونسټ’ هندوانو د رويو لۀ وجې راولاړوي خو ولې د پاکستان قيام د دې مسئلې حل نۀ ؤ )ځکه چې( د هندوستان تقسيم به د ډېر وخت د پاره دا سيمه د غربت، بد امنۍ او د بلها نورو ستونزو پۀ ولقه کښې را ګېره ساتي او بيا پۀ تېره تېره چې پاکستان به تر ډېره د مشرقي اېشياء يو پاتې او بد حاله ملک وي.

د لاهور قرارداد

  1. زۀ بايد د دې هم سپيناوے وکړم چې ما به دا خيال کولو چې يوه داسې هڅه به کېږي لکه چې بيا وشوه هم، چې يو اسلامي مملکت به جوړېږي او د شريعت پۀ بنياد به ولاړ وي؛ ما دا خيال هم کولو چې هغه ټول نقاط به هم عملي کولے کېږي کوم چې پۀ درې ویشتم مارچ 1947 کښې پۀ ‘قرارداد لاهور’ کښې وړاندې شوي او منلي شوي وو. پۀ هغه قرارداد کښې وو چې؛ الف( پۀ هغه سيمو کښې به حد براري کېږي کومې چې پۀ جغرافيائي توګه تړلې شوې دي او داسې کول ورته ضرورت هم لري، او هغه سيمې چې مسمانان پۀ کښې پۀ ګڼ تعداد کښې دي، لکه چې د هندوستان شمالي مغربي او مشرقي سيمې، کولے شي چې خپلواکه رياستونه پۀ کښې قائم شي. ب( هم داسې د اقليتونو پۀ حقله دې داسې موثره، معتدله، او بنيادي قانون سازي وکړي چې د دوي د مذهب، کلتور، سياست او انتظامي لارو چارو مکمل ضمانت ورکوي. پۀ دې فارمولا کښې ئې څرګندونه څۀ پۀ دا ډول شوې وه چې؛ (a شمالي مغربي سيمه او مشرقي سيمه به دوه ازاد رياستونه وي، (b د دې رياستونو به خپلواکه حکومتونه وي، (c د اقليتونو به پۀ هره ممکنه توګه تحفظ کولے شي، (d او دوي ته به پۀ ائيني توګه پۀ خپلو کښې د مشاورت حق او د ژوند نور ګڼ بنيادي حقونه ورکولے شي. زۀ پۀ خپل خيال کښې خوشبينه وم چې پۀ دې قرارداد او د ليګ مشرانو عمل به مې لیدو، لکه چې قائداعظم محمد علي جناح د صدر پۀ حېثیت دستورسازې اسمبلۍ ته پۀ یوولسم اګست 1947 کښې پوره باور ورکړے ؤ چې هندوان او مسلمانان به پۀ پاکستان کښې يو شان حېثيت لري؛ ټول به يو شان پاکستانيان وي او هسې هم کۀ بيا داسې وے نو د پاکستان د جوړېدو خو بيا هېڅ جواز هم نۀ جوړېدو ـــــ بهر حال، بيا داسې ونۀ شول. د اقليتونو )د پاکستان جوړېدو نه پس( هېڅ خيال ونۀ ساتلے شو لکه څنګه چې د جناح خيال او يا د اقليتونو د تحفظ ضمانت ؤ.

د بنګال وېش

  1. زۀ به پۀ دې موقع د دې هم يادونه وکړم چې زۀ کله هم د بنګال د وېش پۀ حق کښې نۀ وم؛ د دې پۀ ضد ما يو تحريک شروع کړو چې زۀ د سخت مزاحمت سره مخ شوم. پۀ ډېر افسوس سره ئې وايم هغه وخت چې راياد کړم چې کله به زۀ د برصغير پاک و هند خلقو د هندوانو او د هندو مت پۀ ضد ګڼلم خو ولې ما خپله وفاداري بيا هم د پاکستان سره وساتله دا ډېره لويه خبره وه چې ما اووۀ مليونه اچهوتو ته اپيل وکړو کوم چې ډېر پۀ مړانه ما سره ودرېدل او زۀ د دوي د دغې بهادرۍ پور وړے يم.
  2. د پاکستان د جوړېدو نه پس کله چې تاسو )مرکزي( کابنيه جوړه کړه چې زۀ هم پکښې درسره وم او بيا خواجه ناظم الدين د بنګال صوبائي کابينه جوړه کړه نو پۀ لسم اګست پۀ کراچۍ کښې ما ورته دا ووئيل چې بايد دوي دوه وزيران پۀ خپله کابينه کښې د اچهوتو نه واخلي او هغوي ما سره وعده هم وکړه چې زۀ به داسې کوم خو ولې نۀ هغوي او نۀ د بنګال موجوده وزير اعليٰ نورالامين داسې څۀ وکړل. کله چې ما ته دا اندازه ولګېده چې خواجه ناظم الدين او نورالامين دا مسئله نظر انداز کوي نو زۀ ډېر زهير شوم او ځکه مې دا مسئله د مسلم ليګ صدر او د بنګال برانچ سره شريکه کړه او هم داسې مې ستاسو پام هم دې مسئلې ته راوګرځولو. بيا يوځل تاسو پۀ خپل کور کښې او زما پۀ موجودګۍ کښې خواجه ناظم الدين سره دا خبره شريکه هم کړه او هغوي مونږ ته پوره باور هم راکړو چې داسې به کوي، خو ولې زما د هغۀ پۀ دې باور زړۀ دروند ؤ نو ځکه مې ورته شرط کېښودو چې کۀ داسې ئې ونۀ کړل نو زۀ به استعفٰي ورکوم. تاسو پۀ دې شرط راضي شوئ او لږ ساعت ته مو هم نۀ چرته دا خيال وکړو چې د دې څۀ مطلب کېدے شي او نۀ چرته خواجه ناظم الدين خپله وعده پوره کړه. او بيا چې کله نور الامين د بنګال وزير اعليٰ شو نو د هغوي پام هم ما دې مسئلې ته راوګرځولو خو لکه د تېر پۀ څیر هغۀ هم هېڅ ونۀ کړل او زياتي ئې د خبرې د نظرانداز کولو هڅه شروع کړه. کله چې پۀ 1949 کښې ډهاکې ته د تلو نه وړاندې ما يو ځل بيا ستاسو پام دې طرف ته راوګرځولو نو باور مو راکړو چې دا ځل به خامخا داسې کېږي او د وزيرانو د پاره مو رانه دوه درې نومونه هم وغوښتل چې ما هلته د اچهوتو ممبرانو پۀ مشوره د هغوي نه راوغوښتل، خو ولې چې تاسو د هلته نه راغلئ نو هېڅ دلچسپي مو ښکاره نۀ کړه او ځان مو رانه پۀ دې خلاص کړو چې صبر، نورالامين دې د دهلي نه راشي! څو ورځې پس هم ما بيا دا مسئله را اوچته کړه خو ولې تاسو هېڅ پام ورته ونۀ کړو نو زۀ د مجبورۍ نه پۀ دې نتيجه ورسېدم چې تاسو نۀ غواړئ چې کوم اچهوت دې تاسو سره پۀ کابينه کښې شامل شي او بيا پۀ تېره تېره چې ما ته داسې هم ښکاره شوه چې نور الامين سره د څو نورو مسلم ليګي مشرانو پۀ اچهوتو ممبرانو کښې اختلاف راوستل غواړي. ما ته داسې هم وښکارېدله چې زما خور وور سياسي شخصيت او زيار بې معنې وو، زما بېباکه او مخلص سياسي زيار پۀ عامه توګه د ټولو اقليتونو او پۀ خاصه توګه د اچهوتو د پاره چې ؤ، د بنګال حکومت او د ليګ د مشرانو د سترګو ازغے جوړ شوے ؤ خو ولې بيا هم ما د پاکستان دننه د اقليتونو د تحفظ د پاره خپله سياسي مبارزه جاري وساتله.

