preloder

د مولانا صوفي محمد د نوې مرکې پهٔ متن یو تاثر – سجاد ژوندون

پۀ سوات کښې د ترهګرۍ جاکړ پۀ نیمه شپه قدرتي نۀ ؤ راغلے، پښتنو ته به یاد شي چې د اېم اېم اے دور کښې به ‘تور پټکي’ راووتل او شریعت به ئې غوښتو. څۀ وخت پس به ورسره د اېم اېم اے ‘منتخب’ نمائندګانو د ‘صوبه سرحد’ او ‘وفاق’ پۀ نمائندګۍ ‘مذاکرات’ وکړل او دغه به ‘کامیاب’ شول ـــ دغه کټوۍ جوش ووهۀ. ياده دې وي چې هر کله پۀ سوات کښې د ترهګرۍ لمبې راپورته شوې، کورونه نړېدل، سرونه پرېکېدل، عزتونه نېلامېدل او اولسونه پۀ يوه پښه لۀ ملاکنډ ډوېژن، سوات او خوا شا علاقو نه بې کوره …

بشپړ متن

پيډوفيليا (Pedophilia) – حسیب جان همراز

انسانيت پۀ چغو چغو لګيا دے ژاړي او دا خبره پۀ بیا بیا کوي چې د سوشل ځناور نه نۀ پۀ دولت انسان جوړېدے شي، نۀ پۀ شهرت، نۀ پۀ نوکرۍ، نۀ پۀ ځان ډېر مذهبي ښودلو، نۀ ځان پۀ ډېر مهذب ښودلو او نۀ پۀ پخڼو پخڼو خبرو ـــ بلکې انسانيت پۀ هاغه چا کښې دے چې د ژبې، لاسو پښو او رویو نه ئې دبل انسان ژوند، عزت او املاک محفوظ وي زمونږ ټولنه کښې چې پۀ کوم لور نظر اچوې نو انسانان به درته د انسانانو لۀ لاسه پۀ عذاب کښې ښکاري. د انسانيت قتل عام شروع …

بشپړ متن

سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه! – شفيق او فېصل

ډاکټر فېصل خان (د بائیوټېک پروفېسر) او شفیق ګګیاڼے (زلمے سماجي کارکن) پهٔ مختلفو موضوعاتو وخت پهٔ وخت رېډیائي خپرونې د خپلې پاڼې نه خپروي. دغه خپرونې پهٔ ټاکلے شوو موضوعاتو د زلـمو خپل اندونه وي. مونږ ګڼو چې د زلمي کھول ذهني تربیت د پاره داسې خپرونو ته ځاے ورکړو او د دې پهٔ لوستلو باید زمونږ زلمي هم خپل ذهنونه د خپلې مشاهدې پهٔ رڼا کښې مکالمې او دلیل د پاره وسپړي. ‘پښتون’ پهٔ دې موضوعاتو د دواړو ښاغلو سره خپل اختلافي نوټ لیکل پهٔ دې وجه ضروري نهٔ ګڼي چې د لوستونکو ذهنونه څهٔ ډول ډکټېشن محسوس …

بشپړ متن

تابوت (افسانه) – میلون جیلاس، ژباړن پروفېسر ګوهر نوید

  د څو مياشتو د جنګ نه پس دشمن د سيند پۀ لوېديز اړخ خپلې مورچې جوړې کړې. پۀ دغه لوېديزه علاقه کښې هغه خلق ميشته وو چې د دښمن پۀ موجودګۍ کښې ئې خپل ځان محفوظ نۀ ګڼلو. د دوي واړۀ واړۀ پټي او باغونه د سيند ختيځ طرف ته وو. د هغوي خصمانې د پاره به دوي روزانه هلته کښې تلل او څۀ خلق به ختيځ طرف ته خپلو عزيزانو کره هم تلل راتلل. يو سحر د سيند نمر خاتۀ طرف ته د تللو د پاره ډېر خلق د سیند پۀ غاړه ناست وو. د جنګ پۀ وجه …

بشپړ متن

حراموڼې – لائبه افروز زئ

[پښتون پهٔ دې ویاړي چې د خپل روایت سره سم ئې پښتو ژبې د پاره نوي لیکوالان او لیکوالانې مخې ته راوستي او د هغوي د فن داد او ډاډ ورکولو سره ئې دغه روښانه فکرونه اولس ته رسولو کښې خپل کردار لوبولے دے. لائبه افروز زئ، چې پهٔ اردو ژبه ئې لیکل کول او اوس هم کوي، زمونږ د ملګري مجیب الرحمان خټک پهٔ ارتباط د پښتون سره وابسته شوه. د هغې وړومبۍ لنډې قیصې ‘خالي کور’ او دې پسې ‘بنده کوټه’ چې مجیب خټک ئې پښتو ته ژباړه کړې وه، نه پس دا افسانه ‘حراموڼې’ هم شاهکار لیکنه …

