preloder

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  د انتخابي جلسو لړۍ پاکستان کښې د عامو انتخابونو سلسله شروع شوې ده – د مۍ مياشت اخر ته به د قومي او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو موده پوره شي. د دې پۀ نتيجه کښې به وفاقي او صوبائي حکومتونه ختم شي او د اساسي قانون تر مخه به پۀ وفاقي او صوبائي کچونو نګران (سرپرست) حکومتونه جوړشي. انتخاباتوکښې لا څلور مياشتې شته ولې سياسي ګوندونو د لويو لويو او وړو جلسو لړۍ شروع کړې دي. لويو لويو ښارونوکښې غټې غټې جلسې کېږي او وړو ښاريو اوکلو بانډوکښې وړې وړې غونډې روانې دي. جرګې مرکې هم شروع دي – …

بشپړ متن

‘پښتون’ رساله – ډاکټر محمد صادق ژړک

  دا لیکنه د ‘پښتون’ د نويم کلن سفر پوره کېدو پۀ مناسبت د ښاغلي محمد صادق ژړک د کتاب ‘د فخرِ افغان ځانګړنې’، چې 2012ز کښې د ‘پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه’ لۀ خوا چاپ دے، څخه واخستے شو. ‘پښتون’ چې د پښتون د ملي شعور پۀ راویښولو او حساسولو کښې کوم اغېز درلودلی، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده یاد او نمانځل کېدونکی وي.’ استاد اٰصف صمیم باچاخان لکه څنګه چې دا حس کړې وه چې تر څو پورې پۀ خپل اولس کښې تعلیم عام نۀ کړي، پۀ علم ئې ذهنونه ورمنوّر نۀ کړي، تر هغې پورې …

بشپړ متن

د پي اېس اېف خېبر پښتونخوا ټاکنې – راپور: سلېمان ایسپزے

پښتون سټوډنټس فیډرېش ډائرې، اپرېل ۲۰۱۸ د اپرېل مياشتې پۀ نهمه نېټه د پښتون سټوډنټس فیډرېشن خېبر پښتونخوا صوبائي کابينې د پاره ټولټاکنې وشوې چې پکښې وسيم خټک پۀ غټ اکثريت د صوبې صدارت او عثمان شاه د ستر سېکتر پۀ چوکۍ وټاکلے شول. پۀ دې لړ کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د صوبائي مجلس عاملې انتخابي غونډه د ارګنائزنګ کمېټۍ د چئيرمين توحيد خان داودزي پۀ صدارت کښې پۀ باچاخان مرکز کښې وشوه. پۀ دې غنډه کښې د مرکزي ارګنائزنګ کمېټۍ چئيرمېن حق نواز خټک او ستر سېکتر عمران مومند هم شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې د انتخابي عمل …

بشپړ متن

زاهد د ژوند د حسن شاعر – م. ر. شفق

حېران یم خلق دښمنۍ څنګه پۀ مینه پالي  مونږه خو خپلو الفتونو ته وزګار نۀ یو  زاهد ج هغۀ چې کرۍ ورځ محنت مزدوري وکړه، د زرعي تخمونو د اونو بوټو زهرژنو دارګانو لۀ دوکانه پۀ تیارۀ ماښام کور ته ستړے ستړے راغے؛ د ماسخوتن نمونځ او بیا ډوډۍ نه لږ وزګار شو، نو پۀ موبائیل فېسبوک ته مخامخ کښېناست ـــ مور ئې غوښتل چې ریچې ریچې وجود له به لږه دمه ورکړي خو د خوږمنې مور خاموش احتجاج له، ښه وه، د ماشومانو مور د اظهار ژبه ورکړه ــ وې وئیل: ‘یه سړیه! تۀ ټوله ورځ ستړے نۀ شوې؟ …

بشپړ متن

د ډاکټر خان صاحب تعلیمي خدمات – نادیه بشیر

نادیه بشیر لېکچرار، اېډورډز کالج، پېښور   ډاکټر خان صاحب، د باچاخان مشر ورور، چې پۀ نهمه مۍ 1958ز لاهور کښې وژلے شوے ؤ، د ‘صوبه سرحد’ د سیاست یوه لویه او روښانه نامه ده. اغلې نادیه بشیر د ډاکټر خان صاحب او قیوم خان تعلیمي خدماتو باندې خپله څېړنیزه مقاله لیکلې ده. ‘پښتون’ د اغلې نادیې لۀ خوا پۀ دې ځانګړې لیکنه مننه کوي؛ البته، دې لیکنه کښې د ځینې تاریخي تېروتنو پله د هغې مخ راړول مهم ګڼي. د دې لیکنې پایله کښې وئیلے شوي دي چې د ډاکټر خان صاحب د وزارت لۀ خوا هر څو کۀ …