د هندوانو پۀ خلاف پاليسي

  1. کله چې د بنګال د ويش معامله را اوچته شوه نو اچهوتو د دې د خطرناکو نتيجو وېره محسوس کړه. سهروردي چې اول د دوي نمائنده او بيا د بنګال وزيراعليٰ وټاکلے شو، پرېس ته پۀ يوه وېنا کښې ووئيل چې اچهوتو ته چې تر اوسه کوم مراعات ورکړل شوي دي، هغه به ترې نۀ اخستلے کېږي بلکې هغې نه زيات به نور هم ورکولے شي، او دا وعده د سهروردي لۀ خوا نۀ يواځې پۀ ذاتي توګه ورکړل شوې وه بلکې د وزير اعليٰ پۀ حېثيت هم دوي دا لوظ کړے ؤ خو ډېر پۀ افسوس سره وايم چې د تقسيم نه پس او پۀ خصوصي توګه د قائداعظم د مرګ نه پس داسې هېڅ د کومې وعدې خيال ونۀ ساتلے شو او د اچهوتو سره هېڅ د انصاف معامله ونۀ شوه. کۀ چرته تاسو ته دريادېږي چې ما به وخت پۀ وخت تاسو ته د دې يادونه کوله او د بنګال د نا اهله انتظاميې پۀ کردار باندې به مو خبرولئ او پۀ خصوصي توګه د پوليس د ظالمانه رویې به مو درته وئيل. زۀ پۀ دې کښې هېڅ ډار نۀ محسوسوم چې ووايم چې ما به ستاسو پام د هندوانو پۀ خلاف پاليسۍ ته راګرځولو کومه چې د بنګال د حکومت، د پوليس انتظاميې او د مسلم ليګ د خاص ټولي لۀ طرفه مخ پۀ وړاندې وړلې کېده.

ځینې واقعيات

  1. اوله واقعه چې زۀ ئې ډېر زهير کړم، ‘ګوپال ګنج’ ته نزدې پۀ ‘ډېګهراکول’ کلي کښې رامنځ ته شوه چرته چې د يو مسلمان پۀ دروغژن شکايت د نماهاسودراس پۀ خلاف سخته کاروائي وشوه. قېصه څۀ داسې وه چې يوه ورځ يو مسلمان چې پۀ کشتۍ کښې روان د مهيانو د نيولو د پاره ئې جال خور کړے ؤ، نماهاسودرا هم هلته پۀ دې غرض جال خور کړو چې پۀ معمولي تاو تریخوالي هغه مسلمان کلي ته لاړو او د کلي خلقو ته ئې ووئيل چې کله مونږ پۀ کشتۍ کښې راتلو نو هغه کس زما او زما د ښځې سپکاوے وکړو. اتفاقاً د ګوپال ګنج اېس.ډي.او چې پۀ دې ځاے تېرېدو، هغۀ بې د کوم تفتیش دا شکايت رښتيا ومنلو او د نماهاسودرا پۀ ضد ئې وسله وال پولس ته پۀ هغه ځاے د کاروایۍ کولو ووئيل چرته چې نۀ صرف پولس بلکې مقامي مسلمانانو هم پۀ نماهاسودرا باندې چهاپه واچوله او د هغوي ښځې نر ئې نۀ صرف سخت سخت ووهل بلکې کورونو ته ئې هم زيان ور ورسولو او هم ئې ترې مال و متاع راټول کړل. د يوې اميد لرونکې ښځې د وهلو نه پۀ هم هغه ځاے اولاد تاوان شو. دې واقعې )پۀ اچهوتو کښې( تر لرې لرې وېره خوره کړه.
  2. دوېمه واقعه د پولس د اپرېشن وه. دا اپرېشن د 1949 پۀ شروع وختونو کښې د پي.اېس ګورنډي د ‘برېسال’ ضلع کښې شوے و. دا شخړه د يونين بورډ پۀ دوه ډلو کښې رامنځ ته شوې وه چرته چې د پولس د نازولو ډلې سازش وکړو چې مخالفه ډله ئې کميونسټان دي او امکان لري چې پۀ پولس سټېشن به حمله کوي. د دې سازش تر مخه او. سي ګورنډي د وسله وال فوج غوښتنه وکړه. پولس او فوج پۀ شريکه د هغه ډلې د خلقو پۀ کورونو چاپې واچولې او هغه خلقو ته ئې هم نقصان ور ورسولو کوم چې بيخي د سياست نه هم نۀ وو خبر؛ تر دې چې د ځینو انګرېزي هائي سکولونو ماشومان او استاذان ئې کميونسټان وګڼل او سخت تکليفونه ئې ور ورسول. دا سيمه چې زما خپل کلي ته نزدې وه، زۀ ئې خبر کړم. ما ضلعي مجسټرېټ او اېس.پي ته خطونه وليکل او د شفاف تفتیش غوښتنه مې ترې وکړه او ځائي خلقو هم دا غوښتنه کوله چې اېس.ډې.او دې د دې اپرېشن تفتيش وکړي خو چا هم د تفتيش زحمت ونۀ کړو. تر دې چې زما ضلعي انتظاميې ته ليکلي خطونو هم هېڅ رنګ رانۀ وړلو نو ما دا مسئله پۀ ستره کچه اوچته کړه او پۀ لوړو څوکو ناستو کسانو، چې پۀ کښې تۀ هم وې، پام مې دې طرف ته کول غوښتل خو زما دا هڅه هم لايعني وګرځېده.

