preloder
کور / مستقل ليکوالان / سميع الدين ارمان / د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان

د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان

.1 روشن خیالي:

دا لفظا، معنا او تصورا د ټول انساني تهذیب یوه مثبت رویه او سرګرمي ده. پۀ اسانو ټکو کښې د روح عصر ادراک او د وخت رفتار سره یوشان تګ کول روشن خیالي ده. دا د جمود او اجاره دارۍ خلاف د حرکتِ عمل نامه ده او د راروان لازمي بدلون لپاره پۀ انفرادي او اجتماعي ساحه کښې د قبولیت ځاے ورکولو نه بعد پۀ خپله ټولنه کښې د دې د رنګ کولو هڅه ده. هره ټولنه کښې د وخت تېرېدو سره سره څۀ تصورات، عملیات او رسمیات د فرسوده عقیدت او توهم شکلونه خپلوي. دې سره د جمود او رکاوټ یو تغفن راپېدا شي. نتیجتاً د تاریخ د معلوم سنت مطابق سفر داسې معاشرې د تيرو پۀ جهان ورننباسي.

د دنیا معلوم تاریخ کۀ وکتے شي نو تمامي انبیاء او مصلحین د دغه روشن خیالۍ پلویان وي. دا د کومې جزوي پالیسۍ یا سیاسي نعرې نامه نۀ ده.

زمونږ خطه کښې لۀ بده مرغه یو ډکټېټر پروېز مشرف دا اصطلاح د یوې نعرې پۀ توګه پورته کړې وه. د دې پۀ وجه د هغۀ سیاسي مخالفینو دې نعرې ته محض د هغۀ د سیاسي پالیسۍ پۀ نظر وکتل او د مطلق اختلاف وړ ئې وګرځوله. بیا د روشن خیالۍ د بعضې اختیاري او جزوي مظاهرو لکه رقص و نڅا، موسیقي او فنونِ لطیفه پۀ حقله پۀ دې خطه کښې د مذهب د پکارونې ریاستي او غېر ریاستي ټولګو هم د دې سفاک رد وکړو. نو دا رنګ پۀ ټولنه کښې د دې تهذیبي سرګرمۍ مرۍ تېزندي کړې شوه. عجیبه خبره دا ده چې کله د مسلمانانو د عروج دور ؤ نو هغه دور کښې د فنونِ لطیفه پۀ حق له اپروچ تقریباً هم داسې ؤ لکه نن چې د ترقي یافته اجتماعي دانش نمائندګۍ کښې څۀ رنګه دے. بیا کوم روش چې ورسره د نن مذهب پاله ټولګو اختیار کړے دے، د دې مثال او انجام هم د کلیسا او د سلطنت پۀ تاریخ کښې زمونږ مخې ته دے خو د دې باوجود دې چاپېرچل کښې د روشن خیالۍ چاپ منفي وګڼل شو.

.2 سیکولرازم:

د ریاست پۀ ساحه کښې د مذهب د اقتدار او اجاره دارۍ لپاره پکارونې چې کله د انساني ټولنې بېخ بنیاد وویستو، دا پکارونه د ماقبل سقراط دور نه راواخله تر د رومن امپراطورۍ پورې او بیا د مسلمانانو پۀ اقتدار کښې او د صېهونیت پۀ تحریک کښې مخې مخې ته ده. د جدید دور نه بعد بیا د دې مرکزي قوت د مذهب پۀ ځاے پۀ ریاست او تجارت کښې رامنځ ته شوے دے چې د سیاسي او سماجي انصاف نعره ئې ښکاره ده او سرمایه دارانه اهداف ئې تهې تهې پټ دي.  نو د دې خلاف هم د تاریخي تعامل مطابق یو ردعمل راولاړ شو. دې ردِ عمل ته قبولیت پۀ علمي او عملي بنیادونو ملاوېدل هم د وخت تقاضا وه او پوره کېدل ئې لۀ وړاندې پېل شوی وو.

