preloder
کور / نور ليکوالان / د نن دور پۀ شاعر د تنقيص کوونکو اصلاح – نائیله صافي

د نن دور پۀ شاعر د تنقيص کوونکو اصلاح – نائیله صافي

هغه بله ورځ مې فېسبک کښې د نظره يوه خبره تېره شوه، ډېره خفه شوم. د داسې پوهه خلقو پۀ دومره غلطې رويې. زړۀ مې غوښتل چې پۀ دغه بحث کښې حصه واخلم خو دا خبرې د فېس بک نۀ دي. مونږ ته پکار دي چې پۀ ادبي او مهذبه رنګ کښې پۀ خپلو دې ادبي او قامي مسئلو ناسته وکړو او د ليک لۀ لارې ئې د حل کولو کوشش وکړو. نۀ چې پۀ فېس بک خپل ځان عالم ښکاره کړو ځکه نو پۀ هغه وخت خاموشه پاتې شوم او نن مې د دې ليک تابيا وکړه.

د څو ورځو نه وينم چې سلېمان يوسفزے او نور ملګري لګيا دي پۀ فېس بک دا خبره کوي چې زمونږ د پښتو ژبې شاعران لګيا دي شونډې سترګې او کمڅۍ ستائي، خپل اصل مقصد او معياري شاعرۍ نه لرې تلي دي.

زۀ دلته د دوي د دې تنقيص پۀ مکمله توګه خلاف يم ځکه چې هر شاعر دا کار نۀ دے کړے بلکې “خر” شاعر کړے دے د کوم چې هډو نوم هم معلوم نۀ دے. بې نومه شاعران او بې مقصده شاعري ئې ده. دا خبره زۀ منم چې زمونږ د پښتو ادب پۀ معياري شاعرۍ او موسيقۍ کښې ځني داسې شاعري او سندرې پۀ دانسته طور رادننه شوي دي چې هغه د اورېدلو او ستائيلو قابله شاعري نۀ ده. پۀ دغه سندرو کښې ځيني داسې سندرې دي لکه:

  1. پتاسه يم پتاسه ياره سمه پتاسه
  2. زۀ پرې ويشتل کومهٗ سترګې مې برغې تمانچې دي
  3. پۀ انټرنيټ مې ستا تصوير وليدو
  4. راکمه يو لوګے، نور ئژ نۀ څښمه،

بس کړه سيګرټے، نور ئې نۀ څښمه

داسې قسمه ډېرې سندرې نورې هم دي چې زمونږ د پښتو ادب لمن ئې ګنده کړې ده پۀ کومه چې مونږ له پۀ سنجيدګۍ سره غور کول پکار دي.

خو دا تنقيص کوونکي کوم چې د پښتو ژبې ټوله شاعري او ټول شاعران پۀ دې شمار کښي راولي نو دا د پښتو ژبې او د شاعرانو د عظيمې طبقې سره بې انصافي کوي. اصل کښې زمونږ بدمرغي دا ده چې دا تنقيص کوونکي هغه کسان دي چا چې کتابي شاعري هډو لوستې نۀ ده، دوي کۀ لګيا دي او دا اعتراضونه کوي نو دا د رکشو او بسونو د شاعرۍ ليدلو او اورېدلو پۀ بنياد لګيا دي. کۀ چرې دوي تېر خو پرېږده، کۀ موجوده او ځوان شاعر هم ولولي نو هم به خپل ګرېوان کښې پۀ دې خپل اعتراض ملامته شي او شاید چې خپله خبره واپس واخلي، خو د دوي مشاهده او مطالعه صرف دغه بسونو پورې محدود ده. دې نه علاوه دا هم د دغه تنقيص کوونکو کمے او کمزوري ښکاري چې څنګه دوي د کتاب نه ډډې ته پاتې شوي دي، هم داسې دوي د موسيقۍ اورېدو پۀ مېدان کښې هم دا قسم کړے چې نۀ خو به چرته د مطلب او معياري سندرغاړي سندرې واورو او نۀ به د پښتو باره کښې دا خپل منفي سوچ مثبت کړو. کۀ چرې دوي فياض خان خېشکي،سردار علي ټکر،هارون باچا،ګلزار عالم،راشد خان يوسفزے، کرن خان، استاد درد او داسې نور معياري سندرغاړي اورېدلے نو يقيناً چې د پښتو ژبې د معياري شاعرۍ نه به نن واقف وو. خو لۀ بده مرغه دا ډله کومه چې پۀ پښتو شاعرۍ دا ګوته پورته کوي، داسې سندرغاړي اوري چې هغوي د سره پښتانۀ سندرغاړي نۀ دي بلکې د روزګار پۀ غرض دې مېدان ته راغلي دي او د دغه بې نومه شاعرانو پۀ لاس ورغلي دي. دغسې خپل روزګار د دواړو ښۀ برابر روان دے. د چا کار او مقصد چې د پښتو ژبې پراختيا او مضبوطيا ده، هغه شاعران او هغه سندرغاړي جدا دي، د کومو نه چې اعتراض کوونکي غافله دي.