د فوجيانو د پاره ښځې

  1. دلته پۀ ‘حبيب ګړهـ’ کښې هم د پوليس او د فوجيانو لۀ خوا د شوو ظلمونو قېصه د يادولو وړ ده چې پۀ هندوانو او پۀ خصوصي توګه پۀ اچهوتو باندې شوي دي. دلته به پوليسو او ځائي مسلمانانو د هندوانو کورونه لوټل او کومې فوجي څوکۍ چې جوړې شوې وې نو فوجيانو به نۀ صرف د سيمې خلق تنګول او د کورونو نه به ئې ورنه سامانونه وړل بلکې دوي نه به ئې دا غوښتنه هم کوله چې ځائي ښځې دې هم د دوي د جنسي اینګ سړولو د پاره ورولېږي. ما د دې حقيقت نه تاسو هم خبر کړي وئ او باور مو راکړے ؤ چې تفتیش به ئې کېږي خو افسوس چې بيا هېڅ هم ونۀ شو.
  2. داسې يو دوه واقعې د راج شاهي ضلعې ‘نېکهول’ کښې هم رامنځ ته شوې وې چرته چې پولس او ځائي مسلمانانو د کميونسټانو د دباوهلو پۀ بهانه هندوان نۀ صرف پۀ تکليفول بلکې کورونه به ئې هم ورله لوټل چې پۀ نتيجه کښې ئې ‘سنتهلاس’ پورې غاړه مغربي بنګال ته پۀ تلو مجبور شول او هلته به ئې دوي سره د شوو ظلمونو خبرې هر چا ته کولې.
  3. د ظلم او د بربريت دا داستان هله خپل عروج ته ورسېدو کله چې د کلشېره د ‘کهولنا’ د ‘ملارهټ’ پولس سټېشن حدود کښې د شلم دسمبر 1949 واقعه وشوه. هلته څلور حوالدارانو د نيمې شپې څلورو د ‘جوئيدېو برهما’ پۀ کور پۀ دې جواز چهاپه واچوله چې دوي د باغيانو کميونسټانو پۀ تلاش کښې دي. د پوليس د چهاپو د وجې ټول ځوانان د کوره لاړل چې شايد ځینې به کميونسټان هم وو. پوليس حوالدار چې جوئيدېو برهما کور ته دننه شو )او څوک سړے پۀ لاس نۀ ورغلو( نو د هغۀ ښځې ته ئې لاس واچولو. هغې خپل خاوند او د هغۀ څو ملګرو ته غږ کړو چې د پوليس د چاپې د وجې د کوره وتلي وو. هغوي ډېر پۀ غصې سره بېرته کور ته را دننه شول او چې ئې ولېدل چې څلور حوالداران او ورسره يو ټوپک دے نو پرې راباندې ئې کړل او شايد دوي پۀ دې نور هم زړۀ ښۀ کړو چې ټوپک لرونکي حوالدار باندې ئې حمله وکړه چې پۀ موقع مړ شو. بيا دوي پۀ دوېم حوالدار هم حمله وکړه او پاتې دوه حوالدان وتښتېدل او د الارم غږ سره د کلي خلق راپاڅېدل چې دوي ئې بيا بچ کړل. چونکې دا پېښه د شپې پۀ تيارۀ کښې شوې وه نو پۀ پېښه کښې ککړ خلق پۀ وخت د کلي نه فرار شول او نۀ صرف دوي بلکې د کلي ځینې نور هوښياران هم لاړل چې تفتیش کښې هسې بې څۀ پۀ عذاب نۀ شي. کله چې د ماسپښين اېس.پي ‘کهولنا’ سره د پولس او فوجيانو د واقعې ځاے ته راغلو نو پۀ پاتې بې ګناه خلقو ئې راباندې کړل چې مرګ ژوبله هم پۀ کښې وشوه او ورسره ئې د سیمې مسلمانان راپار کړل چې د دوي مالونه ولوټي. مسلمانانو نۀ صرف لوټمار وکړو بلکې ځینې خلق ئې مړۀ او ځینې ئې پۀ زور مسلمانان کړل. کورونو کښې پراتۀ بتان او مندورنه ئې ورله وران کړل، د ډېرو ښځو عصمتونه هم فوجيانو، پولسانو او ځائي مسلمانانو ولوټل. دا اور نۀ صرف پۀ کالشېره کښې د ګڼې ابادۍ کلي کښې لګولے شوے ؤ بلکې د نماهاسودرا ځینو کلو پورې وغزولے شو خو دوي ته پۀ کالشېره کښې هېڅ کميونسټ پۀ لاس ورنۀ رغلو. بيا دوي کالشېره نه پۀ درې ميله فاصله کښې پروت ‘جهلارډنګه’ کلي باندې چهاپه واچوله چې د کميونسټانو مرکزه ګڼلې کېده، دلته د دوي پۀ کاروايۍ کښې نۀ صرف کميونسټان ونېولے شول بلکې هغه خلق هم ونېولے شول چې کالشېره کلي نه مفروران دلته راغلي وو.
  4. پۀ اتۀ ویشتم فروري 1950 کښې ما د کالشېره او د يو دوو نورو کلو هم دوره وکړه چې اېس.پي کهولنا او ځینې اهم مسلم ليګيان مشران هم راسره وو. کله چې مونږ دلته راغلو نو دا کلے پۀ يو کنډر بدل شوے ؤ. ما د اېس.پي پۀ موجودګۍ کښې دا ووئيل چې دلته درې نیم سوه )350( کورونه وو چې اوس پۀ کښې درې پاتې دي او نور وران کړے شوي دي، د مالونو رمې او وطني کشتۍ د نماهاسودرا وې چې ترې تروړلې شوې دي. ما پۀ دې حقيقت د مشرقي بنګال وزير اعليٰ، چيف سېکټري او اٰئي.جي پوليس هغه مهال خبر کړل، تر دې چې تۀ هم.
  5. پۀ دې تسلسل کښې به د دې واقعې يادونه هم وکړم چې د دې دورې خبر د مغربي بنګال پۀ اخبار کښې چاپ شوے ؤ چې د هندوانو تر منځ د نارامۍ سبب وګرځېدو. د کالشېره ځپل شوي، بې کوره ښځې نر کلکتې کښې راټول شول او ورسره د شوو زياتو قېصې ئې پۀ ښکاره وکړې چې نتيجه ئې د جنورۍ پۀ اخره کښې پۀ مغربي بنګال کښې د فرقه وارانه فسادات منځ ته راتلل وو.