یو سړے کۀ مونږ یادوو چې د ریاست د نظریاتي مترقي رغښت نه ئې د مذهب نمائندګي پۀ ختمولو یا کمولو کښې غېر معمولي کردار لوبولے دے نو هغه والټئیر 1778-1694)ز( دے. د دۀ ټول فکري خدمات دا مهال پۀ لس اتیا (90) جلدونو کښې چاپ دي. د دۀ مجبوري دا وه چې دۀ د یو ټولنیز منلے شوي تصور خلاف تګلاره جوړوله. د ټولنې اکثریت علمي تفوق ته رجوع نۀ کوي بلکې د اکثریت رجحان پۀ سطحي، وقتي او جذباتي ضرورتونو قائم وي. نو د دې د نړولو لپاره والټئیر د مذهب غېر معمولي اختلاف خپل کړے ؤ چې د ټولنیز جذباتي بدلون لپاره دۀ سره بله لاره نۀ وه. دې تاریخیت او دې اختلاف د سیکولرازم مثبت اړخ پۀ ترقي پذیر ملکونو او ټولنو کښې بالکل مسخ کړو او لا ئې هم مسخ کوي.

سیکولرازم پۀ خپل جوهري اساس کښې تمامي مذاهبو ته یو شان احترام ورکوي. پۀ اجتماعي ساحه کښې د دې د تېر تاریخیت پۀ پوهنه او د انساني زیان نتیجه کښې دا د ریاستي امورو نه بېلوي. د انفرادي ازادۍ پۀ دائره کښې ورته مقام ټاکنه کوي خو دا هم یو حقیقت دے چې څۀ رنګ مذهب پاله ټولګي مذهب د سیاسي اهدافو لپاره پکاروي، بالکل هم دا رنګ سیکولر ټولګي خپل سیکولرازم د سیاسي مقاصدو لپاره وسیله جوړوي او دا رنګ دواړه د یو ذهنیت پۀ نمائندګۍ مهر ثبت کوي. مذهب او سیکولرازم پۀ خپل اصل کښې دواړه د انساني تهذیب، پرمختګ او سکون لپاره لرغونې مفکورې دي. سیکولر وګړے غېرمذهبي نۀ وي بلکې هغه پۀ بل د مذهب جبر نۀ کوي او د بل مذهب ته ټولنیز احترام ورکوي. پۀ ریاستي امورو کښې د مذهب پۀ اساس د امتیاز قائل نۀ وي خو سوشل کنسټرکشن دومره زورور دے چې دا قسمه معیارِ تعریف ته د دې خطې ټولنه نۀ پرېږدي.

.3 جنس:

د زنانه او نارینه امتیازي حېثیت هم د سوشل کنسټرکشن یوه نتیجه ده. کله کله د دې سوشل کنسټرکشن علمي ارزښت پېدا کولو لپاره د زنانه او نارینه حیاتیاتي )بایو لوجیکل( اختلاف نه استفاده اخستې کېږي. د دواړو د مساوي حېثیت خلاف د معلوم تاریخ هرې ټولنې پۀ فکري او عملي بنیادونو اقدامات ترسره کړي دي. یو ډېر لوي عالم فاضل سره مې پۀ دې موضوع بحث کوۀ نو د نر واکئ پۀ تفوق او برترۍ او د زنانه پۀ کمترۍ کښې ئې بلها دلائل ووئیل خو ما به ورسره د هغې جواب ورکوۀ او تاریخي مثالونه مې هم ورکول. نو اخر کښې ئې دا دلیل راوړو چې مړه! خداے هم ترې هره میاشت کښې د دوي د سجدې قبلولو نه انکار کوي!!! یعني چې ښځې پۀ منسز بیمارې وي نو خداے ئې سجده نۀ قبلوي. ما ورته ووې چې کله سړے بې اودسه وي نو هم ئې سجده نۀ قبلېږي. دا خو یو رخصت دے چې اصلاً ورسره د خالق پۀ شفقت ګواهي ورکوي. بل دا چې داسې بالکل هم نۀ ده چې زنانه دې حالت کښې وي نو مطلق سجده ئې نۀ قبلېږي،ورته رخصت دے او تمامي د عبادت سجدې ئې دې حالت کښې هم قابلِ قبول دي.

