preloder

# J u s t i c e 4 S a r t a j K h a n د ‘پښتون’ د مشاورتي بورډ د اجلاس نیمګړې ایجنډا – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar پر دوه ویشتم جون پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې د مياشتنۍ “پښتون” مجلې د مشاورتي بورډ ناسته رابلل شوې وه. ما هم پکښې ګډون درلود. د ناستې ايجنډا د جولائي او اګست د ګڼو د پاره موضوعات او مواد سنجول او برابرول وو. د جولائي د ګڼې د پاره د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو کښې انتخابات او د هارون بلور شهيد او ميا راشد حسېن شهيد د تلينونو لمانځل پر ايجنډا وو. پۀ دې ترتيب د جولائي د ګڼې مخپاڼه هم تر اجلاس دوې درې ورځې وروسته پر ټولنيزو رسنيو شريکه کړل شوه چې د هارون بلور شهيد …

بشپړ متن

د جولائي سلېکټر، سلېکشن او سلېکټډ – ډاکټر خادم حسېن

‎پۀ 2014 کښې چې کله د امریکې حکومت اعلان وکړو چې افغانستان نه به غټې او درنې امریکائي دستې وځي او صرف د تربیت، څارنې او هوائي دستې به پاتې کولې شي؛ دې منصوبې اعلانېدلو سره سم پاکستان کښې د نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ د منتخب حکومت پۀ ضد ‌‌‌‌‌‌ډي چوک اسلام اباد کښې یو پرلت هم اعلان شو او پۀ شمالي وزیرستان کښې موجود د ترهګر نېټ ورک پۀ ضد پوځي عملیات هم پېل شول. د پوځي عملیاتو نه مخکښې چې حکومت طالبانو سره د مذاکراتو فېصله وکړه او طالبانو نه ئې د هغوي د نمائنده کمېټۍ …

بشپړ متن

سردار اودهم سنګهـ، میا راشد حسېن او هارون بلور درې زلمي روحونه – حیات روغانے

د تشدد او عدم تشدد د ردعمل دوه بېلګې زمونږ وړاندې درې زلمي روحونه دي – سردار اودهم سنګهـ 31 جولائي 1940 میا راشد حسېن 24 جولائي 2010 هارون بلور 10 جولائي 2018 زمونږ د وړاندې د 1919 نه د 2019 پورې د سل کلونو مزل دے. مونږ د سلو کالو پۀ وړومبي سر د جلیانواله باغ قصه کوو. پېرنګي ‘رولټ اېکټ’ جاري کړو. د دې پۀ ضد احتجاجونه شروع شول. د کانګرس دوه مشران ‘ستیا پال’ او ‘سېف الدین کچلیو’ د دغه اېکټ پۀ ضد احتجاج کښې ونیولے شول )یاده دې وي چې د باچا خان بابا د ژوند …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار شېخ رحیم الله – اعجاز خټک

خدائي ختدمګار شېخ رحيم الله کلے: کوزه لاچۍ )لاچي پايان( ضلع: کوهاټ د زېږون کال: 1910ز د مړينې نېټه: اتلسم کتوبر، 1982ز تعليم: ابتدائي سکول زدکړه ئې کړې وه. پۀ اردو، پښتو او فارسۍ کښې ئې ليک لوست کولے شو. تحرير ئې ډېر خوش خط ؤ. پېشه: حکمت – پۀ لاچۍ بازار کښې ئې د پنساري دکان ؤ. سياسي وابستګي: خدائي خدمتګار تحريک لاچۍ کښې سياسي ملګري: ارواښاد مير ولي نيکۀ، باد شاه ګل )اول) چې نامتو شاعر هم ؤ، ارواښاد عبدالرحمان، شېخ عثمان د بانډه فتح خان. د هندوستاند وېش نه وړاندي درې ځل پۀ 1930ز، 1935 او 1942 …

بشپړ متن

مخکتنه د خدائي خدمتګار کلتوري اغېزې – ډاکټر سید ظفر الله بخشالي

د ښاغلي ارچيوال صاحب د کتاب ‘د خدائي خدمتګار کلتوري اغېزې’ د مخکتنې دستورې د پاره زما پۀ شمول ډاکټر خادم حسېن، ډاکټر سهېل خان، طارق پښتونيار، شوکت سواتي او ځينې نورو ملګرو ته هم بلنه وه. پۀ دولسم جون زۀ د ډاکټر سهېل خان، ډاکټر شهزاد چې د کوهاټ میډیکل کالج زدکړیال دے، عثمان خان د دير استوګن چې پۀ چين کښې د پي اېچ ډي محصل دے او اکبر علي چې پۀ کابل کښې د ملي بانک سره ملازم دے، سره بدرګه د کابل پۀ لوري روان شوم. جلال اباد او کونړ کښې مو مېلمستیا وشوه. پۀ دیارلسم …

