loader image
کور / نور ليکوالان (پاڼه 10)

نور ليکوالان

د جوګېندرناتهـ مېنډل استعفٰي – ژباړن: طلال بېدار اصلزے

    ‘جوګېندرناته. مېنډل’ )بنګالۍ کښې যোগেন্দ্রনাথ মণ্ডল ( د ‘دلت’ هندوانو د ‘نماهاسودرا’ ډلې نه ؤ. هغه د متحده هند د بنګال پۀ ‘بارېسل’ سیمه کښې پۀ نهه ویشتمه جنورۍ 1904 کښې زېږېدلے ؤ. ‘نماهاسودرا’ لکه د نورو ‘اچهوت’ هندوانو ټولنه کښې د خپل مقام او سماجي ائیني حقونو د پاره مبارزه کوله. جوګېندر هم د دغه مبارزې غړے ؤ. د 1937 ټولټاکنو کښې جوګېندر د ازاد کاندید )امیدوار( پۀ توګه ټولټاکنو کښې برخه واخسته او ‘سرل کمار دته’ چې د کانګرس لۀ خوا ولاړ ؤ، ته ئې ماتې ورکړه. دې ورځو کښې د جوګېندر تړون د ‘نېتاجي’ سبهاش …

بشپړ متن

دا لېونے لېونے ګرځه!!! – ډاکټر همدرد ایسپزے

    زۀ پۀ خپله د یو ډاکټر پۀ حېث پینځۀ کاله د سائیکاټري پۀ وارډ کښې پاتې شوے یم، ما ته د قاضي صاحب د درد دغه انځور خپل د ټرېنګ د دوران ټولې واقعې او پېښې مخامخ د سنېما د سکرین غوندې ودرولې. بلها ‌ډېر مریضان مې د تداوي لاندې ښۀ شوي هم دي. مونږ سره ګډ ژړلي هم دي او خندلي هم. زما د دغه مریضانو سره او دغه مضمون سره د لېونتوب تر حده مینه وه او اوس هم ده؛ دا بېله خبره ده چې ما دغه پرېکټس کول ولې پرېښودل. د نړۍ ‌‌‌‌‌ډېر لوے سائیکاټرسټ …

بشپړ متن

د مینې اباسین – فریدالله شاه حساس

زۀ اباسین تقریباً د تېرو دېرشو کالو راهسې پېژنم. اباسین دېرش کاله وړاندې هم هر چا پېژندو او د سیالو سره سیال ؤ، البته زۀ دېرش کاله وړاندې د چا پۀ شمار کښې نۀ وم. خو ما به بیا هم د ځان یادولو د پاره پۀ هر پردي خېرات کښې هېڅ بې هېڅه مشري کوله. تاسو داسې وګڼئ چې لکه د چرګ به مې بانګونه ډېر وئیل خو پۀ نمونځ چا نۀ وم لیدلے. زما دا بې واره او بې اختیاره بانګونه چې یو ځل اباسین واورېدل نو ډېر راز دارانه انداز کښې ئې راته نصیحت وکړو؛ وئیل ئې چې …

بشپړ متن

د پښتو د اولسي قیصو یوه اهمه مجموعه اېف اېچ مېلئین (F. H. Malyon)، 1913 – پروفېسر ډاکټر خالد خان

    درې میاشتنۍ ‘پښتو’، پښتو اکېډیمي، پېښور پوهنتون، جلد 41، جولائي ـ دسمبر 2012، مخونه 16-5 دا دے، د درې مياشتنۍ “پښتو” ګرانو لوستونکو ته يو بل ناياب کتاب پۀ اول ځل ورپېژنو چې يو انګريز فوځي افسر اېف اېچ مېلئين پوره سل کاله وړاندې پۀ 1913ز کښې مرتب کړے دے او شائع کړے ؤ. پوره سل کاله د لائبرېرۍ پۀ تيارو کښې ورک ؤ او مونږ رڼا ته راويستلو. “دير آمد درست آيد”، د خوشحالۍ خبره دا ده چې هغه بل کال پۀ 2011ز کښې خاص د لندن يونيورسټۍ د سکول اٰف اورينټل اېنډ افريقن سټډيز لندن پۀ …

بشپړ متن

د پښتوژبې پرمختګ )لارې چارې( وړومبے درې ورځنے نړیوال کانفرنس: 8-6 اګست 2018، باړه ګلۍ – ډاکټر ظفرالله بخشالے

  پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون د خپل تاريخ لۀ پلوه يو ځانګرے حېثيت لري. د کال 1955 نه را پۀ دېخوا ئې مختلفو وختونو کښې يو شمېر علمي او تحقيقي بحثونه او سيمنارونه کړي دي. پۀ کال 1990 کښې د پښتو اکېډمۍ د سیوري لاندې يو تاريخې ورکشاپ شوے ؤ چې د تاريخ پۀ پاڼو کښې ‘د باړه ګلۍ املاء’ پۀ نوم يادېږي چې پۀ دغه ورکشاپ کښې د پښتو املاء پۀ حواله ځینې مهمې فېصلې شوې وې او نن اتۀ ويشت کاله پس پښتو اکېډمي يو ځل بيا وتوانېده چې پۀ نړيواله سطح يو کانفرنس وکړي او د پښتو …

