loader image
کور / مستقل ليکوالان / پښتون / غني خان مېله: سیمینار – ‘پښتون’

غني خان مېله: سیمینار – ‘پښتون’

د جمعې پۀ ورځ، پینځلسم مارچ باندې باچا خان مرکز کښې د ‘غني خان مېله’ پۀ نوم د لېوني فلسفي خان عبدالغني خان د تلین ورځ ونمانځلې شوه. د دستورې صدارت ملي مشر اسفندیار ولي خان وکړو او مشر مېلمه ښاغلے هاشم بابر ؤ.

د دستورې وېناوالو ښاغلو ډاکټر یار محمد مغموم، ډاکټر نصر الله جان وزیر، نور الامین ایسپزي او سمیع الدین ارمان خپلو وېناو کښې د غني د ژوند، فکر او فن مختلف اړخونه وڅېړل او پۀ دې خبره ئې زور راوړو چې پۀ اکادمي کچ باید د غني فهمۍ پۀ لړ کښې د کار دائره پراخه کړې شي او عالمي ادب کښې د غني خان د مقام تعین د پاره پۀ سائنسي او اکادمي بنیادونو کار وکړے شي.

یاده دې وي چې د ‘غنیات’ پۀ نوم د غني فهمۍ یوه لړۍ د ‘باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر’ لۀ خوا پېل کړې شوې ده او دې لړ کښې رې کتابونه ‘غنیات -1’، ‘غني نامې’ او ‘د غني خان پېژندنې لارښود’ چاپ شوي دي.

‘مشال’ غني خان د غني خان سره د خپل نیکۀ او نمسي د تعلق نه پرته خاطرې هم شریکې کړې او دا انکشاف هم وشو چې مشال خان د شعر وئیلو او لیکلو ذوق هم لري. هغۀ د غني خان مېله نمانځلو باندې د باچا خان مرکز مننه کولو سره دا وړاندیز هم وکړو چې دې لړ کښې زما د برخې څۀ کار هم ما ته راسپارلے کېږي نو زۀ به ئې د ځان د پاره اعزاز ګڼم.

د دستورې مشر مېلمه ښاغلي هاشم بابر خپلې څو هغه خاطرې هم شریکې کړې چې د هغۀ او غني خان د لیدلو، ناستو او مباحثو پۀ ډاډ ؤ او خپل یو نظم باندې ئې غني خان سره د جواب در جواب خوندور روداد هم بیان کړو چې لوستونکو ترې ډېر خوند واخستو. د ښاغلي هاشم بابر وېنا کښې دا یوه خبره ډېره د پام وړ وه چې هغۀ غني خان د یو سوچه تخلیقکار پۀ حېث وڅېړلو.

ملي مشر اسفندیار ولي خان خپله صدراتي خطبه کښې د غني خان پۀ حقله خپلې خاطرې شریکې کړې.

ملي مشر ووئیل، غني خان یو ډېر مشفق مشر ؤ. د هغۀ سینه کښې پروت زړۀ د مینې او خوا خوږۍ نه ډک ؤ. یو وخت داسې پۀ ما راغلے ؤ چې زۀ د خپلې هرې رشتې نه ځان له شوے وم خو دا غني خان ؤ چې زۀ ئې ځان ته جوخت کړم او دومره ډاډ ئې راکړو چې د هغۀ دغه ډاډ او مینه به زۀ کله هم هېر نۀ کړے شم. د خاطرو او یادونو د سپړدلو پۀ وخت ملي مشر د یو ملا لۀ خوا غني خان د پاره د لیکلي تعویذ او بیا تښتېدلو قیصې سره دا واقعه هم بیان کړه چې څنګه به غني خان د کاغذ پۀ وړو وړو ټکړو کلامونه لیکل او دغه کاغذونه به ولي خان بابا جمع کول – دې ډاډ سره مونږ وئيلے شو چې د غني خان کوم شعري کلیات چې زمونږ مخې ته پراتۀ دي، د دې یوه لویه برخه ولي خان بابا راټوله کړې او خوندي کړې وه – ملي مشر د غني خان “The Pathan” باندې د ناویاته اټوګراف لیکلو قیصه هم پۀ خندا خوندۍ کښې واوروله.

