loader image
کور / مستقل ليکوالان / شمس بونېرے / “کلتور” د ژبې يو ټکے نۀ دے بلکې دا د قامي تاريخ ساخت او جوړښت ارتقائي داستان او حصه لري. – شمس بونېرے

“کلتور” د ژبې يو ټکے نۀ دے بلکې دا د قامي تاريخ ساخت او جوړښت ارتقائي داستان او حصه لري. – شمس بونېرے

 

انسانان د زمکې پۀ جدا جدا حصو کښې تقسيم وو. دغې خلقو د وخت او معروض لۀ کبله مشترکه ژوند او د ځان د پاللو او ساتلو د پاره اجتماعي مبارزه کوله. خو وخت، سکوت او جمود نۀ لري. د حالاتو د تناظر پۀ شکل د خاندان نه قبيلې جوړې شوې. يوې قبيلې د بلې قبيلې سره جنګونه شروع کړل. د فلاح، مشورې او انتظامي صورت پۀ شکل کښې د هرې قبيلې مشر د دوي سردار شو. د وختوتو پۀ تسلسل کښې قامونه منځ ته راغلل او دا تسلسل د سوشلسټي نظام پورې د جنګونو او مفاداتو پۀ خاطر روان ؤ او روان دے. پۀ دغه عالمي تغير او بدلون تاريخي داستان زما موضوع او مضمون نۀ دے.

زۀ به خپل دا ليک د قامي وجود او د دې اجزاء او د دې پېژندګلو پورې وساتم. د هر قامي وجود دا توکي چې را جمع شي چې د دې توکي تاريخ، جغرافيه، ژبه، کلتور او بازار ولري نو د قام د شناخت پۀ نوم، پۀ خاوره او عالمي دنيا کښې مشهور شي او ځکه نن دا دنيا قامونو او ملکونو سره تړلې ده.

د قام د کلتور حصه به لږه واضحه کړو چې پوهه شو او د قام پېژندګلو وشي. قام پۀ يوه خطه کښې اوسېږي نو د دوي د دفاع وسله، د دوي د وجود د پټولو جامې، د دوي د سر د پټولو مشترکه نخښې نخښانې پټکے، ټوپۍ او پکول به اکثر مشترکه او يو شکل کښې وي. د پښو څپلۍ، پڼې او د يخ نه د ساتلو د پاره ګرمې کپړې د پښو نه تاوهلو نه هم سړے د دې قام اندازه لګوي. د دوي د سوداګانو اخستوا و خرڅولو د پاره شريک بازار ته راځي. دلته د دوي تعلقات او ذاتي رشتې جوړېږي خو پۀ اوسنۍ دنيا کښې جارح قومونه پۀ وړو او بې وسه قامونو حملې کوي. دغه جارح قام د ځان سره خپله ژبه، تهذيب او تمدن راوړي او خوروي ئې. څومره چې جارح قام د وړو قامونو پۀ خاوره پاتې کېږي، د دوي کلتور، دستور او روايات ختموي. د چا چې کلتور ورک شي، دغه قام ورک شي او د چا چې ژبه سپکه شي نو دغه قام سپک شي.

اوس به پۀ عالمي دنيا پۀ دې تناظر کښې رڼا واچوو. پۀ دنيا کښې ډېر ملکونه وو او شته چې نور قامونه ئې قبضه کړي او د خپل ملک د نوم سره ئې تړلي دي. د دې لوي مثالونه دي. امريکا کولمبس پۀ خپل بحري سفر کښې ومونده او نورو ملکونو ته پته ولګېده چې پۀ دې خاوره يوه بله دنيا هم شته. د دنيا زورور ملکونو او قامونو د امريکې د تللو او قبضې هلې ځلې شروع کړې. امريکا د معدنياتو او وسائلو نه ډکه وه خو پسمانده وه. د دې ځاے قام ته به ئې “رډ انډينز” وئيل. برطانيې، فرانس او جرمن دلته خپلې اډې جوړې کړې. د ټولو نه اول دوي د کار او خدمت د پاره د افريقې تور پوستکي پۀ جهازونو کښې بوتلل. د دوي کار د امريکې ابادي وه خو د غاصب ملکونو کار د “رډ انډينز” د خلقو قتل عام ؤ. نن هم پۀ تاريخ کښې د رډ انډينز قام نه انکار نۀ شي کېدے خو وجود، ازادي او ژبه ئې پۀ سمندر لاهو ده.