دغه غېر معياري او د ادب پۀ نوم بې ادبه شاعري کوونکي څوک دي او د دوي مخنيوے ولې نۀ کېږي. مونږ پۀ خپل منځ کښې د يو بل پۀ ګرېوان پسې بې وجې نښتي يو او دشمن لګيا وي کار وباسي. دې اعتراض کوونکو ته زۀ وايم چې خداے د پاره خپلې سترګې وغړوئ او کۀ واقعي د خپلې ژبې خدمت کول مو غرض وي نو کم نه کم دومره صلاحيت پکار دے چې د خپلې ژبې د دوست او دشمن بېلګوټ کولے شئ. تاسو چې پۀ کومه طبقه د دې ناسور الزام ور پۀ سر کوئ، ټولو نه وړاندې خو دغه طبقه پۀ خپله د دې دوېم نمبر شاعرۍ او دوېم نمبر شاعرانو خلاف ده خو زما پۀ خيال ستاسو پۀ سترګو داسې چشمې دي چې يوه شيشه خو ئي ډېر تېز کار کوي، پۀ کومه چې تاسو د بسونو ټرکونو رکشو شاعري وينئ او لولئ خو دوېمه چشمه مو بیخي کار نۀ کوي چې د پښتو ژبې سنجيده شاعر او معياري شاعري ولولئ يا ووينئ. د دې اعتراض کوونکو پۀ دې حرکت سره ما ته د ماشوموالي يوه خبره راياده شوه. کله چې مونږ واړۀ وو نو ماسخوتن کښې به مونږ پلار سره پرپټوني کول غوښتل او دا پرپټوني به داسې وو چې د لوبو مېدان به ئې صرف د يوې کمرې پورې محدود ؤ. پلار به مو وئيل زر کوئ پټ شئ، زۀ به غل يم تاسو به نيسم. مونږ به هم پۀ هغه ځاے ناست ووخو دومره به مو وکړل چې پۀ خپلو خپلو سترګو به مو لاسونه کېښودل او زمونږ ماشوم ذهن به پۀ دې غلط فهمۍ کښې پروت ؤ چې مونږ به څوک نۀ ليدل نو مونږ به وئيل مونږ هم څوک نۀ ويني. مطلب ټول خلق به راته د خپل ځان پۀ شان ښکارېدل او زمونږ پۀ دې حرکتونو به پۀ کمره کښې موجودو ټولو پوهه خلقو پۀ مونږ پسې پۀ بړق بړق خندل.

دلته د دې اعتراض کوونکې ډلې مثال هم دغه دے، دوي پۀ خپله خو د پښتو ژبې د شاعرۍ او شاعر د عظمت او خدمت نه بې خبره او غافله دي خو ولې دوي نور خلق هم ځان سره د خپل ځان پۀ تله تلي او هر سړے د ځان شان ړوند ګڼي. مونږ پسې خو به ټولو پۀ بړق بړق خندل ولې دلته زما زړۀ غواړي چې پۀ بړق بړق وژاړم، ځکه چې کۀ چرته د بس ډرائيور يا کلېنډر او داسې قسمه نورو خلقو پۀ پښتو ژبه داسې اعتراض کړے وے يا ئي داسې خبرې کولې نو بيا هم يوه خبره وه، ځکه چې دغه خلق صرف دغه دنيا کښې ژوند کوي او هم دغه ورته ټوله پښتو ښکاري خو چې د پښتو ادب سره تړلي خلق او د دې پۀ غېږه کښې غټ شوي خلق دا خبره کوي نو دلته د سوچ او فکر مقام دے.