بشپړ متن

ماحولیات – ناصر علي خان ایریدے

دا چې غرونه هوارېږي ځنګلونه هوارېږي د انسان مادي هوس کښې اميدونه هوارېږي يو خوا ته کۀ د ماحولياتو افاقي مسئله ده، بل خوا زمونږ صوبائي حکومت نوره هم زياته کړه. ډېرې بې دردۍ سره لګيا دي او د دوو پېسو دپاره ئې زمونږ د صوبې جمالياتي مخ خيچن کړو او قدرتي حسن پسې داسې لګېدلي دي لکه ظالم ښکاري! زمونږه پښتونخوا پۀ جمالياتي توګه ډېره منوره ده، قدرتي حسن، نظارې، غرونه، سيندونه وغېره ددې سيمې ميراث او زينت دے. زۀ چې پۀ کومه ضلع کښې اوسېږم، يوه وادي ده. قدرتي حسن، نظارې، غرونه، پښتونخوا ته د تګ لار، اټک …

بشپړ متن

اردو يوه استعماري ژبه – فېصل فاران

هره ژبه خپل تهذيت، ثقافت، سماج او خاص سياسي ذهنيت هېنداره وي. ګويا ژبه تر ډېره حده د هاغه روادارۍ مترادف نه ده څۀ ته چې سيکولرازم وئېلے کيږي خو داسې ده چې ځنې ژبې د خپل ماحول له رويه تر ډېره حده رواداره وي لکه پښتو کښې د امروزه ژبې او فوک لور له رويه ئې د روادارۍ بې شمېره مثالونه موندل کيږي ځنې ژبې د تنګ نظرئ او تربګنۍ پله زيات روز کوي لکه اردو ژبه. ددې خبرې پۀ ثبوت کښې د تهذيب، مذهب، سماج ثقافت، سياسي ذهنيت پۀ بنياد عبراني، اسرائيل، سنسکرت، هندو دهرم، عربي اسلام، پالي …

بشپړ متن

بلخ او پښتو ادب – نجيب الله پاڅون

بلخ د افغانستان پۀ شمال کښې لرغونی او لۀ لومړۍ درجه ولایاتو څخه ګڼل کېږي چې مرکز ئې مزار شریف ښار دی. دغه ولایت د کابل شمال لوري ته د مېمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی، د بلخ ولایت شمال لوري ته تاجکستان او ازبکستان هېوادونه پراتۀ دي، ختیځ ته ئې کندز او سمنګان ولایتونه، لوېدیځ ته ئې جوزجان ولایت او سوېل ته ئې سرپل او سمنګان ولایتونه دي. بلخ د اداري وېش لۀ مخې د مزار شریف ښار او حیرتان بندر سربېره څوارلس اولسوالۍ لري. بلخ د افغانستان یو لۀ هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي چې نزدې …

بشپړ متن

“د چرچڼو توت” – استاد عبدالکریم بریالي

)دوېمه/اخرۍ برخه( د عصري ادب پۀ تاريخ كښې پښتو تكل (Essay) د نوي اسلوب باوائی آدم ګل محمد بېتاب “د چرچڼو توت” باندې سر ښكاره كړو ) وړومبى تكل ‘د سريزو سريزه’ د ليكوالو او شاعرانو ژوره نفسياتي مطالعه ده. د ټولو اوږدو اوږدو سريزو يادونه داسې كوي، تۀ به وائې چې يو فلم چلېږي. زما د كتاب سريزې حواله هم شته ځكه چې زۀ هم پۀ دې كمزورۍ متصف شوی يم. زما د شاعرۍ پۀ حقله ډاكټر اسرار هيڅ و نۀ وئيل بلكې پۀ فون باندې ئې د سريزې تعريف زيات كړى ؤ. بېتاب صاحب د دې خلاق شاعرانو …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار پيرداد خان – خان داد خان، سینئیر نائب صدر، سودم

    خدائي خدمتګار پيرداد خان ولد بهرام خان پۀ امان کوټ کلي کښې 1885ز خواوشا پېدا شوے دے، ولې چې هغۀ به وې چې باچا خان زما نه لږ شان کشر دے. امان کوټ کلے د رستم نه پۀ نمر خاتۀ دیارلس کلوميټره د غر پۀ سر اباد دے. پۀ دې علاقه يعني امان کوټ، ګړو، سورے ملندرۍ، پيتاو ملندرۍ باندې د 1926ز پورې د انګرېزانو عملداري نۀ وه. دا کلے د سوات سټېت هم شمارېدو. بهرام خان بابا چې د پيرداد خان پلار ؤ، د کلي مشر، د دۀ دوه بيبيانې وې چې د مشرې بي بي نه …

بشپړ متن