باچا خان مرکز

ادبي، فرهنګي او کلتوري هلې ځلې

‘پښتون’ ژمنه کوي چې زر به د ملي مشر اسفندیار ولي خان هغه څو خاطرې د بشپړه لیکنې پۀ بڼه خپلو لوستونکو ته وړاندې کړي.

ملي مشر د دې دستورې پۀ تابیا د باچا خان مرکز غړو، انتظامیې او د ګوند ملګرو ته مبارکي ورکړه او د دې تر څنګ ئې د ښاغلي هاشم بابر باچا خان مرکز ته راتګ باندې ډېره مینه څرګنده کړه. ملي مشر هیله څرګنده کړه چې هاشم بابر به خپل کور ته د مېلمه نۀ بلکې د کوربه پۀ توګه راځي او مونږ کله هم هغه د خپلې ورورولۍ نه بهر نۀ دے ګڼلے.

د دستورې پایله کښې د باچا خان ټرسټ ډائرېکټر اېمل ولي خان د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا د چاپ شوو کتابونو ډالۍ نیازبین مشر حاجي غلام احمد بلور، ښاغلي مشر هاشم بابر او ښاغلي مشال خان ته وړاندې کړې. اېمل ولي خان د نوموړي خدائي خدمتګار ناظم سرفراز خان ژوندلیک ‘خدائي خدمتګاري: تجزیه او تبصره’ ملي مشر اسفندیار ولي خان ته پېش کړه. دې نه پس ښاغلي انجینئیر اعجاز یوسفزي د ښاغلي ډاکټر سهېل خان کتاب ‘څېړنې’، ښاغلي سمیع الدین ارمان د ښاغلي ډاکټر رؤف رفیقي کتاب ‘د پاچا خان پېژندنې لارښود’، ښاغلي روښان یوسفزي خپل تصنیف ‘پختون کلچر کے خدوخال’، ښاغلي ایاز الله ترکزي خپل څېړنیز اثر ‘غني نامې’ او اغلې نائیله شمال او ښاغلي سجاد ژوندون خپل تالیف ‘غنیات’ ملي مشر ته ډالۍ کړو.

دا پیاوړې دستوره د نوو جذبو، نوو ولولو او نوو هدفونو سره تېر ماښام سر ته ورسېدله.

غني خان مېله: مشاعره

د خالي ورځ، د مارچ شپاړسمه، ماسپښین دوه بجې پۀ باچا خان مرکز کښې د ‘غني خان مېله’ لړ کښې ازاده مشاعره د ښاغلي عزیز مانېروال صدارت کښې وشوه. د مشاعرې مشران مېلمانۀ ښاغلي عبدالرحیم روغانے او حنیف قېس وو.

مشاعره کښې ښاغلو عبدالوهاب مخلص، فهیم اپریدي، امید انجان، سوېره خان ننګیالۍ، همسال اپریدي، مشتاق احمد دراني، طارق پښتونیار، ګوهر ارمان اپریدي، غلام حېدر حېدر، ثناء الله فطرت، نور الله طوفان، الیاس ټلوال، خاکسار مومند، خالد اورکزي، بېتاب اورکزي، فاروق اورکزي، عالمګیر حېدر خان حلاج، سید شهزاد بادشاه، ودان کاکا، جلال خلیل، انور مانېروال، طلال بېدار اصلزي، اقبال مومند، فضل مومند، اسیر منګل، نیازک خان، علي زر خان علي، شاهنواز باقر، سید صابر شاه صابر، مشر شمس بونېري، نعیم مخلص، ډاکټر سهېل خان، اقبال شاکر، سمسور بونېري، اسلم سالک، انور زېب انور، فاروق اپریدي او نورو زلمو او مشرانو شاعرانو پۀ خپلو خوندورو شعرونو دا مشاعره مسته او توده وساتله.

‘مشال غني خان’ خصوصي وېنا کښې پۀ د ‘غني خان مېله’ تابیا کولو باندې د باچا خان مرکز مننه وکړه او خپل او د غني خان کلام ئې هم واورولو.

د دستورې مشرانو مېلمنو ښاغلو حنیف قېس او عبدالرحیم روغاني باچا خان مرکز کښې د ادبي دستورو پراخه انعقاد باندې د خوشحالۍ څرګندونه وکړه او ګډونوال ئې پۀ خپلو خوندورو او پندورو کلامونو ونمانځل.