د فرورۍ د فساداتو اسباب

  1. بايد چې دې ته مو هم پام راوګرځوم چې د مغربي بنګال د فساداتو قېصې چې کالشېر د ظلمونو پۀ ردعمل کښې رامنځ ته شوې وې، د مشرقي بنګال اخبارونو سره د مبالغو راواخستې. د 1950 د فرورۍ پۀ دوېمه هفته کښې چې د مشرقي بنګال د بجټ پۀ حقله اجلاس شروع کېدونکے ؤ خو د کانګرس ممبرانو غوښتل چې دوي ته اجازت ورکړے شي چې د کالشېره او ناکهولي پۀ حالاتو بحث وکړي خو دوي ته اجازت ورنۀ کړے شو او دوي احتجاجاً د اجلاس نه واک اٰوټ وکړو. د هندوانو ممبرانو دې عمل نۀ صرف وزيرانو ته بلکې مسلمانانو ليډرانو او د بنګال سرکاري افسرانو ته سخته غصه ور وستله او شايد پۀ فروري 1950 کښې د ډهاکې او هم د نور مشرقي بنګال د فساداتو د کېدلو بنيادي وجه دغه وه.
  2. دلته دا هم د يادونې وړ ده چې د 1950 د فرورۍ پۀ لسمه نېټه د سحر لس بجو خواوشا د مشرقي بنګال د ډهاکې سېکټرېټ ته نزدې د يوې ښځې تصوير جوړ کړے شو چې د کلکتي پۀ فساداتو کښې ترې تے پرې کړے شوے ؤ چې ورپسې سم د لاسه د سېکټرېټ سرکاري ملازمانو يو جلوس راوویستو او هندوانو نه د بدل اخستو نعرې ئې وهلې. د جلوس نه پس دولس بجې پۀ وکټوريه پارک کښې جلسه وشوه او پۀ کښې د هندوانو پۀ خلاف تقريرونه واورولے شول چې دا تقريرونه نۀ صرف عام خلقو واورول بلکې سرکاري افسران هم پۀ کښې شامل وو او ټوقه خو دا وه چې بهر د سېکټرېټ ملازمانو جلسې او جلوسونه کول او دننه د مشرقي بنګال چيف سېکټري د مغربي بنګال خپل هم منصب سره د مشرقي او مغربي بنګال د فساداتو د ودرولو د پاره لارې لټولې.

د سرکاري افسرانو پۀ لوټ مار کښې مرستې

  1. د ماسپښين يوې بجې نه فساد رو پۀ رو پۀ ټول ښار کښې خور شو. د هندوانو پۀ کورونو او دوکانونو چُور تالان ګډ ؤ. ما پۀ خپله دا صورتحال ولېدو چې د لويو پولس افسرانو پۀ مرسته به مسلمانانو لوټ مار کولو. د هندوانو د سرو زرو دوکانونه د پولس پۀ نګرانۍ کښې لوټلے کېدل. دوي هېڅ داسې قدم نۀ پورته کولو چې د لوټ مار مخنیوے وکړي. دوي زياتي د مسلمانانو پۀ دې حواله رهنمائي کوله. دا بد مرغي ما پۀ خپله وليدله کله چې مازديګر پینځۀ بجې زۀ ډهاکې ته پۀ هم دې ورځ يعني پۀ لسم فروري 1950 راورسېدم. د ډېرې وېري باوجود ما ډېر څۀ د نزدې نه ولېدل او ډېر څۀ مې زده کړل چې نۀ صرف حېرانوونکي بلکې دردوونکي هم وو.

د فساداتو شاليد )پس منظر(

  1. د ډهاکې د فساداتو پینځۀ بنيادي وجوهات وو ــــ الف( هندانو ته د هغوي پۀ جرأت مندانه عمل سزا ورکړلې شي کوم چې د دوي ممبرانو د واک اٰوټ پۀ شکل کښې کړے ؤ، ب( د سهروري او د ناظم الدين د ډلو د اختلاف د وجې پارټۍ نه سره مچۍ جوړه شوې وه، ج( د مغربي او د مشرقي بنګال د يو کېدو د تحريک منځ ته راتلل کوم چې مسلم ليګ د وېرې سره مخ کړے ؤ؛ دوي غوښتل چې د دې تحريک مخه ونيسي او ګڼله ئې چې کۀ چرته پۀ مشرقي بنګال کښې پۀ غټه کچه فسادات را اوچت کړے شي نو پۀ بدل کښې به ئې پۀ مغربي بنګال کښې هم داسې وشي چرته به چې مسلمانان مړۀ شي )البته( د بنګال د يو والي تحريک به کمزورے شي، د( د بنګال مسلمانانو او غېر مسلمانانو د اختلافاتو شدت اختيارول چې د ژبې شخړه هم دې سره تړلې شوې وه، ه( ورځ پۀ ورځ د ګرانۍ د زياتېدو او هند سره د تجارت ودرېدو د بنګال د خلقو اقتصادي ستونزې لا زياتې کړې وې او د مسلم ليګ مشرانو پۀ ځاے د دې چې ئې ورته د حل لارې لټولې وې، دوي د خلقو پام دې نه د اړولو د پاره د هندوانو پۀ خلاف د جهاد کولو ترغيب شروع کړو.

لړزوونکي معلومات )تقريباً د لس زره خلقو قتل عام:(

  1. زما پۀ ډهاکې کښې د پاتې کېدو پۀ وخت ما د فساداتو او د لوټ مار ځپلي ځايونو او د خلقو سره ليدل وکړل او هم داسې مې د مير پور دوره هم پي.اېس تيجرون سره وکړه، پۀ سوونو د بې ګناه خلقو د وژنې خبرونو سخت ودړدولم. پۀ دوېمه ورځ ما د بنګال وزير اعليٰ سره ليدل وکړو او غوښتنه مې ترې وکړه چې بايد تاسو د ضلعي انتظاميې لۀ خوا داسې اقدامات پورته کړئ چې دا فسادات ودرېږي او تر نورو سيمو ونۀ غزيږي. پۀ شلمه فروري 1950 کښې زۀ چې د برېسال ښارګوټي ته لاړم نو ډېر حېران شوم چې پۀ سوونو هندوان وژل شوي او کورونه ئې سوزول شوي وو. ما د فساداتو ځپلې ټولې سيمې ولېدې. زۀ لا حېران شوم چې مسلمانانو د کاسيپور، ‘مدهبپاشا’ او لاکوتيا سيمې هم چې شپږ ميله لرې وې، تباه کړې وې. پۀ مدهبپاشا کښې څلور سوه زمينداران وژل شوي وو، څلوېښت زخميان شوي او ټول کورونه ئې ورته سوزولي وو او ‘ملاډيبندر’ چې د کوم دوزخ نه کم نۀ ښکارېدو، درې سوه خلق پۀ کښې وژلے شوي وو. ما ته دا خبر ځائي خلقو راکړو. دلته ما پۀ بېلابېلو ځايونو کښې سوزول شوي انساني وجودونه او ډهانچې هم ولېدې چې سپو او کارغانو شوکولې. پي.اېس راج پور سره ‘کېيبرتخېلي’ ته هم لاړم چې هلته درې شپېتۀ (63) خلق وژل شوي وو او ځائي تهاڼې د خلقو کورونه هم لوټ کړي وو. د ‘بابوګنج’ بازار د هندوانو دوکانونه ټول لوټل شوي سوزول شوي وو او هندوان ئې وژل شوي وو. د يو بشپړ رپورټ تر مخه فقط دوه نیم زره (2500) پورې هندوان يواځې پۀ برېسال کښې وژل شوي وو. د ډهاکې د فساد د ټولو مړو تعداد لس زره (10,000) ته رسېدو. ما چې د ځپل شوو ښځو ماشومانو حال لېدلو چې ټولو خپل خواخوږي بائيللي وو نو ذهن ته به مې پۀ بيا بيا دا سوال راتلو چې پۀ پاکستان کښې د اسلام پۀ نامه څۀ وحشت روان دے؟

