preloder
کور / مستقل ليکوالان / حيات روغانے / د میروس ورځ – حیات روغانے

د میروس ورځ – حیات روغانے

 

27 اکتوبر 1942ز

عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، پېښور، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2018، مخونه 538-534

د میروس واقعه کښې د باچاخان لۀ خوا د سکندر مرزا ذکر دا څو کرښې نوټ لیکل واجب کړل. بهټو خو ورته یو وخت کښې خط لیکلے ؤ چې د پاکستان د پاره ستا )سکندر مرزا( خدمات جناح صاحب نه هم زیات دي!!! نن میروس ډهېرۍ هم شته، د باچاخان لښکر هم شته او د خدائي خدمتګارانو مفکوره هم شته ـــــ کۀ نشته د سکندر مرزا څلے هم قدرې نشته؛ هیله چې وخت سره به اولسي شعور امریت هم ووژني ــــــ

‘وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نۀ لري’

‘مېجر جنرل’ سکندر مرزا وړومبے هندے ؤ چې برېطاني فوج کښې ورته کمېشن ورکړے شوے ؤ. د درېم افغان پېرنګ جنګ نه پس چې وزیرستان کښې د پېرنګي زور ماتولو د پاره پۀ برېطاني فوجونو د وزیرو مسیدو د حملو نه پس چې وزیرستان کښې 1920 کښې اپرېشن شروع شو، سکندر مرزا دغه جنګ کښې هم د پېرنګي لۀ خوا جنګېدلے ؤ. اول اسسټنټ کمشنر علي ګړهـ )اتر پردېش( او بیا هزاره کښې پولټیکل اېجنټ مقرر کړے شو. مختلفو وختونو کښې ئې د ډېره اسماعیل خان، ټانک، بنو، نوښار او هزارې دننه پېرنګي استعمار د پاره خدمات ادا کړي. پېرنګي 1938 کښې مېجر او 1946 کښې لېفټننټ کرنل جوړولو سره ورته د برېطاني هند د ‘نائب سېکرټري دفاع’ منصب ورکړے شو. د هند تقسیم نه پس د هندوستان او پاکستان ترمنځه د فوج د وېشلو ذمه واري هم دۀ ته سپارلې شوې وه او هم دې موده کښې لیاقت علي خان سره نزدې شو. هم هغۀ مېجر جنرل کړو، هم هغۀ ډېفنس سېکرټري کړو. پۀ جنوري 1951 کښې ایوب خان ته د دۀ پۀ سفارش وزیراعظم د وړومبي مقامي اٰرمي چیف ستوري لګولي وو )حالانکې د مېجر جنرل محمد اکبر خان او مېجر جنرل محمد اشفاق الماجد غوندې د )لېفټننټ جنرل( ایوب خان نه زیات سینئیر جرنېلان موجود وو.

د سکندر مرزا د خپل پېرنګي بادار سره د ‘نمک حلالۍ’ مثالونه رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان پۀ ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري’ کښې ځاے پۀ ځاے راوړي دي چې د لوست وړ دي. بیا هم، پۀ مار چې ښامار پېښ شي، اخیرے ژوند ئې برطانیه کښې پۀ جلاوطنۍ کښې تېر کړو. انګرېز به ورته د خپلې نمک حلالۍ پۀ سر درې زره پونډه پنشن ورکولو. پۀ دیارلسم نومبر 1969 کښې د خپلې اویایمې کلیزې پۀ ورځ هم انګلېنډ کښې مړ شو. د هغۀ مړے ملک ته راوړو د پاره جنرل یحيٰ خان اجازت ورنۀ کړو. د ایران د شاه محمد رضا پهلوي پۀ وېنا ئې خصوصي الوتکه کښې مړے لندن نه ایران ته راوړے شو او پۀ تهران کښې پۀ ګور شو. ایران کښې د 1979 ‘اسلامي انقلاب’ کښې ئې قبر ړنګ کړے شو او اوس ئې نخښه هم نشته.

