loader image
کور / نور ليکوالان

نور ليکوالان

د غازي امان الله خان د اصلاحاتوپۀ وړاندې د مخالفتونو د لاملونو څېړنه – نوماند څېړنیارولي باز اٰرین

        لنډیز: غازي امان الله خان د پلار لۀ مړینې سره سم پۀ کابل کښې واک ته ورسېد. د واک پۀ لومړیو شپو کښې ئې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او د خپلې خپلواکۍ خبر ئې پۀ برېطانوي هند کښې انګلیسانو ته ور ولېږۀ. انګلیستان ناچاره شول او د افغانستان خپلواکي ئې ومنله. لۀ دې وروسته امان الله خان سمدستي پۀ اصلاحاتو لاس پورې کړ. د وزیرانو کابینه ئې جوړه کړه او ځینې وزارتونه ئې تأسیس کړل. ملي شوريٰ ئې جوړه کړه. د امان الله خان اصلاحات پۀ فرهنګي ډګر کښې ډېر پۀ پراخه پېمانه تر سره …

بشپړ متن

د افغانستان علومو اکاډمي تاریخچه – پۀ مننه د ښاغلي ډاکټر ظاهر شکېب )رئیس علوم اکادمي، افغانستان(

        د افغانستان د علومو اکېډمۍ دا تاریخچه مونږ د هاغه علمي، تعلیمي، فرهنګي او څېړنیزې ارتقاء تر پامه راوستلو د پاره د ‘پښتون’ دې ځانګړې ګڼه کښې ځایوو چې د جنګونو، ګړنګونو، ناتارونو او شاتارونو پۀ بهیر کښې تر دې ورځ شوې ده. نن علوم اکېډمي یوه ګڼه، ګُوره، بار داره او ښېرازه اونه ده او پۀ ډېرې چټکتیا او بېدارۍ سره د علم، تعلیم، فرهنګ او څېړنې پۀ بېلابېلو څانګو کښې لاس ته راوړنې کوي. یقیناً چې د افغانستان د علومو اکېډیمۍ ته پۀ سر د ریاست لاس پروت دے او داسې اکېډیمۍ کله هم …

بشپړ متن

د افغانستان د خپلواکۍ ستوري ‘غازي امان الله خان’ ته د ملا عبدالسلام اڅکزي ‘منظوم عقیدت’ – نور احمد فطرت اڅکزی

        وائي چې پۀ ایران شیراز کښې یو باچا ؤ او د دۀ نو سعد زنګي ؤ او دی د جناب شېخ سعدي معاصر ؤ. د شېخ پلار عبدالله شیرازي د دۀ نوکر ؤ. تاریخ لیکونکي لیکي چې سعدي زنګي دومره ښۀ حکمران ؤ چې هر څۀ ئې پر عدل او انصاف برابرول نو پۀ هم دغه وجه شېخ مصلح الدین د دۀ څخه ډېر متاثر شوی ؤ او د ځان سره ئې د ‘سعدي’ تخلص پېل کړی ؤ. جناب شېخ مصلح الدین سعدي نۀ یواځې دا چې د دۀ څخه د سعدي تخلص اخستی ؤ، بلکې …

بشپړ متن

د سلام بابا پۀ شاعرۍ کښې د درې سیاسي مخکښانو یادونه – نعیم ازاد

      ملا سلام ګډ و يوۀ چمن ته نۀ دی هم کابل هم کندهار ستائي هم ږوب څرک او ځيرک خلق ټولنيز فکر پۀ برخه لري او تل د خپل خيالي تصور د رښتيا کولو پۀ هڅه او لټون د ژوند شپې ورځي سبا کوي او هم دا رنګه لۀ ځانپالنې او ټولنپالنې څخه د انسانپالنې او ټولپالنې دغه بهير پۀ فکري توګه پرمختګ او ورځ پۀ ورځ پراختيا مومي. معنٰي دا چې د وګړنيز )انساني( ژوند د هوسا کولو د لارو چارو روڼا کولو او پلټنې لپاره ئې د ژوند هره شېبه ځانګړې کړې وي. د ټولنيز …

بشپړ متن

امان الله: ستر سمون پال (1929-1919) – ډاکټر نبي مصداق

    ‘افغانستان: سیاسي کمزورۍ او بهرنۍ مداخله’، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، قندهار، 2011ز، مخونه 156-148 ژباړن: ډاکټر نثار احمد صمد حبیب الله د ښکار د سفر پر مهال خپل درېم زوی امان الله پۀ کابل کښې د خزانې مسئول کړو. امیر د دې مهلک سفر پۀ ترڅ کښې ووژل شو او قاتل ئې هېڅ کله هم ونۀ موندل شو.[1] یو ځل بیا د زامنو لۀ جملې څخه امان الله قدرت واخست او پۀ شاهي کهول کښې کومه جدي هڅه دۀ ته د چېلنج پۀ توګه تر سره نۀ شوه. کۀ څۀ هم لومړی د امان الله مشر ورور او …