د دهلي معاهدې پۀ نافذ کولو کښې عدم دلچسپي

  1. د مارچ پۀ اخره کښې پۀ غټ تعداد کښې هندوانو هجرت شروع کړو. داسې ښکارېده چې پۀ ډېر لنډ وخت کښې به ټول هندوان هندوستان ته هجرت وکړي. حالات بيخي بدتر شول. د قوميت احساس )مسئلې( سر راپورته کړو. د اتم اپرېل د دهلي معاهدې تر مخه قابو شوے اٰفت نظر انداز کړے شو. د ځپل شوو هندوانو د ډاډ د پاره ما د ټول مشرقي بنګال دوره وکړه. ما پۀ ګڼو ځايونو کښې هندوانو ته پۀ خپلې وېنا کښې به وئيل چې دوي دې حوصله نۀ بائيلي او د خپل پلار نېکۀ وطن دې نۀ پرېږدي. ما د مشرقي بنګال حکومت او د مسلم ليګ د مشرانو نه دا هيله لرله چې دهلي معاهدې باندې به عمل وکړي خو د وخت تېرېدو سره ما ته دا اندازه وشوله چې نۀ د بنګال حکومت او نۀ د مسلم ليګ مشران دا معاهده عملي کول غواړي. د دهلي معاهدې تر مخه خپل پلرني ټاټوبو ته راغلي هندوانو ته د دوي کورونه جائيدادونه هېڅ ور نۀ کړے شول کوم چې د هجرت نه پس مسلمانانو قبضه کړي وو.

د مولانا اکرم خان تحريک

  1. د مسلم ليګ پۀ ناوړه ارادو زما شک هغه وخت پۀ يقين بدل شو کله مو چې د مولانا اکرم خان، د مسلم ليګ صوبائي صدر، لۀ خوا ليکلي اداريه د بېساکهـ نه خپرېدونکې مياشتنۍ مجله “محمدي” کښې ولوستله. دا اداريه د اقليتونو وزير ډاکټر اے.اېم مالک ته د هغۀ رېډيو ته د کړې وېنا جواب ؤ چې هغۀ پکښې وئيلي وو چې پېغمبر محمد ]صلي الله علېه وسلم[ پۀ خپله هم پۀ عربو کښې يهوديانو ته مذهبي ازادي ورکړې وه. مولانا اکرم خان وئيل چې د ډاکټر مالک خبره به لا غوره وه چې خبرې ئې حواله هم لرله. بيا هم د هغۀ بيان سم دے چې محمد صلي الله علېه وسلم يهوديانو ته ځاے لرلو خو ولې دا خو د تاريخ اول باب ؤ، وروستو خو پېغمبر دا هم وئيلي وو چې بايد يهوديان دې د عربو نه وویستلے شي، خو ولې باوجود د دې هم چې مولانا اکرام لوے روحاني او سياسي شخصيت لري او داسې وائي، ما به دا سوچ هم کولو چې د نورالامين کابينه به دومره بې ايمانه نۀ وي. خو د دوي د بې ايمانۍ راته هله يقين وشو کله چې دوي ډي.اېن برابري د دهلي معاهدې تر مخه د اقليتونو منسټر واخستلو پۀ کومه کښې چې دا ليکلے شوي وو چې د اقليتونو نه دې د هغوي د پاره پۀ دواړو سيمو کښې هم مشرقي او هم مغربي بنګال کښې وزيران واخستے شي چې د اعتماد فضا جوړه شي.

د نور الامين د حکومت بې ايماني

  1. زما پۀ يو عوامي بيان کښې چې ما د ډي.ايم براري پۀ حقله پۀ کښې وئيلي وو چې د دۀ تقرير نۀ خو به د اقليتونو اعتماد بحال کړي بلکې هغه همدردي به هم يو وهم ثابت کړي د کومې چې اقليتونه د نور الامين د حکومت نه هيله کوي. زما ذاتي خيال دا ؤ چې دا نۀ صرف بې ايماني ده بلکې د دهلي د معاهدې ښکاره سر غړونه هم ده. زۀ به بيا دا ووايم چې براري بې د خپله ځانه د هېڅ چا نمائندګي هم نۀ کوي. هغه خو د بنګال دستور سازې اسمبلۍ ته هم د پېسو پۀ زور د کانګرس پۀ ټکټ راغلے ؤ. هغۀ خو د اچهوتو د اتحادیې د اميدوارانو مخالفت کړے ؤ؛ د منتخب کېدو نه څۀ وخت پس هغۀ کانګرس ته دهوکه ورکړه او د اچهوتو پۀ اتحادیې کښې شريک شو او پۀ تېره تېره چې کله دے د اقليتونو منسټر شو نو هغه دا اتحايه هم پرېښودلې وه. زۀ باوري يم چې د مشرقي بنګال هندوان به ماسره دا مني چې براري پۀ هېڅ صورت د دې وزارت اهل نۀ ؤ.
  2. ما د دې وزرات د پاره نور الامين ته درې نومونه تجويز کړي وو چې يو پۀ کښې د ډهاکې هائيکورټ وکيل اېم.اے او اېل.اېل.بي ؤ، هغه د فضل حق پۀ کابينه کښې د څلور کالو نه زيات وخت د پاره وزير پاتې شوے ؤ. هغه د ‘کول مائنز’ سټوونګ بورډ چئیرمېن هم ؤ او د اچهوتو د اتحادیې مشر نائب صدر هم ؤ. هم داسې زما دويم تجويز کړے کس بي.اے او اېل.اېل.بي ؤ. هغه هم اووۀ کاله د قانون ساز کونسل غړے پاتې شوے ؤ. ما دا وجه هم معلومول غوښتل چې ولې نور الامين د دومره لوستي کسانو پۀ ځاے براري وزير واخستو؟ بې د کومې وېرې ترهې ئې وايم چې د دې بس هم دا مطلب ؤ چې نور الامين د دهلي معاهدې ته هېڅ سنجيده او مخلص نۀ ؤ.