غني خان مېله: د نوروز سندریز ماښام

د ‘غني خان مېله’ چې پینځلسم مارچ نه شروع شروع شوې وه، پۀ یویشتم مارچ ماښام د دې پایلیزه برخه د نوروز د سندریز ماښام پۀ توګه ونمانځلې شوه. دا سندریز ماښام د باچا خان مرکز پۀ انګڼ کښې نمانځلو د پاره د سټېج پوړۍ او ګډونوالو د پاره کرسۍ د مرکز پراخه انګڼ کښې ايښودې شوې وې. ښاغلي اسلم استاد مرکز کښې د رڼاګانو او ساونډ سسټم انتظام کړے ؤ.

مازیګر چې نمر د سپینې رڼا نه سرې رڼا ته کېدو، د دې سندریز ماښام پرانسته ښاغلي فضل اکبر راهي د ملي سرود ‘اے زما وطنه!’ پۀ وئیلو سره وکړه. بیا ښاغلو اسلم سالک او نعیم مخلص هم د غني خان کلامونه د موسیقۍ ژوندۍ بڼې سره واورول او مېلس ئې بېدار او مست وساتلو. نوموړې سندرغاړې الفت ناز بي بي د دوه اولسي سندرو وئیلو سره داد تر لاسه کړو. د صوفیانه راک بېنډ علي بابا خان د خپلو ملګرو سره پۀ راک میوزک کښې د غني خان د کلام وئیلو تجربه مخ پۀ وړاندې بوتله او زلمي سندرغاړي چې پۀ موسیقۍ پي اېچ ډي هم کوي، راشد احمد خان، چې اورېدونکو ترې د مننې څرګندونه پۀ پرله پسې چقچقو وکړه.

د پښتو موسیقۍ دوه استادانو، ښاغلو فضل وهاب درد او فیاض خان خېشګي سپرلي له د خپلو ارمونیم پۀ پړدو جوټې ورکړې چې اورېدونکي ئې هم د ځان سره د سپرلي، د نوروز او د غني خان پۀ مستۍ مست وساتل.

غني خان مېله: چاپ شوي کتابونه

د ‘غني خان مېله’ د پاره د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا څو کتابونه هم پۀ ځانګړي ډول چاپ شوي دي:

  • خدائي خدمتګاري: تجزیه او تبصره

دا کتاب د نوموړي خدائي خدمتګار ناظم سرفراز خان خدائي خدمتګارۍ کښې د تېر کړي ژوند یو روداد هم دے او دې موده کښې د پېښو شوو حالاتو تجزیه او تبصره هم ده. ناظم صاحب د یو لوستي او ژور نظر لرونکي لیکوال پۀ حېث پۀ دې اثر کښې پېژندګلو ترلاسه کړې ده. کتاب باندې ښاغلي فېصل فاران ارزښتمند لمنلیکونه هم لیکلي دي. مونږ د مشر لطیف لالا ایډوکېټ مننه کوو چې د دې کتاب د چاپ لګښت ئې پۀ ورین تندي پۀ ځان منلے ؤ.

  • د غني خان پېژندنې لار

د ښاغلي ډاکټر عبدالرؤف رفیقي دا اثر د اېم فل، پي اېچ ډي او نورو محققینو د پاره یو مهم اثر دے چې د غني خان پۀ حواله د شوي تحقیقي او تخلیقي کار تفصیلات ئې راټول کړي دي.

  • غني نامې

د ښاغلي ایاز الله ترکزي تحقیق دے. د غني خان شاعرۍ کښې چې د کومو شخصیاتو یادونه شوې ده، ښاغلي ترکزي د هغه شخصیاتو پېژندګلو لیکلې ده او بیا ئې ورته هغه نظم، شعرونه یا فرد هم رانقل کړي دي چې غني خان لیکلي دي.

  • غنیات – 1

دا د غني فهمۍ پۀ لړ کښې د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا د روان کړي زیار وړومبۍ برخه ده. د ښاغلي سجاد ژوندون تالیف او د اغلې نائیله شمال ځیرکتنې سره دا یو مهم کتاب دے چې یو شمېر تحقیقي مقالې پکښې د غني خان د فکر و فن د پوهې لارې پرانستلو د پاره یو ځاے ته راټولې کړې شوې دي.