چپاوونه:

پۀ پېښور،مردان،کوهاټ او بنو کښې خدائي خدمتګارو د ضلعو پۀ کچرو چپاوونه شروع کړل. اول اول خدائي خدمتګار چا نۀ ګرفتارول بلکې پۀ بې دردۍ به ئې وهل. دا وهل به پوليس کول او د پوليس سره به د خانانو او اربابانو ډنډه مار هم د کومک د پاره ملګري وو او څۀ مومند ئې هم د خدائي خدمتګارو د وهلو او د سرکار د امداد د پاره راغوښتي وو. پۀ مردان کښې هم دغه حال ؤ مګر هلته د خانانو ډنډه مار نۀ وو. د سوات باچا ميا ګل صاحب ډېر سواتيان د دوي د وهلو د پاره د سرکار پۀ امداد کښې رالېږلي وو. دې ظالمانو به پۀ داسې ناترسۍ وهل کول چې زۀ ئې بيانولے نۀ شم. د چا سر او پښه به ئې نۀ کتل او اکثر به ئې خدائي خدمتګار د غوبل د غوايانو پۀ شان پۀ نېغو وهل. اکثر خدائي خدمتګار به زخميان شول. د چا سر مات، د چا لاس او د چا پښې. څوک به پۀ وهلو کښې مړۀ شول. د پېښور د ډپټي کمشنر پۀ دفتر چې خدائي خدمتګارو چپاو وکړو نو د نورو کوتک مارو سره ډپټي کمشنر سکندر مرزا پۀ خپله کوتک پۀ لاس راووتو او پۀ خدائي خدمتګارو ئې راباندې کړل حالانکې پېرنګيانو مونږ پسې کوتک راخستے نۀ دے او نۀ ئې پۀ خپل لاس مونږ وهلي يو؛ خو دې مسلمان ورور مونږ پسې کوتک راخستو او پۀ دې وهلو ټکولو کښې به خدائي خدمتګارو بيا هم د ايډيشنل پوليس او انتظامي پوليس دائرې ماتې کړې او پۀ کچرۍ به ورننوتل او حاکم کۀ به پېرنګے ؤ، ورته به ئې ووئيل چې پېرنګيه! تۀ د اووۀ زرو ميلو نه راغلے ئې، دا زمونږ ملک دے؛ دا مونږ ته پرېږده او تۀ خپل ملک ته ځه او کۀ دېسي به ؤ نو ورته به ئې ووئيل چې قوم فېصله کړې ده چې تۀ د پېرنګيانو نوکري پرېږده.

سېد اکبر خدائي خدمتګار د سکندر مزرا پۀ ګزار پۀ زړۀ ولګېدو او دغلته شهيد شو. پېرنګيانو پۀ خپل لاس وهل نۀ کول.

د دې چپاو لوے کمانډر د ګوجرو ګړهۍ شاکرالله باچا ؤ چې دا چپاوونه ئې دومره پۀ بهادرۍ او هوښيارتيا منظم کړي وو چې هغه پېرنګيان چې دۀ سره ئې مقابله کوله، پرې قائله وو.

د مردان د چپاو کمانډر سالار منير خان ؤ او بيا عبدالعزيز خان ؤ. هغۀ هم ډېر پۀ بهادرۍ دغه چپاوونه چلولي وو. د چپاوونو زور پۀ لويه پېمانه يا پېښور کښې ؤ يا مردان کښې ؤ. مردان کښې به د هرې کچرۍ پۀ وړاندې پوليس او ايډيشنل چاپېره کوتک پۀ لاس ولاړ وو. خدائي خدمتګار به راغلل؛ ‘نعرۀ تکبير! الله اکبر’، ‘فخر افغان زنده باد’ چغې به ئې ووهلې او د پوليس او ايډيشنل ګېره به ئې ماته کړه او پۀ کچرو به ورننوتل او دې پوليس او کوتک مارو به پرې راباندې کړل. مات ګوډ به ئې کړل. بيا به ئې لارۍ کښې واچول او چرته لرې به ئې وغورځول. ما به د دې چپاوونو د حالاتو معلومولو او د صلاح مشورې د پاره دورې کولې خو حکومت زۀ نۀ منع کولم. اخر د حکومت پاليسي بدله شوه او کومو خدائي خدمتګارو چې به چپاوونه کول، د وهلو نه علاوه ئې د هغو نيول هم شروع کړل او د دې خبرې تجويز ئې هم وکړو چې زۀ ترې څۀ کار ونۀ کړے شم.