مذهب خو پرېږده، د وینې رشتې هم د سوشل کنسټرکشن پۀ وړاندې معنې وبائیلي. کله چې زمونږ پۀ ټولنه کښې د یوې مور نه هیجړا پېدا شي نو هم دا مور پلار ئې د خپلولو نه انکار وکړي، یا ئې وژني او یا ئې د خپلوۍ او شناخت ورکولو نه انکاري کېږي.

.4 کفن دفن:

داریوس )تقریباً پینځۀ نیم سوه کاله قبل مسیح( چې د قدیم فارس مشهور باچا تېر شوے دے، او دا هم هغه سړے دے چې د لرغونې پښتو د تاریخیت اثار ورسره داسې تړلے شوي دي چې د دۀ پۀ پاتې کاڼیزه کتبو )ډبرو( د میخي خط درې کرښې ثبت دي چې د پښتو سره ئې مماثلت ډېر ورته دے. دا کرښې پۀ لږډېر بدلون سره داسې نقل کېږي،

“نه اریکه اهم، نه دروغنه، نه زوره ګر اهم”

یعني نۀ اړیل یم، نۀ دروغژن یم او نۀ زورور یم. د دې باچا پۀ حکومت کښې بلها ډېر مختلف خلق او مختلفې ټولنې راتلې. لکه یو هندي ټولګے پکښې د “کېلټ” ؤ. د دوي ځان له د ژوند ژواک یوه ضابطه وه. د مذاهبو پۀ تاریخ کښې ئې ټول جزیات پۀ اسانه پۀ لاس راځي. دوي به خپل مړي ضائع کول نۀ بلکې د مړو خدمتونه به ئې کول، خرچې به ئې پرې کولې او بلها ډېر وخت به ئې هم د دې خپلو خپلو مړو سره ویستلو. یونانیانو به خپل مړي وسېزل او لکه د جنازې څۀ مروجه مراسم به ئې هم ادا کول. دا دواړه ټولګي د داریوس پۀ حکومت کښې شامل وو. داریوس یو جهاندیده سړے ؤ. هغۀ ګڼل چې اختلاف قبلول پکار دي او اختلاف ضروري نۀ ده چې انهدام او انتشار راپېدا کړي، بلکې کۀ د دې د قبولیت صلاحیت وي نو دا یو ثقافتي رنګارنګي او متنوع مظاهر رامنځ ته کوي؛ د کومو د شتون/ قیام/ دوام لپاره چې انساني فطرت کښې بلها ډېر ګنجائش پروت دے.

داریوس یوه ورځ خپل عدالت ته دا دواړه ټولګي راوغوښتل. کېلټیانو ته ئې ووې چې خوښه مو نۀ ده چې دا خپل مړي مو لکه د یونانیانو سېزل پېل کړئ!! دا رنګ به مو وخت، پېسه او محنت بچ شي. دا وسائل به پۀ کومو نورو تعمیري کارونو کښې مصرف کړئ؟ کېلټیان رابرند شول، ډېر بد ئې ومنل، تندي ئې ګونجي کړل او مزاحمت کولو لپاره ئې ځان جوړوۀ! بیا داریوس یونانیان مخاطب کړل او ورته ئې ووئیل چې خوښه مو نۀ ده چې دا مړي سېزل مو بس دے بند کړئ، دا خو تاسو پۀ خپله د خپلو نیکونو او نسلونو توهین کوئ! د دې پۀ ځاے لکه د کېلټیانو خپل مړي سمبالوئ او وخت ورته ورکوئ! یونیانیان هم برند شول، دا خبره پرې ډېره بده ولګېده او باچا ته ئې ووې چې دې کارونو کښې ګوتې مۀ وهه ګنې نو د دې انجام به ډېر بد وي. باچا دواړه ټولګو ته د یو بل ردعمل ورښکاره کړو چې د کفن دفن د مراسمو پۀ حقله د ټولنې نفسیات هم رامنځ ته کړي او دې سره سره د سوشل کنسټرکشن پۀ مختلفو ټولګو او ټولنو کښې د جوړو تصوراتو حقیقي صورتحال هم واضح کړي.

