preloder

د باچاخان ژوند او مبارزه – انجینئیر اعجاز ایسپزے

د باچاخان ژوند او مبارزه – انجینئیر اعجاز ایسپزے هغه سړي جغرافيه او تاريخ دواړه ټاپ کړل هغه سړي د سردرياب باچاخان هېڅ ونۀ وې د خان عبدالغفار خان ژوند او مبارزه باندې خبرې کول داسې دي لکه چې څوک د سمندر د پاياو معلومولو او سپاري. حق حېران پاتې يم چې د خپلو ګڼو نيمګړتياو پۀ ترڅ کښې به دا سمندر څنګه پۀ لپه کښې ځايوم؟ د باچا خان د غر هومره ژوند د بې شمېره اړخونو نه انتخاب کول يوه ګرانه خبره ده. ما دا تدبير وکړو چې محض د کرونولوژي د تکرار نه به ګام واړوم ځکه چې …

بشپړ متن

د خېبر پښتونخوا نازولے احتساب کمېشن – عامر عالم

د خېبر پښتونخوا د احتساب کمېشن د نوم اورېدو سره سم ما ته د خپل پلار هغه ملګرے راياد شي کوم چې د غېر قانوني کار د نوم نه پۀ خوب کښې هم وېرېدو، خو پۀ اخري وخت کښې ورته خداے پۀ قهر شو او ایډيشنل سېکرټري تعينات شو. د خداے کړۀ وو، سېکرټړي صاحب خپلو بچو له هېڅ هم ونۀ کړل بلکې تر اوسه پۀ پېښور کښې د کرایه پۀ کور کښې ژوند کوي،د ريټائرمنټ نه وروستو د احتساب کمېشن نېک نظر پرې پرېوتو او د روژې پۀ بابرکته مياشت کښې هېڅ بې هېڅه ونيولے شو. يوه مياشت احتساب …

بشپړ متن

 ډهانچه (افسانه) – شېرولي خان اورکزے

   د سر بسته طاقتونو پۀ مرسته او اشاره یو معلوم کردار پۀ قبائیلو د هغو خپله او ازاده خاوره داسې راتنګه کړې وه چې پۀ يخ ژمي او واورو واورو لارو د الوتکو د بمبارۍ او پۀ زمکه د دهماکو لۀ وېرې د علاقې ټول خلق پۀ هجرت مجبور وو. د ګاډي د تګ را تګ لارې د واورو پۀ وجه مکمل بندې وې. شتمن خلق اکثر پۀ خرونو او خچرو او عام اولس ټو ل پیاده روان وو. د سلیم پلار د فالج پۀ رنځ رنځور د یو لاس او د یوې پښې د حر کت نه محروم …

بشپړ متن

سرشمېرنه 2017 ز – فطرت بونېرے

  نولس کاله پس پۀ پاکستان کښې سر شمېرنه وشوه. پاکستان جوړېدو نه وروستو پینځمه سر شمېرنه 1998ز کښې شوې وه. د هاغه وخت وزيراعظم د مسلم ليګ ګوند\ مشر ميا نواز شريف ؤ او اوس چې دومره وخت پس شپږمه سرشمېرنه وشوه نو وزيراعظم بيا هم نواز شريف ؤ. دې سر شمېرنې ځان سره د سوالونو او ګمانونو یو بهیر هم راوړو. کۀ يو اړخ ته ميډيا او پۀ ځانګړې توګه اخباري کالمونو کښې صحافيانو د دې سرشمېرنې پۀ اعداد و شمار نيوکې وکړې نو بل اړخ ته د اولس نمائنده سياسي ګوندونه هم دغه سرشمېرنه باندې نيوکې کوي …

بشپړ متن

بليو وېل چېلنج – حسيب جان همراز

لوبې د انساني ژوند پۀ ښۀ او صحت مند جوړولو کښې يو مهم کردار لري، هغه کۀ جسماني لوبې او ورزشونه وي کۀ د ټېکنالوجۍ پۀ دې دور کښې د کمپيوټر يا موبائېل تر لارې کېدونکې لوبې وي. يو د جسم د ښۀ جوړولو د پاره مهمې وي او بل د ذهن. نن سبا د هر نر او ښځې، ځوان، پېغلې، ماشوم، ماشومې پۀ لاسونو کښې سمارټ فون وي کوم چې د دنيا يو ضرورت هم دے او تر ډېره حده پورې سيالي هم. د دې سمارټ فون استعمال په ګڼ شمېر طريقو سره کېدے شي. کۀ څوک ئې پۀ …