زۀ د کار د پاره مردان ته روان وم. د مردان نه بهر راته پوليس ناست وو، هغوي ونيولم او راته ئې ووې چې مردان ته ستا د تلو اجازت نشته. پۀ موټر کښې ئې کښېنولم او بېرته ئې پېښور ته راوستم او د ښار نه ئې بهر نۀ پرېښودم. بل ځل کوهاټ ته روان شوم. سپېنې تاڼې سره پوليس ناست وو. مونږ ئې د لارۍ نه کوز کړو. ټوله ورځ ئې راباندې سپينه تاڼه کښې تېره کړه. مازيګر ئې پۀ لارۍ کښې پېښور ته راوستو او هلته ئې پرېښودو. ما د حکومت دا طريقه مناسبه ونۀ ګڼله. د قوم د خبردارۍ د پاره مې د پېښور پۀ چوک يادګار کښې جلسه جوړه کړه. پۀ دې جلسه کښې ما خلقو ته درې خبرې وړاندې کړې ـــ يوه دا چې د حکومت دا زما سره کومه طريقه روانه ده. دا ما ته ټوقه ښکاري؛ ما سره دې دا ټوقې نۀ کوي، يا دې ما ونيسي او يا دې ما پرېږدي. بله دا چې کۀ چرې مونږ له خداے ګټه راکړه او مونږ ازاد شو نو دا خبره زما ياده ولرئ چې ملک زمونږ د ټول قوم او د ټولو پښتنو شريک دے. کۀ جوار وي کۀ غنم وي پۀ شريکه به ئې خورو. داسې به نۀ وي چې يو سړے به وږے وي او بل به پولاوونه خوري. درېم کار به زمونږ دا وي چې کوم خلق وږي دي؛ اول به هغوي مړوو نو بيا به د مړو حق پېدا کېږي. درېمه خبره دا ده چې يو سړے به نۀ خان کوو او نۀ به ئې بادشاه کوو. يو سړي له به اختيار نۀ ورکوو او کۀ يو سړے مو خان کړو يا مو باچا کړو، اختيارمند مو کړو نو بيا به ستاسو خاورې پۀ سر وي او هغه او د هغۀ خپلوان او دوستان به مزې کوي. زمونږ د اقتدار پۀ وخت کښې به واک اختيار د قوم او د قوم د جرګې وي. جلسه کښې ما د دې خبرې اعلان هم وکړو چې د اکتوبر پۀ اووۀ ويشتم به زۀ د خدائي خدمتګارو د يوې ډلې سره مردان ته ځم.

پۀ اووۀ ويشتم مونږ د چارسدې اډه کښې راغونډ شو او زۀ د پنځوسو تنو خدائي خدمتګارو سره پياده روان شوم. لاره کښې ځاے پۀ ځاے زمونږ مخې له خلق راوتلي وو. شپه مو د ګل اباد د درګۍ منګا د خدائي خدمتګارو سره يو ځاے وکړه. سبا له د دې ځاے نه مردان ته روان شو. د ميروس غونډۍ نه قبلې ته نهر بهېږي، ماسپښين نمونځ مو هلته وکړو او د خپلو ملګرو تالاشي مې واخسته او کۀ چا سره چاقو ؤ نو هغه مې ترې واخستو او د هغو خپلوانو له مې ورکړو. مونږ روان وو. پۀ دغه وخت کښې د صوابۍ څو تنه خدائي خدمتګار د سالار منير خان سره زمونږ پۀ ټولي کښې شامل شول. د نمانځۀ نه پس مو دعا وکړه او روان شو. زۀ د ملګرو پۀ منځ کښې وم او ملګري مې د ځان نه چاپېره کړي وو. د پړانګو سردار خان ملا تړلې وه او د ټولو نه مخکښې روان ؤ. دا چغه به ئې وهله چې ‘پښتنو وروڼو خبر شئ! پېرنګي سره د پښتنو پۀ خپل حق جنګ دے. تاسو زمونږ وروڼه يئ، د پېرنګيانو د پاره مونږ سره مقابله مۀ کوئ! پۀ خپل قام او پۀ خپل ملک ننګ وکړئ!’ مونږ چې ميروس ډهېرۍ ته نزدې شو نو مونږ سره خو ډېر خلق ملګري وو؛ ولي او ماسټر کريم او سالار منير خان او نور خلق مو رخصت کړل چې ټول ګرفتار نۀ شي. ولي سره کېمره وه. وې زۀ تصوير وباسم خو ما منع کړو. ما دې خلقو ته ووې چې ملک کښې کار وکړئ.

