preloder

ایریا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون د فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې انضمام – ډاکټر محمد علي دیناخېل

    پۀ 24م مۍ کال 2018 د پاکستان قومي اسمبلۍ د يو دېرشم ائيني ترميم لۀ مخه فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې د ضم کولو قانون پاس کړلو او د دې ائيني انضمام د پاره ئې د پاکستان پۀ اساسي قانون کښې ضروري بدلونونه وکړل ۔ د فاټا پۀ دې انضمام د مختلفو خلقو لۀ خوا مختلف غبرګونونه رامنځ ته شول ۔ د دغه غبرګونونو جائزه چې ما واخستله نو درې قسمه خبرې مخې ته راغلې ـــــ يو ګروپ د فاټا پۀ دې انضمام مبارکيانې ورکوي او خوشحاليانې کوي ۔ دوېم ګروپ پۀ دې انضمام خوشحاله نۀ دي خوڅۀ …

بشپړ متن

‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ – م. ر. شفق

  ‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ یو مجاهد عالم او خدائي خدمتګار د هوتي مردان، مندڼ يوسفزيو پۀ سيمه کښې ‘تورو’ (طورو) ياد کلے دے – دا کۀ يو خوا د نوابانو خانانو کلے دے نو بل خوا د ډېرو لويو ديني عالمانو،خطيبانو او مدرسانو مرکز پاتې شوے دے چې شهرت ئې پۀ اما کما خور ؤ او لۀ دې کبله به ورته ‘د يونان ټکړه’ او دوېم بخارا وئيلي شو- پۀ ‘تورو’ کښې د عبدالعزيزي حسني ساداتو يوه کورنۍ اباده ده چې مورث اعليٰ ئې نور العلماء شېخ نور محمد المعروف اخوند يونس ګېلاني او ‘خاودبابا’ …

بشپړ متن

خط مې راغلے د جانان دے – ‘پښتون’

  د ‘ډمه ډوله باجوړ’ نه د عنایت الله بهار خط د ګران فخرِ افغان بابا د مرکز ټولو منتظمینو او د ‘پښتون’ مجلې کارکوونکو ته پۀ هغه پښتنه ژبه سلام وړاندې کوم د کومې ژبې لیک لوست چې زما پښتنې مور ما ته د ‘پښتون’ مجلې پۀ ذریعه ښودلے دے او د خوښۍ خبره ده چې هغه سلسله نن هم روانه ده. زما مور بې بې د څلوېښتو کالو نه ‘پښتون’ مجله لولي او زما ‘پښتون’ مجلې سره د ملګرتیا اووۀ کلونه پوره شول. پۀ دې موده کښې ما د ‘پښتون’ د لوستلو پۀ ذریعه ډېر هغه څۀ زده …

بشپړ متن

د ګاندهي جي تقریر د باچاخان پۀ حقله – عبدالکریم بریالی

ممبۍ، 28 دسمبر 1931 ‘لوے او قهرمان پټهان’ “A Great and Brave Pathan” باچا خان زمونږ د وطن يو لوے دروند پښتون او سياسي قهرمان ؤ. شلمه صدۍ د هغوي جدوجهد او د پښتنو د وطن د ننګ د پاره يو غوړېدلے کتاب دے چې د لوے جابر پۀ مقابله کښې ئې يو لکهـ شل زره (120,000) خدائي خدمتګاران د عدم تشدد او خود دارۍ او سياسي واک ترلاسه کولو د پاره تيار کړى وو او هر خدائي خدمتګار د خود عملۍ او فکري کردار يوه نمونه وه. د دې ستر قهرمان د وفات دېرش کلونه تېر شوي دي او …

بشپړ متن

د فاټا د کوهي نه د پښتنو راوتل – افراسیاب خټک

پۀ نولسمه او شلمه پېړۍ کښې چې انګرېزي استعمار پۀ درې لویو جنګونو کښې د پښتون/ افغان پۀ ټول وجود باندې قبضه کولو کښې ناکامه شو نو هغۀ د استعماري کرښو پۀ راکښلو سره د پښتون وجود ټوټې کولو ناوړه حکمت عملي پۀ مخ بوتله. انګرېز د افغانستان یوه برخه ونیوله او پاتې افغانستان ئې د روس او برطانیې سلطنت تر منځه ‘بفر سټېټ’ یعني ‘حائل ریاست’ کښې بدل کړو. د قبائیلي سیمې د پښتنو د علاقې نه ئې د ‘فاټا’ پۀ نوم د لر او بر افغان تر منځه یو اضافي بفر یا حائل ساز کړو. دغه سیمه انګرېز …

بشپړ متن

اداريه (جون 2018)

