preloder

پښتانۀ قدرونه او د حمزه بابا غزل – پروفېسر اباسین ایسپزے

[د استاد اباسین ایسپزي د تحقیقي مقالې دې برخې نه د لیکنې د اوږدوالي تر مخه حوالې او حاشیې لرې کړې شوې.] د هر قام يو ثقافت وي. دغه رنګ د پښتون قام هم يو ثقافت دے، قدرونه دي روايات دي چې د پښتونولۍ پۀ نامه بللے شي او د دې رواياتو لوے خاصيت دا دے چې پۀ زرګونو کاله تېرېدو باوجود دې خپل وجود او روح برقرار ساتلے دے او تر ننه چرته پۀ پوره او چرته پۀ نيمګړي شکل کښې زمونږ سره دغه قدرونه موجود دي. بله دا خبره هم زۀ ښۀ داډه کول غواړم چې نوې دنيا …

بشپړ متن

د امیر محمد خان هوتي یاد – مولانا عنایت اللّٰه د طورو

مولانا عنایت اللّٰه د طورو 1910)ـ 25 جون 1995ز( یاده دې وي چې د ارواښاد امیر محمـد خان هوتي جنازه خداے بخښلي مولانا عنایت الله د طورو ادا کړې وه. کله چې د امیر محمـد خان هوتي زوے اعظم خان هوتي وفات شو نو د مولانا عنایت الله زوي محترم اسرار د طورو ئې جنازه لوستلې وه.   خان امير محمد خان صاحب مرحوم د موضع هوتي (مردان) د پښتنو د لوے خاندان فرد ؤ. د اسلاميه کالج پېښور تعليم يافته ؤ. پۀ 1930ز کښې د ملک د ازادۍ تحريک د خدائي خدمتګار پۀ نوم شروع کړو. ضلع پېښور او …

بشپړ متن

مثالي پولیس او روایتي سیاست – عامـر عالم

“پۀ خېبر پښتونخوا کښې د پوليسنګ پۀ نظام کښې ښکاره بدلون راغلے دے ـــ خېبر پښتونخوا کښې د پوليس اېکټ وروستو پوليس پۀ مکمله توګه بااختياره شوي دي ـــ خېبر پښتونخوا يواځينۍ صوبه ده چې پکښې د پوليس ډپارټمنټ لپاره اصلاحات شوي دي ـــ” دا او داسې نورې ډېرې دعوې به زما اکثر لوستونکو اورېدلې هم وي او چې څوک دا دعوې ډېرې ډېرې کوي د هغوي د نومونو نه به هم خبر وي، زۀ ئې نوم اخستل نۀ غواړم ـــ خو د دغه دعوو پۀ ترڅ کښې به د خېبر پښتونخوا زمکني حقيقتونو ته ګورو او بيا به د …

بشپړ متن

د ښاغلي عبدالرؤف عارف د نظم توکنه – فیصل فاران

‘حلف’ “ستا د وفادارۍ حلف مې اخستے دے د دغه حلف نامې سره تړلي ټول مراعات او پېرزوئېنې مې هم قبولې دي خو بیا هم دا زړۀ مې ستا د پاره د بغض حسد کېنې نفرت تربګنۍ دښمنۍ کرکې او عداوت نه ډک دے” “نو دا خو ښکاره منافقت دے وروره! ستاسو دا شېوه، عقیده`او مزاج مې خوښ نۀ شو” “زه خپله هم پوهېږم چې دا کار او رویه ښه نۀ ده خو…..“ “خو ځه! د خپل عادت نه مجبوره ئې” “کېدے شي” دا نظم د ‘مُلک دوستۍ’ د یو خاص تصور تر اثر لاندې لیکلے شوے دے چې د …

بشپړ متن

پوره سېر (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  پښتو ادب کښې ډېر قلندران تېر شوي او درې څلور زمونږه پۀ وختونو کښې هم شته او هر يو قلندر څۀ نه څۀ نامه ګټلې ده خو پۀ دې ټولو کښې قلندر مومند لوے نوم لري. د خوشحال خان خټک پۀ زمانه يا د هغۀ نه لږ وړاندې هم يو قلندر ؤ چې د هغۀ باره کښې ئې وئيلي وو: څوک پاوي څوک نېم پاوي دي قلندر پکښې نيم سېر خو قلندر مومندپوره سېر دے. هغه د پښتو متل دے چې هر کاڼے سېر نۀ وي خو دا پوره دے. د مردان عبدالواحد قلندر خپله ځان ته ۴؍۱قلندروائي. د …