بشپړ متن

زنځير(افسانه) – سيد مامون الرشيد هوتي

    د اووۀ کالو ماشوم د خپل کور ډېوډۍ نه بهر پۀ باغيچه کښې لوبې کولې چې نيا بې بې ئې کونټۍ پۀ لاس هغه لاس نيولے ډېوډۍ ته رادننه کړو، پۀ يوه پښه کښې ئې ورله زنځير واچولو. دغه شان سحر به ئې تړلو، ماښام بۀ ئې پرانستلو. ماشوم به هر وخت مور پلار يادول. هغه پۀ د ډېوډۍ پۀ پرانستي ور هره ورځ د لرې نه ډېر بوډاګان، زلمي، سړي او ښځې ليدلې چې د “پاکستان زنده باد”، “قائد اعظم زنده باد” ،”نعرۀ تکبير الله اکبر” نعرې بۀ ئې وهلې. د ماشوم نيا بې بې د دغه …

بشپړ متن

ودرېګت 😊 د عمران خان نوې یوولس سیاسي شتۍ – نهار خان تنګیوال

  مینارِ پاکستان، لاهور ـــ پاک سر زمین شاد باد!!! لاهور، چرته چې د مرکزي اسمبلۍ دیارلس او د صوبائي اسمبلۍ د پنځویشت حلقو ابادي ژوند کوي ـــ یو کروړ یوولس لکهه شپږویشت زره دوه سوه پینځۀ اتیا ـــ پۀ دغه لاهور کښې د تبدیلي سرکار جلسه او دې کښې نوي یوولس نکات، نه ريښتیا، نوي نکات نۀ، یوولس نوې شتۍ ــــ د زنده دلانو ښار، مینارِ پاکستان او د تحریک انصاف جلسه کښې چې د پېښور نه کومې قافلې لاهور ته تلې وي، هلته ئې د عمران خان خبرې اورېدلې وي، کندې کپرې او خځلې خځلې پېښور به ئې …

بشپړ متن

هنرخ بوئل، جرمني (افسانه) – ژباړن: ګوهر نوید

    خلافِ ضابطه ما محسوس کړل چې هر لاروي پۀ مخ دخوشحالۍ ماسک راچولے دے. زۀ د بندرګاه پۀ غاړه ولاړ وم او هغه سمندري مرغیو ته مې کتل کومو چې به بيا بيا پۀ اوبو کښې غوپه وهله او د لوندو وجودونو نه د اوبو څنډلو د پاره به ئې وزرې پړقولې. د دوي د وزرو نه به اوبۀ لکه د پرخې پۀ ګلونو پرېوتلې. ما ډېر پۀ غور د هغوي تماشه کوله. زما سترګو شايد چې د دې منظر نه علاوه نور څۀ کتل هم نۀ غوښتل. د سمندر پۀ سطح خورو شوو تېلو سمندر نور هم …

بشپړ متن

يه مُلا! ستا نیم قران مې واورېدو رباب کښې – پښتون

  د ‘امین افغاني’ حافظ محمد ادریس یاد حافظ محمد ادریس د طورو اوسېدونکے ادیب او خطیب ؤ. علامه انورشاه کاشمیري چې د دېوبند نه جدا ئې د ‘جامعه ډابېل’ بنیاد ایښے ؤ، حافظ صاحب دیني علوم کښې د هغۀ شاګرد ؤ. خپلۍ مورنۍ ژبې پښتو سره ئې پۀ عربۍ، فارسۍ او اردو ژبو وئیلو، لوستلو او لیکلو لاس بر ؤ. اېم اے او کالج امرتسر کښې چې پرنسپل ئې ډاکټر تاثیر ؤ، فېض احمد فېض پکښې د انګرېزۍ ژبې استاد ؤ، حافظ ادریس به دغلته د دینیات تدریس کولو. امرتسر نه اسلامیه کالجېټ پېښور ته او دلته نه ئې …

بشپړ متن

سیاسي جلسې او اولسونه – فطرت بونېرے

    پۀ داسې حال کښې چې د جمهوریت ډي رېل کولو هڅې کېږي، د ملک پۀ سیاست کښې د غېر جمهوري قوتونو مداخلت کومې ګټې تر اوسه نۀ دي راوړې خو دا نېکمرغي ده چې د ۲۰۰۸ نه ۲۰۱۳ پورې د ملک پۀ سیاسي تاریخ کښې پۀ اول ځل قامي او صوبائي اسمبلیو خپل ائیني وخت پوره کړو او دغسې د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ یو ځل بیا دغه عمل مخ پۀ وړاندې بوتلے شو. څۀ هم کۀ د ځینې ګوندونو لۀ خوا دې دواړو دورو کښې د جمهوریت د صف نه جمهوریت پسې ملنډې، سېنټ پسې سپکې سپورې …

بشپړ متن