د حکومت د هندوانو د ویستلو پلان

  1. زۀ به پۀ دې سلسله کښې بيا دا ووايم چې د مشرقي بنګال سرکار لا تر اوسه د هندوانو د ویستلو پلان دوامداراه ساتلے دے. دوي غواړي چې هندوان دا صوبه پرېږدي. زما تاسو سره څو ځله پۀ دې خبرې شوې دي، بلاخره زۀ پۀ دې مجبور شوے يم چې ووايم چې ستاسو د هندوانو د ویستلو پاليسي دوام لري چې کۀ څۀ هم پۀ مغربي پاکستان کښې خو مکمل کاميابه شوې ده او دلته پۀ کاميابېدو ده. د براري د وزير پۀ حېثيت تقرري او د بنګال سرکار زما پۀ تجويزونو اعتراض ډېر پۀ شدت سره د دې خلاف کړے يم څۀ ته چې تاسو ‘اسلامي رياست’ وایئ. پاکستان هندوانو ته هېڅ تحفظ ورنۀ کړے شو. دوي اوس دا هڅه کوي چې هندوان دانشواران لۀ منځه يوسي چې د پاکستان سياسي، اقتصادي او سماجي ژوند د دوي د اغېزې لاندې رانۀ شي.

د شريک اليکټورېټ د ځنډولو د پاره چل ول او بهانې

  1. زۀ پۀ دې خبره نۀ پوهېږم چې ولې د اليکټورېټ مسئله منطقي انجام ته ونۀ رسېده. د دې درې کاله وشول چې د اقليتونو عارضي کمېټي پۀ دې کار لګولې شوې وه، د دې لۀ خوا درې ناستې شوي دي او چې د بېل او کۀ د شريک الېکټورېټ کوم سوال را اوچت شوے ؤ، هغه ځوابولو د پاره پۀ تېر دسمبر کښې د کمېټۍ لۀ خوا پۀ تابيا شوې ناستې کښې د ټولو اقليتونو نمائندګانو د شريک الېکټورېټ او د اقليتونو مخصوص نشستونو پۀ حق کښې رایې ورکړه چې زۀ د اچهوتو لۀ خوا نمائنده وم او زما هم دا رایې وه نو داسې دا خبره خو سپينه شوې وه خو ولې پۀ دې بيا اګست کښې ناسته وشوه چې پۀ کښې هېڅ سنجيده خبره ونۀ شوه او ناسته هم ملتوي کړې شوه. د دې به نور څۀ مطلب وي سېوا د دې نه چې پۀ دې چل د شريک الېکټورېټ خبره وځنډولې شي.

د هندوانو تاريک مستقبل

  1. اوس راځم د معاصر حالاتو پۀ طرف او پۀ مشرقي بنګال کښې د هندوانو د مستقبل پۀ حقله خبرې کول غواړم. لکه څنګه چې مونږ د دهلي معاهدې پۀ رڼا کښې هم وليدل چې دلته د هنداونو مستقبل غېريقيني، د مايوسیو او د تيرو ډک دے، ځکه چې د بنګال د هندوانو اعتماد بحال نۀ کړے شو، د دهلي معاهده تش يو کاغذ وګڼلے شو او د مشرقي بنګال حکومت او مسلم ليګ لۀ خوا ورباندې هېڅ سنجيده کاروائي ونۀ شوه. پۀ ګڼ تعداد کښې هندوان کډوال چې اکثريت پۀ کښې د اچهوتو مزدورانو ؤ، مشرقي بنګال ته پۀ بېرته راغلو خو د دوي د اعتماد د بحالېدو د پاره هېڅ ونۀ شو. د ددوي بېرته راتلل به دا هم څرګندوي چې دوي پۀ مغربي بنګال او متحده هندوستان کښې ځاے پېدا نۀ کړو او کډوالۍ سختو مجبور کړل چې واپس راشي او دلته د دوي پۀ عارضي خېمو کښې ژوند کول او بيا ابادېدل هېڅ دا معني نۀ ورکوي چې ګنې دلته د دهلي پۀ معاهدې عمل شوے دے بلکې دا به هله هم ممکن وو چې کۀ داسې کومه معاهده بيخي شوې هم نۀ وه.
  2. هم داسې بايد دا هم ياد شي چې د دهلې معاهدې باندې خپل پۀ خپله هېڅ ونۀ شول بلکې دا د يوې منصوبې ترمخه وو چې داسې حالات جوړ کړے شي چې د هندوستان او پاکستان پۀ منځ کښې د کشالو د هوارولو د پاره زمينه جوړه کړي خو د معاهدې د شپږو مياشتو دورانيې کښې هېڅ داسې څۀ ونۀ شول چې دا کشالې هوارې کړي، او بيا دا هم ده چې پۀ اولسي کچه د ملک دننه او بهر د هندوستان پۀ خلاف پروپګنډه پۀ پوره جوبن کښې کړې شوه. د کشمير ورځ د مسلم ليګ لۀ خوا پۀ ټول پاکستان کښې لمانځل ئې ښکاره ثبوت ؤ او پۀ تېره تېره چې د پنجاب اوسني ګونر پۀ خپل تقرير کښې وئيلي دي، مونږ يو مضبوط فوج ته اړتيا لرو څو چې د هند د مسلمانانو هم دفاع وکړو څوک چې د پاکستان پۀ حقله هندوستان پۀ دهوکه کښې ساتلي ــ بهر حال، داسې هڅې نور هېڅ هم نۀ شي کولے بې د دوو ملکونو تر منځ د تناو د زياتولو نه.