مونږ چې د ميروېس ډهېرۍ ته ورسېدو نو يو پېرنګے ولاړ ؤ. يو غټ کوتک ورسره پۀ لاس کښې ؤ. کوم پوليس چې ورسره وو، هغوي سره هم کوتکونه وو. هغه پېرنګے مونږ له راغے او پوليس ئې زمونږ نه چاپېره کړل. د سردار خان تقرير پۀ دې خلقو لږ ډېر اثرکړے ؤ. مونږ ئې نۀ وهلو خو چې کله پېرنګي کوتک اوچت کړو او دوي له ئې حکم ورکړو چې وهئ نو بيا ئې پۀ مونږ راباندې کړل او توره شپه ئې راباندې جوړه کړه. د چا پښه ماته شوه د چا لاس مات شو. زما ئې هم دوه پښتۍ ماتې کړې. مونږ يو بل پورې نښتي وو. د پښو نه به ئې نيولو او پۀ سړک به ئې راکښلو. لنډه دا چې زۀ ئې پۀ موټر کښې واچولم او مردان پوليس لائن کښې ئې پۀ يوه کوټنۍ کښې وغورځولم. د دې کوټنۍ فرش د سىمټو ؤ او پۀ دغه کشمکش کښې زما جامې ټولې شلېدلې وې. پۀ زمکه پروت وم، چې وجود مې يخ شو نو ټول بدن مې دردونه کول. څۀ شېبه پس هغه پېرنګے د هغه ډانګه سره زما کوټې ته راننوت. زۀ پۀ تکليف کښې وم او دۀ پۀ ما رعب اچوۀ. ما چې ځواب ورکړو نو غصه شو او وې وئيل چې هتکړۍ ورته واچوئ! زۀ حېران شوم چې انسان چې انسان وي نو څومره همدرد وي او چې انسانيت ترې لاړ شي نو بيا څومره بې رحمه شي.

د هغه ځايه ئې پۀ لارۍ کښې واچولم او د نوښار چاوڼۍ ته ئې بوتلم. هلته يو موټر ولاړ ؤ. دوه پېرنګيان پکښې ناست وو. زۀ ئې د لارۍ نه موټر کښې واچولم. خوشدل چې د پوليس افسر ؤ، ډېر ظالم ؤ. ما سره موټر کښې ناست ؤ نو پېرنګيانو ته د ځان ښودلو د پاره ئې ما ته ډېرې سپکې خبرې وکړې. زۀ پۀ خپل ځان وم. دومره مې ورته ووې چې پښتانۀ داسې خبرې نۀ کوي. ستا مطلب وشو، پېرنګيانو ستا خبرې واورېدې، ترقي به دې وشي. هم دغه شان وشوه. زۀ ئې د هري پور جېل خانې ته بوتلم او چکۍ کښې ئې بند کړم. ډاکټران وو او هسپتال هم ؤ خو هغه زما د پاره نۀ وو. قېديان خو څوک د خداے بندګان نۀ ګڼي. زما به ټول وجود دړدونه کول او شپه ډېره سخته تېره شوه. سبا له ډاکټر وکتم. هغه پرېشانه شو. څۀ ملهم غوندې ئې زما پۀ پښتیو پورې کړل. چې سپرنټنډنټ راغے ما نه ئې تپوس وکړو چې څنګه يې؟ پښتانۀ کۀ ډېر تکليف کښې هم وي خو چې څوک ترې تپوس وکړي نو ورته وائي چې ښۀ يم. ما هم ورته دغسې ووې. سپرنټنډنټ حکومت له خبر ورکړو چې ښۀ دے. هغوي اخبار کښې اعلان وکړو چې هغه ښۀ دے. هسپتال کښې يو هندو ډاکټر ؤ. هغۀ مشر ډاکټر ته ووې چې ذمه داري پۀ تا ده، بدنامي به ستا وي. تا له پکار دي چې حکومت خبر کړې. هغۀ حکومت ته وليکل چې دغه خبر غلط دے. دے جوړ نۀ دے، حکومت سول سرجن راولېږۀ. هغۀ زما معائنه وکړه. بيا ئې ايبټ اباد ته فوجي هسپتال ته بوتلم. اېکسرې وشوه؛ معلومه شوه چې زما دوه پښتۍ ماتې دي. سول سرجن پۀ خپله زما پښتۍ وتړلې او پلېستر ئې پرې ولګولو. تړلو سره زۀ لږ پۀ ارام شوم.