زۀ دا هر ګز نۀ وايم چې زمونږ سنجيده شاعران بره د اسمان نه پۀ سپينه جامه کښې راکوز شوي دي او بیخي ئې تبليغ او نصيحت ته بډې وهلې دي، د شاعر کار پند او نصيحت هم نۀ دے. دغه سنجيده شاعران هم انسانان دي، مينه به هم کوي خپل محبوب به هم ستائي، پۀ خپله شاعرۍکښې خو پۀ داسې ژبه او انداز نۀ چې څوک ترې نفرت او کرکه وکړي، بلکې پۀ داسې مهذبه او ښۀ الفاظو سره چې شاعرۍ ته ئې هم ښائست ورکړي، هم ئې خپل محبوب او هم ئې دې سره سره د خپلې قام پرستۍ او پښتو مزے هم لۀ لاسه نۀ خوئېږي؛ دا خاصيت زمونږ سنجيده شاعرانو کښې د خداے فضل دے شته. د يو سنجيده او معياري شاعر کتاب کۀ څوک لولي نو پۀ يو وخت به پکښې د قام غم هم وويني، د دوران عکاسي به هم وويني او د مينې او رومان رنګونه به هم لري او دا ټوله شاعري به د هغه روزګاري غېر پښتون او بې نومه شاعرانو د شاعرۍ نه پۀ جدا ډول او معياري وي خو خداے دې وکړي چې زمونږ ناپوهه اولس د ټرک د شا نه قلار شي او کتاب لاس کښې راواخلي.

پۀ دغه تنقيص کوونکو کښې مې کتل، يو کس پکښې پوسټ ورکړے دے چې د يوې لارۍ تصوير ئېي ورکړے دے د کومې پۀ شا چې دا شعر ليکلے شوے:

رکھ کر راستے میں نفرتوں کے کنٹینر

تم نے دل کو اسلام آباد بنا ڈالا

اوس پۀ دې شعر پوسټ کولو کښې کۀ هر څو د دوي غرض جدا دے خو د دې پوسټ نه مونږ ته د دوي د شاعرۍ او مطالعې اندازه کېږي چې صرف د ټرکونو او ګاډو د شعرونو لوستو تر حده محدود ده.

زۀ د حوالې پۀ طور دلته د ځنو شاعرانو شعرونه وړاندې کوم چې زمونږ د نن وخت د ځوانانو شاعرانو دي. د دوي د شعرونو لوستلو نه به تاسو ته اندازه وشي چې څومره د قام پۀ غم ویاړلې شاعري ئې ده، نو زمونږه مشران به ولې خپل هنر خپل صلاحيت خپله شاعري خپل وخت د شونډو او وجود پۀ نمائش کښي ضائع کوي. زمونږ دې ځوان شاعر ته صرف د نن نۀ بلکې کۀ د سبا شاعر ووئيلے شي هم بې ځايه به نۀ وي. د دغه سنجيده شاعرانو ځنې شعرونه د بېلګې پۀ طور وړاندې کوم:

چې اوېزان يمه د ژبې بيا هم شورکومه

اوس خو لږ پوهه شه چې ژوند د څۀ پۀ زور کومه

زړۀ مې خوږېږي پرې چې داسې ئې بدحاله وينم

د بې ننګۍ مې قام ته ځکه نو پېغور کومه

فرحت عباس

پښتون يم زۀ مئين د خپل وطن پۀ پښتنو يم

د دې سيمې دا اونې او دا بوټي پۀ ما ګران دي

دوست محمد بحر

مونږ له د ژوند د کوم تصوير رنګ امېزي نۀ راځي؟

خو مسئله دا ده چې مونږ له انګرېزي نۀ راځي

کۀ جنګ له ځې نو شهادت دې خداے پيشګي قبول کړه

د مزائیلو د غزا نه څوک غازي نۀ راځي

فضل سبحان افغاني

ما ته وائي څنګ ئې زۀ ورته وايم

دې وطن ته ګوره دغه مې تصوير دے

اکبر هوتي

دنيا د ارتقا پۀ لوري واخستل ګامونه

پۀ ما پسې راپورې شو زما د کور ورونه

ښاخونه د مارانو د چندڼو استانې شوې

وږمو سره را الوځي د زهرو ډک بادونه

ساحل يوسفزے

زۀ به غنچې د محبت شيندمه

تۀ د نفرت بلې لمبې وروه!

چې د بارودو بدبوي لرې کړي

زلفې دې پرانیزه وږمې وروه!

ګوهر علي ګوهر

ستا د لاسه بل دے اور

ستا لاس کښې اوبۀ دي جي

وحيد ګران

کۀ هر څۀ وايمه زړګے زما پرې نۀ پوهېږي

د ژوندانۀ دې بې خودۍ ته مې نن ډېر وژړل

د زمانې طوفان مې هر څۀ له جونګړې وړي

د غريبۍ تشې جولۍ ته مې نن ډېر وژړل

ياسمين وزيرۍ

زۀ پۀ دعوې سره دا خبره کوم چې دغه تنقيص کوونکو به دا يو شاعر هم نۀ وي لوستےځکه ئې پۀ دغه ګندګۍ کښې پاک او ناپاک ټول لړلي دي. زۀ خواست کوم دې تنقيص کوونکو اين جي او ځپلې ډلې ته چې خپل منځ کښې د يو بل د ګرېوانۀ لاس وباسئ کوم چې تاسو بې ځايه اچولے دے. پۀ ګډه سره د دغه خلقو مخنيوي ته ملا وتړئ. د خپل تاريخ، پښتو ژبې او پښتون قام د تاريخ نه پۀ دانسته طور غافله ګرځئ. ولې د پښتو ژبې پۀ ارتقائي مزل او تر دې دمه پۀ رارسېدو نا خبره ئې. د پښتو ژبې پۀ هغه عظيمه برخه الزام لګوئ کوم الزام چې د جمات اسلامي مائنډ خلق لګوي. دا خلق د صدو نه لګيا دي هم ستاسو د ژبې د ژوندي ساتلو هڅې ئې کړي دي:

د شاهانو ورکړه لال و جواهر دي

د ادب د خاوندانو د زړۀ وينې

کۀ چرې مونږه د پښتنو د زرګونو کلونو پۀ تاريخ نظر واچوو نو د شېر شاه سوري نا واخله تر احمد شاه بابا يو چا هم پښتو ته پۀ شعوري طور د ودې ورکولو هڅه نۀ ده کړې، يو باچاخان ؤ چې دغه عمل ئې تر سره کړے دے، خو دلته هم تاسو وګورئ پۀ لکهونو خدائي خدمتګارو کښې صرف پۀ شمار څو نامې پېژندې شي او پۀ دغه نامو خدائي خدمتګاري هم پېژندې شي او د دغې تحريک ليکوالان شاعران وو چې د باچاخان سره ئې اوږه پۀ اوږه ژبې ته وده ورکړې ده. دا حقیقت البته چې مخې ته ولرو چې هر خدائي خدمتګار د خپلې ژبې او کلتور پرمختګ د پاره د تحریک وضع کړې لاره باندې هر وخت ځان د پوره روح سره کاربند ساتلے دے.

د دې نه علاوه يوه اين جي او يا اداره نشته چې پۀ مخلصه طريقه قام او ژبې ته وده ورکړي خو نن هم شاعر لګيا دے د ژبې غم خوري. باید چې زما خبرو سره به د ملګرو خاطر دروند نه سپک شوے به وي.

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

خدائي خدمتګار شېخ رحیم الله – اعجاز خټک

خدائي ختدمګار شېخ رحيم الله کلے: کوزه لاچۍ )لاچي پايان( ضلع: کوهاټ د زېږون کال: …