پۀ مشرقي بنګال باندې نن څۀ تېرېږي؟

  1. نن سبا د مشرقي بنګال حالات څنګه دي؟ د تقسيم نه را پۀ دې خوا تقريباً پنځوس لکهه هندوان کډوال شوي دي. د دې د تېرې فرورۍ د فساداتو تر څنګ نور هم ګڼ وجوهات دي ــــ د مسلمانانو د هندوانو وکيلانو، ډاکټرانو، دوکاندارانو او نور تجارت کوونکو نه بائيکاټ هم هندوان دې ته مجبور کړل چې مغربي بنګال ته لاړ شي. د هندوانو د کورونیو غېر قانوني سوداګرۍ او هغوي ته کرايو د نۀ ورکولو هم هندوان مجبور کړي وو چې پۀ مغربي بنګال کښې سرونه پټ کړي. د انصاریانو پۀ ضد هم ما ته شکايتونه راغلي وو چې هندوانو ترې خپل تحفظ غوښتو. د تعليم پۀ معامله کښې د تعليم محکمه هم د بنګال د سېکنډري سکولونو او کالجونو استاذانو ته دړکې ورکوي چې بايد دوي خپل تعليمي نظام اسلامي کړي او خپل چټي نظام تعليم دې بند کړي چې د ناکامه دوي هم مشرقي بنګال نه وکوچېدل او پۀ نتيجه کښې ګڼ سکولونه او کالجونه بند کړے شول. ما ته څۀ موده وړاندې دا خبر هم راغلے ؤ چې د تعليم محکمې پۀ سېکنډري سکولونو کښې د قران تلاوت د اقليتونو پۀ استاذانو او شاګردانو هم لازمي کړے دے او بل امر ئې دا کړے دے چې د سکولونو هېډ ماسټران دې د سکولونو بېلابېل بلاکونه د دولس سترو مسلمانانو پۀ نومونو ونوموي ـــــ دا لوړ مسلمانان اقبال، جناح، لياقت علي او ناظم الدين وغېره دي. پۀ ډهاکې کښې هم دا اوس شوي کانفرنس کښې دا خبره ښکاره شوه چې پینځلس سوه د انګلش هائي سکولونو کښې فقط پېنځۀ سوه خلاص دي، نور ټول بند شوي دي او د ډاکټرانو د هجرت نه پس د چا هم کوم تسلي بخش علاج نۀ دے شوے او تقريباً د هندوانو پنډتانو به چې پۀ کورونو کښې عبادتونه کول، هغه ئې هم د وېرې پرېښي دي او تلي دي او مندرونه خو هسې هم پخوا تړل شوي وو. دلته پاتې هندوانو ته دا ستونزه هم ورپېښه ده چې دوي د پنډتانو پۀ غېر موجودګۍ کښې خپل مذهبي رسومات نۀ شي ادا کولے، تر دې چې ودونه هم نۀ شي کولے چې د پنډت موجودګي ورته لازمه ده. د بتانو جوړوونکي هم تقريباً تقريباً تلي دي. د يونين بورډ هندو صدرانو او د سکولونو هندو هېډماسټرانو او سېکترانو پۀ ځاے هم مسلمانان اخستل شوي دي او هم داسې هندوان سرکاري ملازمين لا خو پۀ دباو کښې ساتل شوي دي او يا بې د کومې وجې برخاست کړے شوي دي. هم دا اوس اوس هم چټاګنګ هندو پبلک پراسيکوټر د خپلې عهدې نه لرې کړے شو او ‘شري نيلسين ګپتا د بيان تر مخه د مسلمانانو نه کرکه کول ورباندې الزام ؤ.

هندوانو ته قصداً انصاف نۀ ورکول

  1. د غلو، ډاکونو او تر دې چې د قاتلانو زور واکي لکه د پخوا راهسې پۀ جوبن کښې روانه وه. پولس تهاڼو کښې به د هندوانو رپورټونه نۀ درج کېدل. کۀ چرته د هندوانو ښځو د تښتولو او د جنسي تېرو واقعياتو کښې کمے راغلے ؤ نو د هغې وجه دا وه چې پۀ مشرقي بنګال کښې د دولسو نه تر دېرشو کالو د عمرونو هېڅ ښځه نۀ وه پاتې او چرته لرې چې د اچهوتو ځینې پېغلې د خپلو کورنيو سره اوسېدې، هغه هم د مسلمانانو نه نۀ وې پاتې شوې. ما ته ډېر داسې خبرونه رارسېدلي وو چې چرته چرته مسلمانانو د اچهوتو پۀ ښځو جنسي تېري کړي دي او هم داسې بل زياتے چې ورسره کېدلو به، هغه دا ؤ چې دوي به خپل د کر کروندې پېداوار مارکیټ ته خرڅ له راوړو نو د مارکيټ مطابق بيعه به نۀ ورکړې کېده. لنډه ئې دا چې پۀ پاکستان کښې هېڅ قانون او انصاف د هندوانو د پاره نۀ مخکښې ؤ او نۀ اوس شته.

پۀ مغربي پاکستان کښې خلق پۀ زور د خپل مذهب نه اړول

  1. د مشرقي پاکستان پۀ ځاے لږه يادونه به د مغربي پاکستان پۀ خصوصي توګه د سندهـ د حالاتو هم وکړم. د هند د تقسيم نه پس يو لکهـ پورې اچهوت صرف پۀ مغربي پنجاب کښې اباد وو چې پۀ کښې ډېرو پۀ زوره اسلام ته واړولے شول. هم داسې يو ځل پولسو ته پۀ بيا بيا زارو سره يواځې څلور تښتول شوې ښځې خوشي کړې شوې چې د هغو ښځو او د هغوي د تښتوونکو نامې حکومت ته ورکړې شوې وې. د دې اپرېشن مشر افسر اخري وېنا دا کړې وه چې ما ته د هندوانو د ښځو د خوشي کولو امر شوے ؤ نۀ چې د اچهوتو د ښځو هم ـــ پۀ سندهـ او کراچۍ کښې هم د اوسېدونکو هندوانو حالات قابل رحم دي. ما يو لسټ د سندهـ او د کراچۍ د درې سوه درې شپېتۀ )363( مندرونو او ګردوارو تر لاسه کړے دے چې مسلمانان ورباندې غځېدلي دي. ځینې مندرونو نه قصاب خانې، د موچيانو دوکانونه او هوټلونه جوړ کړے شوي دي او د دوي خپلې زمکې هم بغېر د کوم سرکاري خبر دوي نه اخستې شوې دي او يا هندوستان نه راغلي مهاجرو ته ورکړې شوې دي يا ځائي مسلمانانو پۀ خپلو کښې وېشلي دي. زۀ داسې دوه درې سوه هندوان پېژنم چې هغوي د چارواکو لۀ خوا مهاجر نۀ دي ګرځول شوي خو ولې خپلې زمکې ئې لا ورته حواله کړې نۀ دي؛ تر دې چې د پاکستان دارالخلافې کراچۍ پېنچره پول کښې هم نۀ. کراچۍ نه هم ما دا خبرونه ترلاسه کړي دي چې د ډېرو پلارانو لوڼه او د ډېرو مېړونو ښځې تښتول شوې دي چې اکثريت پۀ کښې د اچهوتو دے. ما د دوېم صوبائي حکومت پۀ پام کښې دا مسئلې راوستلې هم وې خو افسوس هېڅ ونۀ شول او هلته اوس هم پۀ زور د اسلام قبلولو سلسله لا دوام لري.