خيبر پښتونخوا سره د فاټا ادغام د جمعې ورځ، مارچ پینځمه نېټه 1948ز نه د زیارت ورځ، د مۍ څلیریشتمه نېټه 2018ز پورې د پنځویشت زره شپږ سوه اووۀ څلوېښت ورځو سفر ــــ د جمعې ورځ پینځم مارچ 1948ز هغه ورځ وه چې فخرِ افغان باچاخان د پاکستان قانون سازه اسمبلۍ کښې د پښتنو د یو جغرافیائي وجود مطالبه مخې ته ایښې وه او پینځویشت زره شپږ سوه اووۀ څلوېښت ورځې پسې د تېرې مۍ د میاشتې څلیریشتمه نېټه هغه ورځ وه چې د پاکستان مرکزي اسمبلۍ خېبر پښتونخوا سره د فاټا د ادغام فېصله وکړه. هر څو کۀ ‘ازاد …

بشپړ متن

د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې بل ترمیمي بِل یو دېرشم ائیني بدلښت، 2018 ز – ژباړه: ‘پښتون’

31st Ammendment, Act 2018 1 مختصر عنوان او د نفاذ پېل: 1.1 دا اېکټ به د دستور )یو دېرشم ترمیم( اېکټ 2018ز بللے شي. 1.2 پۀ دې اېکټ کښې د بیان شوو ځینو نکتو پرته، دا به في الفور نافذ العمل وي. 2 د دستور د ارټیکل ترمیم: د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې چې وروستو ئې حوالې ورکولې کېږي، د ارټیکل 1 شق 2 کښې؛ اول پېراګراف )ب( کښې به ، وقفې نه پس لفظ ‘او’ شاملولے شي. دوېم پېراګراف )ج( به ختم کړے شي، او درېم پېراګراف )د( ته به د پېراګراف )ج( نمبر ورکړے شي. 3 د …

بشپړ متن

ووټ، انصاف او عزت – نبي ګل محمدزے

د پاکستان د جوړېدو اويا کاله قابو شول او پۀ دې اويا کاله کښې قوم ته د شودو او شهدو د نهرونو وعدې وکړې شوې خو تر نن ورځ پورې خپل ځان نه علاوه د قوم پۀ ښيګړه کښې هېڅ کاميابي ونۀ شوه. قوم ورځ پۀ ورځ ښکته او سياسي مشران نۀ بلکې (مداريان) مخ پۀ بره روان دي. د جمهوريت، امن او اسلام پۀ نوم ئې يو بازار ګرم کړے دے او هرې سياسي پارټۍ پکښې خپل خپل دوکانونه پرانستي دي. اوس چونکې د جمهوري حکومت پينځۀ کاله پوره کېدونکي دي نو ټولو سياسي پارټیو پکښې د قوم د …

بشپړ متن

د ډاکټر سید وقار علي شاه د کتاب اسلام، نسلیات او قام پرستي – شمس بونېرے

د یوې اهم واقعې ژباړه زما مخې ته د ډاکټر صاحب دغه پورتنے کتاب د مطالعې د پاره پروت دے. د دې يوه داسې واقعه چې نن پرون اوسبا هرځاے راتلې شي، نو دا ژباړه د ‘پښتون’ مجلې پۀ واسطه ستاسو مخې ته ده. چې خان عبدالاکبرخان د افغان زلمي تنظيم صدر او ميا احمدشاه چې د دې تنظيم جنرل سکتر ؤ، بيانونه چې د کانګرس پۀ شرکت وو او دا مشترکه بيان ئې خورکړے ؤ: ‘دوه کاله مخکښې مونږ درې تنه ملګرو عبدالاکبر، ميا احمدشاه او عبدالغفارخان او څو نورو ملګرو د افغان جرګې دځوانانو د يو تنظيم بنياد …

بشپړ متن

حسن معجزه ده – سمیع الدین ارمان

انسان کائنات او د دې دواړو ترمنځه د نسبت تعین هغه مثلث دے چې د علومو واړه جهانونه ئې زېږولي دي. زۀ څوک یم؟ زما ابتدا او انتها څۀ ده؟ څۀ حقیقت لرم؟ کائنات څۀ ابتدا انتها مقصد او مرام لري؟ زما او د کائنات ترمنځه د رشتې تعین څۀ دے؟ دا هغه سوالونه دي چې د جواب د هڅو نه ئې مذهب، فلسفه، سائنس او ادب ټول پۀ ټوله راټوکېدلي دي. د یویشتمې پېړۍ پۀ دې پړاو چې نن ترې نه د سټیفن هاکنګ غوندې معروف و مقبول سائنسدان هم رخصت شو، د ماقبل سقراط فلسفه، اووۀ نابغه (سېون …

بشپړ متن