بشپړ متن

د نړیوال ماتم اتهٔ سوه کلن رېکارډ – وسعت اللّٰه خان، ژباړن: سعداللّٰه مېوند

  د اردو ژبې د ورځپاڼې ‘ایکسپریس’ پهٔ مننه   هو! امويان تر منځنۍ اسيا پورې رارسېدلي وو. د لومړي عباسي خليفه ابو عباس السفاح پۀ زمانه کښې د چين د تانګ سلطنت پۀ قلمرو کښې تر ترکستان پورې علاقه د دوي پۀ لاس کښې وه. پۀ جولائي751م کښې عرب فوځونو د کلاس د درياب پۀ غاړه د تبتي ملګرو پۀ ملاتړ سره تانګ لښکر ته پۀ يوه مختصره جګړه کښې واضحه ماتې ورکړې وه او پۀ هم دې شکل د عباسي سلطنت سرحدي کرښې تر ختيځ چين پورې غځېدلې وې. د جګړې پۀ دوران کښې چې کوم چينائي بنديان …

بشپړ متن

د علم او عمل څښتن، د پېرنګي استعمار پهٔ ضد د خدائي خدمتګار غورځنګ د صف اول رهبر، د پښتنو د تاریخ مؤرخ قاضي عطاء الله خان شهید – معظم جان معظم

زۀ چې کله هم د خدائي خدمتګار تحريک پۀ مبارزينو خپل فکر قلم ته وسپارم مسلسل د جذباتي عمل او وېرې سره مخ يم. جذباتي عمل خو زما د خدائي خدمتګار تحريک سره د ډېر جوخت تړون سبب به وي چې زما ژبې د نومونو اخستلو هڅه کړې وي. ښه! نو “خان بابا” بابا جان به ما وړومبي زده کړي وي. ښه! نو “خان بابا” زما مشر ترۀ ايوب خان بابا ؤ چې زما د نني ليک د ستر مبارز عطا الله خان (هم زلف) چې مونږ اشنغريان ورته “سانډو” وايو او د خېله هم زورور خدائي خدمتګار ؤ د …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لياقت سيماب

پېښور کښې د فخر افغان او رهبر تحريک د تلين پۀ مناسبت اولسي جرګه او د اسنفديار ولي خان خطاب پۀ 28 جنورۍ پېښور کښې د فخر افغان عبدالغفار خان د دېرشم او خان عبدالولي خان د دوولسم تلين پۀ مناسبت يوه درنه اولسي جلسه وشوه. ددې اولسي جلسې مقصد د باچا خان او خان عبدالولي خان تحريک او مبارزې ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوم ؤ. ورسره ورسره دا لوظ پخول ؤ چې عوامي نېشنل پارټي به خپله سياسي مبارزه ددې مشرانو د نظرياتو او کړن لارې پۀ اساس روانه ساتي.د جلسې يو مقصد دا هم ؤ چې نوے …

بشپړ متن

د ریاست او تجارت پهٔ لاس د مورنیو ژبو قتلِ عام – پروفیسر سمیع الدین ارمان

‘پۀ کوم وخت او ځاے کښې چې مونږ نن ژوند کوو، هغه راته د جورج اروېل هم هغه د اوشیانا ریاست ښکاري چې د منفیت مثالي ریاست (نېګټیو یوټوپیا) دے. داسې ریاستونو د انسانانو فطري ازادي، برابري، د هغوي تاریخي او کلتوري شناخت نۀ شي زغملے، ځکه ئې یا خو کلتور، ژبه، تهذیبي او تاریخي نخښې وروژني یا بیا د ځائي وګړو د پېژند پۀ نامه یو مصنوعي قامي کلتور تخلیق کړي چې مرام ئې هم هغه د ‘مشر ورور’ وي. پۀ زړۀ پورې پدیده (مظهر) دا هم ده لکه څۀ ډول چې د لومړني دور پۀ ریاستونو کښې پاچایانو …

بشپړ متن

خوشحال بابا او نېشنلزم – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د جدید نېشنلزم مفکوره عموماً غربي او شرقي نړۍ کښې انقلابِ فرانس 1789)ز( سره تړلې کېږي، اګرچې نېشنلزم مختلفو وختونو کښې خپل شکل بدل کړے دے خو زمان و مکان کښې بدلون سره سره ئې تهیوري (Theory) او پرېکټس (Practice) کښې هم فرق راغلے دے ـــ زۀ دې لنډ شان مضمون کښې صرف د نېشنلزم هغه تعریف راخلم چې پۀ دې ټکو کښې شوے دے؛ “د ‘قام’ د پاره زمکه، مشترکه نسل، د یو والي مفکوره، مشترکه تاریخ، مشترکه مذهب، مشترکه ژبه، مشترکه مرام او مشترکه ریاست، او لا د ریاست جوړولو یا حاصلولو خواهش ترکیبي اجزاء دي.” د دې …

بشپړ متن