پاکستان د هندوانو د پاره نۀ دے

  1. لکه ما چې د هندوانو متعلق د پاکستان ټوله خاکه وړاندې کړه نو بې ځايه به نۀ وي چې ووايم چې دلته هندوان پۀ شته رياست کښې بې رياسته دي او د دوي بې د دې نه چې هندوان دي؛ بل کوم جرم ئې نۀ دے کړے. د مسلم ليګ لۀ خوا پۀ بيا بيا د پاکستان د اسلامي رياست خبره کېږي ـــ د دوي پۀ خيال اسلام يواځې داسې انتظامي حل دے چې د ټولو ستونزو مخنيوے ورباندې ممکن دے. د کېپيټالېزم او سوشلېزم پۀ شخړه کښې تاسو د اسلامي يو والي خبره کوئ خو د شريعت پۀ دې سکيم کښې به يواځې تاسو حکومت کوئ او هندوان او نور اقليتونه به ‘ذمي’ وي چې د خپل تحفظ به قيمت )ټېکس( ورکوي او وزيراعظم صاحبه! پۀ دې به تا نه بل څوک ښۀ پوهيږي چې دا قيمت به څۀ وي؟

د خپلې اوږدې مبارزې پۀ اخر کښې زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې پاکستان د هندوانو د اوسېدو ځاے نۀ دے. دلته د دوي راتلونکے د تيرو ډک دے. د اوچت ذات هندوانو او سياسي شعور لرونکو اچهوتو پۀ خوا د مشرقي بنګال نه کډې کړې دي او کوم هندوان چې دلته پاتې دي، د هغوي د پاره پۀ زړۀ نېولے يم چې د منصوبې تر مخه يا به ورباندې مذهب بدلولے کېږي او يا به بيخي لۀ منځ وړلے کېږي. دا ډېره حېرانوونکي خبره ده چې ستا غوندې لوستے او تجربه کار سړے هم د داسې نظر پلوے دے خو دا نظر به بې د تباهۍ او تخريب نه بل هېڅ هم نۀ راوړي. زۀ به تا او ستا ملګرو ته دومره ووايم چې هندوان به پۀ دې هم راضي شي چې څنګه تاسو غواړئ او د خپل پلار نېکۀ پۀ خاوره به لکه د ذميانو درسره اوسېږي. نن شايد دوي پۀ خپلو زړونو تيږي کېږدي خو سبا به خپل حق د پاره غږ پورته کوي. څوک خبر دي چې مستقبل به څۀ راوړي؟ او کله چې ما ته دا معلومه شوه چې زۀ د پاکستان مرکزي حکومت کښې يم او د هندوانو د پاره هېڅ نۀ شم کولے نو ولې يو دروغژن تاثر خور کړم چې د پاکستان دننه هندوان د سيالۍ ژوند کوي او د دوي ژوند، مال او مذهب پۀ امان دي؟

د مسلمانانو د پاره هم ازادي نشته

  1. هغه مسلمانان چې د مسلم ليګ د رنګينې دائرې نه بهر دي او يا د نا اهله او د ګڼکپې بېوروکراسۍ برخه نۀ دي، هم سخت ژوند تېروي چې ښکاره مثال ئې خان عبدالغفار خان دے چې د هغۀ غوندې غوره مسلمان لۀ تېرې يوې اوږدې زمانې پۀ دې خاوره پۀ قلاره نۀ دے پرېښودے شوے او د هغۀ تکړه او پۀ وطن مئين ورور ډاکټر خان صاحب هم څپېړو ته مخ دے ــــ زۀ وئيلے شم چې پاکستان کښې مسلمانانو ته هم هېڅ ازادي او تحفظ نشته. تۀ ګوره کنه! د ملک شمال مغربي او مشرقي سيمو پخواني د ليګ څومره ملګري بغېر د عدالتي فېصلو سزاګانې او جېلونه تېروي. سهروردي، چې بنګال کښې ئې د پاکستان د پاره څومره خاورې چڼ کړې وې؛ نن پاکستان کښې د یو داسې قېدي پۀ حېث دے چې نۀ بې اجازته چرته تلے شي او نۀ بې تپوسه خولۀ سپړدې شي!!

د بنګال نازولے سپین ږیرے فضل الحق چې مشهور ‘قرارداد لاهور’ ئې لیکلے، پۀ څومره سفاکۍ سره د ډهاکې هائيکورټ پۀ حدود کښې لکه د ګاڼۍ د غوایۀ جغ پۀ اوږه ښکېل دے!!! ستا د اسلام پۀ نوم دې ملک کښې اسلام ډېر سفاکۍ او بې رحمۍ سره لاګو کېږي!!! د مشرقي بنګال د مسلمانانو المیه لا دړدوونکې ده چې دوي سره د ځان له خپلواکه سټېټ لوط شوے ؤ خو هېڅ هم پۀ ګوتو ورنۀ رغلل. مشرقي بنګال د مغربي پاکستان د خلقو د پاره کالوني جوړه شوې ده. کۀ څۀ هم د دې خپله ابادي د نور پاکستان د ټولو وحدتونو او قامیتونو پۀ مقابله کښې زياته ده، د کراچۍ )هغه زمانه کښې دار الخلافه( واړه سپين سترګي فرمائشونه پۀ دې بوجهـ دي. د مشرقي بنګال د خلقو نهرې ګېډۍ نمړۍ ډوډۍ غواړي او دغه سپین سترګي د شریعت شریعت پونګي غږوي او د سندهـ او پنجاب نه دوي پۀ کاڼو ویشتلے شي.

زما خپله بې خونده او ترخه تجربه

  1. کۀ چرته زۀ دا ټول تصوير د پاکستان يو خوا ته کړم او دا بې حسي، ظلمونه او نا انصافۍ چې خلقو سره شوې، ياد نۀ کړم نو زما خپلې تجربې هم څۀ کمې دردوونکې او ترخې نۀ دي. تا د خپلې وزير اعظمۍ او د پارټۍ د لېډرۍ پۀ زور زۀ دې ته مجبور کړم چې ستا د مرضۍ بيان ورکړم چې ما پۀ تېر اتم ستمبر ور هم کړو؛ خو تا ته پته وه چې زما داسې کولو ته هېڅ زړۀ نۀ ؤ. ما نۀ غوښتل چې نيم رښتيا يا ټول دروغ ووايم خو ستا د کابينې د وزير پۀ حېثيت ما ته دا ممکنه نۀ وه چې انکار وکړم ــــ خو زۀ د دروغګویۍ دروند پېټے تر ډېره نۀ شم وړلے نو ځکه مې دا فېصله وکړه چې د خپل وزارت نه استعفٰي ورکړم.

زما استعفٰي چې ستاسو لاسو ته در ورسي، غواړم چې بې د کوم ځنډ ئې ومنئ او دا هم درسره اختيار دے چې د خپل اسلامي رياست تر مخه ورسره څنګه معامله کوئ، کولې شئ!!!

پۀ ټول اخلاص

جے. اېن. مېنډل

اتم نومبر 1950

 

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

خدائي خدمتګار شېخ رحیم الله – اعجاز خټک

خدائي ختدمګار شېخ رحيم الله کلے: کوزه لاچۍ )لاچي پايان( ضلع: کوهاټ د زېږون کال: …