  • پشتون کلچر کے خدوخال

د ښاغلي روښان یوسفزي پۀ اردو ژبه لیکلے دا کتاب د پښتني کلتور پۀ مختلفو اړخونو او مختلفو حوالو د هغۀ د لیکل شوو مقالو، مضامینو او فیچرونو مجموعه ده چې کۀ یو خوا غېر پښتنو ته د پښتون کلتور رنګونه ښائي نو ورسره د کلچر پۀ حواله ذوق لرونکو او د بي اېس د طالب علمانو د پاره هم یو ډېر مهم کتاب دے.

دا ټول کتابونه تاسو د باچا خان مرکز، یونیورسټي بک اېجنسي، د انور خان لالا دکان او د کتابونو نورو دکانونو نه ترلاسه کولے شئ.

د رحیم الدین الفت د کتاب مخکتنه

پۀ نولسم مارچ د نهې ورځ مازیګر څلور بجې د ښاغلي رحیم الدین الفت د کتاب ‘دا مې ټول قصور د یار دے’ د مخکتنې دستوره باچا خان مرکز کښې د ښاغلي لائق زاده لائق صدارت کښې وشوه. د دې دستورې مشر مېلمه ښاغلے مشر میا افتخار حسېن ؤ. ښاغلي اعجاز یوسفزے او مادام مه جبین قزلباش د دستورې اعزازي مېلمانۀ ټاکلے شوي وو خو مه جبین بي بي د ناروغتیا لۀ کبله دغه خوندور محفل ته راتګ نه پاتې شوه. د نظامت چارې زلمي عمران اشنا تر سره کړې.

ښاغلو سراج الدین مخلص، ماسټر علي حېدر او استاد نذیر ګل د رحیم الدین الفت د شاعرۍ پۀ مضامینو او موسیقیت خبرې کولو سره د هغۀ پۀ ژوند هم رڼا واچوله.

دستورې ته د وېنا پۀ وخت ښاغلي میا افتخار حسېن ووې، دا اوس چې زۀ راغلم او دا د موسیقۍ استاذان مې واورېدل او دې نه خبر شوم چې زمونږ دې ورور رحیم الدین الفت سندرغاړو د پاره سندرې لیکلې دي نو زۀ ډېر خوشحاله شوم. یو خو دا ‘الفت’ داسې نوم دے چې ښځې او سړي دواړه ئې ایښودے شي او بیا د دې نوم معنٰي داسې ده چې د نفرت او کرکې خلاف معنٰي ده نو دا هم خاص د توجه نوم دے.

بل دا چې کله زمونږ حکومت ؤ او د دهشتګردۍ یو سېلاب راوستے شو نو مونږ راپاڅېدو او مونږ ووئیل چې دا خلق خو زمونږ سندرې پۀ ډېرې بې رحمۍ سره وژني – دا ولې وژني؟ نو مونږ پۀ دې پوهه وو چې اصل کښې دا سندرې زمونږ د کلتور اوازونه دي او کۀ د یو قام نه ژبه او کلتور ورک شي نو بیا څۀ هم ورسره نۀ پاتې کېږي. مونږ پۀ دغه وخت کښې نشترهال ته راغلو. نشترهال دوي څو کلونه بند ساتلے ؤ. مونږ د نشترهال تاله ماته کړه او یو شمېر ادبي او کلتوري غونډې مو پکښې وکړې. هاغه وخت کښې مهدي حسن ته تر ټولو فنکارانو لوے انعام پینځۀ لکهه روپۍ ورکړے شوے ؤ؛ مونږ خپل خیال محمد له د لس لکهه روپیو اعلان وکړو او بیا مو هغه پېسې یو دروند تقریب کښې ورکړې. ښاغلي میا افتخار زیاته کړه چې اوس پۀ منظم ډول د پښتو پروګرامونو او ډرامو پراډکشن چېنلونو باندې بند کړے شوے دے او زمونږ هنر مندان او فنکارانو کړمن ژوند سره مخ کړے شوي دي. میا افتخار حسېن ووئيل، د ډکټېټر ضیاء پۀ دور کښې د ډالرو د پاره د پښتنو خاورې نه د جنګ مېدان جوړ کړے شو او زمونږ د ثقافت او تهذیب مونډ ویستلو د پاره د مذهب د نوم استعمال وشو. هغۀ ووې، فنکاران زمونږ د ثقافت نخښې او زمونږ د معاشرې پېژندګلو ده. زمونږ نسلونو ته د کلاشنکوف نۀ، د کتابونو ضرورت دے. پۀ دې موقع زۀ د حکومت نه غوښتنه کوم چې زر تر زره دې پۀ چېنلو د پښتو پرائم ټائم بحال کړي او د پراډکشن اغاز دې وکړي.