بشپړ متن

د ازادۍ سل کلن بهیراو د ښکلو هنرونو ارتقاء(1398-1298)ل( – 2019-1919)ز – پوهنیارمحبوب شاه محبوب (د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد)

            سریزه: کۀ چرې د خپلواکۍ د بیا اخستلو لۀ ورځې تر دا دمه د افغانستان د تېر سل کلن بهیر جاج اخلو نو ګڼې لوړې او ژورې به پکښې ووینو. د غازي لۀ واکمنۍ نیولې تر ډاکتر محمد اشرف غني د فرهنګي بدلون، لوړتیا او زوړتیا سربېره د سیاسي، اقتصادي او عن د جغرافیې پۀ اساس افغانستان ګڼ بدلونونه منلي دي، ځینې ئې ښائي شعوري وي او ځینې تپل شوي وي. پۀ دې مقاله کښې مونږ د تېر سل کلن بهیر پۀ جریان کښې د ښکلو هنرونو د ارتقاء جاج اخستی او تر ډېره …

بشپړ متن

د افغانستان خپلواکي او د دغه خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان – ډاکټر لطیف یاد

      افغان اولس د 1398 لېږدیز/میلادي کال د زمري د میاشتې (28) نیټه چې د 2019زېږدیز کال د اګست د میاشتې د(19) نیټې سره سمون خوري او د انګرېزي ښکېلاکګرو او زبېښاکګرو نه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې سره برابره ده، پۀ ډېره پرتمینه او شانداره توګه لمانځي. د افغانستان پتمنو خلقو او اولسونو د خپل ویاړلي تاریخ پۀ اوږدو کښې لۀ سکندره راواخله بیا تر چنګېز او انګرېزه پورې پۀ ډېرې مېړانې او سرښندنې سره د افغانستا ن د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د ویاړه ډکې مبارزې کړې دي. پۀ دغو هېواد پالونکو مبارزو کښې …

بشپړ متن

د افغاني سیاست سایکولوژي او ایکولوژي – څېړنوال عبدالغفور لېوال

    پۀ افغانستان کښې د سیاست افتونه او زیانپېژندنه مقدمه: دا لیکنه به هڅه وکړي د افغاني سیاست پۀ اړه څو پوښتنو ته ځواب ورکړي: مونږ پۀ کومه سیاسي زمانه او کوم سیاسي چاپېریال کښې یو؟ نړیوال او سیمه يیز شرائط څنګه دي؟ د سیاسي افکارو انارشي پر مونږ څۀ اغېز کړی؟ سیاست او اقتصاد چرته سره بېل او کوم ځای کښې سره یو ځای دي؟ انسان چرته دی؟ ایا سیاست پېژنو؟ حل لارې څۀ دي؟ د ربړې )پرابلم( طرح دا ده چې زمونږ سیاستونه پر افکارو نۀ دي ولاړ. .1 زمونږ سیاسي زمانه: تر سړې جګړې وروسته، د …

بشپړ متن

ارواښاد ‘کاتب’ او مشروطیت – عبدالغفور لېوال

    د ‘مشروطیت نهضت’ یواځې د دې لپاره مهم نۀ ؤ چې هېواد ئې سیاسي خپلواکۍ ته ورساوۀ او د یوۀ ځوان حکومت بنسټ ئې رامنځ ته کړ، بلکې د دغه نهضت روښانتیائي او نوښتپلوه هڅو د افغاني ټولنې پۀ متن کښې داسې یو خوځښت رامنځ ته کړ چې تر نن پورې د ټولنې د پرمختګ لپاره کله پۀ ښکاره او کله هم تر ایرو لاندې د پټ خوږلن پۀ څېر ژوندی پائي. مشروطیت د افغاني رنسانس د پېلامې لومړنۍ وږمه وه چې پۀ افغاني ټولنه کښې ئې د حق، قانون، پرمختګ، اقتصاد، ازادۍ، وېنا، لیکلو، ملت، تعلیم، دپلوماسي …

بشپړ متن

رابندراناتهـ ټېګورکابلي والا (کابلے) – ژباړن:ډاکټر لطیف یاد

        پۀ کال اتلس سوه دوه نوي (1892) کښې د رابندراناتهـ ټېګور د لیکلې شوې دې افسانې یو سل اووۀ ویشت کلونه وشول. پۀ ظاهره دغه عامه او عام فهمه افسانه پۀ خپل درون کښې د یوې پېړۍ د نفرتونو، کرکو او سپکاوي ډېر دردناک او کربناک تاریخ انځور لري. د پېرنګي ټول مستعمره هند کښې افغانان د ‘شک’ سترګې ته مخامخ کړے شوي وو. د تاریخ ‘لیکلو’ نه د فکشن او د تهېټر پورې؛ پۀ منظمه او سائنسي توګه د ‘سوډنېمزم’ تر مخه د پښتنو افغانانو دوه تصویرونه مخې ته کېښودلے شول – یو هاغه شاړ …

بشپړ متن