بشپړ متن

ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک (اخیرۍ برخه) – حافظ رحمت خاني

  خوشحال نامه، تدوین، سریزه او تعلیقات، زلمے هېوادمل، د قومونو او قبائلو وزارت، د نشراتو او فرهنګي چارو ریاست، کابل، 1986)ز( تواریخ زمانه: دا کتاب د الغ بيګ د وړوکوالي نه )څوک چې پۀ قول د مصنف اول پۀ ‘ماشومتوب’ کښې د ماورالنهر نه د کابل پۀ نواحي کښې د ایسپزيو علاقې ته ورتښتېدلے ؤ( تقريباً د لسو کالو نه پس پۀ 973هـ کښې د کابل د بادشاه کېدلو نه د خان کجو سدوزي مندړ د مرګ پورې حالات لري. خان کجو د 963 هـ نه څۀ موده مخکښې مړ شوے ؤ. وئيل ئې چې پۀ کتاب کښې د …

بشپړ متن

افسانه ټېکسيوان – قاضي منظور موسي خېل

  سېدمامد د لسو کالو ؤ چې پلار ئې د تور زيړي د رنځ د لاسه د تورو خاورو لاندې شو. سېدمامد دغه وخت څلورم ټولګي کښې ؤ. د سېدمامد پلار ملنګ استاذ پۀ خپل زوي سبق وئیل غوښتل خو څنګه چې ترې دنیا پاتې شوه، دغسې ئې دغه خواهش هم بې څوک پاتې شو. د پلار د مرګ نه پس هغه څۀ وخت پورې ښوونځي ته تلو خو د لاچارۍ لۀ کبله هغه د ښوونځي نه راپاڅولے شو او مور د حاجي جامدار سروس سټېشن ته بوتلو. ملنګ استاذ هم دغه سروس سټېشن کښې بلها موده کار کړے ؤ …

بشپړ متن

ډسکورس او بائیللي بحثونه – نعمت الله صدیقي

    فکر کول، د نوو او زړو روایتونو پۀ اړه شک څرګندول، تجسس او تلوسه پېدا کېدل، د حق او ناحقۍ لۀ کشمکش سره مخ کېدل، د نورو لۀ خبرو، اندونو او تمایلاتو سره ټکر، اختلاف او تضادات زېږېدل؛ دا هر څۀ د انسان لۀ سرشت سره داسې اغږلي دي چې د انساني خېر ښېګڼې او نېکمرغۍ لپاره ئې د طبعیت هغه جالبه لورينه ګڼلې شو چې د انسان د ازادۍ حېثیت او ماهیت ورباندې ښکلی دی. هغه ټولنې چې وګړي ئې د هم دغه ښکلي طبعیت پر مهار او روزنې او ورسره پۀ معقول چلند پوهېږي، د نړۍ …

بشپړ متن

ایریا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون – ډاکټر محمد علي دیناخېل

د باړه ګلۍ کانفرنس ‘د پښتو ژبې پرمختګ’ پۀ موضوع وړومبے درې ورځنے نړيوال کانفرنس د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ تر سيوري لاندې پۀ شپږم اګست شروع شو او پۀ اتم اګست کال 2018 پایې ته ورسېدو. پۀ دې کانفرنس کښې چې کومې مقالې وړاندې کړې شوې، هغه پۀ دې ډول دي: حبيب الله رفيع: د پښتو د ځانګړي ليکدود مکتبونه محمد اصف صميم: د دوېم ‘خېرالبيان’ زېرے ‌‌‌‌‌ډاکټر يار محمد مغموم: دپښتو پۀ وده کښې د ترجمې کردار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسماعيل ګوهر: پښتو کښې اصطلاحات سازي ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شاهده سردار:د پښتو ادب پۀ تاريخ کښې د زنانه ليکوالو کردار سعيد …

بشپړ متن

د ابو خان وزه )چېلۍ( – ډاکټر ذاکر حسېن – ژباړن: ډاکټر لطیف یاد

    ډاکټر ذاکر حسېن د هند وړومبے مسلمان اولسمشر )صدر( ؤ چې دې نه وړاندې د ‘علي ګړهـ’ پوهنتون وائس چانسلر، د ‘بِهار’ ګورنر او د هندوستان نائب صدر هم پاتې شوے ؤ. هغه د فرورۍ پۀ اتمه نېټه 1897 د حېدراباد دکن پۀ تیلنګانا کښې یوه پښتنه کورنۍ کښې د فدا حسېن خان اپریدي کره زېږېدلے ؤ. پلار ئې د کانګرس کلک غړے ؤ او فخرِ افغان باچاخان سره ئې د مینې او عقیدت رشته لرله. د هغۀ کورنۍ پۀ هندوستان کښې ځانګړے تعلیمي او سیاسي حېثیت لري. ډاکټر ذاکر حسېن د مۍ د میاشتې پۀ درېمه نېټه …

بشپړ متن