‘د پښتو جرګه’

د لهجو تنوع کۀ د یوې ژبې د پراخۍ او ښکلا نخښه وي نو دغه لهجو ته پۀ لیکلې بڼه یو شریک لیکدود لرل د قام د ژبې سره د مینې او د لیکوالانو د ژبې د پاره د سنجیدګۍ علامت وي.

دا ښۀ فال کله هم نۀ دے چې د پښتو ژبې د املاء معیاري کولو پۀ لار کښې کله لهجوي تنوع خنډ کړے شي او کله خپل ‘تفهیم’ نه د شخصي انارکي پۀ ډاډ املائي اختلاف د پاره جواز وبڼلے شي.

باچا خان مرکز دې لړ کښې د پښتو املاء د معیاري کولو د پاره یوه جرګه ‘د پښتو جرګه’ پۀ نوم راوبلله. د دې جرګې اېجنډه پۀ دوو نکتو وه:

  1. پښتو ژبې لیکلو د پاره دې د ‘باړه ګلۍ’ املائي فېصلې خپلې کړې شي او کۀ څوک دغه اوولس فېصلو کښې څۀ خبره باندې علمي اعتراض لري یا د نوې فېصلې د اضافې وړاندیز لري نو هغې د پاره دې یو ‘پښتو املائي بورډ’ جوړ شي چې دغه وړاندیزونه اخلي – د پښتو کمپوزرانو تربیت او دې لړ کښې د پمفلټونو یا چارټونو د چاپ ذمه باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر اخلي. دغه بورډ به دا وړاندیزونه او اعتراضونه راخلي، د پښتو مختلفو اکادمیو او پښتو څانګو سره سره به ئې پښتو اکادمي کوئټه او د علومو اکادمي کابل سره هم شریکوي او وخت پۀ وخت به پښتو ټولنې دې لړ کښې شوې ارتقاء پرمختګ نه خبروي.
  2. مونږ به فکري نظریاتي اختلاف لرو خو دا اختلاف دې کله هم شخصي کېږي نۀ – مونږ دې پۀ پېغورۍ ژبه تنقید ونۀ کړو. مونږ د یو شان ستونزو سره مخ یو او د امن، اولسواکۍ او پرمختګ پۀ حواله یو شان اهداف لرو.

د دې وړاندیز مخې ته راتلو نه پس ښاغلي نور البشر نوید ووئیل چې پښتو ژبه کښې خورېدونکې مجلې ستونزې لري او باید دا نکته هم دغه اېجنډه کښې شامله شي او د پښتو ژبې د مجلو یو تنظیم هم جوړ شي چې خپل حق د پاره غږ اوچتوي او عملي ګامونه پورته کوي.

‘د پښتو جرګه’ د پاره وحدت، پښتو، تاتره، لیکوال، امېل، مرکه، غوړګه، نوے غږ، حجره، فانوس، زرپاش، جرس، بڼ، نظرونه ته بلنې ورکړې شوې. دې سره پوهنتونونو کښې د پښتو څانګو مشران او رېډوانو او د ټي وي چېنلو نمائندګان رابلل شوي وو. د پښتو پبلشرانو ته هم بلنه ورکړې شوې وه او څۀ مشرانو ته هم د مندوب پۀ حېث او د هغوي د علمی رایې اخستو د پاره پۀ ډېر درناوي بلنه ورکړې شوې وه.

کۀ څوک پۀ هره وجه نۀ وو راغلي، مونږ ته ئې ناوئیلے عذر قبول دے او هیله چې راتلونکي پړاو کښې راسره ګډون وکړي. کومو اغلیو او ښاغلو چې ګډون کړے ؤ، د وېنا ترتیب سره ئې نومونه نقل کول اړین ګڼو – مادام کلثوم زېب، فضل مومند، زېبا اپریدۍ بي بي، سمیع الدین ارمان، عابد منیر خان، ډاکټر خان، معظم جان معظم، ډاکټر اسرار، محمد زبېر زبېر، ډاکټر نور البصر امن، ډاکټر ظفر الله بخشالي، ډاکټر سهېل خان، میا انعام الله، سلېمان کامل، ګل محمد بېتاب، معراج خان، ساجد محمد شائق، ډاکټر محب وزیر، عظیم وزیر، حیات روغانے، دانش بیټنے، ایاز الله ترکزے، شمس بونېرے، شهاب عزیز ارمان، رشید احمد، مومند، افتاب ګلبڼ، سمسور بونېرے، غلام غوث، لیاقت سیماب، ډاکټر نصر الله وزیر او د دې جرګې صدارت کوونکے ښاغلے نور الامین یوسفزے.