کلتور

د دوېم جنګ پۀ دوران کښې برطانيې لکه د سپي خپلې پښې څټلې او دنيا د امريکې او روس پۀ قبضه کښې تقسيم شوه. اتۀ رياستونه او يورپي ملکونه تقسيم شو. جرمن دوه شو، چيکو سلواک دوه، کوريا دوه شوه. د شوروي اتحاد اتۀ رياستونه جدا، وېتنام يو، اسرائيل د قام او رياست خاوندان او د فلسطين د ازادۍ جنګونه تر اوسه روان دي. د دې ټولو جنګونو پۀ شا د قامي احساس نظر او ژبه ښکاري. بل خوا ته جابر او مفاد پرسته ملکونه د قامي اتلانو نه هم ملک اخلي او هم ساه. د کرنل قذافي، صدام او عراق مثال. د افغانستان پۀ خاوره حملې او تجاوزونه پۀ ښکاره او بربنډ شکل کښې ښکاري. د مصر د جمال عبدالناصر ارواښاد فکر او لا زوال کردار د تاريخ پۀ پاڼو کښې پۀ سرو ليکلے ښکاري.

اوس به زۀ د پښتون پۀ تاريخ، ژبه او کلتور لږه شان خبره وکړم. پښتون او د پښتون وطن افغانستان، د ايشياء زړۀ، يورپ ته تګ راتګ او د تجارت لاره، غني خاوره او دنګ غرونه – خو د حالاتو د يرغل لۀ کبله پسمانده، ژبه او کلتور ئې ورکېږي. تاريخ، ژبه او نوم ئې ښکاره خو کلتورڅېړل او پۀ ډاګه کول ضروري او لازمي دي. کلتور د قام يوه ضروري او لازمي پوړۍ ده. لکه څنګه چې د نوم يا نامې نه بغېر انسان نيمګړے وي، دغه شان د کلتور، رسم ، رواج، ادب او فوکلور، موسيقۍ، حجرې او اتڼ نه بغېر قام هم نيمګړے بونډے سونډے وي. دا ذکر شوي شيان د کلتور اجزاء او حصې وې.

قامونه پۀ مذهب را غونډېدے شي، ولې مذهب د قام نه کلتور اخستے نۀ شي. جغرافيه جارح ملکونه قبضه کولې شي خو د تل د پاره ئې د ځان سره ساتلې نۀ شي. کوم ملک يا مذهب چې د چا پۀ خاوره ګزار وکړي، د خاورې او د سيمې خاوند دغې جارح ته د دښمن پۀ شکل کښې ګوري. مذهب يا د مذهب پۀ نامه پاکستان جوړ شو. د بنګال خاوره د پاکستان برخه او حصه شوه. ولې جارح قام پنجاب چې د دوي پۀ ژبه او حقونو ګزار وکړو نو مذهب بنګال کښې پاتې شو؛ ولې پاکستان پاتې نۀ شو. سرائيکي قام وجود او ژبه ورکه شوه ولې د دغې قام احساسات، جذبات د قامي حقوقو اخستو د پاره روان دي. کشمير نيم شو خو د وحدت جذبه اوس هم روانه وليدې شي. پښتانۀ بېل شو، نيم شو، تقسيم شو خو د خاورې او قام نوم نۀ ورک شوے او نۀ ورکېږي.

جنګ جوړول اسان دي خو صلح راوستل ګران وي. د افغانستان جنګونه او د صلحې بې منطقه نتيجې د دې واضح مثال دے. زمونږ مخې نه د پېرنګي شړل او ازادي تر لاسه کول د بابا د ټوپک پۀ ځاے د عدم تشدد لاره او فلسفه پرته ده. اوس کۀ مونږ د خپلې خاورې د حقونو ازادۍ او ابادۍ خبره مخې ته کېږدو نو واضحه لاره د خپل قامي کلتور ګټل او حصول دے. د دې اول توکي د خپلو مشرانو منل او د جرګې فېصله منل دي. د جرګو د ناستې د پاره د حجرو ساتل ضروري دي. ديني خبرې، مسئلې، خطبې پۀ جومات کښې کېږي او چې پۀ کومه خبره اتفاق راشي نو امين دعا د خېر پرې وشي.

