preloder

نقيب مسيد پښتون دے – حیات روغانے

د پښتنو قسمتونه؟ بس نقیب ته ګوره!!! کور کښې ئې ووژنه ـــ لار کښې ئې ووژنه ـــ بازار کښې ئې ووژنه ـــ د لوبو مېدان کښې ئې ووژنه ـــ سکول کښې ئې ووژنه ـــ پوهنتون کښې ئې ووژنه ـــ موټر کښې ئې ووژنه ـــ دفتر کښې ئې ووژنه ـــ هېڅ بې هېڅه ئې راونیسه او وئې ژنه ـــ قرانګو کۀ د څۀ جواز ضرورت هم لري ـــ ناست ئې ووژنه ـــ ملاست ئې ووژنه ـــ ولاړ ئې ووژنه ـــ پۀ سیوري ئې ووژنه ـــ پۀ غرمو ئې ووژنه ـــ بس چې څنګه دې خوښه وي، هغسې ئې ووژنه ـــ دا …

بشپړ متن

د پڑھا لکھا پنجاب پوخ تشدد – خان زمان کاکړ

د تل پۀ شان تېره مياشت پۀ پنجاب پوهنتون کښې ولې يواځې پښتانۀ او بلوڅ محصلين لۀ اسلامي جمعيت طلباء سره لاس او ګرېوان شول؟ ولې د پوليسو لۀ خوا وډبول شول؟ پۀ زندانونو دننه کړل شول او د ترهګرۍ پۀ فعاليتونو کښې پۀ ککړتوب تورن کړل شول؟ پۀ لاهور کښې پۀ دومره زيات شمېر لبرالانو، سوشلسټانو، فيمنسټانو او ترقي پسندانو کښې ولې هر ځل د محکومو قامونو بالخصوص پښتنو او بلوڅو محصلين د جماعت اسلامي دې متشدد اورګان ته مخامخ کېږي؟ يا خو یواځې هم دا د محکومو قامونو وګړي دي چې د تشدد او برلاسيتوب تيکنيکونو منلو او …

بشپړ متن

د ملي مشر اسفندیار ولي خان د حرم سفر – ګوهر علي خان

عوامي نېشنل پارټي، الریاض   ملي مشر اسفندیار ولي خان د عُمرې سعادت حاصلولو د پاره د دولسمې جنورۍ نه شپږویشتمې جنورۍ پورې د سعودي عرب پۀ دوره ؤ. دې موده کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ټول عهدېداران او ملګري د خپل ملي مشر سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وو. پۀ سعودي عرب کښې مېشته پښتنو پۀ مختلفو ځایونو کښې د ملي مشر هرکلي د پاره دستورې تابیا کړې وې او دغه لړ کښې چې کوم پروګرامونه هم شوي، د عوامي نېشنل پارټۍ ذمه وارانو کوشش کړے چې دغه خبرونه پۀ مختلفو ورځپاڼو کښې راشي. زۀ دلته مختلفو ورځپاڼو کښې …

بشپړ متن

د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د دېرشم تلين پۀ وياړ باچا خان مرکز پېښور کښې د “باچا خان اوونۍ” پۀ نوم دستوره وشوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره سره ماشومانو، طالبعلمانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. دستوره کښې يو شمېر برخې لکه د حمدالله ارباب، حامد خېشګي او زلمي انځورګر سیال شهزاد انځوريز نندارتون، د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځي’ او د پښتو کتابونو ترویج د پاره زیار باسونکي تنظیم ‘ډسټ اٰن بک’ د کتابونو سټالونه, د وړۍ نه پۀ لاس جوړو …

بشپړ متن

د اجمل خټک پۀ افکارو کښې قامي او ملي رنګونه – پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

د هر بنيادم فکر د يوې سفافې ائينې پۀ څېر وي د کومې ائينې پۀ سبب چې هغۀ د خپل حس پۀ وسيله د خپل ماحول همه څيزونه او د خپل ژوند ژواک ټول کړۀوړۀ افعال او اعمال ويني ګوري خو د يو عام وګړي پۀ نسبت د شعر و سخن صلاحيت او صلابت لرونکي د خپل قوت متخيله فکري استعداد د تېز مشاهداتي او تجرباتي بصيرت د ژوند احساس او رساتخل پۀ زور نه يواځې د خپل فکري ائينې پۀ مخ د خپل ژوند ژواک متنوع عکسونه ځايوي بلکې د انعکاس پۀ عمل کښې د دغه وړو عکسونو او …