بشپړ متن

د عوامي نېشنل پارټۍ سوات د صدر ښاغلي ایوب اشاړي ويډیو پېغام – ‘پښتون’

ما نۀ مخکښې سیکیورټي غوښتې وه او نۀ به ئې وغواړم، دعويٰ به مې پۀ محمود خان وي. پۀ نهم جون د ګرانۍ خلاف زمونږ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ هره ضلع کښې احتجاجي مظاهرې وې چې دغه لړ کښې پۀ سوات کښې هم عوامي نېشنل پارټۍ يو بهر پور پروګرام کړے ؤ، ځکه چې دې وطن کښې ګراني زياته شوې ده، غريب ډوډۍ پسې حېران دے، درميانه طبقه ئې هم مفلوجه کړه، شتمنه طبقه هم پۀ لاندې روانه ده. نو کۀ پۀ دې وطن کښې اٰفت، تکليف او مصيبت راځي نو عوامي نېشنل پارټي به لازماً د هغې خلاف …

بشپړ متن

باچا خان او د قېد و بند دردونه – ژباړن: اتل افغان

احمد سلیم، ‘انگریز راج اور پشتون سیاست’، ۱۹۹۷، د څلورم څپرکي څخه ژباړه د قصه خوانۍ بازار 1930-40ز نه وروستو او “هندوستان پرېږدئ تحريک” 1942ز نه مخکښې لسيزې جائزه مونږ د سر جاج کننګهم او سکندر مرزا د بيانونو پۀ رڼا کښې اخستې ده. پۀ دې باره کښې پۀ خپله د باچاخان څۀ نظر ؤ او هغوي پۀ دې دوران کښې د صوبې سياسي ژوند ته پۀ څۀ نظر کتل، پۀ دې باب کښې به مونږ پۀ دې رڼا غورځوو. د 1930ز د قتل عام نه څو ګېنټې مخکښې باچا خان او د هغۀ څو ملګري ګرفتار شوي وو. د …

بشپړ متن

د پښتنو د یو والي نه د ‘ترقي پسندو’ او فرقه پرستو بنسټګرو بېزاري – علي زر خان علي

د ښاغلي اکبر سیال لیکنه ‘پۀ پښتو ادبیاتو کښې د تهذیب او تمدن نه د بېزارۍ بېلګې او شهادتونه’ مونږ د یو لنډي نوټ سره خپره کړې وه. هغه نوټ کښې مونږ پۀ لوستونکو سپارښتنه کړې وه چې ‘دغه پورته لیکنه یو ځل بیا د کلتوري تړون، cultural relativism او شعري پس منظر د شعور سره ولولي. د ښاغلي اکبر سیال دغه لیکنه د تهذیب او تمدن پۀ اړه د ارتقاء تمنا زېږوي او یو خوندور بحث ته لار پرانیزي’ – اوس چې دا لیکنه راغله )هسې راغلې خو هم فرورۍ کښې وه خو لۀ بده مرغه لۀ چاپه ځنډېدلې …

بشپړ متن

سائل د درد مند زړونو اواز – عبدالحمید زاهد

د سائل صاحب پۀ حقله زما او د صاحب شاه صابر قصه هو به هو يو شان ده. اول به د صاحب شاه صابر دا واقعه بيان کړم چې وائي: ‘ياد مې نۀ شي چې دغه کوم کال ؤ او د څۀ ورځ وه خو يو ماښام پۀ کلي کښې شور شو چې ښکته چم کښې مشاعره ده. د راڼیزۍ ادبي ټولنې لۀ خوا زمونږ د کلي ښاغلي ګل محمد صابر را جوړه کړې وه. مشاعره روانه وه، مشران پۀ کټونو کښې ناست وو او کشرانو پۀ زمکه درۍ خوره کړې وه. ما د خپلو همځولو پۀ څنګ کښې پۀ …

بشپړ متن

اداريه – جولائي 2019

پاکستان نېشنلیانو د پاره مېرنے دے، خو خپل د چا دے ؟ د جولائي میاشت سره تړلې درې واقعې لوستونکو ته یادوو: 28 جولائي 2017: ‘وزیر اعظم’ میا نواز شریف د خپلو اثاثو دننه ‘د دوبۍ تنخواه’ نۀ ښودلو باندې د ارټیکل 62 ترمخه نا اهله کړے شو. 29 جون 2018 : پېرس کښې د فنانشل اېکشن ټاسک فورس (FATF) لۀ خوا شوې غونډه کښې پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو د پاره د مني لانډرنګ لړ کښې د خامیو او کوتاهیو پۀ تور ‘ګرے لسټ’ کښې شامل کړے شو. 10 جولائي 2018: پېښور کښې خودکش بمي چاودنه – د …

بشپړ متن