ټپه، سندره، ګډا او اتڼ د پښتنو ورثه او تاريخ دے. کۀ مونږ پۀ ښادو کښې مشاعرې، ټپې، سندرې،ګډا او اتڼ شروع کړو نو دا به مونږ د خپل تاريخ دروازه پرانيزو. کۀ ملايانو تر اوسه جوماتونو کښې اتڼونه کول، اوس قوالي او ګډا ګانې کوي او دا ګناه نۀ ده؛ زمونږ د کلتور اجزاء او د هغې کول ولې ګناه او کفر دے؟ د دې مطلب دا دے چې دغه قوتونه د کلتور د ورکولو پۀ جامه کښې زمونږ تاريخ او زمونږ ژبه او قام ورکول غواړي.

پښتنو ته خپل تاريخ او ژبه غاصبو قوتونو پۀ نصاب کښې نۀ ښودلې ده او نه ئې ښائي. پښتون څوک دے؟ څوک وائي د قېس عبدالرشيد اولاد دے، څوک وائي د يعقوب علېه السلام اولاد دے، څوک وائي دا د ايران او جرمن “مکس” قام دے. او څوک وائي دا د اسرائيلو يوولسمه قبيله ده او دا پښتو ژبه د جارجيا، ايران او اسرائيلو د ژبو نه جوړه او د دغې ژبو څۀ مواد او ټکي پکښې شته.

ولې کۀ د ازادو تاريخونو مطالعه وشي نو پښتو ژبه د اووۀ زره کالو تاريخ لري. د ايران د بادشاهانو خاندان دلته څلور سوه کلونه حکومت کړے او د هغو د دربار پۀ کتابونو کښې د پښتو ليکونه شته. اوس جديد تحقيق وائي چې پښتانۀ ارين دي. کۀ پښتانۀ د جنګونو نه خلاص شو نو د خپل قام او ژبې پۀ باب تحقيق کولے شي.

د وخت، حالاتو، واقعاتو، ضرورتونو او د پښتون قام د شناخت، قامي حقونو، د يو تړون او پېوستون د پاره خپل کلتور ژوندے کړو. د خپلو بچو نومونه پۀ پښتو کښې ږدو، پۀ خپلو سټورونو او دوکانونو نوم هم د پښتو پۀ ژبه وکړو. پۀ خپلو ګاډو او موټرو نمبرونه هم پښتو او پښتونخوا سره منسوب کړو. خپلو بچو ته د پښتو ژبې ليکل وښايو. حجرو کښې جرګې شروع کړو. خپلې سندرې، ټپې او ملي نغمې وئيل شروع کړو. د لر او بر د پښتون پۀ ځاے يو پښتون وئيل شروع کړو. ملي اتڼ او ګډا ګانې تازه کړو. د بچو پۀ ودونو کښې د ټنګ ټکور نه علاوه مشاعرې هم وکړو. ملي او تاريخي سيمينارونه وکړو. يو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړو. خاوره، ژبه، تاريخ او کلتور يو او شريک کړو. پۀ خپلو دېرو کښې د ملي اتلانو انځورونه ولګوو او هم د دغې اتلانو د يادولو او خورولو د پاره پۀ دوي مشاعرې او ګډې مباحثې وکړو.

احمد شاه بابا د ډيلي د تحت پۀ ځاے د پښتونخوا د غرونو سرونه خوښول. د باچا خان او خان شهيد جائيدادونه سرکار سرکاري کوي، زندانونو ته ځي، ميروېس خان او اېمل خان پۀ خپله خاوره سر ورکوي. ولې دغه ټول اتلان خاوره يرغلګرو ته نۀ پرېږدي. کۀ پرون مغل او پېرنګيان زمونږ پۀ خاوره دېره وو، نن پنجابے زما د کلتور او قامي حقونو دښمن دے. کۀ مونږ نن د وخت پۀ اېجنډا دا خپل “کلتور” کېښودو نو څنګه چې زمونږ اتلانو پېرنګي نه ځان خلاص کړو، دغسې به مونږ هم ځان د تور غاصب نه خلاص کړو. دانشورو! تحقيق وکړئ، اديبانو! مزاحمتي ادب تخلیق کړئ! ځوانانو! خپل کلتورازاد کړئ، قامي مشرانو! د وخت پۀ نبض لاس کېږدئ، د افغانستان دفاع وکړئ، د پارټۍ د صلاحیت ملګري پۀ مشورو کښې شريک کړئ.

وخت اوتاريخ سوال کوي، جواب به تاسو ورکوئ…..

 

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

د باچاخان مبارزه 1970 نه تر مرګه پورې – شمس بونېرے

د باچاخان شخصيت يو پرانستے کتاب دے او د دې کتاب بېل بېل بابونه او …