preloder

پان اسلام ازم د نيوهسټورسزم پۀرڼاکښې

د عالمګير حکومتونو تاريخ مونږ ته دا خبره واضحه کړې ده چې پۀ اکثره دنيا حکومت کوونکو کښې تر ټولو ياد حکومت د يونانيانو ؤ چې د مقدونيه سکندر پکښې د وسله وال طاقت پۀ زور د عالمګيريت سرخېل ياديږي. د دې نه وړاندې هم د هخمنشيانو تهذيب مشهور دے، خو پۀ دې کښې د عالمګيريت رواجي اساسي محرکات پۀ څرګنده توګه فعال نۀ دي. بيا ورپسې د رومن امپائر (رومن امپراطوري) يادېږي چې اګسټس سيزر ئې اولنے سالار ؤ، جوليس سيزر پکښې ډېر مشهور دے چې کله ئې سياسي بريا ترلاسه کړه نو ډېر زر مطلق العنانيت ته ګامزن …

بشپړ متن

اداريه – نومبر 2017

د NA-4 ضمني انتخابات د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند او د کالعدم جهادي تنظیمونو پۀ ملاتړ د ولاړو امیدوارانو نه بغېر نورو ټولو ګوندونو پۀ NA-4 کښې شوو انتخاباتو باندې نۀ صرف خپل تحفظات څرګند کړي بلکې د دې پۀ نتیجو ئې هم خپل اعتراضونه مخې ته راوړي دي. د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک او د اېن اے څلورمې حلقې نه د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار خوشدل خان ایډوکېټ پۀ یو شریک پرېس کانفرنس کښې د الېکشن کمېشن نتیجې رد کړې دي او پۀ زغرده ئې پۀ الېکشن کمېشن د جانبدارۍ الزام لګولے دے. حقیقت …

بشپړ متن

اداريه – اکتوبر 2017

د باچاخان او ولي خان وېنا د شهید ډاکټر نجیب د وینې نه واورئ!!! د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د اولس )خصوصاً د قبائیلي سیمو او پښتونخوا خلقو( او د امنیتي ځواکونو د بې شمېره قربانیو باوجود د نړیوالې ورورولۍ لۀ خوا راتلونکو خبرونو، تبصرو او تجزیو د ریاست پۀ توګه پاکستان تشویش سره مخ کړے دے. د امریکائي صدر د افغانستان او پاکستان د پاره د پالیسۍ د لهجې نه واخله د چین پۀ شیامن ښار کښې د BRICS د مشرانو غونډې پورې لۀ هرې خوا یو غږ او یوه نعره ده. دا هر څۀ ناڅاپه مخې ته …

بشپړ متن

اداريه- ستمبر 2017

د ډونلډ ټرمپ د افغان پاليسۍ ممکنه اثرات د افغان پالیسۍ پۀ تناظر کښې د جمي کارټر نه ډونلډ ټرمپ پورې پاکستان همېشه د امریکې نزدې همکار پاتې شوے دے. د پاکستان پۀ خارجه پالیسۍ کښې هم امریکائي فېکټر باندې همېشه تنقیدونه شوي دي او کله هم د پاکستان خارجه پالیسۍ ته معتدله یا ازاده خارجه پالیسۍ وئیلې شوې نۀ ده. د هم دې پالیسۍ پۀ وجه پاکستان خپل ګاونډ کښې د هندوستان، ایران او افغانستان سره د تعلقاتو سمون کښې څۀ ډول پېش قدمي نۀ ده کړې چې د پاکستان پۀ مجموعي سیاسي، امنیتي او اقتصادي صورتحال ئې بد …

بشپړ متن

اداريه – اګست 2017

پهٔ نامه د خداے چې رحمان او رحیم دے د ترهګرۍ په ضد نوي عملیات د تېرې روژې میاشت کښې د ډېورنډ کرښې دواړه اړخونو ته وینه تم نۀ شوه. تر دې چې د واړۀ اختر نه دوه ورځې وړاندې پۀ پاړا چنار کښې شوي خونړي برید اختر هم عاشوره کړو. د دې نه وړاندې د پاکستان پۀ مختلفو ځایونو کښې د بمي چاودنو یوه سلسله شروع شوې وه چې پۀ ملک کښې د امن خوښو او امن د پاره د قربانیو کوونکو د پاره به یقیناً چې دغه چاودنې د تشویش باعث وې. اوس چې د خېبر فور پۀ …

بشپړ متن