څو ورځې پس مې اخبار کښې وليدل چې د جېل خانې سپرنټنډنټ وائي چې هغه روغ جوړ دے. سبا له چې سپرنټنډنټ راغے نو هغه اخبار مې هغۀ ته وښودلو نو هغۀ راته ووې چې تا راته ووې چې ښۀ يم!!! ما ورته ووې چې دا خو د پښتنو اصطلاح ده؛ ستا خو سترګې وې، تا نۀ ليدم چې زۀ څنګه يم؟

ـــــــــــــــــ

کال 1942ز

دوېم چاپ، مارچ 1974، مخونه 96-95

د دې کال حال ؤ پۀ شانې د تېر کال
جنګ جاري ؤ او ګراني وه پۀ خپل حال
پټرول ورک شو موټرونه ودرېدل
ډېر ارزان به موټرونه خرڅېدل
ما اخستے پۀ اتۀ سوه مارس ؤ
کۀ اوس وے نو به قیمت ئې یو پۀ لس ؤ
پۀ دې کال کښې کانګرس وکړو یو اقدام
د عمل پۀ لوري پورته ئې کړو ګام
دا نعره ئې وه چې “پرېږده انډیا
درومه درومه اے انګرېزه! پۀ رضا”
پۀ هر ځاے کښې جلسې وشولې شاندارې
زلمو ونیوې د جېل پۀ طرف لارې
یو ځل بیا لیډران واړه ګرفتار شو
پۀ طلب د ازادۍ کښې ډېر پۀ دار شو
پښتۍ ماتې شوې د خان عبدالغفار
پۀ مردان چې کوم ساعت شو ګرفتار
د مانکي شریف “امیر الحسنات”
یوه فتويٰ کړه خوره پۀ شش جهات
چې ګناه ده د کانګرس دا قرباني
د اسلام لۀ رویه ده دا ناداني
پیر صاحب پۀ دې شو بې شانه بدنام
مناسب دۀ سره نۀ ؤ دا اقدام
خو دا لمسه وه د ډېر لوے شخصیت
دے مجبوره شو پۀ داسې حرکت
بیا خدائي خدمتګاران راغلل مېدان ته
د قومي خدمت دې بل لوے امتحان ته
پۀ سکولونو چپاوونه ئې کول
بل طرف پۀ کچهرو وشو یرغل
ډاک خانې او ټېسنونه ئې کړۀ ګېر
سرکاري سپاهیان لۀ دوي ځنې چاپېر
پۀ وهل پۀ ټکول ئې هیله نۀ کړه
پۀ نیول پۀ قېدول ئې هیله نۀ کړه
ډېر زلمي شو پۀ دې جنګ کښې شهیدان
پۀ غېرت لۀ خپله ملکه شو قربان

خلیق، عبدالخالق، زۀ او زما زمانه، پېښور، ادارۀ اشاعت سرحد،

دوېم چاپ، مارچ 1974، مخونه 96-95

 

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

د مثبت خبرونو شاهي حکمنامه – حیات روغانے

د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند مېجر جنرل اٰصف غفور لۀ خوا چې د …