بشپړ متن

سياست ماتېدنه – افراسياب خټک

پاکستان کښې پۀ تېرو دوه لسیزو کښې د برېښنائي رسنیو (Electronic Media) پۀ دومره توندۍ سره خورېدو او هم دغومره پۀ مؤثر ډول د ټولنیزو رسنیو (Social Media) پرېوانه کېدو سره د اولس خپل منځ کښې اړیکې جوړول اسان شوي دي او (دې ملک کښې او نوره نړۍ کښې هم) پۀ انفرادي، ټولنیز او سیاسي کچ پۀ غټه پېمانه د اولسي اړیکو لوے غورځنګونه زمونږ د سترګو وړاندې دي ـــ بد قسمتي دا ده چې نن پۀ ملک کښې سیاسي تحریکونه پۀ یو وخت کښې د ریاست موټي کښې د ګېر رېډیو، ټي وي او پرنټ میډیا دور نه زیات …

بشپړ متن

اداريه (فروري 2018)

وینې وینې کابل د افغانستان پۀ حقله د پاکستان هغه جهادي پالیسي چې یو وخت کښې به پرې ریاست ویاړ کولو، اوس پۀ هر ډګر غندلې کېږي او د اسلام اباد ایوان نه د جي اېچ کیو پورې پرې د ستومانۍ اظهارونه کېږي ـــ خو دې لړ کښې د تېرې روژې نه نیولې د ترهګرۍ یوه خونکاره خونړۍ لړۍ روانه شوې ده چې د ودرېدلو نامه نۀ اخلي. پۀ زړۀ کښې امن د پاره ځاے لرونکي خلق دې پام کښې ولري چې پۀ دې اور کښې زمونږ نه هغه اوازونه هم سوزي چې د امن راوستلو د پاره ئې ګامونه …

بشپړ متن

د رهبرِ تحريک ادبي تنقيدي شعور د ميا سيد رسول رسا د بېديا ګلونه – فېصل فاران

د “ليت لار” غوندې “د بېديا ګلونه” دا شعري مجموعه هم رهبرِ تحريک ته پۀ دسمبر نولس سوه دوه کم څلوېښتم زېږديز کښې پۀ هري پور سنټرل جېل کښې ترلاسه شوې، هم هغه د جېل انچارج بي اے قاضي د “نو ابجېکشنېبل” دستخط ئې پۀ مخپاڼه دے او هم پۀ مخ پاڼه ــ د رهبرِ تحريک پۀ انګرېزۍ کښې لاسليک سره څلبريشتم مۍ يو کم پنځوسم ليک دے چې دا ددې کتاب د لوست د پوره کېدو نېټه ده. د مخ پاڼې نه پس پۀ وړومبي مخ باندې د سر محمد اقبال باراېټ لا فارسي شعر ليک دے چې ښاپېرک. …

بشپړ متن

تاريخ پوهنه – ډاکتر مبارک علي، ژباړه: انجینئیر عثمان ایسپزے

کله چې پۀ قامونو زوال راشي نو د دې مړانه، همت، جرات، حوصله او سپيځلي اخلاقي قدرونه هم ختم شي. بيا د داسې قامونو خلق د تېر وخت پۀ تاريخي يادونو وخت تېروي. ولې تېر وخت کله هم پۀ بيرته نۀ راځي. مسوليني ډېرې هلې ځلې وکړې چې د زوړ رومي سلطنت وخت بيا پۀ بيرته راولي خو کامياب نۀ شو. ولې دغه حال د ايران او عربو هم دے چې پۀ خپل شاندار ماضي پسې ګوتې مروړي. تاريخ د انساني فطرت پوره پوره څرګندونه کوي. مفکرين پۀ دې خبره بوخت دي چې انسان فطرتي طور نېک دے او کۀ …

بشپړ متن

زمونږ د باچا خبرې – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د ښاغلي سمیع الدین ارمان دا لیکنه د پښتو اکادمي کوئټه لۀ خوا پۀ “تنقیدي تعبیرات” دوېم ټوک کښې هم چاپ ده. د “پښتون” خصوصي ګڼې د پاره د ښاغلي ارمان لیکنه کښې د دغه یاد کتاب ذکر راتلو سره مو د یاد مضمون اهمیت مخې ته راغلو. دا لیکنه د باچاخان فکر ته د یوې نوې زاویې نه د کتلو هڅه ده. زمونږ د باچا خبرې والټئر1 ليکلي دي چې صرف مختصر کتابونه اصلي اهداف حاصلوي. تهامس پېن2 يوه رساله ليکلې وه چې نامه ئې “Common Sense” (عقل سليم) وه. دا رساله محض د اووهٔ څلوېښتوپاڼو وه او عجيبه …

بشپړ متن