هر سماج د اجتماعي معاملاتو د تر سره کولو لپاره خپلې خپلې طریقې او عقیدې وضع کړې دي او دې سره ئې یو جذباتي، عقیدوي او سماجي تړون موجود وي. دا اختلاف او تنوع دا ظاهروي چې یو طریقه کار هم مطلق ټیک یا مطلق غلط نۀ شي ګڼلے کېدے. بیا تهذیبي ارتقاء پۀ دې اختلاف پاللو کښې خپل کردار لوبوي خو پۀ موجوده دور کښې د مادیاتو د بې ځایه اهمیت لۀ وجې او د اخلاقي/ سماجي/ سیاسي/ ادبي/ ثقافتي او نورو ډېرو پېمانو د غېر ضروري رد کولو یا دا نور ټول جهات د مادیاتو تابع کولو د وجې د یو بل ډېر خطرناک صورتحال پېشن ګویانې هم روانې دي چې ډېر زر ده چې انسانان به پۀ خپلو مړو کاروبار شروع کړي، اقدار به ختم شي، عقائد به خپل زور وبائیلي، اخلاقیات به د اقتصاد پۀ پښو کښې سجدې وکړي او دا رنګ به چې انسان مړ شي نو لواحقین او وارثان به ئې سترګې، ګردې، زړۀ او بېشتر اعضاء خرڅوي. دا به هم د سوشل کنسټرکشن یوه عامه زورورتیا وي.

.5 ثقافتي تنوع:

پۀ تهائي لېنډ کښې د چا کور ته سره د پېزاره ورننوتل یو غټ توهین دے، غېر اخلاقي او بېهوده اقدام دے. نورو ډېرو ملکونو کښې دا یو عام او د روټین عمل دے. دا رنګ پۀ تهائي لېنډ کښې چې پۀ مجلس کښې چا پۀ یوه پښه بله پښه واړوله او دې انداز سره پۀ مېلس کښې ئې ناسته وکړه نو دا هم یو لوے جرم او نامناسبه کار ګڼلے کېږي؛ حال دا چې زمونږ او د نورو ډېرو منطقو پۀ مېلسونو کښې دا قسمه ناسته هېڅ قباحت او بد والے نۀ لري. درېم هم دې تهائي لېنډ کښې د انسان سر ته ګوتې وړل د دشمنۍ دعوت دے. دا داسې جرم دے لکه پۀ پښتنه ټولنه کښې چې چا پسې ټوپک راواخلې، بیا کۀ دې ډز وکړو او کۀ دې ونۀ کړو خو داسې شوه چې دشمني دې ورسره پېل کړه!

پۀ مشرقي اکثر ملکونو کښې پۀ سر لاس اېښودل/ راکښل د مینې، احترام، شفقت او خپلولۍ سره سره د ډاډ داد او فریق جوړېدو پورې معنې ورکوي. کشران دا عمل د ځان لپاره ویاړ او افتخار ګڼي. دا رنګ پۀ مغربي ملکونو کښې سر سرتورول د ډېر احترام/ قبولیت/ ستائینې عمل دے، )انګرېزي ژبه کښې د “ټو هېټس اف” محاوره هم د دې وجې مروج ده( او مشرقي روایت کښې سر پټول د احترام او عظمت ورکولو علامه ده. نو زۀ ګڼم چې داسې د انفرادي او اجتماعي ژوند پۀ هره زاویه کښې د سوشل کنسټرکشن مظاهرو/ پدیدو د یو پېچیده سائنس پۀ وساطت خپل جریان ته دوام ورکړے وي.

ضرورت د دې خبرې دے چې د انساني ټولنو د اختلاف سره تعامل ډېر نه ډېر مثبت شي. د ازادۍ او اختیار د برقرار ساتلو تر حده دې ورته د قبولیت لارې پرانستې شي او معقول، مقبول او غښتلې انساني تهذیبي ارتقاء ته زمینه جوړه شي.

 

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

ګبریل کارسیا مارکیز )ګېبو( او د هغۀ د فکشن ځانګړنې – سمیع الدین ارمان

  ګبریل ګارسیا مارکیز(Gabriel García Márquez) د لاطیني امریکا د کولمبیا ایالت د مېګډلنا (Magdalena) …