د دې جرګې روداد به د مۍ میاشت کښې د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا ‘د پښتو جرګه: د وړومبۍ ناستې روداد’ پۀ نامه چاپ کېږي. دلته دا وئیل مهم دي چې جرګې کښې ګډون کوونکو ټولو مشرانو او ملګرو دغه دوو نکتو سره اتفاق څرګند کړو او نوي وړاندیزونه ئې هم مخې ته راوړل )چې کتابچه کښې به تفصیلاً درج وي(. دا هم دلته لیکل ضروري دي چې د پښتو اکادمي پېښور لۀ خوا )د ښاغلي ډاکټر نصر الله وزیر د وېنا تر مخه( زر به د پښتو کمپوزنګ زده کولو د پاره د اکادمۍ لۀ خوا پروګرام شروع شي چې ګډون کوونکو ته به باقاعده سندونه ورکول کېږي. ‘پښتو املائي بورډ’ به هڅه کوي چې د پښتو اکادمۍ دغه لړۍ نورو یونیورسټیو، د پښتو بي اېس پروګرام لرونکو کالجونو او ادبي غونډو ته ورسوي.

د ‘پښتو املائي بورډ’ د پاره خپل خدمات والنټئیر کوونکو کښې فېض الوهاب فېض، فضل مومند، مادام کلثورم زېب، ډاکټر ظفر الله بخشالي، ډاکټر نور البصر امن، معراج خان، ایاز الله ترکزے، مظهر مومند، سلېمان کامل، اقبال مومند، ساجد شائق، سمیع الدین ارمان، شهاب عزیز ارمان او سجاد ژوندون شامل وو.

د جرګې مشر ښاغلي نور الامین یوسفزي دغه جرګه پۀ دې خبره راټوله کړه:

باچا خان مرکز هسې هم د پښتنو شریک کور دے او مور ژبې ته ئې تل سنجیده نظر کړے دے. تر څو چې د ښاغلي نور البشر نوید وړاندیز دے نو دې لړ کښې باید د مجلو ځان له یوه بله ناسته وشي چې صرف دغه وړاندیز باندې پکښې خبره وشي.

باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر به د پښتو املائي بورډ د پاره خپلو محدود وسائلو کښې د هر ډول کومک او ملاتړ هڅه کوي. انسانان تل خپلې ستونزې او تنازعې پۀ مکالمه او خبرو اترو هواروي او مونږ دا پوخ یقین او ایقان لرو چې هم د خبرو اترو تر لارې به دا ټولې وړې وړې ستونزې هوارې کړو. کۀ دې بورډ ته د پښتو اکادمۍ پېښور، پښتو اکادمۍ کوئټه او علوم اکادمۍ کابل سرپرستي حاصله شي نو پۀ ډېره منظمه توګه مونږ دغه ستونزې د منځ نه وړے شو. دې بورډ کښې د ژبپوهانو او د نوو لېنګسټکس نه د خبردارو ملګرو شمولیت به د دې ارزښت لا زیات کړي. هم د دې اوسني مجوزه بورډ غړي باید دا رابطې وکړي. مونږ د باچا خان مرکز لۀ خوا دا ډاډ درکوو چې کۀ دا جرګې مخکښې لاړې شي، یوې فېصله کنې مرحلې ته ورسي او بیا د باړه ګلۍ تسلسل کښې هماغه شان یوه لویه جرګه کول وي نو باچا خان مرکز به دې لړ کښې د پښتو اکادمۍ پۀ ډاډ د اهتمام او انتظام لړ کښې پوره همکاري کوي.

 

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

د افغانستان پۀ تاریخ کښې نیمګړی څپرکی – د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني

        د افغانستان د اسلامي، اسیائي او افریقائي محدودو هېوادونو لۀ جملې …