بشپړ متن

عجيبه سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  [دا خاکه د پښتون د جولایـۍ 2017ز ګڼه کښې د اووهٔ شپېتم نه تر اویایم مخونو باندې نیمه چاپ شوې وه او پاتې نیمه برخه ئې نهٔ وه ترلاسه شوې. پهٔ ترلاسه کېدو ئې دې یادګیرنې سره ستاسو د لوست ذوق ته سپارو ــــ پښتون] د دوستانو د کتابونو پۀ حقله به ئې کله کله دلچسپې تبصرې هم کولې. لکه چا ترې تپوس کړے ؤ چې د پرېشان خټک صاحب کتاب "پشتون کون؟" څنګه دے؟ نو وې وئيل، "کتاب ښۀ دے خو چې پۀ کومه ژبه کښې ليکلے شوے دے، دا د ماضي اردو نۀ ده. دا د حال …

بشپړ متن

پۀ  کتاب تبصره – اورنګزېب خان

  "د مرګ نه مخکې يو څو ټکي" ليکوال: ډاکټر خورشيد عالم ګو چې د ډاکټر خورشید عالم صاحب د هم دې عنوان لاندې پۀ انګرېزۍ کښې ليکلے شوے کتاب به زما نزدې يو کال کېږي چې مطالعې لاندې دے چې پکښې موجود  د ميلينونو ډالرو سوالونو ته معقول او مناسب جوابات ولټوم خو چې کله مې د پښتو دا کتاب وليدو، راواخستو او ولوستو نو د هغوي د خوښې مطابق چې پۀ انګرېزۍ خو د هغوي بچي هم پوهېږي، نو فېصله مې وکړه چې اول به پۀ پښتو کښې دغه تبصره وليکم نو بيا به انګرېزۍ کښې هم انشاالله …

بشپړ متن

عقيده مجاهده ده

  (تېر پسې) جناح ووې چې زۀ به تر هغې د کونسل د پاره نومونه نۀ ورکوم تر څو چې ما ته دا تسله نۀ وي راکړې شوې چې د کونسل ټول مسلمانان غړي به د مسلم لیګ نه وي. کله چې کانفرنس پۀ څوارلسمه جولایۍ شروع شو نو وائسراے د دې د ناکامه کېدو اعلان وکړو. مولانا ازاد د کانفرنس پۀ ناکامه کېدو خپلو تاثراتو کښې ووې چې کۀ جناح مخالفت نۀ وے کړے نو د کونسل څوارلس غړو کښې به اووۀ کسان مسلمانان وو، اګرچې هندوستان کښې د مسلمانانو د ابادۍ تناسب پنځویشت فیصده دے. دا د کانګرس …

بشپړ متن

د فاټا پهٔ اړه د ANP ټول ګونديز کنفرانس – پښتون

عوامي نېشنل پارټۍ تل د پښتون قام د وحدت خبره کړې ده. پۀ دې لړ کښې پۀ سیاسي عمل او پارلېمان د ګوند باور د دې سیمې د پارلېماني تاریخ یوه ځلنده پاڼه ده. هر څو کۀ د پاکستان ائین پۀ قبائیلي سیمو کښې کله هم د سیاسي عمل او خصوصاً د عوامي نېشنل پارټۍ مداخلت زغملے نۀ دے، حال دا چې د هندوستان د وېش نه وړاندې هم جناح صاحب د پاره لنډي کوتل پورې د دورې بندوبست کېدلو او تحریک انصاف ته د ډرون د مخالفت ډرامې د پاره د وزیرستان سټېج سینګارېدلو، خو د پښتون سیاست مدارانو …

بشپړ متن

تورے ڪباړي (افسانه) – اشنغر روغانے

تورے ڪباړي (افسانه) – اشنغر روغانے توره سوکړۍ ږيره، سکڼ رنګ، سترګې او د لاسو ګوتې؟ لکه د ښارو پنجې ـــ پۀ څلور قونجه دنيا کښې د کونډې ابۍ ایکي يوه اسره ـــ “تور خان” ـــ چې کله کله به ئې ورته د ډېرې مينې نه “شهزاده” هم وې، خو د کلي واړۀ وو چې بې د “توري” به ئې ورته بل نوم نۀ اخستو. خوار لا د درې کالو و چې د پلار د زنې نه ئې کونډې ابۍ چيرړه تاو کړې وه. وائي چې خمبې به دانو نه لږې او زړونه د خلوص نه ډېر ډک وو. کۀ چا خېرات ورکوۀ …

بشپړ متن